• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د تېلي محصولاتو د صادروونکو مشر: افغانستان کې د سونتوکو د کیفیت سنجولو معیار نشته

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۱ GMT+۰

د ایران د تېلي محصولاتو د صادروونکو ټولنې مشر د طالبانو له خوا ایران ته د پټرولو پر ستنولو نیوکه کوي. احمد معروف خاني وایي، د افغانستان پوله د دې توکو د سټنډرډ سنجولو معیار نه ده او نه هلته معیاري میکانیزم شته او طلب چارواکي د خپل تعریف او تعبیر له مخې ځینې ټانکر ستنوي.

احمد معروف خاني وايي، که کوم سوداګر طالبانو ته اضافه پیسې ور کړي او معامله ور سره وکړي، نو ټانکر به یې افغانستان ته تېر شی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي معروف خاني د یکشنبې په ورځ په خبري غونډه کې وویل: کله کله له افغانستان داسې خبرونه راځي چې د ایران صادراتي پټرول یې ستانه کړي دي، خو دا خبرونه د ایران پرضد له شیطنت او فضاسازي سرچینه اخلي.

خو تر معروف خاني مخکې د ایران د تېلي محصولو اتحادیې پخواني مشر حمید حسیني په تېر جون کې ویلي و چې افغانستان او عراق نور د ایران بې کیفیته پټرول نه اخلي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د تېلي محصولاتو د معیار په لوړېدو سره اوس دوی نه غواړي چې دا توکي له ایران رانیسي او پر ځای یې د ازبکستان او روسیې سونتوکي کاروي.

ایراني چارواکي وخت په وخت له هغه وروسته دا ډول ضد او نقیضې څرګندونې کوي چې طالبان له دغه هېواد صادر شوي سونتوکي د کم کیفیت د درلودو په ادعا ور ستانه کړي.

لس ورځې مخکې «د نومبر پر ۳۰» د ایران سپاه پاسدران ته نېږدې رسنۍ تسنیم وویل؛ د دغه هېواد حکومت افغانستان ته د پټرولو صادرولو تړون نه لري.

د دې رسنۍ دا غبرګون له هغه وروسته وو، چې د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې په همغه ورځ وویل، ۲۴ ټانکره ټیټ کیفیته سونتوکي یې ایران ته ور وګرځول.

خو تسنیم خبري اژانس دغه خبر ته په شاره لیکلي و، افغانستان ته د قاچاق یا هم د خصوصي برخې له خوا د هایدرو کاربوري محصولاتو په چوکاټ کې پټرول صادرېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني په پکتیا کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت جومات پرانیست

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ( لیندۍ ۱۹ مه) اعلان وکړ چې د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې یې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ کړی دی. دا جومات د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې پرانیست.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه جومات د سراج الدین حقاني په امر او د یوه سوداګر په مالي مرسته جوړ شوی دی.

د دغه جومات د پرانېستې په مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دا د ودانیزو پروژو یوه برخه وګڼله او ویې ویل، چې طالبانو د جوماتونو په جوړولو سره وښوده، چې دوی د ورانولو په لټه کې نه دي، بلکې د جوړولو په لټه کې دي.

د طالبانو ډله په تیرو دوو لسیزو کې په پرله پسې ډول په جوماتونو په بریدونو تورنه شوې ده او په ځینو مواردو کې دغې ډلې د دغو بریدونو د تنظیمولو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

سراج الدین حقاني وویل چې د افغانستان په لویو لارو کې د جوماتونو د جوړولو لپاره د طالبانو پریکړه د ساختماني پروژو د پلي کیدو دوام دی.

د طالبانو کابینې سږ کال په خپله ۲۹مه غونډه کې د ټولګټو وزارت ته امر وکړ چې د لویو لارو په اوږدو کې په هر سل کیلومترۍ کې یو جومات جوړ کړي.

د طالبانو د چارو ادارې د سلواغې په ٩مه، په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د طالبانو کابينې دا امر هم کړى، چې د لويو لارو په اوږدو کې د تېلو د ټانکونو خاوندان دې د جوماتونو جوړولو ته وهڅول شي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د جوماتونو او دیني مدرسو پر جوړولو ډېرې پیسې لګولې دي.
​

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو د حالت په هکله غونډه کوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې راتلونکې دوشنبه د افغان مېرمنو او نجونو د وضعیت په هکله د تړلو دروازو تر شاه غونډه جوړېږي. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اطلاعات ښيي چې د ښځو د حقونو ملاتړې اصیلا وردګ او فوزیه کوفي به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

تمه ده چې امنیت شورا په دې ناسته کې د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي فریدونو سینیراوغلي په راپور کې وړاندیزونه ورازوي.

د ښاغلي سینیراوغلي دا راپور د تېرې چارشنبې په ورځ د سرمنشی انتونیو ګوتېرش په لاسلیک د امنیت شورا غړو ته وړاندې شو.

په دغه راپور کې له نړیوالې انزوا د طالبانو د وتلو او د دې ډلې د رسمیت نه پېژندلو د خنډونو د لرې کولو لارې چارې په نښه شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې پر نړیوالو ژمنو درېدل او ټولګډونه اساسي قانون جوړول به له نړیوالو سره د طالبانو د اړیکو په عادي کېدو تمام شي.

د ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د افغانانو ترمنځ خبرې هم د دې راپور وړاندیز دی.

د طالبانو خلاف غوندې؛په افغانستان کې د روان ناوړه حالت په اړه جرمني کې یوه ګوند غونډه وکړه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۳ GMT+۰

په دې وروستیو اونیو کې په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو پر ضد د ګوندونو د غونډو پر دوام دا ځل په جرمني کې د "افغان وګړو ګوند" له خوا «په افغانستان کې د موثر سیاسي نظام او تلپاتې سولې» تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) د یوې ورځې لپاره د تېر حکومت د مشرانو او ولسي جرګې د استازو، مدني فعالانو او د پوهنتون د استادانو په ګډون جوړه شوه.

د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې انارکلي هنریار د جرمني د دوسلدورف په کنفرانس کې وويل چې په افغانستان کې له کلونو کلونو راهيسې توکمیز او جنسيتي توپیر شتون درلود او دا وضعیت تراوسه هم روان دی.

د هنریار په خبره، د طالبانو مخالفان له څه باندې دوو کلونو راهیسې و نه توانیدل چې ټول تر يوه چتر لاندې راټول شي.

نوموړې پر طالبانو نيوکې وکړه او ويې وویل چې، دغې ډلې افغانې نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې دي، چې راتلونکی نسل نالوستی پاتې شي او دوی یې د خپلو ایډیالوژیکو موخو او واکمنۍ د بقا لپاره ترې کار واخلي.

په دغه غونډه کې یو شمیر نورو ګډونوالو هم د هیواد د روان وضعیت د مهمو موضوعګانو لپاره بحث او خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه ترسره شوه.

دغه غونډې د یو شمیر طالب چارواکو د اندېښنې لامل هم ګرځیدلې دي او دوی له خپلو مخالفانو غواړي چې هیواد ته ستانه شي او په سوله ییز چاپیریال کې ژوند وکړي.

طالبان: له ټول افغانستانه مو سل زره روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۷ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې وروسته یې له ټول هیواد څخه په نشه يي توکو روږدي نږدې سل زره کسان راټول کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې استولي. دغه وزارت وايي، په هغو ولایتونو کې چې تر ټولو ډېر په نشه روږدي کسان لري، د درملنې لس نوي مرکزونه ورته جوړوي.

خو دا نه ده څرګنده شوې چې کوم ولایتونو تر ټولو زیات نشه یي توکي لري.

د افغانستان ملي ټلویزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، دغه ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه ‎يي توکو سره د مبارزې د څانګې له قوله لیکلي چې د طالبانو د ملا مشر هبت الله په امر په نشه‎ يي توکو د روږدو کسانو راټولول ترسره کېږي.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې طالبان د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې د روږدو کسانو پر وړاندې شکنجه او ناوړه چلند کوي.

د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې د بودجې او متخصصو کارکونکو د کموالي په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د چمن پرلت وهونکي: پولیس د شپې د پرلت وهونکو پرکورونو چاپي وهي، خلک ګواښي چې پرلت پرېږدي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د چمن پرلت وهونکي وايي، له تېرو دریو ورځو راهیسې د چمن پولیس د شپې له لوري د پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهي او ګواښي يې چې په پرلت کې ګډون و نه کړي. دغه پرلت چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پیل شوی، له تېرو ۵۱ ورځو راهیسې دوام لري.

نن د یکشنبې په ورځ د (لیندې ۱۹مه) هم د سوېلي پښتونخوا زرګونه اوسېدونکې د پرلت په خیمه کې راټول شوي او د پاسپورټ د جبري کېدو او د شپې له لوري د پرلت والو پر کورونو د چاپو وهلو په غبرګون توندې ویناوې کوي.

پرلت وهونکي وايي، د پاکستان حکومت په دا ډول فشارونو نه شې کولی چې دوی له خپلې مبارزې څخه په شا کړي.

د چمن د لغړې اتحاد مشر غوث الله وايي: «زموږ د پرلت پر غړو ولې حکومت چاپې وهي، تر اوسه پورې یې د لسګونه پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې خو موږ د چمن د پولیسو مسولینو ته وايو که زموږ ملګرو ته هر ډول زیان ورسیږي پړه به یې د چمن د پولیسو په غاړه وي.»

پرلت وال وايي، د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروزاه د پاسپورټ د جبري کېدو له امله د چمن زرګونو کورنیو ته مالي زیان اوښتی او د خلکو کار و بارونه بند دي.

دغه پرلت وهونکي وايي له ۵۱ ورځني پرلت څخه نه دي ستړي شوي او دا پرلت به تر هغه دوام لري چې حکومت يې غوښتنې نه وي منلې.

په سوېلي پښتونخوا کې د معلولانو د اتحادیې مسول عنایت الله بشردوست وايي: «موږ بدلون غواړو، موږ د خپل حق ترلاسه کول غواړو، د پرلت په ملاتړ مو د ماشومانو لاریون وکړ، د لویانو لاریون مو وکړ، خو دا ځلې به موږ سبا ته د معلولانو کسانو لاریون وکړو. موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې پاکستان زموږ حقوق تر پښو لاندې کړي دي.»

پرلت وال یو ځل بیا د پولیو ضد واکسین کارکونکو ته ګواښ کوي او وايي په دغه اداره کې له کار کولو لاس واخلي.

دوی وايي تر هغه چې د چمن پرلت وهونکو غوښتنې نه وي منل شوې تر هغو به د پاکستان حکومت د واکسین په شان فعالیتونو ته اجازه نه ور نه کړو.