د بغلان ولایت د کرکر له کان څخه د ورځې ۱۰۰ ټنه سکاره اېستل کیږي

په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو شرکت مسوولانو د طالبانو ترواک لاندې باختر خبري آژانس ته ویلي، چې دوی هره ورځ ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره د بغلان د کرکر له کان څخه په مسلکي ډول را وباسي.

په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو شرکت مسوولانو د طالبانو ترواک لاندې باختر خبري آژانس ته ویلي، چې دوی هره ورځ ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره د بغلان د کرکر له کان څخه په مسلکي ډول را وباسي.
د راپور له مخې، دغه کان چې د پلخمري ښار په ۲۱ کیلومترۍ کې پروت دی، د مسوولانو له خوا يې هڅې روانې دي چې د اېستلو برخه یې نوره هم معیاري کړي.
د یاد کان د معیاري کېدو خبره په داسې حال کې کیږي چې، تر دې وړاندې د کرکر د ډبرو سکرو یو شمیر کارکونکو شکایت درلود چې د ډبرو سکرو ډېرى کانونه معياري نه دي او دوی له لوګي، ګازنيونې، د اکسيجن له کمښت او نورو ستونزو سره مخ کېږي.
په دغه کان کې اوسمهال سلګونه کسان په کار بوخت دي.
د کرکر د ډبرو سکرو کان چې د هېواد په کچه دويم لوی کان دی ډیری برخه یې هر کال پاکستان ته صادریږي او په ډیره کمه بیه پلورل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال پاکستاني چارواکو ویلي و، د افغانستان د ډبرو سکاره په هماغه کیفیت دي، چې دوی له سوېلي افریقا د میلیارډونو ډالرو په لګښت واردول.
د دغو پاکستاني چارواکو په خبره، په ارزانه بیه د افغانستان د ډبرو سکرو په پیرلو سره به پاکستان دوه میلیارډه ډالر سپما وکړي.
د معلومات له مخې، د کرکر د ډبرو سکرو کان په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د یو شپون لخوا کشف شوی و.


زهرا ممتاز بلوچ ویلي، په دې اړه لا معلومات نه لري نو ځکه دا مهال د دې موضوع په اړه ځواب نه شي ویلی. د پاکستان لنډ مهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې په دې اړه به د بشپړو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته معلومات شریک کړي.
مېرمن بلوچ د طالبانو کورنیو چارو وزیر د "پاکستاني پاسپورټ" د لغوه کېدو په اړه د راپورونو له رد یا تائید ډډه وکړه.
تر دې وړاندې دوو مشهورو پاکستاني خبریالانو اعزاز سعید او عمر چیمه د چهارشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۵مه) هغه راز را برسېره کړ چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له حقاني سره په همغږۍ د هغه پاکستاني پاسپورت لغوه کړی دی.
د دوی په وینا په لومړي ځل حقاني پاکستانی پاسپورټ په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو پر مهال کارول شوی و.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې افغان اتباعو ته له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې پاکستاني پاسپورټونه ورکړل شوي دي.
د دې ورځپاڼې په باور دغه پاسپورټونه د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې وېشل شوي دي.
د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت هغه دوه پاکستاني چارواکي چې ویل کیږي د حقاني د پاسپورت په صادرولو کې یې لاس درلود نیولي دي.
راپورونه دا هم وايي چې پاکستان د افغانانو ټول پاسپورټونه لغوه کړي دي.

د طالبانو پوهنې وزارت وايي د زده کړو کیفیت او ودې ته يې جدې پاملرنه کړې، بنسټونه دې د افغانستان پوهنې سکتور ښه وضیعت له نږدې وګوري اود بې بنسټه راپورونو مخه دې ونیسي.
د بشري حقونو څار سازمان د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ او ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو ناوړه تعلیمي تګلارې د نجونو او ښځو ترڅنګ هلکانو ته هم زیان رسوي.
د طالبانو پوهنې وزارت د بشري حقونو څار سازمان دغه راپور ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د قومي، ژبني او مذهبي تعصب پرته يې ښوونیزې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
دغه وزارت د پنج شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د پوهنې وزارت د ښوونځیو د نارینه زدهکوونکو د زدهکړو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار سازمان له راپور سره موافق نه دي او دا ډول راپورونه په کلکه رودي.
د طالبانو پوهنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، «د پوهنې وزارت د هیواد په ټولو سیمو کې دیني او عصري علومو ودې او پراختیا په برخو کې پام وړ پرمختګونه کړي دي.»
د طالبانو پوهنې وزارت د خبرپانې په یوه برخه کې ویل شوي، چې تر اوسه پورې یې هیڅ ښځینه ښوونکې له دندې نه ده لرې کړې او د پخوا په څېر امتیاز ورکول کیږي، «یوازي هغه ښوونکې چې د هلکانو په ښوونځيو کې یې درس ورکاوه د نجونو ښوونځیو ته تبدیلې کړې.»
د طالبانو پوهنې وزارت وايي، دمګړۍ د ۲ لکه او ۴۵ زرهښوونکو له جملې ۹۵زره ښځینه ښوونکې د افغانستان په ښوونیزو بنسټونو کې په تدریس بوختې دي.
د بشري حقونو څار سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ښوونیز نظام په اړه په خپل خپاره شوي راپور کې ویلي و، چې طالبان د هنر، سپورټ، انګلیسي او مدني زدهکړو په ګډون مضمونونه له نصابه لرې کړي، چې د دوی خبره، «د تعلیمي کیفیت د خرابېدو لامل شوی دی.»
له بل پلوه په افغانستان کې پېښ شوي اقتصادي ناورین ګڼ شمېر هلکان اړ اېستي، چې د زدهکړو تر څنګ یو شمېر درنو کارونو ته مخه وکړي او ډېر یې هم اړ شوي، چې ښوونځي پرېږدی او نورو کارونو ته مخه وکړي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او وزګارتیا پراخېدو ته اندېښمن دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، په افغانستان کې د بیوزلۍ او وزګارتیا د پراخېدو لامل وچکالي، سېلابونه، زلزلې او د نړیوالو مرستندویه ادارو د مالي مرستو کمېدل دي.
دغې ادارې زیاته کړې چې، د افغانستان نیمايي وګړي بیړنیو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو د کاربندیز ترڅنګ ډیر شمېر ادارې یا بندې شوې او یا یې هم خپل کارونه راکم کړي دي، چې دغو موضوعګانو هم د افغانانو پر اقتصادي وضعیت منفي اغیزې کړې دي.
په هرات کې یوې پخوانۍ خبریالې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې، په تېرو دوو کلونو کې یې ډیرو ځایونو ته د کار د ترلاسه کولو په موخه اقدام کړی خو تر اوسه پورې هم وزګاره ده او د ژوند د نورو چارو د پر مخ بیولو ترڅنګ یې ان د دوو ماشومانو پالل هم ورته ستونزمن شوي دي.
د نوموړې په خبره، پر هغې رسنۍ یې چې د جمهوریت پر مهال یې پکې دنده ترسره کوله، د دوو میاشتو تنخواه پاتې ده او ترا وسه پورې دغې رسنۍ د ناسم اقتصادي وضعیت له امله ورته تنخواه نه ده ورکړې.
د یادې مېرمنې په شان زرګونه نورې کورنۍ هم شته چې د ناسم اقتصادي وضعیت له امله اړ شوي په خپلو ماشومانو کار وکړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې په خپل راپور کې د ماشومانو ساتنې ادارې یا 'سیف دې چلډرن' هغه راپور ته هم اشاره وکړه چې پکې ویل شوي و، ډیری کورنۍ د خپلو عوایدو د کمېدو له امله مجبوره شوي په خپلو ماشومانو کارونه وکړي.
د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې د اټکل له مخې شاوخوا یو میلیون ماشومان په کارونو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په را رسیدو سره په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د یادولو ده چې، مرستندویه نړیوالې ادارې وایي د دوی بودجه ټولو اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره کمه ده او د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې ۲۹ میلیونه او دوه لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په پکتیا ولایت کې د مور او ماشوم ځانګړی روغتون د ناروې د کډوالو شورا له خوا جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه روغتون پر جوړېدو څه باندې ١٥٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.
د طالبانو د پکتيا عامې روغتيا مشر خير محمد منصور رسنیو ته ویلي چې، دا روغتون د عملیاتي خونې، لابراتوار، د میندو او ماشومانو لپاره د ځانګړې پاملرنې او د زیږون څانګې لري.
خیر محمد منصور زیاته کړې، چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه راټيټه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ډېری ولایتونه په ځانګړې توګه کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي اسانتیاوې او ډاکټران نشته.
لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته نه لاسرسی او د روغتیایي کارکونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکترانو او کارکونکو کموالی د میندوارۍ اړوند ناروغیو له امله د میندو د مړینې زیاتیدو لوی لاملونه بلل کیږي.
د یادولو ده چې، څه موده وړاندې د طالبانو عامې روغتیا وزیر قلندر عباد هم ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیسټم په ټول هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په هند کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي. د دغه وزارت وياند وايي، په دغه سفارت کې د افغانستان پخواني حکومت بيرغ ځوړند دى او دا د دې ښکارندویي کوي، چې د افغانستان د ډيپلوماټيکو بنسټونو دريځ نه دى بدل شوى.
تېره اونۍ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعلان وکړ چې په هند کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ د دوی تر څارنې لاندې کار کوي.
په هند کې د افغانستان پخواني سفیر هم ویلي چې د هند حکومت دوی هڅولي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «تاسو د سفارت بیرغ ته په کتو سره پوهیږئ چې دوی د چا استازیتوب کوي، د دغو ادارو په وړاندې زموږ دریځ نه دی بدل شوی.»
د هند د پي ټي آی خبري اژانس د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه چې ایا ډیپلوماټان د پخواني حکومت استازیتوب کوي او که د طالبانو، د څرګند ځواب له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې افغان ډیپلوماټان خپلو خلکو ته د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کار ته دوام ورکوي.
هند تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو هندي پلاوی په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې فعالیت کوي.
د هند حکومت له دې مخکې اعلان کړی و چې دوی به تر ډېره د افغانستان خلکو ته د هند د مرستو د رسولو څارنه کوي.
د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي د لیندۍ په دریمه اعلان وکړ چې د هند بهرنیو چارو وزارت له خوا د پرله پسې ستونزو له امله په ډیلي کې د افغانستان سفارت بند کړ.