• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د امریکا ځانګړي استازي پر افغانستان خبرې وکړې

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د دغه هېواد سرپرست بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني، د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره د ليدو خبر ورکړی. په دې لیدنه کې ښاغلي جیلاني د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د اجتماعي لارو چارو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۶)د جليل عباس جيلاني له قوله لیکلي، چې اسلام اباد د افغانستان په مسله کې له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته ژمن دی.

د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان پر مسلې د خبرو لپاره د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پیل کړی دی.

تر دې کتنې مخکې، ښاغلي ويسټ اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم جلا ليدنه کړې.

ښاغلي دراني په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو او نړیوالو غبرګونونو خبرې وشوې.

د هغه په ​​وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو پر لا زياتو همکاريو او همغږۍ ټينګار وکړ.

ټام ویسټ تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بشري اړتیاوو د خبرو لپاره به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لس ورځنی سفر وکړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې له هند ماتې وخوړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې له هندۍ لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، د لوبې په پیل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د لسو ویکټو په بایللو سره هندۍ لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د دې اعلامیې له مخې، سیالې لوبډلې په ۳۷،۳ اورونو کې د دریو ویکټو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان نوولس کلن ځوانان به د اسیا جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ له نیپال سره ډګر ته وځي.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.

دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.

د ټولیز امنیت تړون د افغانستان کارډلې ۳۸ غونډه وکړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ټولیز امنیت تړون د بهرنیو چارو وزیرانو شورا کې د افغانستان کارډلې د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړه. دغې ډلې په خپله ۳۸مه غونډه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګريزو خطرونو او د نشه يې توکو د ګواښونو اړوند خبرې وکړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دغېکارډلې په دې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د سولې بهیر د رامنځ ته کولو او د حالت د ښه والي په برخه کې د ټولیز امنیت تړون د غړو هېوادونو د فعالیتونو په همغږيکولو کې همکارۍ ته چمتو ده.

ټولیز امنیت تړون له دې مخکې اعلان کړی و، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او له دغه هېواد څخه د نشه یی توکو قاچاق لا هم روان دی.

تر دې مخکې د ټولیز امنیت تړون د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې خبري غونډه ته ویلي وو، چې طالبان لا هم د افغانستان پر وضعیت بشپړ کنټرول نه لري.

جنرال اناتولي سیدروف وویل،ټولیزامنیت تړون له افغانستان څخه د ترورېزم د ګواښ د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

حکمتیار: امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې تړون پر اساس ټولګډونه حکومت جوړ کړي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د حزب اسلامي مشر وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې تړون پر اساس ټولګډونه حکومت جوړ کړي. ګلبدین حکمتیار زیاتوي د ټولګډونه حکومت لپاره امریکا طالبانو ته نوملړ هم سپارلی دی او ور سره یې خبرداری ور کړی، که د دوحې شرطونه پوره نه کړي، د مخالفانو ملاتړ به یې وکړي.

د حزب اسلامي افغانستان ګوند تلوېزون بریا وايي، ګلبدین حکمتیا دا خبرې پرون له هېواد بهر د خپل ګوند ملاتړو ته کړې دی.

که څه هم ښاغلی حکمتیار په خپلو خبرو کې طالبانو ته د امریکا له لوري د ټول ګډونه حکومت لپاره د نوملړ سپارلو خبره کوي، خو دا نه وايي، چې په دې نوملړ کې د کومو ګوندونو یا کسانو نومونه دي.

هغه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې امریکا د طالبانو په اړه خپله لهجه بدله کړې ده او په خپل دريځ کې یې بدلون راوستی دی.

ښاغلی حکمتیار وايي په امریکا کې د یوې نوې جبهې جوړېدو اعلان او په مسکو، تاجکستان او ویانا کې د طالبانو د مخالفو ډلو وروستیو ناستو په اړه وايي چې شاید د پردې ترشا څه وي.

حکمتیار په دې باور دی چې د طالبانو د مخالفو ډلو ناستې د دې لپاره کیږي چې یو شمیر بهرني هیوادونه پر طالبانو فشار راوړی.

طالبانو تروسه د اسلامي حزب د مشر کلبدین حکمتیار ددغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو د دریمې دورې په وروستۍ غونډه کې یو هدف د "افغانستان د راتلونکي لپاره د لار نقشې" جوړول و.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو پر بنسټ، د ويانا غونډې په دويمه ورځ د امريکايي ډيپلوماتانو او د اروپايي هېوادونو د استازو په ګډون د لوېديځو هېوادونو استازو هم ګډون کړی و.

د بښنې نړیوال سازمان: معترضې ښځې له کوم جرم پرته نیول شوي او شکنجه کیږي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو په بندخونو کې د اعتراض کوونکو ښځو د روغتیايي وضعیت په اړه له اندېښنو وروسته د طالبانو له بندخونو د ښځو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان په اېکس ټولنیزه پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د دوی د ظالمانه پالیسیو له امله ښځې نیول شوې او بنديانې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان دا اندېښنه هم ښودلې ده چې نیول شوې ښځې د طالبانو په بندخونو کې له شکنجو او نورو ناوړه چلندونو سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژولیا پارسي د کورنۍ يو شمېر غړو او د ښځو حقونو فعالانو وویل چې نوموړې د طالبانو له خوا د شکنجې له امله له بند څخه په ډیر بد وضعیت کې روغتون ته وړل شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې، طالبانو د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر او نومبر تر منځ د ښځو د حقونو څلور فعالانې پریسا آزاده، ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژه صدیقي نیولي او بندیانې کړې دي.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي چې یادې څلور ښځې د بشري حقونو مدافع وکیلان او له خپلو کورنیو سره منظمو لیدنو ته لاسرسی نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان دا هم ویلي چې دا ښځې له کوم جرم پرته نیول شوي او شکنجه کیږي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر د طالبانو په بندخونو کې د اعتراض کوونکو ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې نیول شوي کسان باید مدافع وکيل ته لاسرسی ولري او له خپلو کورنیو سره وګوري.

یو شمېر ښځو د طالبانو د ښځو ضد فرمانونو پر وړاندې اعتراضونه وکړل او طالبانو د دوی د لاریونونو د ځپلو او مخنیوي لپاره یو شمېر ښځې بندیانې کړې او تر اوسه پورې هم څلور تنه ښځينه اعتراض کوونکې د طالبانو په بندخونو کې دي.

پر ټولنیزو رسنیو د یوې فعالې میرمنې ویډیویي پیغام ته ګڼو افغانانو غبرګون ښودلی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۱ GMT+۰

پر ټولینزو رسنیو د ندیمې"پتینګړې ککۍ" په نوم د ټولنیزو رسنیو یوې فعالې افغان میرمنې یوه تازه ویډیو خپره کړې او ګڼو کسانو د نوموړې دغې ویډیو ته غبرګون ښودلی.

د ندیمې"پتینګړې ککۍ" په نوم د ټولنیزو رسنیو یوې فعاله میرمن چې د خوست ولایت اصلي اوسیدونکې ده تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه نږدې دوه دقیقې ویډیو خپره کړې او لېدل کیږي چې نوموړې د کابل- جلال اباد پر سړک موټر چلوي.

پتینګړه ککۍ د افغانستان د میلیونونو نورو ښځو برعکس په ویډیو کې ډیره خوښه لېدل کیږي او وايي، د کبانو خوړلو لپاره د خپلې کورنۍ له غړو سره د کابل سروبي بند ته ځي.

پتینګړه ککۍ وايي: «زه څومره بختوره یم په خپل وطن کې، په خپلو غرونو کې په خپل موټر کې روانه یمه. کوم د خوشحالۍ احساس چې زه لرم دا دې خدای پاک هر چاته ورکړي. په داسې غرورونو کې مې ډیرې موټرې چلولې دي په هسپانیه، کاناډا او اروپا کې، خو اوس هم دادی زه له خپلې کورنۍ سره د کبانو خوړلو ته روانه یم.»

د ټولنیزو رسنیو دغه فعاله په خپل ویډیویي پیغام له بهر مېشتو افغانانو څخه غوښتنه کوي چې افغانستان ته ورشي.

بل خوا پر ټولینزو رسنیو د پتینګړۍ ککۍ دغه ویډیویي پیغام ته ګڼو افغانانو سخت غبرګونونه ښودلي دي.

د ټولنیزو شبکو فعالان وايي، اغلې ککۍ پر داسې مهال د طالبانو لپاره لابي کوي چې تېرو نږدې دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د ټولو ښځو حقونه د طالبانو له لوري تر پښو لاندې شوي او په میلیونونه ښځې ښوونځیو، پوهنتونونو او له کور څخه بیرون د کار کولو حق نه لري.

لیکوالې او شاعرې شفیقې خپلواک د پتینګړې ککۍ د دغه ویډیویي پیغام په غبرګون کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «تا به یو ځل نن هغو ښوونځیو ته هم سر ورښکاره کړی و چې د شپږم صنف نجونې «فارغې» شوې. د هغو نجونو احوال به دې اخیستی و چې باید سږ له پوهنتون او مکتب فارغېدې، خو اوس یې هېڅ برخلیک نه دی معلوم.»

ندیمه (پتینګړه ککۍ) له تېرو شپږو کلو راهیسې پر ټولنیرو رسنیو فعالیت کوي، نوموړي د یو لوجیسټیکي کمپنۍ مسووله ده.

د سیاسي چارو کارپوه عصمت قانع د نوموړې د ویډیویي پیغام په اړه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د شپږم ټولګي معصومه او صغيره نجلۍ د پلار او ورور تر څنګ دتنګو کوڅو له لارې ښوونځي ته نه پريږدي او وايي موږ اسلاميت او افغانيت عملي کوو خو د فلمي تبليغ لپاره له لندن او کاناډا څخه ډريورانې راولي او د ښځو د ازادۍ په اړه تبلیغ پې کوي.»

ندیمه (پتینګړه ککۍ) په یوه بله ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو لاس پر لاس کیږي وايي، درې کاله وړاندې له کاناډا څخه افغانستان ته تللې او پر خپلو ټولینزو پاڼو خلک هڅوي چې افغانستان ورشي.

دغه ټولینزه فعاله د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې پر ټولینزو رسنیو د فعالیت له امله طالبانو بندي کړې وه.

تر دې څو میاشتې وړاندې ډیوه پتنګ چې د برېتانیې طابعت هم لري افغانستان ته په راتګ سره پر ټولینزو رسنیو ورته ویډیوګانې خپرولې چې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوه.