• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه څېړنې کوو

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه پلټنې کوي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي. تر دې مخکې دوو پاکستاني خبریالانو ویلي وو چې پاکستان په دې وروستیو کې د حقاني پاکستانی پاسپورټ باطل کړی.

د اعزاز سعید او عمر چیمه په وینا د ښاغلي حقاني پاکستانی پاسپورټ د لومړي ځل لپاره په قطر کې له امریکا سره د طالبانو د خبرو پر مهال کارول شوی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په پاکستان کې د استوګنې له اسنادو پرته د بهرنیو اتباعو د شړلو په اړه وویل: "موږ به لومړی په دې اړه پلټنې وکړو، له څېړنو وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړو."

سرفراز بګټي نور وضاحت ور نه کړ.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سراج الدین حقاني د "پاکستاني پاسپورټ" په اړه له څه ویلو ډډه کړې وه.

زهرا ممتاز بلوڅ وویل چې هغه د معلوماتو په خلا کې ده او دا مهال د دې مسلې ځواب نشي ویلی.

نوموړې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر د "پاکستاني پاسپورت" د باطل کېدو په اړه د راپورونو له رد یا تایید څخه ډډه وکړه.

د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۱۵ مه، دوو مشهورو پاکستاني ژورنالیستانو، اعزاز سعید او عمر چیمه څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له حقاني سره په همغږۍ د هغه پاکستانی پاسپورت باطل کړی دی.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت دوه پاکستاني چارواکي چې ویل کیږي د ښاغلي حقاني د پاسپورت په صادرولو کې یې لاس درلود نیولي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې افغان اتباعو ته له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې پاکستاني پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

د دې ورځپاڼې په وینا دغه پاسپورټونه د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند صوبو کې ویشل شوي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان ټولو افغانانو ته صادر شوي پاسپورټونه باطل کړي دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د ټولګډونه حکومت په هکله دوی ته د امریکا له خوا د نوملړ سپارل حقیقت نه لري

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۲ GMT+۰

د طالبانو ویاند وايي، د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په هکله له دې ډلې سره چا خبرې نه دي کړې او نه دوی له چا سره د ورته حکومت د جوړېدو ژمنه کړې ده. د ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې ګلبدین حکمتیار ته ځواب دی چې وايي، امریکا طالبانو ته د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په هکله نوملړ سپارلی دی.

حو ښاغلی مجاهد زیاتوي: «په دې اړوند د حکمتیار صاحب خبرې سمې نه دي، باید د هیواد مشران بې اسنادو خبرې ونه کړي.»

د نوموړي په خبره، طالبانو له چا سره د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو ژمنه نه ده کړې.

خو د افغانستان د حزب اسلامي مشر وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې تړون پر اساس ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

ګلبدین حکمتیار زیاتوي د ټولګډونه حکومت لپاره امریکا طالبانو ته نوملړ هم سپارلی دی او ور سره یې خبرداری ور کړی، که د دوحې شرطونه پوره نه کړي، د مخالفانو ملاتړ به یې وکړي.

د حزب اسلامي افغانستان ګوند تلوېزون بریا وايي، ګلبدین حکمتیا دا خبرې پرون له هېواد بهر د خپل ګوند ملاتړو ته کړې دی.

هغه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې امریکا د طالبانو په اړه خپله لهجه بدله کړې ده او په خپل دريځ کې یې بدلون راوستی دی.

ښاغلی حکمتیار وايي په امریکا کې د یوې نوې جبهې جوړېدو اعلان او په مسکو، تاجکستان او ویانا کې د طالبانو د مخالفو ډلو وروستیو ناستو په اړه وايي چې شاید د پردې ترشا څه وي.

حکمتیار په دې باور دی چې د طالبانو د مخالفو ډلو ناستې د دې لپاره کیږي چې یو شمیر بهرني هیوادونه پر طالبانو فشار راوړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د امریکا ځانګړي استازي پر افغانستان خبرې وکړې

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د دغه هېواد سرپرست بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني، د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره د ليدو خبر ورکړی. په دې لیدنه کې ښاغلي جیلاني د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د اجتماعي لارو چارو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۶)د جليل عباس جيلاني له قوله لیکلي، چې اسلام اباد د افغانستان په مسله کې له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته ژمن دی.

د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان پر مسلې د خبرو لپاره د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پیل کړی دی.

تر دې کتنې مخکې، ښاغلي ويسټ اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم جلا ليدنه کړې.

ښاغلي دراني په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو او نړیوالو غبرګونونو خبرې وشوې.

د هغه په ​​وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو پر لا زياتو همکاريو او همغږۍ ټينګار وکړ.

ټام ویسټ تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بشري اړتیاوو د خبرو لپاره به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لس ورځنی سفر وکړي.

د افغانستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې له هند ماتې وخوړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې له هندۍ لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، د لوبې په پیل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د لسو ویکټو په بایللو سره هندۍ لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د دې اعلامیې له مخې، سیالې لوبډلې په ۳۷،۳ اورونو کې د دریو ویکټو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان نوولس کلن ځوانان به د اسیا جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ له نیپال سره ډګر ته وځي.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.

دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.

د ټولیز امنیت تړون د افغانستان کارډلې ۳۸ غونډه وکړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ټولیز امنیت تړون د بهرنیو چارو وزیرانو شورا کې د افغانستان کارډلې د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړه. دغې ډلې په خپله ۳۸مه غونډه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګريزو خطرونو او د نشه يې توکو د ګواښونو اړوند خبرې وکړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دغېکارډلې په دې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د سولې بهیر د رامنځ ته کولو او د حالت د ښه والي په برخه کې د ټولیز امنیت تړون د غړو هېوادونو د فعالیتونو په همغږيکولو کې همکارۍ ته چمتو ده.

ټولیز امنیت تړون له دې مخکې اعلان کړی و، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او له دغه هېواد څخه د نشه یی توکو قاچاق لا هم روان دی.

تر دې مخکې د ټولیز امنیت تړون د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې خبري غونډه ته ویلي وو، چې طالبان لا هم د افغانستان پر وضعیت بشپړ کنټرول نه لري.

جنرال اناتولي سیدروف وویل،ټولیزامنیت تړون له افغانستان څخه د ترورېزم د ګواښ د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

حکمتیار: امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې تړون پر اساس ټولګډونه حکومت جوړ کړي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د حزب اسلامي مشر وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې تړون پر اساس ټولګډونه حکومت جوړ کړي. ګلبدین حکمتیار زیاتوي د ټولګډونه حکومت لپاره امریکا طالبانو ته نوملړ هم سپارلی دی او ور سره یې خبرداری ور کړی، که د دوحې شرطونه پوره نه کړي، د مخالفانو ملاتړ به یې وکړي.

د حزب اسلامي افغانستان ګوند تلوېزون بریا وايي، ګلبدین حکمتیا دا خبرې پرون له هېواد بهر د خپل ګوند ملاتړو ته کړې دی.

که څه هم ښاغلی حکمتیار په خپلو خبرو کې طالبانو ته د امریکا له لوري د ټول ګډونه حکومت لپاره د نوملړ سپارلو خبره کوي، خو دا نه وايي، چې په دې نوملړ کې د کومو ګوندونو یا کسانو نومونه دي.

هغه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې امریکا د طالبانو په اړه خپله لهجه بدله کړې ده او په خپل دريځ کې یې بدلون راوستی دی.

ښاغلی حکمتیار وايي په امریکا کې د یوې نوې جبهې جوړېدو اعلان او په مسکو، تاجکستان او ویانا کې د طالبانو د مخالفو ډلو وروستیو ناستو په اړه وايي چې شاید د پردې ترشا څه وي.

حکمتیار په دې باور دی چې د طالبانو د مخالفو ډلو ناستې د دې لپاره کیږي چې یو شمیر بهرني هیوادونه پر طالبانو فشار راوړی.

طالبانو تروسه د اسلامي حزب د مشر کلبدین حکمتیار ددغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو د دریمې دورې په وروستۍ غونډه کې یو هدف د "افغانستان د راتلونکي لپاره د لار نقشې" جوړول و.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو پر بنسټ، د ويانا غونډې په دويمه ورځ د امريکايي ډيپلوماتانو او د اروپايي هېوادونو د استازو په ګډون د لوېديځو هېوادونو استازو هم ګډون کړی و.