• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: پکتيا کې د مور او ماشوم لپاره ځانګړی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۹ GMT+۰

په پکتیا ولایت کې د مور او ماشوم ځانګړی روغتون د ناروې د کډوالو شورا له خوا جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه روغتون پر جوړېدو څه باندې ١٥٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.

د طالبانو د پکتيا عامې روغتيا مشر خير محمد منصور رسنیو ته ویلي چې، دا روغتون د عملیاتي خونې، لابراتوار، د میندو او ماشومانو لپاره د ځانګړې پاملرنې او د زیږون څانګې لري.

خیر محمد منصور زیاته کړې، چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه راټيټه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ډېری ولایتونه په ځانګړې توګه کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي اسانتیاوې او ډاکټران نشته.

لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته نه لاسرسی او د روغتیایي کارکونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکترانو او کارکونکو کموالی د میندوارۍ اړوند ناروغیو له امله د میندو د مړینې زیاتیدو لوی لاملونه بلل کیږي.

د یادولو ده چې، څه موده وړاندې د طالبانو عامې روغتیا وزیر قلندر عباد هم ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیسټم په ټول هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

د هند بهرنیو چارو وزارت: په ډیلي کې د افغانستان سفارت د درې رنګه بیرغ لاندې فعالیت کوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۸ GMT+۰

د هند بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په هند کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي. د دغه وزارت وياند وايي، په دغه سفارت کې د افغانستان پخواني حکومت بيرغ ځوړند دى او دا د دې ښکارندویي کوي، چې د افغانستان د ډيپلوماټيکو بنسټونو دريځ نه دى بدل شوى.

تېره اونۍ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعلان وکړ چې په هند کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ د دوی تر څارنې لاندې کار کوي.

په هند کې د افغانستان پخواني سفیر هم ویلي چې د هند حکومت دوی هڅولي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «تاسو د سفارت بیرغ ته په کتو سره پوهیږئ چې دوی د چا استازیتوب کوي، د دغو ادارو په وړاندې زموږ دریځ نه دی بدل شوی.»

د هند د پي ټي آی خبري اژانس د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه چې ایا ډیپلوماټان د پخواني حکومت استازیتوب کوي او که د طالبانو، د څرګند ځواب له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې افغان ډیپلوماټان خپلو خلکو ته د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کار ته دوام ورکوي.

هند تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو هندي پلاوی په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې فعالیت کوي.

د هند حکومت له دې مخکې اعلان کړی و چې دوی به تر ډېره د افغانستان خلکو ته د هند د مرستو د رسولو څارنه کوي.

د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي د لیندۍ په دریمه اعلان وکړ چې د هند بهرنیو چارو وزارت له خوا د پرله پسې ستونزو له امله په ډیلي کې د افغانستان سفارت بند کړ.

بایډن: د امریکا پوځ چمتو دی چې له افغانستانه د احتمالي ګواښونو پر وړاندې غبرګون وښیي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر وايي، د دغه هېواد پوځي ځواکونه له افغانستانه په سیمه کې ګواښونه تر څار لاندې لري. جوبایډن کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي چې له افغانستانه په سیمه کې امریکايي ځواکونه د احتمالي ګواښونو ځواب ورکولو ته چمتو دي.

د امریکا ولسمشر دغه لیک د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د خپل هېواد د استازو جرګې ته استولی دی.

د جوبایډن په لیک کې لومړني هیواد ته چې اشاره شوې، افغانستان دی.

د امریکا ولسمشر ویلي: «د متحده ایالاتو ځواکونه د امریکا او د دغه هیواد د ګټو پر وړاندې له افغانستانه د احتمالي ګواښونو د ځواب ورکولو لپاره له دغه هېواده بهر میشت دي.»

جوبایډن دا هم ویلي، چې په سوریه او عراق کې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو په دغو هېوادونو کې د داعش وړتیاوې کمزورې کړې دي.

په لیک کې زیاته شوې چې، اوس مهال په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د حضور څرنګوالی او موده مشخصه کولی نه شي، خو واشنګټن ټینګار کړی چې د اړتیا په صورت کې به د «خلکو او امریکا د ګټو دفاع لپاره خپل اقدامات زیات کړي.»

جوبایډن په خپل لیک کې د عربستان په ټاپووزمه، اردن، لبنان، ترکیې، سوېلي افریقا، کیوبا او فیلیپین کې د امریکا د پوځ د ځای پر ځای کېدو یادونه هم کړې ده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو څه باندې دوه کاله وروسته لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې شته.

د منځنۍ اسیا په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستانه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال لپاره په خپل کلني راپور کې چې روانه میاشت خپور شو، ویلي دي چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه له افغانستانه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

دغه وزارت زیاته کړې، سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، خو بیا یې هم ترهګرو ډلو ته پناه ورکولو ته دوام ورکړی.

د خپلواکۍ تحریک په کابل کې د طالبانو د یوې حوزې د استخباراتو معاون او ۴ ساتونکي په نښه کړي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۲ GMT+۰

د افغانستان د خپلواکۍ ملي تحریک ځواکونو د کابل د ښار ارزان قیمت سیمه کې د طالبانو د ۱۶مې حوزې د استخباراتو مرستیال حاجي ملا او ورسره څلور ساتونکي په نښه کړي دي.

د افغانستان د خپلواکۍ ملي تحریک نشراتي ادارې د پنجشنبې په شپه (د لیندۍ په ۱۶مه) په اېکس ټولنیزې شبکې د یوې ویډیو په خپرولو سره دا اعلان کړی دی.

په خپرې شوې ویډیو کې پر سړک یو موټر ښکاري چې څراغونه یې روښانه دي او ورسره د پښو د خاپونو او د ډزو غږ اورېدل کیږي.

لا تر اوسه د دې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو یاد تحریک ویلي چې ۵ کسان یې په نښه کړي دي.

یاد تحریک لیکلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون په تطبیق او ټولو نړۍوالو بشري قوانینو په رعایت او نظر کې نیولو سره له خپل هېواد او هېوادوالو څخه دفاع کوي.

یاد تحریک زیاته کړې، چې د دوی خونړي بریدونه به د طالبانو پر وړاندې زیاتوالی ومومي.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې تېره شپه یې د ۱۶مې حوزې مخې ته د ډزو غږونه اورېدلي دي.

طالبان: یوه جرمنۍ کمپنۍ غواړي په اروپا کې د طالبانو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو دفتر جوړ کړي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، چې د ۳۰ جرمني شرکتونو د فدراسیون اجراییوي رییس په اروپا کې د طالبانو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو جوړولو لپاره د یوه دفتر د جوړېدو غوښتنه کړې. دغه وزارت ویلي، چې دغه دفتر به د اروپايي پانګوالو او طالبانو د کانونو وزارت ترمنځ اړیکې جوړې کړي.

سابستیان هاینه زمري دغه موضوع له شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې مطرح کړه.

د طالبانو د کانونو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې شهاب الدین دلاوري د ۳۰ جرمني شرکتونو د فدراسیون له اجراییوي رییس سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو په زېرمو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

د طالبانو د کانونو وزارت د سابستیان له قوله ويلي، چې په اروپا کې د دغه دفتر په جوړېدو سره به ټول اروپايي پانګوال د دې دفتر له خوا معلومات ترلاسه او پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د دې طرحې د هرکلي په ترڅ کې د کانونو د قانون او کړنلارې پر بنسټ د اروپايي شرکتونو د پانګونې لپاره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

بل خوا د «اروپایي بیرنر ګروپ» شرکت مشر د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزیر سره په کتنه کې د افغانستان په کانونو په تېره بیا د اوسپنې، سرو زرو او سرب په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
د هغه څه پر بنسټ چې د طالبانو د کانونو وزارت په خپلې اېکس پاڼې کې ليکلي، د يادو شرکتونو مشر د برېښنا د بندونو د جوړولو، د کانونو د پروسس او نورو ټولنيزو خدمتونو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

عباس ستانکزی: د نجونو د تعلیم مخنیوی له نجونو سره ښکاره ظلم دی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي، چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د هغوی پر حقونو تجاوز او دوی سره ښکاره ظلم دی.‌

عباس ستانکزي چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تعلیمي مرکزونو په فراغت غونډه کې خبرې کولې وویل، “هغه کسان چې د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر له علم سره مخالفت کوي؛ دغه کار د دې ملک بچیانو سره یو لویه جفا ده.‌"

نوموړي ټینګار وکړ، چې د نجونو پرمخ باید په هېڅ صورت د علم دروازې بندې پاتې نه شي.

ستانکزي وویل؛ هغه کسانو چې د نجونو پرمخ تعلم بند کړی باید میدان ته راووځي او که کوم دلیل لري ټولو سره دې شریک کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې تعلیم د هر انسان طبیعي حق دی او دا ورته خدای او رسول ورکړی دی.

هغه وویل هیڅوک دغه حق له چا نه شي اخیستلی. هغه زیاته کړه:‌ “هر څوک چې د تعلیم حق له نورو انسانانو اخلي، دا د هغوی پر حق تجاوز او پر خلکو ښکاره ظلم دی.”

ستانکزی وايي؛ د طالبانو، ګاونډیو او نړۍ ترمنځ یوازینۍ ستونزه د نجونو د تعلیم مساله ده او له همدې امله ډېری هېوادونه له دوی لري دي او یا ورسره اړیکي نه لري.

طالبانو شاوخوا دوه کاله وړاندې د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو په مخ لومړی ښوونځي او بیا پوهنتونونه وتړل.

دغې ډلې وروسته بیا په نړۍوال مرستندویه ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګوه.

په پیل کې طالبانو ویلي وو، چې دا هرڅه به د میرمنو د تعلیم او کار لپاره د یو "اسلامي چارچوب” تر رامنځته کولو پورې بند وي؛ خو د دې ډلې تر واکمنې د څه د پاڅه دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم نجونو د تعلیم او کار د اجازې ورکولو په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.