• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نبیل: طالبان د نجونو له زده کړو او کاره د بې برخې کولو تریخ حقیقت له منځه نه شي وړلی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، چې افغانستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ قرار لري او د طالبانو واکمن رژیم د یوې ایډیالوژیکي او انعطاف ناپذیره ادارې په توګه، د هویت، مشارکت او مذهبي/جنسي تبعیض له امله د داخلي او بهرني مشروعیت له بحران سره مخ دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس پر اېکس ټولنیزې شبکې د افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې ویډیو په شریکولو سره لیکلي، چې د سالنګ د تونل پروژې په څېر د خوشبینه انځور د وړاندی کولو لپاره د طالبانو هڅې، د میلیونونو افغان نجونو او مېرمنو تریخ حقیقت له منځه نه شي وړلی، چې له زده کړې او کار څخه بې برخې دي.

هغه زیات کړې: «د افغانستان زړورې ښځې چوپه خوله پاتې کېدل نه غواړي.د یو ډېموکراټیک حکومت لپاره د دوی نه ماتېدونکې ارادې/غوښتنې، چې د دوی په پاڅونونو کې منعکس کیږي، د روښانه راتلونکي لپاره د مشعل په توګه کار کوي.»

نبیل په خپل لیک کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې دې فشار راولي او د تبعیض ختمولو، د مذهب، جنسیت او توکم پرته د ټولو افغانانو لپاره د مساوي حقونو تضمین، دټولو افغان نجونو او ښځو لپاره زده کړو او کار ته د لاسرسي ډاډ او د بشري حقونو د سرغړونو او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره د رژیم حساب ورکول باید وي.

نوموړي ویلي: «یوازې د دوامدار فشار او ثابت ملاتړ له لارې موږ کولی شو د افغانستان له خلکو سره د یوې عادلانه، برابرې او ډېموکراتیکې ټولنې د هیلو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړو. د عمل وخت راغلی. راځئ چې یوازې لیدونکي نه اوسو؛ راځئ چې د مثبت بدلون استازي واوسو.»

څو ورځي مخکې؛ د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک ویلي وو: « یوې ښوونکې راته لیکلي له شپږم ټولګي فارغې نجلۍ داسې ژړل لکه مور یې چې مړه وي. بلې غوښتل ځان ناکام کړي چې راتلونکی کال بیا ښوونځي ته راشي».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د یوناما مشره طالبانو ته: د افغانستان د سوکالۍ او ثبات لپاره د بشري حقونو ساتنه وکړئ

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۷ GMT+۰

د یوناما مشرې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د باثباته، سوله ییزې او سوکاله راتلونکې لپاره د بشري حقونو مکلفیتونه ومني. روزا اوتنبایوا د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت نن په یوه اعلامیه کې وايي، طالبان د افغان وګړو د بشري حقونو د ودې او ساتنې مسوولیت لري.

د هغې په خبره، په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره که تاوتریخوالی کم شوی، خو له انساني حقونو سرغړونې روانې دي.

نوموړې په خپلو خبرو کې پر نجونو او مېرمنو د طالبانو محدودیتونو ته په اشاره واي، د طالبانو سیستماتیک تبعیض افغان نجونې او مېرمنې د افغان نجونو او ښځو د ورځني او عامه ژوند له ډیرو برخو اېستلې دي.

د هغې په خبره، په ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو سربیره، د طالبانو واکمنۍ کې بې قانونه وژنې، شکنجې او ناوړه چلند، جسمي مجازات، په خپل سري نیول او توقیف او د بندیانو له حقونو سرغړونې لا هم روانې دي.

روزا اوتونبایوا تېره میاشت هم ویلي وو، چې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو لګېدلي بندیزونه د حکومتي سیستم یوه برخه ګرځېدلې ده، چې بېلول یې ستونزمن دي.

نوموړي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ په کنفرانس کې د افغان مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې یې له بشري حقونو څخه روانې سرغړونې جدي وبللې.

نوموړې په جده کې “ښځې په اسلام کې” د کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان واکمنان د افغانستان د نیمايي نفوس اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او دا تر ټولو تریخ حقیقت دی.

هغې ویلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو اوسنی وضعیت کړکېچن دی او له هر ډول ټولنیز فعالیت څخه بې برخې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې طالبانو په بیا واکمنېدو سره اول نجونې له شپږم ټولګي پورته زدکړې بندې کړې، وروسته یې د نجونو پوهنتوني زدکړې او د ښخو پر کار هم بندیز ولګاوه.

که څه هم پر کور او بهر له طالبانو بیا بیا د نجونو د کار او زدکړو د بیا پیلېدو غوښتنه کېږي، خو تراوسه داسې کومه نښه نشته چې دا ډله له خپلو بندیزونو شاته شي.

باختر اژانس: څه باندې ۱۲۰ زره کډوال د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شول

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۸ GMT+۰

باختر اژانس د کډوالو چارو وزارت له قوله ویلي چې د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د ١٢٣ زرو ٩٧١ تنو په ګډون ٢٢ زره ٢٨٣ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. دا اژانس زیاتوي چې دغه کډوال په تېره یوه نیمه میاشت کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کنټرول لاندې باختر اژانس نن په دغه رپوټ کې ليکلي دي چې له پاکستان ستنو شويو کډوالو ته د خوراکي توکو، نغدو پيسو او د استوګنې د اړتيا وړ مرستې برابرې شوې دي.

د رايډيو پاکستان د تازه راپور له مخې، د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو د شړلو د پروسې له پيل راهيسې، نږدې نیم میلیون افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې له پاکستان څخه د بې اسناده کډوالو د اېستلو پروسه دوام لري.
​

د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې نیپال د ۷۳ منډو په لوی توپیر مات کړ

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۵ GMT+۰

د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې نن سیالې لوبډلې نېپال ته د ۷۳ منډو په لوی توپیر ماتې ور کړه. نېپال د پچې ګټلو سره افغان لوبډلې ته د توپ وهلو چانس ور کړ. افغان لوبډلې د وروستي اور تر دریو توپ او د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۶۱ منډې جوړې کړې.

د نېپال لوبډلې ټول لوبغاړي د ۴۱ اور تر دویم توپ ټول وسوځېدل او ایلا یې ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

په افغان ځوانانو کې جمشېد ځدراڼ ۱۰۶، نعمان شاه ۶۰منډو جوړولو سره تر نورو ښه وځلېد او لوبډلمشر نصیر خان، فریدون داودزی او محمد یونس د بهترینې توپ اچونې سره تر نورو ښه وځلېدل.

افغانستان د دې سیالیو په لومړنۍ لوبه کې وړمه ورځ له هند ماته خوړلې ده.

د کرېکټ د ۱۹ کلنو اسيا جام دغه ۵۰ اوريزه سيالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه توب پرون پيل شوې دي او د ډیسمبر تر ۱۷ به روانې وي.

د طالبانو ستره محکمه: په کابل کې د زنا په تور یو مجرم په عام محضر کې په درو ووهل شو

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه د یوې خبرپاڼې خپرولو سره وايي، پرون یې په کابل کې د زنا په تور یو مجرم په عام محضر کې په درو وواهه. خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار د ابتدایه محکمې د څلورم زون جزا دیوان دغه تورن کس ته پر یو کال تنفیذي بند سربېره د ۳۵ درو تعزیري سزا حکم کړی و.

د طالبانو سترې محکمې نن یکشنبه د یوې خپرپاڼې خپرولو سره وویل دغه حکم د طالبانو سترې محکمې د عالي مقام لخوا تایید شوی و.

د طالبانو سترې محکمې په دغه خبرپاڼه کې د تورن کس د سزا د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو واک ته رسېدو سره نه یوازې په کابل کې بلکې په ګڼو ولایتونو کې عام خلک په عام محضر کې په درو وهلي دي.

طالبان چاته اجازه نه ورکوي چې د سزا دغه بهیر عکاسي کړي.

د عامو افغانانو نیوکې دا دي چې طالبان عامو خلکو ته په عام محضر کې سزا ورکوي خو د خپلو غړو پرخلاف دا عمل نه کوي او هڅه کوي چې د خپلې ډلې تورن کسان له محاکمو پچ کړي.

دوی وروستۍ بېلګه کې د کابل برېشنا ریاست رییس ملا احمد اخوند یادونه کوي چې په یوه مستنده وېډیو کې چې افغانستان انټرنشنل خپره کړه، خپل ساتونکی په یوه بستر کې له ځان سره څملوي.

خو طالبانو نه یوازې هغه محاکمه نه کړ، بلکې هغه ته یوې محکمې له بې پرې څېړنو پرته برات ورکړ او یوازې له دندې ګوښه کړ.

د ایران د تېلي محصولاتو د صادروونکو مشر: افغانستان کې د سونتوکو د کیفیت سنجولو معیار نشته

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۹ GMT+۰

د ایران د تېلي محصولاتو د صادروونکو ټولنې مشر د طالبانو له خوا ایران ته د پټرولو پر ستنولو نیوکه کوي. احمد معروف خاني وایي، د افغانستان پوله د دې توکو د سټنډرډ سنجولو معیار نه ده او نه هلته معیاري میکانیزم شته او طلب چارواکي د خپل تعریف او تعبیر له مخې ځینې ټانکر ستنوي.

احمد معروف خاني وايي، که کوم سوداګر طالبانو ته اضافه پیسې ور کړي او معامله ور سره وکړي، نو ټانکر به یې افغانستان ته تېر شی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي معروف خاني د یکشنبې په ورځ په خبري غونډه کې وویل: کله کله له افغانستان داسې خبرونه راځي چې د ایران صادراتي پټرول یې ستانه کړي دي، خو دا خبرونه د ایران پرضد له شیطنت او فضاسازي سرچینه اخلي.

خو تر معروف خاني مخکې د ایران د تېلي محصولو اتحادیې پخواني مشر حمید حسیني په تېر جون کې ویلي و چې افغانستان او عراق نور د ایران بې کیفیته پټرول نه اخلي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د تېلي محصولاتو د معیار په لوړېدو سره اوس دوی نه غواړي چې دا توکي له ایران رانیسي او پر ځای یې د ازبکستان او روسیې سونتوکي کاروي.

ایراني چارواکي وخت په وخت له هغه وروسته دا ډول ضد او نقیضې څرګندونې کوي چې طالبان له دغه هېواد صادر شوي سونتوکي د کم کیفیت د درلودو په ادعا ور ستانه کړي.

لس ورځې مخکې «د نومبر پر ۳۰» د ایران سپاه پاسدران ته نېږدې رسنۍ تسنیم وویل؛ د دغه هېواد حکومت افغانستان ته د پټرولو صادرولو تړون نه لري.

د دې رسنۍ دا غبرګون له هغه وروسته وو، چې د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې په همغه ورځ وویل، ۲۴ ټانکره ټیټ کیفیته سونتوکي یې ایران ته ور وګرځول.

خو تسنیم خبري اژانس دغه خبر ته په شاره لیکلي و، افغانستان ته د قاچاق یا هم د خصوصي برخې له خوا د هایدرو کاربوري محصولاتو په چوکاټ کې پټرول صادرېږي.