د خیبر پښتونخوا د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل د ترهګرو په ملاتړ تورته شوه

په هغه نوملړ کې چې د خیبر پښتونخوا پولیسو خپور کړی، د ګلالۍ اسماعیل نوم هم له ورایه په کې ښکاري. ګلالۍ اسماعیل چې دا مهال د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او په خټه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ده، د پاکستان د حکومت سر سخته مخالفه ده.