• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شاه محمود میاخېل لیکنه: د افغانستان ولسواکه او غیر ولسواکه سیاسي ګوندونه

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۰

په دې لیکنه کې به د لاندې پوښتنو ځوابونه تر لاسه کړئ: په ولسواکو ټولنو کې د سیاسي ګوندونو ارزښت څه دي؟ په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو تاریخي پس منظر څه دی؟ جهادي تنظیمونه څه ډول رامنځته شوې؟ د سیاسي ګوندونو په اډانه کې ثبات لپاره د حل لارې څه دي؟

سریزه:

لکه څرنګه چې د جمعې او اختر لمونځونه په انفرادي توګه نه شي تر سره کېدلی همدارنګه ولسواکي بې له سیاسي ګوندونو ناشونې ده.

د نړۍ په هغه ملکونو کې چې ولسواکي حاکمه ده او یا مقتدره هېوادونه دي، په ټولو کې سیاسي ګوندونه په غښتلې بڼه شته. د دې لیکنې بحث په دې نه دی چې څنګه اقتدار په یو هېواد کې تر لاسه کیږي؛ بلکې د لیکنې اساسي بحث په ولسواکو ټولنو کې د ګوندونو رشد، اړتیا او سیاسي تګلاره ده.

په عمومي ډول ګوندونه په دوه ډوله دي: ولسواکه ګوندونه او غیر ولسواکه ګوندونه.

دواړه ډوله ګوندونه اکثره د اشخاصو په محور رامنځته کیږي؛ خو په ولسواکه ګوندي سیاست کې ولسواکي حاکمه او په غیر ولسواکه ګوندې سیاست کې دیکتاتوري حاکمه وي.

په ولسواکه ګوندې سیاست کې د ګوند په منځ کې ټاکنې تر سره کیږي او د ګوند مشر د هغه هېواد د جمهور ريیس او صدر اعظم په توګه ټاکل کیږي؛ لکه امریکا، انګلستان، فرانسه، هندوستان او نور.

غیر ولسواکه ګوندونه د ولسواکه ګوندې سیاست په خلاف د ګوند جوړونکي د خپل قدرت د ساتلو لپاره په ګوندونو کې ولسواکي له منځه وړې او قدرت د یو ګوندي مشر نه بل ګوندي مشر ته په مرموزه توګه انتقالیږي. لکه؛ په پخواني شوروي اتحاد کې د کمونیست ګوند د لېنن په محور رامنځته شو او هلته د پرولتاریا یا د کارګرانو په نوم دیکتاتوري حاکمه شوه.

د چین خلق ګوند د مون ستونګ له خوا جوړ او تر اوسه دا ګوند هلته حاکم دی.

په لومړي ځل ګوندونه په امریکا کې د ۱۷۹۲-۱۸۲۴ز کلونو په منځ کې رامنځته شول.

د فیډرالېست ګوند د الکزاندر همیلټن له خوا او د هغه مقابل ګوند د توماس جفرسن او جیمز مډېسن له خوا د ډېموکرات-جمهوري خواهانو په نوم رامنځته شول.

البته د جمهوري خواهانو هغه ګوند د اوسني جمهوري خواهانو د ګوند سره توپیر درلود. دا بیل بحث دی، چې په هر هېواد کې سیاسي ګوندونو څنګه رشد کړی دی او د کومو مرحلو نه تېر شوی دي.

د امریکا په ولسواکۍ او د ګوندونو په رشد او تغیر باندې چې څنګه هلته د ډېموکراتانو او جمهوري خواهانو ګوندونه رامنځته شول، زیات بحث ته اړتیا ده.

د نړۍ نورو ډېرو هېوادونو په شلمه پېړۍ کې د امریکا، پخواني شوروي هېواد او چین په ماډلونو ګوندونه جوړ کړل او دا ګوندونه اکثره د همدې هېوادونو له خوا حمایه کېدل او زیات یې قدرت ته هم ورسېدل.

البته په شلمه پېړۍ کې د نیشنالیزم او اسلامیزم په نوم هم ګوندونه په عربي، اسلامي او وروسته پاتې هېوادونو کې رامنځته شول چې ځینې یې قدرت ته هم ورسېدل خو بیا ډېر ژر یې دوام یې ونه کړ.

په هغه هېوادونو کې چې ولسواکه ګوندونه شتون نه لري او یا یو ګوند قدرت په لاس کې لري؛ لکه چین، هلته دیکتاتوري حاکمه ده.

په هغه هېوادونو کې چې ولسواکه ګوندونه شتون لري، هلته ولسواکي حاکمه او په ولسواکه ټولنه کې د ټولنې د ټولو وګړو انساني حقونه د قانون په چوکاټ کې خوندي وي. په ولسواکه ټولنو کې د بیان ازادي شتون لري او خلک د قانون په چوکاټ کې پانګونه کوي او اقتصادي رشد رامنځته کیږي.

په ولسواکه ټولنو کې د بیان ازادي شتون لري او خلک د قانون په چوکاټ کې پانګونه کوي او اقتصادي رشد رامنځته کیږي.

په ولسواکه ټولنه کې سیاسي ثبات موجود وي او د اشخاصو او ګوندونو په تغیر سره پالیسۍ ډېرې زیاتې تغیر نه کوي.

د حکومتونو په تغیر سره نظامونه تغیر نه کوي او تر یوه حده د راتلونکې په هکله وړاندوینه کېدلې شي؛ ځکه هلته دګوندونو تګلاره معلومه وي او د قوانینو په چوکاټ کې حاکم ګوند حکومت کوي.

په غیر ولسواکه ټولنه کې د ګوند او یا د هغه ټولنې د رهبري د مشر د تغیر په هکله وړاندینه ستونزمنه وي. د ګوند د مشرتابه د تغیر سره حالات هلته یا ښه کیږي او یا خرابیږي؛ ځکه د قدرت د خلا لپاره کودتاګانې کیږي او که کودتا هم ونه شي ټولې پرېکړې د بندو دروازو تر شا ترسره کیږي.

لکه په پخواني شوروي اتحاد او هم چین کې د ګوندونو د مشرانو د تغیر سره مثبت او منفي تغیرات راغلل.

چین د ازاد بازار په لوې حرکت وکړ؛ خو په شوروي اتحاد د مشرانو په تغیر سره کودتاګانې او بالاخره د شوروي اتحاد پاشل رامنځته شول.

په افغانستان کې د ګوندوند رشد ته لنډه کتنه

د ډېموکراسۍ په لسیزه (۱۹۶۴ز کال) کې چې نوی اساسي قانون جوړ شو، ګوندونو ته اجازه ورکړل شوه؛ خو د ګوندونو قانون د پاشاه له خوا توشیح نه شو او ګوندونو په پټه فعالیت کاوه.

اکثره ګوندونو د بېروني هېوادونو نه الهام اخیسته او یا یې د بهرینو هېوادونو د ګوندونو سره مستقیمې اړیکې درلودې.

د بیلګې په توګه د خلق او پرچم ګوند د شوروي اتحاد د کمونېست ګوند سره، شعله جاوید د چین د خلق د ګوند سره، جوانان مسلمان ډلې د مصر د اخوان المسلمین سره او د افغان ملت ګوند د جرمني د سوسیال ډېموکرات ګوند سره اړیکې درلودې.

یو شمېر نورو وړو ګوندونو هم په پټه فعالیت درلود. لکه د محمد هاشم میوندوال د مساوات ګوند او د حضرت صبغت الله مجددی ګوند د خدام الفرقان په نوم فعالیت درلود.

یو وخت ما د کورنیو چارو او د معارف پخواني وزیر ډاکتر عبدالقیوم خان چې ډېر ځیرک او پوه سیاستوال و، د امریکا په ویرجینا کې ترې پوښتنه وکړه، چې ولې تاسې د پادشاه په وخت کې قوي ملي سیاسي ګونونه جوړ نه کړی شول.

هغه راته وویل، چې په هغه دوره کې په خپله محمد ظاهر شاه د ملي سیاسي ګوندونو د رشد مخالف او فکر یې کاوه؛ که ملي سیاسي ګوندونه رشد کوي؛ نو د دې پادشاهۍ ته به خطر وي.

پادشاه ښي اړخه او کیڼ اړخه ګوندونه د خپلې پادشاهۍ لپاره خطر نه ګانه او فکر کاوه، چې دا ګوندونه په ولسونو کې نفوذ نه لري.

که څه هم د کمیت په لحاظ د پادشاه خبره سمه وه؛ خو په عمل کې همدغه کیڼ اړخو د هغه پادشاهي او د داود خان حکومت رانسکور کړ.

د داود خان په دوره کې د حکومت له خوا د ملي انقلاب حزب په ۱۹۷۴ز کال کې جوړ شو؛ خو په ګوند کې دیکتاتوري حاکمه وه.

دغه ګوند د ولسواکه ګوند په توګه رشد ونه کړ او په ضمن کې یې غوښتل چې نور ګوندونه وځپي.

د جوانان مسلمان د ډلې یو شمېر کسان ونیول شول او ځینې؛ لکه پروفیسر برهان الدین رباني، انجینر ګلبدین الدین حکمتیار او احمدشاه مسعود، پاکستان ته وتښتېدل چې وروسته یې د داود خان او هم د خلق دېموکراتیک جمهوریت پر وړاندې په جګړو کې مهم رول درلود.

همدا شان د مساوات د ګوند مشر محمد هاشم میوندوال د خپلو یو شمېر ملګرو سره ونیول شو او وروسته په زاندان کې ووژل شول.

د داود خان کودتا کې د خلق او پرچم ګوندونو ځینو غړو رول درلود او وروسته همدې کسانو د ثور کودتاه ته زمینه مساعده کړه، چې خلق ډېموکراتیک ګوند قدرت ته ورسېد او په افغانستان کې یو حزبي حاکمیت لکه د طالبانو غوندې حاکم شو.

اکثره تعلیمافته کسان چې د ګوند غړي نه وو، هغوی ته د حکومت د مخالفینو خطاب کېده او په بیلابیلو بدو نومونو په جلسو کې یادیدل.

د مخالفینو په نوم په لس ګونو زره کسان ونیول شول، مهاجرت ته مجبور شول او یو شمېر زیات یې په زندانونو کې بې له محاکمې ووژل شول.

د نورو احزابو؛ لکه د افغان ملت، شعله جاوید، جوانان مسلمان هم ونیول شول، ووژل شول او مجبور شول، چې هېواد پرېږدي.

د ډاکتر نجیب الله د حکومت په وخت کې د وطن ګوند د خلق د ډېموکراتیک ګوند سره په تفاوت رامنځته شو او یو شمېر نورو وړو ګوندونو ته هم اجازه ورکړل شوه؛ خو بیا د دوی په ګوندي سیاست کې ولسواکي حاکمه نه وه او دې ګوندونو رشد ونه کړ.

د ثور له کودتا وروسته د مجاهدینو ډلو په ایران او پاکستان کې هم په لس ګونو ګوندونه جوړ کړل، چې د دوی نه په پېښور کې د اووه ګونې او درې ګونو اتحادونو ګوندونه او په ایران کې د اته ګونې اتحاد په نومونو اتلس ګوندونو د دواړو هېوادونو د حکومتونو سره رسمیت درلود.

په پېښور کې د اووه ګونو او درې ګونو اتحادونو د ګوندونونه په غېر نور ټول ګوندونه لغوه شول او د فعالیت اجازه ورنه کړل شوه.

د پيښور په اووه ګونې اتحاد کې د حکمتیار اسلامي حزب، د مولوی خالص اسلامي حزب، د پروفیسر برهان الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند، د مولوي نصرالله منصور په مشرۍ حرکت انقلاب اسلامي ګوند، د استاد عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د افغانستان د ازادی لپاره اتحاد اسلامي حزب، مولوی مؤذن په مشری حرکت انقلاب اسلامي او جبهه نجات ملي د مولوي محمد میر په مشرۍ ګډون درلود.

همداشان په درې ګوني اتحاد کې د مولوی محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي ګوند، د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د پیر سید احمد ګیلانې په مشرۍ او ملي نجات جبهې ګوند د حضرت صبغت الله مجددي په نوم ګډون درلود.

په دغه ټولو ګوندونو کې چې وروسته د تنظیمونو په نوم یادیدل، ولسواکي له سره حاکمه نه وه.

(‌په پیښور کې د ګوندونو د جوړېدو په هکله یو څه تفصیل زما په کتاب؛ د واقعیتونو په بهیر کې لوستلې شئ، چې د کتابتون په وېبپاڼه کې خپور شوی)

د افغانستان اکثریت ګوندونه چې واک ته ورسېدل، ګوندي ولسواکي پکې حاکمه نه وه او نه یې په ولسواکۍ باور درلود، دوی د قدرت د ساتلو لپاره د نفې او انحصار د قدرت سیاست مخې ته وړلو او نتیجه یې داخلي او نیابتي جګړې شوې.

دا چې دا ګوندونه د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو پر بنیاد نه وو جوړ شوي او د بهر څخه تمویل، تجهیز او څارل کېدل؛ نو د همدې ګوندونو په وسیله په افغانستان کې داخلي جنګونو، نیابتي او نړۍوالو رقابتونو ته زمینه مساعده شوه.

که څه هم د طالبانو راتګ باندې ډېرې لیکنې شوي، چې څنګه د پاکستان له خوا جوړ شول؛ خو انګېزه یې د دې ګوندونو د غلطو پالیسیو، کړنو او نیابتي جګړو له امله وه، چې ولس نور د داخلي جګړو، ټوپکسالارۍ او پاټکونو څخه په تنګ شوې و؛ نو طالبانو ته یې هرکلی ووایه.

طالبان هم د نورو ډلو په شان په ولسواکۍ عقیده نه لري او د دویم ځل د راتګ سره یې ټول ګوندونه لغوه او سیاسي فعالیتونه منع کړل.

د جمهوریت په شلو کلونو کې د ملي سیاسي ګوندونو رشد ته ښه زمینه مساعده وه؛ خو متاسفانه چې جمهور رییس کرزي په وار - وار ویلي، چې دی د سیاسي ګوندونو مخالف دی ځکه د سیاسي ګوندونو د امله د افغانستان ستونزې کړکېچنې شوې دي.

له بده مرغه جمهور رییس کرزي سیاست کاوه؛ خو په سیاسي فعالیتونو او ګوندونو یې باور نه و او دا په خپله ثابتوي، چې نوموړي په ولسواکۍ هم باور نه درلود او غوښتل یې چې حکومتولي د پخواني پادشاهانو او قومي مشرانو غوندې تر سره کړي او د یو ضعیفه جمهوري نظام بڼست یې کېښود.

د جمهوریت په دور کې پخوانيو تنظیمونو او سیاسي ګوندونو د ولسواکۍ د تقوې په عوض خپلو تنظیمونو ته سهمونه غوښتل.

مشهور متل دی، چې ولسواکي بې له هغه کسانو ناشونې ده، چې په ولسواکې باور نه لري.

د جمهور رییس محمد اشرف غني د ټاکنو په وخت کې وعده کړې وه، چې د قوي ملي سیاسي ګوندونو رشد ته به زمینه مساعدوي؛ خو د جمهوري ریاست له ترلاسه کولو نه وروسته یې هغه وعده تر سره نه کړه او تر اخره سیاسي ملي ګوندونو رشد ونه کړ؛ تر څو چې طالبانو بیا قدرت ونیوه.

وړاندیز

د پورته تاریخي پس منظر او کرونالوژۍ په یادونې سره ولسواکه سیاسي ګوندونو او نظامونو په افغانستان کې رشد ونه کړ او افغانستان د بې ثباتې خواته لاړو.

همدا علت دی، چې ډېری افغانان په ګوندونو باور نه لري او ډېری سیاسیون چې سیاست کوي، په انفرادې توګه فعالیت لري او نه غواړي، چې په سیاسي محوطه کې ځان ګیر او دسپلین کړي؛ نو د دوی هلې ځلې هم څه ګټه دافغانستان د ثبات لپاره نه پخوا درلودلې وه او نه یې په راتلونکې کې لري.

سیاست په انفرادي توګه بې له ګوندونو امکان نه لري.

نن سبا چې اکثره سیاسیون که ښه دي او که بد مطرح دي، تر شا یې یو ګوند او یا تنظیم شته او همدا علت دی چې دوی د څو لسیزو راپه دیخوا د افغانستان په مثبت او منفي سیاست کې برخه لري. د طالبانو تنظیم هم د یو ګوند حیثیت لري.

زما په اند تر څو ولسواکه ملي سیاسي ګوندونه په افغانستان کې رشد ونه کړي، افغانستان کې ثبات او ولسواکي نه شي ټینګیدلی؛ ځکه هر هغه شخصیتونه او ګوندونه چې په ولسواکۍ باور نه لري، د نفې او انحصار د قدرت سیاست به مخې ته وړي او نتیجه به یې لکه د تېر په څېر د کودتاګانو، د رژیمونو، حکومتونو او نظامونو راپرځول وي.

هغه افغانان؛ په خاصه توګه ځوان تعلیمیافته نسل باید خپل ځانونه په موجوده او یا د نوو ګوندونو په اډانه کې راټول کړي؛ تر څو وکولې شي په راتلوتکې کې په ښه توګه د افغانستان په سیاسي ډګر کې فعال مثبت رول ولوبوي.

که دوی ځانونه منسجم او منظم نه کړي، همداسې غیر ولسواکه ګوندونه یا تنظیمونه او یا هغه کسان چې په ولسواکۍ باور نه لري، په افغانانو به حاکم وي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

عمران خان:‌ په پاکستان کې د افغان کډوالو سره روان چلند د اسلامي او فرهنګي اوصولو خلاف دی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی ویلي، چې افغان کډوالو سره روان چلند، د اسلام دین او د پاکستاني فرهنګ خلاف کار دی. نوموړي له حکومته د کډوالو د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه په خپور کړي ځانګړي پیغام کې ویلي، چې له افغان کډوالو سره روان چلند، د اسلام دین، د خدای د کتاب، د پیغمبرو له سنت او د پاکستاني فرهنګ سره په ټکر کې دی.

هغه ویلي، چې کډوالي په اسلام کې یو لوړ مقام لري او د اسلام د پیغمبر په ګډون ګڼ شمېر پیغمبران د خپل ماموریت د بشپړولو لپاره کډوال شوي دي.

هغه زیاته کړې:‌ “هغه کسان چې د جنګ او نورو ستونزو له امله کډوالۍ ته مجبور شوي، د هغوی سره ښه چلند او د هغوی درناوی پر مونږ فرض دی”.

د نوموړي په وینا؛ پاکستان او افغانستان دوه اسلامي وروڼه هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې پخوانۍ دي.

هغه په دې باور دی، چې هیڅوک خپل ګاوڼډي نه شي بدلولی او د ګاوڼډیو تل یو بل ته اړتیا وي او بل دا چې پاکستان د یوې خوندي راتلونکې لپاره دا ضروري ده چې دغه هېواد خپلو ګاوڼډیانو سره ښې اړیکې ولري.

عمران خان ویلي، چې پاکستان له څلویښتو کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کړی دی؛ خو د حکومت اوسنۍ کړنې د کلونو - کلونو د غه خواري ضایع کوي.

هغه دا هم ویلي چې پاکستان ۲۵۰ میلیونه نفوس لري او ۱.۵ میلیونه کډوال پر دغه هېواد کوم بوج نه راولي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې دېره افغان کډوال تر ټولو بې وسه خلک دي‌ او دوی سره د حکومت منفي چلند، د پاکستان په اړه د افغانانو په منځ کې منفي غبرګونونه راپارولي دي.

نوموړي‌ له حکومته غوښتي چې د کډوالو د ایستلو روان بهیر ودروي او د افغان کډوالو د وضعیت لپاره دې یوه ابرومندانه لاره چاره پیدا کړي.‌

هند: په ډیلي کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري دولت د بېرغ لاندې فعالیت کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۰

له څو میاشتو چوپتیا وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په ډیلي کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستل کېدو اعلان وکړ. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام باغچي ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو د هند د حکومت دریځ نه دی بدل شوی.

باغچي نن پنجشنبه په ډیلي کې یو شمېر خبریالانو ته ویلي، چې په ډیلي، حیدراباد او ممبۍ کې د افغانستان قونسلي چارې روانې دي او په نورمال شکل یې ډېپلوماټان خپلو چارو ته دوام ورکوي.

د روانې لیندۍ میاشتې په اومه د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال عباس ستانکزي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په ممبۍ او حیدراباد کې زموږ قونسلګرۍ فعالیت کوي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي».

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د انډیا ټلویزون د یوه خبریال د همدغې پوښتنې چې ایا د افغانستان ډېپلوماتیک مراکز د طالبانو په واک کې دي، وویل:" تاسو کولی شئ چې د دوی بېرغ وګورئ او بیا وایئ چې دوی د چا نماینده ګي کوي، د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو زموږ دریځ نه دی بدل شوی".

له دې وړاندې په ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي ویلي وو، چې په ممبۍ کې د افغانستان قونسله ذکیه وردګ، په حیدراباد کې د افغانستان قونسل سید محمد ابراهیم خیل او په ډیلي کې د سوداګرۍ برخې سلاکار قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

ذکیه وردګ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۹مه) له وایون سره په مرکه کې ویلي، چې د فعالیتونو موخه یې لومړی په هند کې د مېشتو افغانانو ملاتړ او دویم په روانه شرایطو کې د افغانستان د خلکو په ګټه کار کول دي.

هندي رسنۍ لیکي، چې د روانې میاشتې په پیل کې په نوې ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي «د هند د حکومت پرله پسې ننګونو» په حواله د سفارت د دایمي تړلو اعلان کړی و.

په دې اړه په ممبۍ جنرال قونسلې ذکیه وردګ او په حیدر اباد جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل په ګډه ویلي: «موږ د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره په دوامداره توګه په تماس کې یو او هڅه کوو، چې اوسنی ستونزمن حالت ته د رسېدو لپاره چې د ډېپلوماتانو او رسمي کارکوونکو له کمښت سره مخ یوو د حل لار پېدا کړو».

د یادونې وړ ده، چې له تېرې سپټمبر میاشتې راپه دې خوا په هند کې د افغانستان د سفارت پر سر د ډېپلوماتانو تر منځ ناندرې روانې دي.

په دې تړاو پخوانی خبر دلته وګورئ: ذکیه وردګ: موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر بېرغ لاندې کار کوو

باوري سرچینې: طالبانو کابل کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې کور وسوځاوه

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۷ GMT+۰

کره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د کابل په وزیر اکبر خان کې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې شکیلا هاشمي کور وسوځاوه. دغه کور د وزیر اکبر خان په ۱۷ سړک کې د هغه مېلمستون په ګاونډ کې و چې د القاعده مشر ایمن ظواهري پکې اوسېده.

امریکا د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر تر واک لاندې په همدغه مېلمستون کې ښاغلی ظواهري وواژه.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو پسې د دې ډلې کسانو پرلپسې پر شکیلا هاشمي زور اچاوه چې دا کور پر دوی وپلوري.

خو مېرمن هاشمي د دې فشار په مقابل کې ودرېده.

د سرچینو په خبره، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د دې کور پر اوسېدونکو پراخ بندیزونه لګولي وو او ان ورته ویل یې چې د کور بام او پاس منزلونو ته به هم نه خېږي.

د سرچینو په خبره، دا چې مېرمن هاشمي د طالبانو فشار ته تسلیم نه شوه او کور یې ور نه کړ، نو دوی هم نن اور ورته کړ.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوګانو کې هم له اور وروسته کور ښکاري.

سرچینې وايي، مېرمن هاشمي په کابل کې بل کور هم لري او هغه هم «طالبانو غصب کړی دی.»

طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

شکیلا هاشمي د افغانستان د ولسي جرګې په ۱۵ او ۱۶ دوره کې د لوګر د خلکو استازې وه.

هغه په شپاړسمه دوره کې د ملي اقتصاد کمېسون غړې هم وه.

د طالبانو کانونو وزارت: یوه چینايي شرکت په افغانستان کې د نفتو لس نوې څاګانې کیندلې دي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۰ GMT+۰

د ښاغلي افغان په خبره، د دغو څاګانو تولید د ورځې شاوخوا پنځه زره بوشکو ته رسېدلی او ټاکل شوې چې دغه نفت په افغانستان کې چاڼ شي. د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت ویاند بلومبرګ ته ویلي چې، افغانستان اوس مهال خپل نږدې ټول تېل له ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او ازبکستانه واردوي.

افغانستان هره ورځ شاوخوا ۵۰ زره بوشکو تېلو ته اړتیا لري.

د نفتو د نویو څاګانو کیندلو کار د طالبانو له خوا د لومړي نړیوال تړون له لاسلیک یو کال وروسته پیل شو.

په شمال کې د امو سیند حوزې څخه د تېلو او ګازو د استخراج لپاره د چینایي شرکت سره تړون به د دې ډلې عاید زیات کړي.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي چې د نویو څاګانو کیندل به طالبانو ته شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره عاید وکړي.

د تړون د شرایطو له مخې، چینایي کمپنۍ به په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره او په راتلونکو دریو کلونو کې ۵۴۰ میلیونه ډالره د افغانستان په شمال کې د ۴۵۰۰ کیلومتره مربع په ساحه کې د نفتو او ګازو د پنځو بلوکونو د استخراج لپاره پانګونه وکړي.

د اورېدلو هنر

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۰ GMT+۰
•
هیله پسرلی

د برتانیا د مشهور لومړي وزیر وینسټن چرچل خبره ده چې: "دا زړورتیا ده چې ودرېږې او خبرې وکړې، دا هم زړورتیا ده چې کښینې او خبرې واورې."

موږ چې حتا په معاصر تاریخ کې هم ډېر کله جګړه تر جرګې غوره بللې ده، ښايي ګومان وکړو چې ټولنیز بحثونه مو چېرته نه رسوي نو د خپلو اجتماعي بحثونو پر کیفیت چندانې غور نه کوو. حال دا چې جګړه ځپلی هېواد ټولنیزو بحثونو او ډیالوک ته داسې اړتیا لري لکه وچکالي ځپلې ځمکه چې یې باران ته لري.

زموږ د اکثرو سیاسي اجتماعي بحثونو له اورېدو وروسته ممکن ګڼ خلک ناامیده شي او داسې وګڼي چې اکثره بحثونه د دې پر ځای چې موږ حل لارو ته ورسوي، لارې رانه ورکوي او د دې په ځای چې خلک سره نژدې کړي، لا یې سره بېلوي.

دلته یوه اصلي خبره ګومان کوم د نیت ده. موږ ولې خبرې کوو؟ خبرې د دې لپاره کوو چې یوازې ځان او خپل لیدلوری بیان کړو؟ خبرې په دې نیت کوو چې مقابل لوری غلط ثابت کړو؟ یا خبرې په دې نیت کوو چې مقابل لوری قانع کړو، په نظر کې یې تغییر راولو؟ په بحثونو کې زموږ نیت دا دی چې دوې موازي کرښې سره نژدې کړو او که دا را ته مهمه نه ده چې زموږ د خبرو په نتیجه کې په ټولنه کې فاصلې ډېرېږي یا کمېږي.

که له ټولنیزو بحثونو زموږ نیت دا وي چې په ټولنه کې فاصلې کمې کړو بیا نو پکار ده چې د بېلابېلو فکرونو او تمایلاتو د اورېدلو هنر زده کړو.

یوناني فیلسوف اپکتیتیس ته منسوبه خبره ده،وايی: "موږ دوه غوږونه او یوه خوله ځکه لرو چې د خپلو خبرو دوه چنده باید غوږ ونیسو."

زموږ په اجتماعي سیاسي بحثونو کې معمولا خبرې ډېرې وي خو اورېدل کم وي. حال دا چې پرته له اورېدلو ګټورې خبرې ممکنه نه دي. موږ په بحثونو کې ډېر کله مسایلو ته یوازې له خپل لیدلوري ګورو او په خپلو باورونو کې دومره ډوب یو چې پر بېل لیدلوري غور کول یا د بل فکر اورېدل او زغمل راته سختشي.

هغوی چې د مباحثې په وخت کې مقابل لوری نه اوري، لږ تر لږه دوه تاوانه کوي:

یو دا چې پر هغه چا یې خبرې اثر نه کوي چې متفاوت فکر لري. ځکه که بل وانه ورو په دې به هیڅوخت پوه نه شو چې د هغه ذهن ته څنګه لاره کولی شو.

بله دا چې که نور نه اورو د خپل فکر د غني کېدو او تصحیح مخه نیسو. د اپارتاید په خلاف د مبارزي مشهور مبارز نلسن مندیلا وایي:«هغه ملګري مې خوښ دي چې له ما یې فکر بدل دی،ځکه دغه ډول ملګري دې پام کوي چې ستونزې ته له هر اړخه وګورې.»

که موږ د بحث په وخت کې میم زر ما ټوله زما یو، ګومان نه کوم داسې خبره دې وکړای شو چې واقعا دې د ټولنې کوم درد دوا کړي. خبرې او فکرونه په زمان او مکان کې معنا پیدا کوي. موږ که په خپل ژوند کې غواړو په خپله ټولنهکې یو څه بدل کړو، د ټولنې د بېلو اوازونو اورېدل باید زده کړو.

د هر چا توقع دا وي چې نور یې خبرې واوري خو که موږ پخپله ښه اورېدنکې نه یو ښايي په دې چل هم پوهه نه شو چې په نورو خپلې خبرې څرنګه واورو.

فرض کړئ یو کس ته ظاهر شاه لوی پاچا ښکاري او یو بل څوک د ظاهر شاه مخالف دی. دا دوهم کس که یوازې په اعلیحضرت انتقادونه کوي اول کس که حتا وهم غواړي د ده خبرې نه شي اورېدلی خو که دوهم کس وايي چې د ظاهر شاه د ډیموکراسي لسیزه او اساسي قانون زموږ د معاصر تاریخ لویه لاسته راوړنه وه او۴۰ کاله با ثباته مدیریت پخپله لوی خدمت دی مګر د ده په وخت کې د وطن اقتصادي او ټولنیزه وده ډېره ورو وه. په دې مورد کې که اول کس د دویم کس انتقاد وهم نه مني، خو اوري یې او غور پرې کوي.

نېغ مخالفت یوازې تیزه ژبه غواړي خو عاقلانه مخالفت د مقابل لوري اورېدل او استدالال غواړي.

هغوی چې د خبرواترو پر وخت له مقابل لوري سره د مشترکو ټکو پر موندلو تاکید کوي، که حتا زموږ د نظر خلاف خبرې هم وکړي اورېدل يې راته اسان وي او بد راباندې نه لګېږي.

هغوی چې د خبرو طرز او د منطق د بیان بڼهداسې خوښوي چې له مقابل لوري سره پل جوړ کړي تر هغو کسانو یې خبرې ډېر اثر کوي چې د ژبې او منطق تیز تبر یې تل په اوږه وي او شته پلونه هم پرې ورانوي.

خبره که د ګز او میدان شي بیا خو رښتیا دا ده چې د مخالفانو ډېرول ډېر اسان کار دی خو بدلول او خپلول یې بیا پر مشترکاتو تاکید، حوصله او کار غواړي.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.