واشنګټن کې د روسیې سفیر: امریکا په افغانستان او ویتنام کې ماشومان له خپلو مېنو بې ځایه کړل

په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وایي، متحده ایالتونو په افغانستان او ویتنام کې ماشومان له خپلو مېنو بې ځایه کړل. نوموړی زیاتوي چې واشنګټن دې د نړۍ له ماشومانو د ځان د مدافع ښودلو پر ځای د متحده ایالتونو ستونزو ته ځان ورسوي.