د پېښور په ورسک روډ چاودنه کې څلور افغانان ژوبل شوي

نن سهار ۹ بجې د پېښور په ورسک روډ یوه خصوصي ښوونځي ته څېرمه چاودېدونکي توکي ځاي پر ځای شوي وو، چې له امله یې د درېیو ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.

نن سهار ۹ بجې د پېښور په ورسک روډ یوه خصوصي ښوونځي ته څېرمه چاودېدونکي توکي ځاي پر ځای شوي وو، چې له امله یې د درېیو ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.
د پېښور اېل ار اېچ روغتون د ټپیانو یو نوملړ خپور کړی، چې له مخې یې په نني برید کې څلور ټپیان افغان وګړي دي.
په دغو ټپیانو کې د یوه افغان روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د ځایي پولیسو په وینا، په دغې چاودنه کې شاوخوا ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
په تېرو شپږو میاشتو کې دا دویمه بمي چاودنه دهح، چې په خیبر پښتونخوا کې د ښوونځي پر ماشومانو کېږي.
تر دې دمه د دغې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په اېکس پاڼه لیکلي:« موږ د امریکا د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ په چارو کې د هغه هېواد مرستیالې وزیرې او مل پلاوي سره ګټورې خبرې وکړې.»
هغه لیکلي:« په دغهې لیدنه کې د افغان کډوالو د مېشتېدنې او د هغوی د کډوالۍ په کیسونو کې د چټکتیا په برخه کې مو یو بل سره سلا مشورې ورکړې.»
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو نیوکې کولې، چې ګڼ افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کیسونو د څېړلو له پاره میاشتې کلونه انتظار باسي؛ خو لا یې هم برخلیک نه جوتېږي.
افغان کډوالو هم نیوکه لرله، چې په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د ویزو د نشتوالي له امله د پاکستاني پولیسو له لورې ځورول کېږي او د دوی د مېشتېدنې برخلیک نه جوتېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د د دغه وزارت یو جګپوړې چارواکې به راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته ولاړه شي او له پاکستاني چارواکو سره به پر یو لړ مسایلو خبرې وکړي.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي و، د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ ډلې مرستیاله جولیتا والس نویس به د ډسمبر له څلورمې څخه تر اوومې نېټې پورې په اسلام بباد کې پاتې شي.

په هغه نوملړ کې چې د خیبر پښتونخوا پولیسو خپور کړی، د ګلالۍ اسماعیل نوم هم له ورایه په کې ښکاري. ګلالۍ اسماعیل چې دا مهال د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او په خټه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ده، د پاکستان د حکومت سر سخته مخالفه ده.
اغلې اسماعیل هغه مهال امریکا ته کډواله شوه، چې په ۲۰۱۹ کال کې پاکستاني چارواکو د هغې د نیولو هڅه کوله.
خو په خپله ګلالۍ اسماعیل په ایېس پاڼه د دغه نوملړ له خپرولو وروسته په یو توند غبرګون کې ویلي، هغه د ترهګرۍ له شره له پاکستانه وتلې او دا د نه منلو ده چې هغه دې اوس د پاکستاني چارواکو لهخوا د ترهګرۍ په ملاتړ تورنیږي.
هغې په خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، دا ټولو ته د خندا وړ خبره ده چې د ترهګرو پر ضد د یوې مبارزې او د بشري حقونو د فعالې نوم دې د ترهګرو د ملاتړو په نوملړ کې راشي.
د پاکستان حکومت لهخوا په دغه خپور شوي نوملړ کې د یوشمېر نورو فعالانو او د خبریال احسان داوړ نوم هم راغلی، چې د ځینو فعالانو لهخوا دغه نوم لړ غندل شوی او بې بنسټه ګڼل شوی دی.
د پاکستان پر حکومت تل دا نیوکې کېږي، چې پر یو شمېر فعاله سیاستوالو او د پښتون ټبر پر مخکښو کسانو د ترهګرۍ تورونه لګوي او په دې توګه غواړي، چې د پښتنو د عدالت غوښتنې غږونه ټپ کړي.

د چمن پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین تر برید او نیولو وروسته تېره شپه د پرلت پر خیمو ډزې کړې او دوه پرلت وهونکو يې ټپیان کړي. د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، پولیس هڅه کوي چې د چمن پرلت پای ته ورسوي. ځکه يې تېره ورځ پر منظور پښتین برید وکړ او بندي يې کړ.
نوموړی وایي تېره شپه ځايي پولیسو د پرلت پر خېمو ډزې کړې او په خېمو کې ناست دوه پرلت وهونکي يې ټپیان کړي.
ښاغلی غوث الله د یادې پيښې په اړه وايي: «له تېرو څو ورځو راهیسې د بلوچستان ایالت ځايي چارواکي په دې لټه کې دي چې د چمن پرلت پای ته ورسوي خو موږ په هیڅ صورت پرلت پای ته نه رسوو. پرون یې منظور پښتین بندې کړ، زموږ پر پرلت یې ډزې وکړې خو موږ قربانۍ ته چمتو یو او موږ به خپلې غوښتنې خامخا د پاکستان په حکومت منو.»
د پېښې عیني شاهدان وايي، د ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او د لا ښې درملنې لپاره باید د کوټې روغتونونو ته ولېږدول شي.
د چمن پرلت مرکزي کمېټې غړی مولوي عبدالمنان وايي: «پولیسو یو ځل زموږ پر ملګرو ډزې وکړې، د ملګرو روغتیايي حالت ښه نه دی خو اوس پولیس له دې ځایه د ټپیانو د لیږد اجازه نه راکوي موږ غواړو د پولیسو د رسمي مکتوب له لارې خپل ټپیان کوټې ته د ښې روغتیا په موخه ولیږدو.»
دغه پرلت له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې روان دی او په دغه موده کې د پرلت وهونکو پر یو شمېر غړو عریضې هم شوې دي، پر پرلت وهونکو تور دی چې په پرلت کې يې د خبرو پر مهال د پاکستان حکومت خلاف ویناوې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا د پېښور په ورسک سړک د یوه ښوونځي مخې ته چاودنه شوې ده. پولیس وایي، چاودنه کې درې ماشومان ټپيان شوي او شاوخوا ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
ځایي پولیس وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې بم د سړک په منځ کې ځای پر ځای شوی و.
د پولیسو په وینا، سیمه د دوی لهخوا کلابنده شوې او د پېښې ځای ته مرستندویه ډلې هم رسېدلې دي.
دغه جزییات وروستي نه دي.
په تېرو شپږو مياشتو کې دا دويم بريد دی، چې د ښوونځي په ماشومانو ترسره کېږي.
تر دې وړاندې په سویلي وزيرستان کې د ګومل ښوونځي په ماشومانو چاودنه شوې وه، چې پکې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په پاکستان کې مېشت افغانان په دغه هېواد کې د پولیسو لهخوا له مزاحمتونو سرټکوي. دغه افغانان وايي:« نه یوازې دا چې له کوره بهر مو دروي او د اسنادو پوښتنه کوي؛ بلکې هره اونۍ وخت ناوخته د کورونه شاته راځي.»
حاجي داوود چې د پاکستان په پلازمېنه کې مېشت دی، وایي:« د هرې اونۍ په اوږدو کې یو ځلې پولیس ماښام مهال زما د کور ور ټکوي او له ما د اسنادو غوښتنه کوي.»
هغه وایي:« سره له دې چې ما په ځلونو خپل اسناد له دوی سره شریک کړي دي؛ خو بیا هم دوی بیاځلې زما اسناد غواړي او ان کله ناکله پیسې هم اخلي.»
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاهم د افغان کډوالو ځورونه، نیونه او له دغه هېواده یې اېستنه روانه ده، چې کله ناکله ځینې یې د لنډې مودې لپاره د پیسو په بدل کې خوشې کېږي.
تېره اونۍ هم د اسلام اباد په بي۱۷ کې د پولیسو په یولړ عملیاتو کې د یوه ښوونیز کورس د استادانو په ګډون یوشمېر افغانان له نیول کېدو وروسته تورخم ته ولېږدول شول.
د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو چلند تل تریخ و؛ خو د اېستنې پروسه له هغه وخت راهیسې پیل شوه، چې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ چې نور په خپله خاوره کې پردي ناقانونه بهرنیانو ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي او د دوی پر وړاندې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې پراخ عملیات روان دي.
تېره اونۍ د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي وویل، د دغې صوبې پولیسو ته امر شوی چې هره ورځ دې تر لس زرو افغان کډوال له دغې صوبې افغانستان ته ستانه کړي.
