• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمر داوودزی: په افغانستان کې د بلې بهرنۍ مداخلې امکان شته

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د پاکستان په چارو کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت ځانګړي استازي عمر داوودزي د افغانستان انټرنشنل- فارسي څانګې ته په یوې مرکې کې ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په شتون او له طالبانو سره د خلکو په ټکر کې د هېوادونو د بیا مداخلې امکان شته.

نوموړي وویل، چې دی د بهرنیو هېوادونو د مداخلې پلوی نه دی؛ خو که طالبان دوام وکړي "بهرنۍ مداخله به پېښه شي".

ښاغلي داوودزي ټینګار وکړ، چې د ۱۹۷۰ کلونو په څېر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د طالبانو د واکمنۍ لپاره یو ګواښ دی.

هغه وويل: "هغه ډلې چې تېر ځل يې د سقوط لامل شو او نور هېوادونه يې اړ کړل چې افغانستان ته راشي او مداخله وکړي، هماغه حالت به تکرار شي".

طالبانو تل په افغانستان کې د وسله والو او ترهګرو ډلو د موجودیت خبره رد کړې ده.

په دغو ډلو کې د پاکستاني طالبانو تحریک هم دی، چې د افغان طالبانو تر څنګ په افغانستان کې د پخواني افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد په جګړه بوخت وو.

د پاکستان حکومت وايي، چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه پر دغه هېواد بریدونه کوي او له افغان طالبانو یې غوښتي چې د دغې ډلې غړي له افغانستانه وباسي.

افغان طالبانو دا ادعا رد کړې او د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو تر منځ یې د وسله والو د بریدونو د ستونزې د حل لپاره پر هوکړې ټینګار کړی دی.

د پاکستان لپاره د پخواني ولسمشر اشرف غني دغه استازي وویل، چې افغان ټولنه بدله شوې او د افغانانو لویه برخه لوستي او ښاري اوسېدونکي دي.

د هغه په ​​وينا؛ لوستی قشر له طالبانو سره په تقابل کې واقع شوی دی.

هغه وړاندوينه کوي، چې داخلي شخړې به د نورو هېوادونو پښې افغانستان ته وغځوي؛ خو داوودزي ټینګار وکړ، چې "که بهرنیان د افغانانو په استازیتوب هر څومره پرېکړې وکړي، دا به بې پایلې وي".

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې په کابل کې یې درې طالبان وژلي دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د افغانستان ازادۍ جبهه وايي، چې د کابل په کمپنۍ سیمه کې یې د طالبانو د تالاشۍ پر یوې پوستې برید کړی او درې طالبان یې وژلي دي.‌

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خواله رسنۍ اېکس کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې نن دوشنبه یې د پلازمنې کابل پنځمه حوزه کې د طالبانو پر یو چک پاینټ برید کړی او درې طالب جنګیالي یې وژلي دي.‌

د یادې جبهې په وینا دغه برید چې د ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل کمپنۍ په سیمې کې شوی، دوه طالب جنګیالي هم پکې ژوبل شوي دي.‌

طالبانو لا د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.

د ترکیې پولیسو په تېره میاشت کې ۲۵۰ افغان کډوال د چاناک کلا په ښار کې نیولي دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د ترکیې پولیسو اعلان کړی، چې په تېره میاشت کې یې ۲۵۰ افغان کډوال د چاناک کلا په ښار کې نیولي او توقیف ځایونو ته يې ليږلي دي.

د دغه هېواد پولیس وايي؛ د هغو ۲۱۴ افغان کډوالو سره هم مخ شوي او هغه يې نيولي دي، چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه د یونان لسبوس ټاپو ته واوړي.

د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پوليسو د چاناک کلا ښار په سرحدي دروازو کې لس کسه د انساني قاچاق د تنظيمونکې (قاچاقبرۍ) په تور نيولي دي.

د ترکیې پولیسو ویلي، چې ددې سره ترڅنګ ۱۴ موټرونه، ۳۷د ژغورنې جاکټونه، ۳۳ټوپونه او شاوخوا ۸۳ زره لېرې هم نیول شوي دي.

له بلې خوا د دوشنبې په ورځ د (ليندۍ ۱۳ مه) د اغري ولایت پولیسو د دوغو بایزید په سیمه کې په یوه بار وړونکې لارۍ کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د دغه هېواد پولیسو درې تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل، د اسکې په ښار کې نیولي، چې هغوی يې۴۳ زره او ۲۳۰ لېرې(۱۴۰۰ امریکايي ډالر) جریمه کړي دي.

ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده.

په دې وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو نيول او له دې هېواده ايستل زیات شوي دي.

ایراني چارواکي وايي، په یزد کې د هېڅ افغان کډوال کور نه دی سوځول شوی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۶ GMT+۰

د يزد مرستيال والي علي اکبر عزيزي په دې ښار کې د افغان کډوالو د کورونو د سوځولو خبره رد کړه او ويې ويل؛ چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورونه د بهرنيو اتباعو د کورونو له سوځولو سره هېڅ تړاو نه لري. هغه وویل، چې دا عکسونه د کثافاتو د سوځولو اړوند دي.

د یزد د والي سیاسي او امنیتي مرستیال د دوشنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۳مه) په یوه خبري غونډه کې دغه موضوع مطرح کړه.

تر دې مخکې سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان له وژل کېدو وروسته قهرجنو خلکو د افغانانو کورونه سوځولي دي.

د ټولنیزو رسنيو په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې یوه ډله خلک د کډوالو پر کورونو برید کوي.

تر دې مخکې د ایران ګډو ټولنو هم د افغان کډوالو پر کورونو برید یو غیر انساني عمل بللی و.

دوه قطري الوتکې د زلزله ځپلو سره د مرستې رسولو لپاره هرات ته ورسېدې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د دوشنبې په ورځ (د ليندي ۱۳مه) د قطر د وسله والو ځواکونو دوه پوځي الوتکې چې ۶۲ټنه د اړتيا وړ خوراکي توکي، د سرپناه لپاره وسايل او طبي مواد پکې وو، د افغانستان لويديځ هرات ولایت ته ورسېدلې.

دغه مرستې د قطر د پراختيايي صندوق، د قطر سرې میاشتي او د قطر خيريه ټولنې له لوري برابرې شوې وې، چې نن په هرات کې مرستندویه ادارو او ځايي طالبانو ته وسپارل شوې.

د راپورونو له مخې؛ د افغانستان د هرات ولايت د زلزله ځپلو سره دغه مرسته د قطر د مرستو يوه برخه ده.

له دې وړاندې هم د قطر هېواد د یو شمېر لومړنیو توکو مرسته کړې وه.

اروپايي اتحاديې د افغانستان لپاره ۱۴۳ ميلونه یورو نوې مرسته اعلان کړه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې رفایلا ایودیس په کابل کې د افغانانو سره په بېلا- بیلو برخو کې دغه مرسته اعلان کړه او ويلي یې دي، چې دا یې د ژمنو دوام دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژادفيره رفایلا ایودیس د کابل څخه پر خپله ايکس پاڼه په يوې ويډيوي پيغام کې ويلي، چې دا ۱۴۳ ميلونه یورو نوې بوديجه ده، چې د اروپايي اتحاديې د ۶۰ ميلونو يورو سربيره به له افغانستان سره کيږي.

اروپايي اتحاديې يوه میاشت مخکې د افغانستان لپاه ۶۰ میليونو یورو مرسته اعلان کړې وه.

ايوديس ويلي، چې نوې بوديجه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستي، خصوصي سکتور د پياوړتيا، روغتيا او په هرات کې د زلزله خپلو کورنيو د لاس نیوي په خاطر شوې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژادفيره نن تورخم ته هم تللې وه او هلته یې د افغان کډوالو او بشري مرسته کوونکو ادارو د فعاليتنونو څخه ليدنه هم کړې ده.

هغې پر خپل ايکس پاڼه تصويرونه هم خپاره کړي، چې په تورخم کې د افغان کډوالو، يونيسيار او نورو مرسته کوونکو ادارو کارونه ارزيابي کوي.