عباس ستانکزی: د نجونو د تعلیم مخنیوی له نجونو سره ښکاره ظلم دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي، چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د هغوی پر حقونو تجاوز او دوی سره ښکاره ظلم دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي، چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د هغوی پر حقونو تجاوز او دوی سره ښکاره ظلم دی.
عباس ستانکزي چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تعلیمي مرکزونو په فراغت غونډه کې خبرې کولې وویل، “هغه کسان چې د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر له علم سره مخالفت کوي؛ دغه کار د دې ملک بچیانو سره یو لویه جفا ده."
نوموړي ټینګار وکړ، چې د نجونو پرمخ باید په هېڅ صورت د علم دروازې بندې پاتې نه شي.
ستانکزي وویل؛ هغه کسانو چې د نجونو پرمخ تعلم بند کړی باید میدان ته راووځي او که کوم دلیل لري ټولو سره دې شریک کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې تعلیم د هر انسان طبیعي حق دی او دا ورته خدای او رسول ورکړی دی.
هغه وویل هیڅوک دغه حق له چا نه شي اخیستلی. هغه زیاته کړه: “هر څوک چې د تعلیم حق له نورو انسانانو اخلي، دا د هغوی پر حق تجاوز او پر خلکو ښکاره ظلم دی.”
ستانکزی وايي؛ د طالبانو، ګاونډیو او نړۍ ترمنځ یوازینۍ ستونزه د نجونو د تعلیم مساله ده او له همدې امله ډېری هېوادونه له دوی لري دي او یا ورسره اړیکي نه لري.
طالبانو شاوخوا دوه کاله وړاندې د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو په مخ لومړی ښوونځي او بیا پوهنتونونه وتړل.
دغې ډلې وروسته بیا په نړۍوال مرستندویه ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګوه.
په پیل کې طالبانو ویلي وو، چې دا هرڅه به د میرمنو د تعلیم او کار لپاره د یو "اسلامي چارچوب” تر رامنځته کولو پورې بند وي؛ خو د دې ډلې تر واکمنې د څه د پاڅه دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم نجونو د تعلیم او کار د اجازې ورکولو په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.


د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان وايي، افغان ښځې باید د "اسلامي او پښتني" لیدلوري پر بنسټ خپلې زده کړې وکړي.
مولانا فضل رحمان په اسلام اباد کې د برېتانيې له سفيرې جين ميريټ سره په ليدنه کې ويلي، چې طالبان به د دغه لیدلوري له مخې د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو چاپېريال چمتو کوي.
نوموړی چې د افغان طالبانو ملاتړی دی د "طالبانو د معنوي پلار" په نوم هم یادیږي. په افغانستان کې د د امریکا او ناټو ځواکونو د حضور پر مهال هغه دغه هېواد اشغال شوی بللی و او هلته یې د طالبانو جګړې ته د جهاد په سترګه کتل.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له خوا د پنجشنبې په ورځ په یوه خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې مولانا فضل رحمان په افغانستان کې د سولې او امنیت د تدریجي ښه والي په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د سولې د ټینګښت ترڅنګ باید په افغانستان کې نورې ستونزې هم هوارې شي.
د جمعیت علمای اسلام مشر له برېتانوي ډېپلوماټ سره په لیدنه کې له افغانستان سره د نړۍوالې ورورولۍ پر ښه کولو او د تفاهم له لارې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
دغه مذهبي مشر تر دې وړاندې په وار - وار په افغانستان کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو غوښتونکی شوی و. نوموړي له پاکستان څخه په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو پر ایستلو هم تندې نیوکې کړې وې.
مولانا فضل الرحمان د غرب او اسلام تر منځ د کلتوري تنوع په منلو ټینګار سره ویلي: "موږ د اسلامي او پښتني لیدلوري په پام کې نیولو سره د ښځو د زده کړو ملاتړ کوو."
په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته طالبانو د نجونو ښوونځي وتړل او نجونې یې پوهنتون ته له تګ او کار کولو بندې کړې.
طالبانو دغه راز ښځې له شرعي محرم پرته پارکونو او رستورانټونو ته له تګ هم منع کړي دي.
د اسلامي نړۍ علماوو او د اسلامي هېوادونو مشرانو د ښځو په اړه د طالبانو پر تګلارو نيوکې کړي او هغه يې د اسلام له ارزښتونو او لارښوونو سره په ټکر کې بللي دي.

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان سیاست ظالمانه او د ټولو نړۍوالو قوانینو او اصولو خلاف دی. نوموړی وايي، چې پاکستان او ایران افغان کډوال د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله شړي.
د هغه په خبره، چې نن افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې مینه او پام بې حده لږ دی او اوس موږ د سومالیا په صف کې ولاړ یوو.
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پوډکاستونو یوه نوې لړې (د ژوند لار) په نوم پیل کړې، چې دا خپرونې د افغانستان د معاصر دولت د تاسیس د ۳۰۰ کلنې په مناسبت چې له ۲۰۴۷ میلادي کال سره برابر دی جوړه شوې.
د دې خپرونې لومړۍ لړې یې د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۷مه) د افغان کډوالو پر ژوند خپره شوه.
په دې خپرونه کې د افغانستان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر اشرف غني وویل، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې کم تر کمه ۸ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې کډوال دي.
د ملګرو ملتونو اټکل دا دی چې ۴،۵ میلیونه افغان کډوال په ایران او نور یې په پاکستان کې دي.
په روان میلادي کال کې له ایران څخه ۳۱۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. دا چې د راستنیدلو پروسه په تدریجي ډول وه، نه په یو وار خلک د موضوع اهمیت ته ډېر متوجه نه شول.
هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو شمېر ښیي، چې ۲۶۱ زره افغان کډوال له پاکستان څخه په جبري توګه اېستل شوي دي.
دا د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان ظالمانه سیاست دی او جالبه داده، چې پاکستاني رسنۍ او مبصرین د فلسطین پر موضوع همدردي ښکاره کوي او خپله افغانان په زوره شړي.
غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د لوی انساني بحران د پېښېدو په اړه ولې ملګري ملتونه او د هغوی بېلابېلې موسسې او نړۍوال غبرګون نه شته وویل، چې افغانان واحد غږ نه لري او نه هم طرحه: "څوک زموږ د وطن او زموږ د بې وزلو کډوالو استازیتوب کوي؟ ملگري ملتونه هېڅ وخت په افغانستان کې په دې نه دي توانېدلي چې له یوې داسې طرحې سره راشي چې واقعاً موثره او د کار وړ وي."
هغه زیاته کړه< چې ضرور ده چې باید یوې اجماع ته ولاړ شو او یوه طرحه ولرو.
پخواني ولسمشر ویلي، افغانستان باید د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي فشارونو د پای ته رسولو لپاره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو شرایط برابر کړي، چې د دې لپاره په شل کلونو کې ۹ سلنه کلنۍ ودې ته اړتیا لرو؛ ترڅو دا کډوال په ټولنه کې مدغم کړو.
هغه وړاندیز وکړ، چې ۲۰۴۷ میلادي کال چې د احمد شاه بابا د ولسواکۍ ۳۰۰مه کلنۍ کې څه رقم هېواد غواړو دا باید ځان ته هدف وټاکو؛ خو له بده مرغه اوس ټول په دې فکر کې دي چې نن یا سبا به څه کیږي؟
غني دې ته په اشارې، چې ټول افغانان باید سره یووالي ته ورسیږي وویل: «د کډوالو مساله د جذباتو له نظره، د عقل له نظره او احساساتو له نظره؛ د درېیو واړو له نظره زښته ډېره مهمه ده. ځکه باید ټولو ته ثابته شوې وي، ځان افغان گڼئ که نه یې گڼئ، گاونډیان درته افغان وایي او کله چې یوې فیصلې ته ورسېږي، وایي افغانان دې ووځي! منځ کې مو توپیر نه کوي. بل وطن نه لرئ! بل ځای کې عزت نه لرئ! ډېر به اوچت شئ د فرد په حیث، اما جمعي عزت به نه لرئ! هغه خوند چې د وطن په ژوند کې دی بل ځای کې نشته ځکه په هغه خاورې کې یو راز دی او یوه جذبه ده چې بل چیرې نه شته.»
که له یوې خوا له پاکستان او ایران څخه کډوال اېستل کیږي له بې خوا په افغانستان کې د پاسپورت اخیستلو لپاره تقاضا ډېره شوې او ډېری افغانان پاکستان او ایران ته ځي. خلک په راتلونکې بې باوره دي. او د ښځو پر زده کړو بندیز له افغانستان څخه د کډوالۍ نوې څپې ته لاره هواره کړې ده.
پاکستان ویلي، چې د امنیتي دلایلو له مخې یې له دغه هېواده بې اسناده کډوال شړي. د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د پنجشنبې په ورځ وویل چې له پاکستانه ۴۵۰ زره افغان کډوال وتلي دي.

په کابل کې له شپږم ټولګي تازه فارغه شوې ۱۲ کلنه رقیه سادات خپل پلار ته ویلي، چې نن یې د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه، هغې له خپل پلار او مور څخه په یو لیک کې ګیله کړې، چې زه مو ولې جنۍ پېدا کړې یم؟
نن د افغانستان په ټولو یخو سیمو کې د ازموینو وروستۍ ورځ وه، شپږمو ټولګیو څخه نجونې خپل کورونو ته رخصت شوې او د طالبانو د امر له مخې نور نه شي کولی چې زده کړو ته دوام ورکړي.
د رقیې پلار چې خپل دویم نوم رسول سادات ښيي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته هغه لیک رالېږلی چې کوچنۍ لور یې د خپلې پلار او مور په نوم لیکلی.
د هغې پلار چې په کابل کې د یوه شخصي شرکت کارکوونکی دی وايي، چې لور یې خوراک بند کړی او له دوی سره خبرې هم نه کوي.
په لیک کې لیکل شوي: “زه نن ډېره خفه یم، ځکه ما ته مې معلمې وویل، چې تاسو نور درس نه شئ ویلی؛ نو زه مو ولې جلکۍ پېدا کړې یم؟"
د لیک په یوه بله برخه کې ویل شوي: “ چې جلکۍ یم نو ولې؟ نسیم به مکتب ته ځي او زه به نه ځم ولې؟ ماته ژړا راځي.”
هڅه مو وکړه، چې له رقیې سادات سره وغږیږو؛ خو د هغې د پلار له بار – بار ټینګار سره هم نوموړې حاضره نه شوه،چې وغږیږي.
رسول سادات بیا وايي، چې د هغه مشره لور رقیه او ورپسې زوی نسیم دواړو نن شپږم ټولګی پای ته ورساوه؛ مګر رقیه ځکه خفه ده، چې نسیم به راتلونکی کال ښوونځي ته ځي خو هغه نه شي تللی.
د نوموړي په خبره، چې د خپلې لور پوښتنې ته هېڅ ځواب نه لري، هغه له طالبانو پوښتنه کړې: “ ایا تاسو زما د لور پوښتنې ته ځواب لرئ؟ هغه ولې د زده کړو حق نه لري؟ پر هغې مو ولې ښوونځی تړلی؟”

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو را وروسته دغې ډلې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته زده کړې بندې کړې.
د روان کال د وږي په نهمه نېټه د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته تللی و او د طالبانو د ریاست لوزرا د سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني سره یې په لیدنه کې ټینګار کړی و، چې د نجونو پر مخ ښوونځي باید پرانیستل شي.
د اسلامي همکارۍ د سازمان پلاوي په کابل کې د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو له وزیرانو سره په کتنه کې ټینګار کړی چې په اسلام کې زدکړې پر نر او ښځه دواړو «فرض» دي.
دغه پلاوي کابل ته د خپل سفر موخه "په اسلام کې اعتدال" په اړه خبرې بللې دي.
په دې کتنه کې د اسلامي همکاریو سازمان دیني علماو ټینګار وکړ، چې د علماوو په اجماع سره په اسلام کې پر نر او ښځه زدکړې فرض دي.
د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو ویلي، چې طالبانو پر ښځو د محدودیتونو په لګولو سره هغوی له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې کړې او په افغانستان کې یې «جنسيتي توپیر» رامنځ ته کړی دی.

په دې لیکنه کې به د لاندې پوښتنو ځوابونه تر لاسه کړئ: په ولسواکو ټولنو کې د سیاسي ګوندونو ارزښت څه دي؟ په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو تاریخي پس منظر څه دی؟ جهادي تنظیمونه څه ډول رامنځته شوې؟ د سیاسي ګوندونو په اډانه کې ثبات لپاره د حل لارې څه دي؟
سریزه:
لکه څرنګه چې د جمعې او اختر لمونځونه په انفرادي توګه نه شي تر سره کېدلی همدارنګه ولسواکي بې له سیاسي ګوندونو ناشونې ده.
د نړۍ په هغه ملکونو کې چې ولسواکي حاکمه ده او یا مقتدره هېوادونه دي، په ټولو کې سیاسي ګوندونه په غښتلې بڼه شته. د دې لیکنې بحث په دې نه دی چې څنګه اقتدار په یو هېواد کې تر لاسه کیږي؛ بلکې د لیکنې اساسي بحث په ولسواکو ټولنو کې د ګوندونو رشد، اړتیا او سیاسي تګلاره ده.
په عمومي ډول ګوندونه په دوه ډوله دي: ولسواکه ګوندونه او غیر ولسواکه ګوندونه.
دواړه ډوله ګوندونه اکثره د اشخاصو په محور رامنځته کیږي؛ خو په ولسواکه ګوندي سیاست کې ولسواکي حاکمه او په غیر ولسواکه ګوندې سیاست کې دیکتاتوري حاکمه وي.
په ولسواکه ګوندې سیاست کې د ګوند په منځ کې ټاکنې تر سره کیږي او د ګوند مشر د هغه هېواد د جمهور ريیس او صدر اعظم په توګه ټاکل کیږي؛ لکه امریکا، انګلستان، فرانسه، هندوستان او نور.
غیر ولسواکه ګوندونه د ولسواکه ګوندې سیاست په خلاف د ګوند جوړونکي د خپل قدرت د ساتلو لپاره په ګوندونو کې ولسواکي له منځه وړې او قدرت د یو ګوندي مشر نه بل ګوندي مشر ته په مرموزه توګه انتقالیږي. لکه؛ په پخواني شوروي اتحاد کې د کمونیست ګوند د لېنن په محور رامنځته شو او هلته د پرولتاریا یا د کارګرانو په نوم دیکتاتوري حاکمه شوه.
د چین خلق ګوند د مون ستونګ له خوا جوړ او تر اوسه دا ګوند هلته حاکم دی.
په لومړي ځل ګوندونه په امریکا کې د ۱۷۹۲-۱۸۲۴ز کلونو په منځ کې رامنځته شول.
د فیډرالېست ګوند د الکزاندر همیلټن له خوا او د هغه مقابل ګوند د توماس جفرسن او جیمز مډېسن له خوا د ډېموکرات-جمهوري خواهانو په نوم رامنځته شول.
البته د جمهوري خواهانو هغه ګوند د اوسني جمهوري خواهانو د ګوند سره توپیر درلود. دا بیل بحث دی، چې په هر هېواد کې سیاسي ګوندونو څنګه رشد کړی دی او د کومو مرحلو نه تېر شوی دي.
د امریکا په ولسواکۍ او د ګوندونو په رشد او تغیر باندې چې څنګه هلته د ډېموکراتانو او جمهوري خواهانو ګوندونه رامنځته شول، زیات بحث ته اړتیا ده.
د نړۍ نورو ډېرو هېوادونو په شلمه پېړۍ کې د امریکا، پخواني شوروي هېواد او چین په ماډلونو ګوندونه جوړ کړل او دا ګوندونه اکثره د همدې هېوادونو له خوا حمایه کېدل او زیات یې قدرت ته هم ورسېدل.
البته په شلمه پېړۍ کې د نیشنالیزم او اسلامیزم په نوم هم ګوندونه په عربي، اسلامي او وروسته پاتې هېوادونو کې رامنځته شول چې ځینې یې قدرت ته هم ورسېدل خو بیا ډېر ژر یې دوام یې ونه کړ.
په هغه هېوادونو کې چې ولسواکه ګوندونه شتون نه لري او یا یو ګوند قدرت په لاس کې لري؛ لکه چین، هلته دیکتاتوري حاکمه ده.
په هغه هېوادونو کې چې ولسواکه ګوندونه شتون لري، هلته ولسواکي حاکمه او په ولسواکه ټولنه کې د ټولنې د ټولو وګړو انساني حقونه د قانون په چوکاټ کې خوندي وي. په ولسواکه ټولنو کې د بیان ازادي شتون لري او خلک د قانون په چوکاټ کې پانګونه کوي او اقتصادي رشد رامنځته کیږي.
په ولسواکه ټولنو کې د بیان ازادي شتون لري او خلک د قانون په چوکاټ کې پانګونه کوي او اقتصادي رشد رامنځته کیږي.
په ولسواکه ټولنه کې سیاسي ثبات موجود وي او د اشخاصو او ګوندونو په تغیر سره پالیسۍ ډېرې زیاتې تغیر نه کوي.
د حکومتونو په تغیر سره نظامونه تغیر نه کوي او تر یوه حده د راتلونکې په هکله وړاندوینه کېدلې شي؛ ځکه هلته دګوندونو تګلاره معلومه وي او د قوانینو په چوکاټ کې حاکم ګوند حکومت کوي.
په غیر ولسواکه ټولنه کې د ګوند او یا د هغه ټولنې د رهبري د مشر د تغیر په هکله وړاندینه ستونزمنه وي. د ګوند د مشرتابه د تغیر سره حالات هلته یا ښه کیږي او یا خرابیږي؛ ځکه د قدرت د خلا لپاره کودتاګانې کیږي او که کودتا هم ونه شي ټولې پرېکړې د بندو دروازو تر شا ترسره کیږي.
لکه په پخواني شوروي اتحاد او هم چین کې د ګوندونو د مشرانو د تغیر سره مثبت او منفي تغیرات راغلل.
چین د ازاد بازار په لوې حرکت وکړ؛ خو په شوروي اتحاد د مشرانو په تغیر سره کودتاګانې او بالاخره د شوروي اتحاد پاشل رامنځته شول.
په افغانستان کې د ګوندوند رشد ته لنډه کتنه
د ډېموکراسۍ په لسیزه (۱۹۶۴ز کال) کې چې نوی اساسي قانون جوړ شو، ګوندونو ته اجازه ورکړل شوه؛ خو د ګوندونو قانون د پاشاه له خوا توشیح نه شو او ګوندونو په پټه فعالیت کاوه.
اکثره ګوندونو د بېروني هېوادونو نه الهام اخیسته او یا یې د بهرینو هېوادونو د ګوندونو سره مستقیمې اړیکې درلودې.
د بیلګې په توګه د خلق او پرچم ګوند د شوروي اتحاد د کمونېست ګوند سره، شعله جاوید د چین د خلق د ګوند سره، جوانان مسلمان ډلې د مصر د اخوان المسلمین سره او د افغان ملت ګوند د جرمني د سوسیال ډېموکرات ګوند سره اړیکې درلودې.
یو شمېر نورو وړو ګوندونو هم په پټه فعالیت درلود. لکه د محمد هاشم میوندوال د مساوات ګوند او د حضرت صبغت الله مجددی ګوند د خدام الفرقان په نوم فعالیت درلود.
یو وخت ما د کورنیو چارو او د معارف پخواني وزیر ډاکتر عبدالقیوم خان چې ډېر ځیرک او پوه سیاستوال و، د امریکا په ویرجینا کې ترې پوښتنه وکړه، چې ولې تاسې د پادشاه په وخت کې قوي ملي سیاسي ګونونه جوړ نه کړی شول.
هغه راته وویل، چې په هغه دوره کې په خپله محمد ظاهر شاه د ملي سیاسي ګوندونو د رشد مخالف او فکر یې کاوه؛ که ملي سیاسي ګوندونه رشد کوي؛ نو د دې پادشاهۍ ته به خطر وي.
پادشاه ښي اړخه او کیڼ اړخه ګوندونه د خپلې پادشاهۍ لپاره خطر نه ګانه او فکر کاوه، چې دا ګوندونه په ولسونو کې نفوذ نه لري.
که څه هم د کمیت په لحاظ د پادشاه خبره سمه وه؛ خو په عمل کې همدغه کیڼ اړخو د هغه پادشاهي او د داود خان حکومت رانسکور کړ.
د داود خان په دوره کې د حکومت له خوا د ملي انقلاب حزب په ۱۹۷۴ز کال کې جوړ شو؛ خو په ګوند کې دیکتاتوري حاکمه وه.
دغه ګوند د ولسواکه ګوند په توګه رشد ونه کړ او په ضمن کې یې غوښتل چې نور ګوندونه وځپي.
د جوانان مسلمان د ډلې یو شمېر کسان ونیول شول او ځینې؛ لکه پروفیسر برهان الدین رباني، انجینر ګلبدین الدین حکمتیار او احمدشاه مسعود، پاکستان ته وتښتېدل چې وروسته یې د داود خان او هم د خلق دېموکراتیک جمهوریت پر وړاندې په جګړو کې مهم رول درلود.
همدا شان د مساوات د ګوند مشر محمد هاشم میوندوال د خپلو یو شمېر ملګرو سره ونیول شو او وروسته په زاندان کې ووژل شول.
د داود خان کودتا کې د خلق او پرچم ګوندونو ځینو غړو رول درلود او وروسته همدې کسانو د ثور کودتاه ته زمینه مساعده کړه، چې خلق ډېموکراتیک ګوند قدرت ته ورسېد او په افغانستان کې یو حزبي حاکمیت لکه د طالبانو غوندې حاکم شو.
اکثره تعلیمافته کسان چې د ګوند غړي نه وو، هغوی ته د حکومت د مخالفینو خطاب کېده او په بیلابیلو بدو نومونو په جلسو کې یادیدل.
د مخالفینو په نوم په لس ګونو زره کسان ونیول شول، مهاجرت ته مجبور شول او یو شمېر زیات یې په زندانونو کې بې له محاکمې ووژل شول.
د نورو احزابو؛ لکه د افغان ملت، شعله جاوید، جوانان مسلمان هم ونیول شول، ووژل شول او مجبور شول، چې هېواد پرېږدي.
د ډاکتر نجیب الله د حکومت په وخت کې د وطن ګوند د خلق د ډېموکراتیک ګوند سره په تفاوت رامنځته شو او یو شمېر نورو وړو ګوندونو ته هم اجازه ورکړل شوه؛ خو بیا د دوی په ګوندي سیاست کې ولسواکي حاکمه نه وه او دې ګوندونو رشد ونه کړ.
د ثور له کودتا وروسته د مجاهدینو ډلو په ایران او پاکستان کې هم په لس ګونو ګوندونه جوړ کړل، چې د دوی نه په پېښور کې د اووه ګونې او درې ګونو اتحادونو ګوندونه او په ایران کې د اته ګونې اتحاد په نومونو اتلس ګوندونو د دواړو هېوادونو د حکومتونو سره رسمیت درلود.
په پېښور کې د اووه ګونو او درې ګونو اتحادونو د ګوندونونه په غېر نور ټول ګوندونه لغوه شول او د فعالیت اجازه ورنه کړل شوه.
د پيښور په اووه ګونې اتحاد کې د حکمتیار اسلامي حزب، د مولوی خالص اسلامي حزب، د پروفیسر برهان الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند، د مولوي نصرالله منصور په مشرۍ حرکت انقلاب اسلامي ګوند، د استاد عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د افغانستان د ازادی لپاره اتحاد اسلامي حزب، مولوی مؤذن په مشری حرکت انقلاب اسلامي او جبهه نجات ملي د مولوي محمد میر په مشرۍ ګډون درلود.
همداشان په درې ګوني اتحاد کې د مولوی محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي ګوند، د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د پیر سید احمد ګیلانې په مشرۍ او ملي نجات جبهې ګوند د حضرت صبغت الله مجددي په نوم ګډون درلود.
په دغه ټولو ګوندونو کې چې وروسته د تنظیمونو په نوم یادیدل، ولسواکي له سره حاکمه نه وه.
(په پیښور کې د ګوندونو د جوړېدو په هکله یو څه تفصیل زما په کتاب؛ د واقعیتونو په بهیر کې لوستلې شئ، چې د کتابتون په وېبپاڼه کې خپور شوی)
د افغانستان اکثریت ګوندونه چې واک ته ورسېدل، ګوندي ولسواکي پکې حاکمه نه وه او نه یې په ولسواکۍ باور درلود، دوی د قدرت د ساتلو لپاره د نفې او انحصار د قدرت سیاست مخې ته وړلو او نتیجه یې داخلي او نیابتي جګړې شوې.
دا چې دا ګوندونه د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو پر بنیاد نه وو جوړ شوي او د بهر څخه تمویل، تجهیز او څارل کېدل؛ نو د همدې ګوندونو په وسیله په افغانستان کې داخلي جنګونو، نیابتي او نړۍوالو رقابتونو ته زمینه مساعده شوه.
که څه هم د طالبانو راتګ باندې ډېرې لیکنې شوي، چې څنګه د پاکستان له خوا جوړ شول؛ خو انګېزه یې د دې ګوندونو د غلطو پالیسیو، کړنو او نیابتي جګړو له امله وه، چې ولس نور د داخلي جګړو، ټوپکسالارۍ او پاټکونو څخه په تنګ شوې و؛ نو طالبانو ته یې هرکلی ووایه.
طالبان هم د نورو ډلو په شان په ولسواکۍ عقیده نه لري او د دویم ځل د راتګ سره یې ټول ګوندونه لغوه او سیاسي فعالیتونه منع کړل.
د جمهوریت په شلو کلونو کې د ملي سیاسي ګوندونو رشد ته ښه زمینه مساعده وه؛ خو متاسفانه چې جمهور رییس کرزي په وار - وار ویلي، چې دی د سیاسي ګوندونو مخالف دی ځکه د سیاسي ګوندونو د امله د افغانستان ستونزې کړکېچنې شوې دي.
له بده مرغه جمهور رییس کرزي سیاست کاوه؛ خو په سیاسي فعالیتونو او ګوندونو یې باور نه و او دا په خپله ثابتوي، چې نوموړي په ولسواکۍ هم باور نه درلود او غوښتل یې چې حکومتولي د پخواني پادشاهانو او قومي مشرانو غوندې تر سره کړي او د یو ضعیفه جمهوري نظام بڼست یې کېښود.
د جمهوریت په دور کې پخوانيو تنظیمونو او سیاسي ګوندونو د ولسواکۍ د تقوې په عوض خپلو تنظیمونو ته سهمونه غوښتل.
مشهور متل دی، چې ولسواکي بې له هغه کسانو ناشونې ده، چې په ولسواکې باور نه لري.
د جمهور رییس محمد اشرف غني د ټاکنو په وخت کې وعده کړې وه، چې د قوي ملي سیاسي ګوندونو رشد ته به زمینه مساعدوي؛ خو د جمهوري ریاست له ترلاسه کولو نه وروسته یې هغه وعده تر سره نه کړه او تر اخره سیاسي ملي ګوندونو رشد ونه کړ؛ تر څو چې طالبانو بیا قدرت ونیوه.
وړاندیز
د پورته تاریخي پس منظر او کرونالوژۍ په یادونې سره ولسواکه سیاسي ګوندونو او نظامونو په افغانستان کې رشد ونه کړ او افغانستان د بې ثباتې خواته لاړو.
همدا علت دی، چې ډېری افغانان په ګوندونو باور نه لري او ډېری سیاسیون چې سیاست کوي، په انفرادې توګه فعالیت لري او نه غواړي، چې په سیاسي محوطه کې ځان ګیر او دسپلین کړي؛ نو د دوی هلې ځلې هم څه ګټه دافغانستان د ثبات لپاره نه پخوا درلودلې وه او نه یې په راتلونکې کې لري.
سیاست په انفرادي توګه بې له ګوندونو امکان نه لري.
نن سبا چې اکثره سیاسیون که ښه دي او که بد مطرح دي، تر شا یې یو ګوند او یا تنظیم شته او همدا علت دی چې دوی د څو لسیزو راپه دیخوا د افغانستان په مثبت او منفي سیاست کې برخه لري. د طالبانو تنظیم هم د یو ګوند حیثیت لري.
زما په اند تر څو ولسواکه ملي سیاسي ګوندونه په افغانستان کې رشد ونه کړي، افغانستان کې ثبات او ولسواکي نه شي ټینګیدلی؛ ځکه هر هغه شخصیتونه او ګوندونه چې په ولسواکۍ باور نه لري، د نفې او انحصار د قدرت سیاست به مخې ته وړي او نتیجه به یې لکه د تېر په څېر د کودتاګانو، د رژیمونو، حکومتونو او نظامونو راپرځول وي.
هغه افغانان؛ په خاصه توګه ځوان تعلیمیافته نسل باید خپل ځانونه په موجوده او یا د نوو ګوندونو په اډانه کې راټول کړي؛ تر څو وکولې شي په راتلوتکې کې په ښه توګه د افغانستان په سیاسي ډګر کې فعال مثبت رول ولوبوي.
که دوی ځانونه منسجم او منظم نه کړي، همداسې غیر ولسواکه ګوندونه یا تنظیمونه او یا هغه کسان چې په ولسواکۍ باور نه لري، په افغانانو به حاکم وي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی ویلي، چې افغان کډوالو سره روان چلند، د اسلام دین او د پاکستاني فرهنګ خلاف کار دی. نوموړي له حکومته د کډوالو د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه په خپور کړي ځانګړي پیغام کې ویلي، چې له افغان کډوالو سره روان چلند، د اسلام دین، د خدای د کتاب، د پیغمبرو له سنت او د پاکستاني فرهنګ سره په ټکر کې دی.
هغه ویلي، چې کډوالي په اسلام کې یو لوړ مقام لري او د اسلام د پیغمبر په ګډون ګڼ شمېر پیغمبران د خپل ماموریت د بشپړولو لپاره کډوال شوي دي.
هغه زیاته کړې: “هغه کسان چې د جنګ او نورو ستونزو له امله کډوالۍ ته مجبور شوي، د هغوی سره ښه چلند او د هغوی درناوی پر مونږ فرض دی”.
د نوموړي په وینا؛ پاکستان او افغانستان دوه اسلامي وروڼه هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې پخوانۍ دي.
هغه په دې باور دی، چې هیڅوک خپل ګاوڼډي نه شي بدلولی او د ګاوڼډیو تل یو بل ته اړتیا وي او بل دا چې پاکستان د یوې خوندي راتلونکې لپاره دا ضروري ده چې دغه هېواد خپلو ګاوڼډیانو سره ښې اړیکې ولري.
عمران خان ویلي، چې پاکستان له څلویښتو کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کړی دی؛ خو د حکومت اوسنۍ کړنې د کلونو - کلونو د غه خواري ضایع کوي.
هغه دا هم ویلي چې پاکستان ۲۵۰ میلیونه نفوس لري او ۱.۵ میلیونه کډوال پر دغه هېواد کوم بوج نه راولي.
هغه ویلي، چې په پاکستان کې دېره افغان کډوال تر ټولو بې وسه خلک دي او دوی سره د حکومت منفي چلند، د پاکستان په اړه د افغانانو په منځ کې منفي غبرګونونه راپارولي دي.
نوموړي له حکومته غوښتي چې د کډوالو د ایستلو روان بهیر ودروي او د افغان کډوالو د وضعیت لپاره دې یوه ابرومندانه لاره چاره پیدا کړي.