• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان او سياستوال: د عدالت غوښتل جرم نه دی، منظور پښتین خوشې کړئ

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۲ GMT+۰

وروسته له هغې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د بلوچستان په چمن سیمه کې د پاکستاني پوځيانو له خوا ونيول شو، ورسره سم د هغه پلويانو او يو شمېر سياستوالو پر ټولنيزو رسنيو غبرګون ښودلی او د هغه د ژر خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.

په پښتونخوا کې سياسي فعال او د پاکستان د پارلمان مخکني غړي محسن داوړ پر خپله ايکس پاڼه د پاکستاني پوځ له لوري د منظور نيول د شرم خبره بللې او لیکلې يې دي، چې د عدالت غوښتل جرم نه دی: " دا غږونه په ظلم نه شي درېدلی موږ ژر تر ژر د منظور پښتين د خوشې کېدو غوښتنه کوو".

په پاکستان کې پښتون سياستوال او د دغه هېواد د مشرانو جرګې پخواني غړی افراسياب خټک هم پرخپله ايکس پاڼه پاکستان حکومت ته ليکلي:"د سوله یيزو سياسي فعالانو نيول او د تروريستانو ((بیارغونه)) د پاکستاني دولت سياست دی".

نوموړي د منظور نيول کېدو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا ډول خطرناکه پاليسي ستونزي نه شي حلولی؛ بلکی څو اړخيز بحرانونه به رامنځته کړي.

د دې غورځنګ يو بل مشر او د پښتين نېږدې ملګري علي وزير پر ايکس پاڼه ليکلي:"وهل ټکول، ګواښونه او زندان زموږ مورال او احساسات نه شې کمزوي کولی".

په پښتونخوا کې د کډوالو فعالې منېژې کاکړ هم د منظور پښتين د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې او د هغه نيونه يې د سوله یيزو لارو د مخنيوي هڅه بللې ده.

د ملي جمهوري غورځنګ يوه غړي اسماعيل مسعود پر فېسبوک د منظور تر عکس لاندي ليکلي: "ښايي د هېواد واکمنو د بنګال له غميزي درس نه وی زده کړی، دا کړنه نویو غميزو ته لاره هواره وي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو هم د خپل مشر په ملاتړ په ټولنيزو رسنيو کې غږ پورته کړی.

ذبیح وزير ليکلي دي، چې پر موټر بريد کول د دوی لپاره نوې خبره نه ده، هغه پاکستان ته په اخطاريه ډول ليکلي:" که مشر ته کوم زيان ورسيږي، د پاکستان سره به د پښتنو اړيکي ختمي شي".

ډاکټر مينه وزيري پر ايکس پاڼه د منظور د عکس سره لیکلي:" نور د خبرو وخت نه دی! يو انقلاب ته ضرورت دی".

د دې سره ترڅنګ په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په بېلا-بيلو هېوادونو کې په زيات شمېر د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د منظور پښتين نیول غندلي او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه يې کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غوښتل د بې درکو بلوڅانو په پرلت کې د کډون لپاره د چمن څخه تربت ته لاړ شي، چې په لار کې یې لومړی پاکستاني پوځیانو پر موټر ډزې کړي او وروسته یې هغه نیولی دی.

بل خوا د منظور پښتین پر اېکس پاڼې د پي ټي ایم مطبوعاتي برخې په يوه ياداښت کې ليکلي: " دغورځنګ ملګري دې پُر امن اوسي او راتلونکې لايحه عمل لپاره دې د مرکزي کمېټې پرېکړې ته په انتظار اوسي".

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په چمن کې ونیو

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۶ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین د پلوچستان چمن سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له خوا ونیول شو.

دغه سرچینې زیاتوي، چې منظور پښتین غوښتل د بې درکو بلوڅانو په پرلت کې د کډون لپاره د چمن څخه تربت ته لاړ شي، چې په لار کې یې لومړی پاکستاني پوځیانو پر موټر ډزې کړي او د هغه د کاروان مخه یې نیولې ده.

بل خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين‌ پر اېکس پاڼې د یاد غورځنګ مطبوعاتي برخې یو یادښت خپور کړی او لیکلي یې دي، چې نوموړی د چمن څخه د تربت په لور روان و، چي په لارې د چمن او کويټې په منځ کې د ریاستي ادارو له خوا ونیول شو.

دوی په یادښت کې زیاته کړې: "د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګري دې پرامن اوسي او راتلونکي لايحه عمل لپاره دې، د مرکزي کمېټې پرېکړې ته په انتظار اوسي".

له پاکستانه ۴۰۷ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي، چې د روان کال د اګسټ میاشتې راهیسې افغانستان ته څلور لکه، اووه زره او ۶۸۰ افغان بې اسناده کډوال ستانه شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې دغو کډوالو ته په بېلابېلو ولسواليو کې موقتي کمپونه جوړ شوي، چې پکې ورته ټولې لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.

خو افغان کډوال بیا وایي؛ دوه او درې شپې پرې په هغو کمپونو او انتظار ځایونو کې تېرېږي، چې پاکستاني چارواکو په پېښور او لنډي کوتل کې د دوی له پاره جوړ کړي دي.

د دوی په وینا دې کمپونو کې د پاکو اوبو، ډوډۍ او د سفر د چمتو والي په موخه لومړني وسایل نه شته او ورته ورتلونکي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې؛ پرون ۲۷۷۱ کډوال افغانستان ته د تورخم او چمن له لارې بېرته ستانه شوي دي.
پاکستاني چارواکو وار د مخه ویلي وو، چې دوی به په لومړی پړاو کې د یو مېلیون کډوالو څخه زیات بېرته افغانستان ته ستنوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بکټي او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډ مهالی وزیر جان اڅکزي ویلي: «د اندېښنې وړ ده چې طالبان مو غوښتنې نه مني.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت دغو دوو وزیرانو د یوې ټلویزیوني مرکې پر مهال ویلي، «طالبان دې افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي؛ خو موږ ته دې هغه پاکستانیان را وسپاري چې په افغانستان کې اوسیږي.»

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بکټي د پاکستان دولتي تلویزیون سره په یوه مرکه کې افغان کډوالو ته په اشاره ویلي: «هغه کسان چې بې اسنادو پاکستان ته راځي په زور به له دغه هېواده اېستل کیږي.»

بګټي وړاندې وويل: «طالبان دې په افغانستان کې میشت پاکستاني وګړي پاکستان ته وسپاري.»

په چمن کې د منظور احمد پښتین پر موټریز کاروان د پولیسو له لوري برید شوی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۶ GMT+۰

د سوېلي پښتونخوا چمن ښار په مال روډ سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین برید شوی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل‌، د چمن د ځايي پولیسو له لوري هغه مهال د منظور پښتین پر موټریز کاروان برید وشو چې دی د چمن له پرلت څخه د تربت لوري ته د تلو په حال کې و.

دغه پیښه نن له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې منظور پښتین د چمن له پرلت څخه د تربت په لاریون کې د ګډون په موخه د تلو په حال کې و.

له دغې پيښې څخه څو دقیقې وړاندې منظور پښتين د چمن په پرلت کې په تربت کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون یادونه کړې وه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په برید کې منظور پښتین ته زیان نه دی رسیدلی خو په سیمه کې د پولیسو په ډزو کې یو ښځه ټپي شوې ده.

کراچۍ کې پولیسو د پښتنو ګوندونو د مشرانو د نیولو هڅې پیل کړې دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۰ GMT+۰

د کراچۍ پولیس وايي دپښتون ژغورنې غورځنګ، ملي جهموري ګوند او پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د یو شمېر مشرانو او غړو د نیولو په لټه کې دي. پولیس وايي دوی وړمه ورځ په یوه احتجاجي مظاهره کې د حکومت پر ضد پارونکي خبرې کړې وې.

پولیس وايي له هغه وروسته يې د دغوپښتنو ملتپاله ګوندونو د غړو د نیولو هڅه پیل کړې چې وړمه ورځ دوی په ګډه د کراچۍ پریس کلب مخې ته د افغان کډوالو په زور اېستلو پر ضد احتجاجي مظاهره کړې وه.

دغو ګوندونو له حکومته غوښتي وو، چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو بهير په سملاسي ډول ودروي او په سيند کې هم د افغانانو او ځايي پښتنو ځورول بند کړي.

پوليس وايي مظاهره کوونکو د پاکستان حکومت پرضد څرګندونې کړې وې، او د دوی په خبره هڅه يې کړې وه چې خلک د حکومت په ضد راوپاروي.

همدارنګه د کراچې پوليسو تېره ورځ د دغه ښار په بنارس نومې سیمې باچاخان څلورلارې کې چې ډیری اوسېدونکي يې پښتانه دي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته د غونډې اجازه نه وه ورکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند مشر سليم خان ترين رسنیو ته ویلي، دغه ګوند د خپل بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزی د پنځوسم تلين په ياد په کراچۍ کې غونډه رابللې وه خو پولیسو يې مشران د غونډې له ځایه بیرته ستانه کړي وو.

ښاغلی ترین وړاندې وايي: «د اجازې باوجود پوليسو غونډې ته نه پرېښودلو د سيند سرپرست حکومت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته د غونډې اجازه ورکړې وه خو بیا یې بیرته ارادې بدلې شوې»

کراچۍ ښار کې د پولیسو یوه مشر امين کوسو رسنیو ته ویلي چې د یادو ګوندونو له سلو زیات کسان يې معلوم کړي چې د حکومت پر ضد يې خلک مخالفت ته رابلل: «د دغو ټولو کسانو د نیولو هڅې روانې دي او هیڅوک به د حکومت پر ضد پاروونکو خبرو ته پرینږدو.»

خو احتجاج کوونکي وايي دوی وړمه ورځ د پریس کلب مخې ته سوله ییز احتجاج کړی او د هیچا پر ضد يې خبرې نه دي کړې.

سرفراز بکټي: موږ افغان وګړي ستنوو، د هغوی په بدل کې دې طالبان زموږ پاکستانیان را وسپاري

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۱ GMT+۰

د پاکستان لنډمهالي حکومت کورنیو چارو وزیر سرفراز بکټي او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډ مهالی وزیر جان اڅګزی وايي، «د اندېښنې وړ ده چې طالبان مو غوښتنې نه مني.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت دغو دوو وزیرانو د یوې ټلویزیوني مرکې پر مهال ویلي، «طالبان دې افغانان خپل هیواد ته ستانه کړي خو موږ ته دې هغه پاکستانیان را وسپاري چې په افغانستان کې اوسیږي.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بکټي د پاکستان دولتي تلویزیون سره په یوه مرکه کې افغان کډوالو ته په اشاره ویلي، «هغه کسان چې بې اسنادو پاکستان ته راځي په زور به له دغه هیواده اېستل کیږي.»

بکټي وړاندې وويل، «طالبان دې په افغانستان کې میشت پاکستاني وګړي پاکستان ته وسپاري.»

نوموړی وايي: «طالبانو ژمنه کړې وه، وايي هغه ډلې چې د پاکستان پر ضد له افغانستانه فعالیت کوي هغوی ته به په افغانستان کې ځای نه ورکوي خو طالبانو دا ژمنه نه ده پر ځای کړې او زموږ کوم وګړي چې په افغانستان کې اوسیږي هغه که د ټي ټي پي ډله او یا عام پاکستانیان دي طالبان دې يې موږ ته وسپاري.»

د دې تر څنګ د پاکستان بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅګزي د خپلې مرکې پر مهال ویلي، پاکستان طالبانو، د هغوی کورنیو او اولادونو ته پناه ورکړي وه چې له امله یې موږ د دوی واک ته له رسیدو وروسته د ډیرې همکارۍ تمه لرله.

نوموړی وايي، «دا ورته د اندېښنې وړ ده چې اوس طالبانو د دوی د غوښتنو منلو څخه انکار کوي.»

نوموړی وايي: «افغانستان دې خپل وګړي زموږ له هیواده وباسي، خو زموږ خلک دې را وسپاري. موږ فکر کاوه چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته به دوی زموږ سره ډیره همکاري وکړي ځکه موږ دوی د دوی کورنۍ او ولادونو ته پناه ورکړې وه خو اوس طالبانو زموږ د تمې خلاف عمل کوي.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت دغه دوه وزیرانو د خپلو خبرو پرمهال ویلي هغه کسان چې پاکستان ته له ناقانونه لارو راځي، په زور به له دغه هیواده شړل کیږي.

د پاکستان کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بکټي او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر دا څرګندونې داسي مهال کوي چې له دغه هیواده په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري او دغه دوه پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان په ورستیو څو بریدونو کې افغان وګړي ښکېل وو.