• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستاني پوځ مشر : "ناقانونه" کډوال د پاکستان پر اقتصاد او امنیت جدي اغېز کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۱ GMT+۰

عاصم منير زياته کړه، چې د " ناقانونه" کډوالو په اړه د پاکستان د لنډ مهاله حکومت پرېکړه د دغه هېواد په ګټه ده. د پاکستان د پوځ لوی درستیز پېښور ته د خپل سفر پر مهال له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

عاصم منیر وویل: «ناقانونه کډوال به له جوړو شويو معیارونو سره سم په انساني او باعزته توګه خپل هیواد ته ستانه کړای شي.»

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې خیبر پښتونخوا ته سفر کړی چې دغه ایالت په تېرو میاشتو کې د وسله والو له خوا د ګڼو بریدونو شاهد و.

د پاکستان تحریک طالبان د ځینو دغو بریدونو مسوولیت منلی، چې اسلام اباد افغان طالبان بیا دغې ډلې ته په پناه ورکولو تورنوي.

د دې ترڅنګ په تېره یوه میاشت کې تر ټولو زیات افغان کډوال له خیبر پښتونخوا اېستل شوي دي.

د پاکستان لنډ مهاله حکومت د تلې په ۱۱مه نېټه اعلان وکړ چې بې اسناده کډوال دې د لړم میاشتې تر ۱۰مې له دغه هېواده ووځي، که نه نو دوی به ونیول شي او له هېواده به په زور و اېستل شي.

له ټاکل شوې مودې وروسته پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ پیل کړه.

د ژمي په درشل کې د افغان کډوالو اېستل د پناه غوښتونکو د ملاتړو سازمانونو اندیښنې راپارولې دي.

د پاکستان د موقت حکومت دغه پرېکړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره هم مخامخ شوې ده، خو دغه هېواد لا هم هوډ لري چې د اوسېدو له اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو پلان عملي کړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

طالبان:له پاکستانه په زور د افغان کډوالو سل کورنۍ د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستنې شوې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۵ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) د کندهار سپین بولدک له لارې سل کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي. د یاد وزارت په خبره د راستنو شویو کورنیو د غړو شمېر چې ۵۷۷ تنو ته رسیږي ټول یې په زور له پاکستانه اېستل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۱۴ هغه افغانان چې د پاکستان د بېلابیلو ښارونو په زندانونو کې بندیان وو، هم تېره ورځ د سپین بولدک - چمن په دروازه افغانستان ته سپارل شوي.

پاکستان تر دې وړاندې هم د دغه هیواد په زندانونو کې بندې افغانان افغانستان ته سپارلي وو.

د بشري حقونو فعاله منزه کاکړ وايي، لاهم لسګونه افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

نوموړې وایی: «همدا زما دنده ده چې د افغان بندیانو قضیې په محکمو کې په موقت ډول پر مخ وړم، ډیر کسان دلته د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله بندیان دي. په بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شته. او اوس هم د پاکستان په بېلابیلو ښارونو کې لسګونه افغانان بندیان دي.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ څه باندې یوه میاشت وړاندې پیل شوې او د دغه هیواد چارواکي وایي د راتلونکي کال تر لومړۍ میاشتې به څه باندې یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

منظور پښتین په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شو

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۲ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په چمن کې د پولیسو له لوري تر نیول کېدو درې ورځې وروسته نن پنج شنبه د (لیندۍ ۱۶مه) د پولیسو له لوري د اسلام اباد ترهګرۍ ضد محکمي ته وسپارل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د اسلام اباد پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین په داسې حال کې محکمې ته وړاندي شو چې په لاسونو کې یې هتکړۍ او پر سر یې توره کڅوړه اغوستل شوې وه.

د پاکستان د بلوچستان ایالت پولیسو درې ورځې وړاندې ښاغلی پښتین ونیو او د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې نن پنجشبه د اسلام پولیسو ته امر وکړ چې منظور پښتین د ۷ ورځو لپاره په زندان کې وساتي.

د منظور پښتین وکیل د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د دغې پرېکړې مخالفت کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین درې ورځې وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو چې نوموړی د چمن له پرلت څخه د بلوچستان ایالت د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون په موخه یادې سیمې ته روان و.

د منظور پښتین د نیول کیدو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ګډون په امریکا او اروپایي هیودانو کې لاریونونه پیل کړي دي.

طالبان وايي، د څه باندې دوه میلیونو ډالرو په ارزښت يې د پنجشیر زمرد پلورلي دي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، چې دغې ډلې د داوطلبۍ په اوو پړاوونو کې څه باندې شل قیراطه زمرد د دوه میلیونو ډالرو په ارزښت پلورلي دي. شهاب الدین دلاور زیاته کړه چې په پنجشیر کې د ۴۰۰ کانونو د کېندنې جوازونه صادر شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو ټلویزیون د معلوماتو له مخې، اوس مهال شاوخوا لس زره کسان د پنجشیر په کانونو کې کار کوي.

په وروستیو میاشتو کې طالبانو په وار، وار د پنجشیر زمردو د اېستلو او خرڅلاو خبر ورکړی دی.

دغې ډلې د روان کال په زمري میاشت کې اعلان وکړ چې د پنجشیر د زمردو استخراج یې پیل کړی دی.

د طالبانو په وینا، په پنجشیر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي او له دې شمیر څخه «۵۰۰ یې فعال دي».

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د خپل حکومت د عايداتو د اصلي سرچينې په توګه پر کانونو تمرکز کړی، چې د یو شمېر کارپوهانو په وینا دغه ټول کانونه په نا مسلکي توګه سپړل کیږی او په کمه بیه یې په نړیوالو مارکیټونو کې لیلام ته وړاندې کوي.

کراچۍ کې د طالبانو کونسل: ۱۱۴ افغان بندیان چې د سند په زندانونو کې بندیان وو راخوشې کړي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۰

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل عبدالجبار رسنیو ته ویلي چې په بندي افغانانو کې پنځه یې ماشومان وو. هغه وايي خوشې شوي بندیان يې له خوشې کېدو وروسته افغانستان ته لیږلي دي.

نوموړي دا هم وویل چې په تېره نومبر میاشت کې یې هغه ۴۲۷ تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې هم لرل، خو پولیسو نیولي وو، هغوی یې هم له زندانونو خوشې کړي دي.

خو په کراچۍ کې وکیلې منیزه کاکړ ویلي چې خوشې شویو کسانو په زندان کې د بند د مودې له بشپړولو وروسته خوشې شوي او په دې کې د طالبانو ډیپلوماټانو ونډه نه لرله.

په کراچۍ کې که څه هم پوليس بيا بيا وايي چې يوازې بې اسناده افغان کډوال نېسي او افغانستان ته يې ليږي خو په کراچۍ کې ميشت افغان کډوال، او د هغوي وکيلانو په وار، وار ویلي چې پوليس اسناد لرونکي مېشت افغانان هم نېسي او هغوي له ځورولو وروسته زندانونو ته استوي، خو په سند کې چارواکو تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.

پاکستان ته تللي افغانان:تورخم کې دواړو غاړو عسکرو ترې بډې اخیستې او ناسم چلند یې ورسره کړی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۲ GMT+۰

په دې وروستیو کې هغه افغانان چې په تورخم اوړي شکایت کوي چې، هغې غاړې ته یې طالبان په دې پلمه چې دوی له هېواده تښتي، ځوروي يې او بلې غاړې ته پاکستانۍ ملیشې د دوی د ماشومانو له پاره پر ویزو د داخلېدلو ټاپې نه وهي.

ادریس چې تازه له خپلې کورنۍ سره د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتی، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د تورخم هغې غاړې طالبانو تنګولم چې ته دې ماشومان ولې بیایې، او ولې له هېواده تښتې، ما ویل، موږ خو پاسپورټونه لرو او دغه پاسپورټونه خو ستاسې حکومت راکړي بیا مو د ایسارولو اړتیا څه ده؟ خو له ډېرو زاریو او ننواتو وروسته یې پرېښودو.»

ګڼ شمېر نور افغانان هم شکایت کوي او وايي چې د تورخم هغې غاړې ته طالبان ټول را اوښتونکي افغانان په دې پلمه تنګوي چې ګواکې تاسې تېښته کوئ.

خو د تورخم په هغې غاړه کې د مساپرو افغانانو ستونزې پای نه مومي، په بله غاړه کې بیا ورته پاکستانۍ ملیشې ستونزې جوړوي.

محمد ادریس په دې اړه زیاته کړه: «کله چې دې غاړې ته را واوښتو پاکستانيو ملیشو راته پر ویزو دخولي ټاپې نه وهلې او ویل یې چې ماشومانو ته موږ دخولي ټاپې نه وهو، دا هغه مسله ده چې بیا هر افغان په پاکستان کې ورسره سختې ستونزې ګالي، دلته یې بیا پولیس تنګوي چې تاسو په کومه لاره پاکستان ته داخل شوي یاست.»

ادریس وايي په وچ زور او د هرې دخولي ټاپې په بدل کې یې څلور زره کلدارې پولیسو ته ورکړې چې بیا یې دوی ته دخولي ټاپې ووهلې.

خو د لالهانده افغانانو لالهاندي همدلته پای ته نه رسیږي، د پاکستان په هر ګوټ کې د پولیسو له خوا تنګول کیږي، جیبونه یې تروړل کیږي او ان د زندانونو د تورو تمبو شاته اچول کیږي.

په ټوله کې یو شمېر افغانان د دغو ټولو ستړو او ناخوالو پړه بر طالبانو اچوي، او په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغانان خپل نه بولي او نه یې هم تر اوسه د ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې د افغان کډوالو ستونزې له ګاونډیو هیوادونه سره شریکې کړې چې د حل بنسټیزه لاره ورته بیامومي.