• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د فشارونو له امله طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي ۲۵ غړي ونیول

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۳:۰۲ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته څو سرچینو تایید کړه چې د پاکستان د وروستیو فشارونو له امله افغان طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ۲۵ غړي نیولي دي. دغه سرچینې زیاتوي افغان طالبان د ټي ټي پي پر مشرانو فشار راوړي چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته پر افغان طالبانو سربېره د پاکستاني طالبانو ځینو غړو هم تایید کړه چې په وروستیو ورځو کې په کابل، ننګرهار او کونړ کې د پاکستاني طالبانو ډلې دوی څو مهم مشران هم نیول شوي دي.

په دې کسانو کې هغه وسلوال هم نیول شوي دي چې د پاکستان حکومت یې له افغان طالبانو سره معلومات شریک کړي وو.

پاکستان ادعا کړې وه چې دغو وسلوالو د پنچاب ایالت میاوله کې د هوايي ځواکونو پر روزنیز مرکز برید کې لاس درلود. د دې برید پړه د تحریک جهاد پاکستان په نوم وسلوالې ډلې منلې وه.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچینو ویلي، په دغو پاکستاني طالبانو کې اظهار، موسا، ذیشان او تور ملا دي، چې د جلال اباد ـ کابل لویې لارې په اوږدو د افغان طالبانو لخوا نیول شوي دي.

په کونړ کې ځايي سرچینې وايي طالبانو درې ورځې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان پنځه مهم مشران نیولي، چې د ملکنډ اوسیدونکي دي.

د پاکستاني طالبانو یو مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په موجوده وخت کې پر موږ سختې ورځې تیریږي، د ملګرو د نیولو د سلسله پیل شوې ده او خدای دې باقي خیر کړي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د پاکستاني طالبانو له مشر مفتي نور ولي غوښتي چې پاکستان کې بریدونه کم کړي.

دوی د ځانمرکو بریدونو د مخنیوی غوښتنه هم کړې، د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په دغو ځانمرکو بریدونو کې د افغان طالبانو غړي شامل دي او په دې اړه یې ځینې شواهد طالبانو ته سپارلي دي.

د معلوماتو له مخې پر افغان طالبانو د پاکستان له لوري د زیاتو فشارونو له امله، پاکستاني طالبان مجبور کړل چې د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوه نوې ډلې رامنځته کړي او په دې نامه پاکستان کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي.

پاکستان افغان طالبانو ته په دې اړه داسې شواهد سپارلي چې دا ډله د تحریک طالبان پاکستان لخوا جوړه شوې ده او په دې نامه بریدونه کوي.

پاکستان په دې وروستیو افغان طالبانو ته ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان د یوه ګروپ مشرحافظ کل بهادر دې دوی ته وسپاري.

پاکستان ټینکار کړی که په دغه هیواد کې د وسلوالو بریدونه زور واخلي نو دوی به افغانستان کې پر ټي ټي پي بریدونه وکړي.

تحریک طالبان پاکستان هغه وسلواله ډله ده، چې تېرو شلو کلونو کې یې له افغان طالبانو سره په افغانستان کې د داخلي او بهرنيو ځواکونو پرضد جکړه کړې ده او د افغان طالبانو له مشر سره یې بعیت هم اعلان کړی دی.

تر اوسه د پاکستان حکومت او افغان طالبانو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

ځیني کارپوهان په دې باور دي که په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پرضد ګامونه واخیستل شي، دغه ډله به د افغان طالبانو پر وړاندې ودریږي او بیا به یې کنټرول سخت وي.

کارپوهان زیاتوي افغان طالبان د خپل حکومت د دوام لپاره غواړي چې په پاکستان کې د جګړې مخه ونیسي، ځکه وېره هم لري چې پاکستان به په افغانستان کې د داعش د ځواکمنولو ته مخه کړي او په همدې دلیل یې د ټي ټي پي د وسلوالو نیولو ته مخه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د تدارکاتو کمیسیون د څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې کړې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۲ GMT+۰

دغه منظورې شوې پروژې د طالبانو د دفاع، کورنیو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټ‍کنالورۍ وزارتونو او د افغانستان د برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ په بېلابېلو برخو یادې شوې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یادې ډلې د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونده کې د څلور میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۸ پروژې منظور کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په منظورو شویو پروژو کې د وردګو ولایت د چک بند د پاتې چارو بشپړول، له ارغندۍ څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا د لین غځولو پاتې چارو بشپړول، د هرات او تور غونډۍ د ۲۲۰ کلیو ولټ لین چمتوکول، د زابل د شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د سړک بیارغونه، د کابل ـ لوګر سړک د دوهم لین د پاتې چارو بشپړول، د باکیفیته او چټکو انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمیر نورې پروژې شاملې دي.

طالبانو پر یادو پروژو د کار د پیل د مودې په اړه څه نه دي ویلي خو وايي د یادو پروژو په پلې کېدو سره به زرګونو هیوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

یونیسف: د اروپايي ټولنې مرسته شوې ۲۵ میلیونه یورو به په دوو لکو افغان زده کوونکو ولګیږي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۵ GMT+۰

یونسیف «د ماشومانو وجهي صندوق» د اروپايي ټولنې له لوري د ۲۵ میلیونو یورو له مرستې هرکلی کوي. او وايي یادې مرسته شوې پیسې به په افغانستان کې د څه د پاسه دوو لکو نجونو او هلکانو د زده کړو په چاپیریال جوړولو ولګول شي.

د یونسیف له لوري د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یونسیف سره د اروپايي ټولنې له لوري په ۲۵ میلیونه یورو مرسته شویو پیسو به په افغانستان کې د ۳۸۵ لومړنیو ښوونځیو د بنسټیزو چارو او د هغو د څرنګوالي په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي.

د یونسیف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې رافیلا آیوډیس له قوله لیکل شوي، «ټولګي باید د ماشومانو لپاره د دویم کور په څېر وي. کله چې ټولګي د ماشومانو لپاره دوستانه او خوندي وي، ماشومان زده‌کړو ته هڅول کیږي او د دوی د حاضرۍ، فعالیت او د زده‌کړو کیفیت ورسره لوړیږي.»

یونسیف په دغه خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې شاوخوا نیمايي ماشومان ښوونځي ته نه ځي او د هغو کسانو لپاره چې په ښوونځيو کې دي، د زده‌کړو کیفیت په نړۍ کې تر ټولو په ټیټه کچه کې دی.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یونیسف استازې فران ایکوزا له قوله لیکل شوي، «ډیری ښوونځي په کافي اندازه مسلکي ښوونکي، د اوبو او روغتیا ساتنې اسانتیاوې، درسي توکي او د احاطې دیوالونه نه لري، ښوونه او روزنه په افغانستان کې د نجونو او هلکانو لپاره د هیلو څراغ دی.»

د 2008 کال راهیسې، اروپایي ټولنې د یونیسف په کارونو کې مرسته کړې چې په زده‌کړو، روغتیا، تغذیه او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې د پانګونې له لارې په افغانستان کې د ماشومانو هوساینې ته وده ورکړي.

د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۷ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. دغه لاره نن سهار تړل شوې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او او کلتور مشر صدیق الله قریشي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې نن د چهار شنبې ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) د پاکستان له لوري د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.
د طالبانو له لوري د تورخم کمیسار عصمت الله یعقوبي هم د پاکستان له لوري د باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې د تړل کیدو پخلی کوي.
نوموړی وايي، تېره شپه ناوخته پاکستان غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان لوري ته شل متره مخکې د لوحې په پلمه یوه بله دروازه جوړه کړي، چې دوی یې د جوړېدو مخه ونیوله.

100%


د تورخم د کمیسار په خبره د طالبانو له غبرګون وروسته پاکستاني لوري دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.
د تورخم کمیسار زیاتوي د ستونزې د حل په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته چمتو یو چې دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړو
افغان سوداګر وايي هر کله چې د افغانستان د تازه میوو او سبزیو د صادراتو وخت وي د باکستان له لوري په بېلابېلو پلمو دغه دروازه د ترانزیټي توکو له پاره تړل کیږي چې تر ډېره یې زیان سوداګرو او ولسي خلکو ته رسیږي، دا مهال چې تر ډېره د کندهار انار او انګور هم په چمن کې د روان برلت له امله په تورخم راړول کیږي د دغې دروازې سوداګرو ته ګڼ زیانونه اړولي دي .

په مراکش کې د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه پرانېستل شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۳ GMT+۰

د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه په سیاسي او ټولنیزه توګه د فعالو افغان میرمنو او د اوو عربي هیوادونو تر منځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ سه شنبې (د لیندۍ ۱۴ مه) د دغه انسټیټیوټ په اېکس پاڼه لیکلي؛ دغه مرکز په مراکش کې د عربي څېړنو مرکز په همکارۍ د "عربي ښځو سره د افغان ښځو د پیوستون شبکې" د پرانیستې مراسمو کوربه و.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز همداراز ویلي، چې دغه پروګرام د افغانستان او د اوو عربي هېوادونو د سیاسي او ټولنیزو فعالو ښځو ترمنځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

په همدې حال کې په دې مراسمو کې د افغانستان او عربي هېوادونو څه باندې ۳۰ تنو ښځینه فعالانو ګډون کړی و، چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ژورې څېړنې وکړي او په سیمه ییزو او نړیوالو ډګرونو کې د هغوی له اساسي حقونو څخه دفاع وکړي.

دغه مرکز دا هم ویلي چې دا پروګرام د علمي او اداري فعالیتونو له لارې د متقابل تفاهم او د ښځو ځواکمنولو ته ځانګړی شوی دی.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ زیاته کړه چې په راتلونکي کې به نور پروګرامونه هم جوړ کړي چې د افغانستان او عربي هېوادونو ښځې په علمي، سیاسي، فرهنګي او مدني برخو کې ونډه واخلي.‏

دغه مرکز ویلي، د دغې شبکې د جوړولو موخه په ټولنه کې د ښځو د رول د پیاوړتیا او په دې برخو کې د ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د پوهاوي لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان له بیا نیولو راهیسې د ښځو پر اساسي حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي دي.‏

دغې ډلې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځيو دروازې بندې کړې، د پوهنتونونو دروازې يې د ښځينه محصلينو پر مخ وتړلې او ښځې يې په دولتي او خصوصي موسسو کې له کار کولو منعه کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان: ښځې د اقتصادي او بشري ناورینونو څخه ډیرې اغېزمنې شوې دي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۹ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ټولو نړیوالو ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د بښنې نړیوال سازمان "د افغانستان د ښځو لپاره خبرې وکړئ" د ملاتړ کمپاین په دوام په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې ښځې او نجونې تر ټولو ډیرې له اقتصادي ناورین څخه اغیزمنې شوې دي.

دغه سازمان د خپل شپاړس ورځني کمپاین پر دوام دا ځل د ښځو د حقونو د فعالې فروزان رسولي پیغام خپور کړ چې مېرمن فروزان په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ته په اشارې سره؛ له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي.

د ښځو د حقونو دغې فعالې ویلي، نړیواله ټولنه باید دا یقیني کړي چې ښځې د دوی د پروژو اساسي برخه ده.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي، چې دا په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د پام وړ بېلګه ده.

تر دې مخکې د پاملرنې موسسې سلاکارې میلیسا کورنټ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د امریکا د سولې انسټیټیوټ په غونډه کې ویلي و چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د بندیزونو له امله اغیزمنې شوې دي.

نوموړې دا هم ویلي و چې افغان ښځې او نجونې له سختو خوراکي او اقتصادي ناورینونو سره مخامخې دي.

د بښنې نړیوال سازمان د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ او دا کمپاین به د ډسمبر تر لسمې نیټې دوام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپل د پیوستون پیغامونه شریک کړي.