• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د سټنډرډ ملي اداره: ۱۲ ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ایران ته وګرځول

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د سټنډرډ ملي اداره وايي، د فراه ۷۸ میل بندر کې یې ۱۲ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ور ګرځولي دي. دغه اداره وايي هڅه يې دا ده چې افغانستان ته د دوی له ټاکل شویو معیارونو سره سم توکي وارد کړي.

دغې ادارې نن دوشنبه د (لیندۍ ۲۰مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د نفتي توکو د سټنډرډونو په پلي کولو سره توانېدلي چې د نفتي توکو کیفیت تضمین کړي او د بې کیفیته توکو د واردولو مخه ونیسي.

د سټندرډ ملي اداره زیاتوي د تېلو ۱۲ هغه ټانګر چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې ورته والی نه درلود، بیرته ایران ته وګرځول.

دوی له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کوي چې داسې توکې هیواد ته وارد نه کړي چې کیفیت یې د سټنډرډونو اداري له ټاکلو معیارونو سره سمون و نه لري.

بل خوا د ایران د تېلي محصولاتو صادرونکو ټولنې مشر د یک شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال د طالبانو له خوا ایران ته د پټرولو پر ستنولو نیوکه کړې وه.

احمد معروف خاني ویلي، «د افغانستان پوله د دې توکو د سټنډرډ سنجولو معیار نه ده او نه هلته معیاري میکانیزم شته او طلب چارواکي د خپل تعریف او تعبیر له مخې ځینې ټانکر ونه بېرته ستنوي.»

احمد معروف خاني وايي، که کوم سوداګر «طالبانو ته اضافه پیسي ورکړي او معامله ور سره وکړي،» نو ټانکر به یې افغانستان ته تېر شي.

نوموړي ویلي: «کله کله له افغانستانه داسې خبرونه راځي چې د ایران صادراتي پټرول یې ستانه کړي دي، خو دا خبرونه د ایران پر ضد له شیطانت او فضاسازي سرچینه اخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سټنډرډ ادارې د روانې اونۍ د شنبې او یک شنبې په ورځو کې ۱۸ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ور ګرځولي او وايي د بې کیفیته توکو واردونکو ته سزا ورکوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو امر بالمعروف وزیر:خلک دې د وچکالۍ ختمولو لپاره درې ورځې د باران اورېدو لمونځ وکړي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۴ GMT+۰
طالبانو امر بالمعروف وزیر:خلک دې د وچکالۍ ختمولو لپاره درې ورځې د باران اورېدو لمونځ وکړي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د دغه وزارت ټولو ولایتي ادارو ته امر کړی چې له خلکو وغواړي چې درې ورځې د باران اورېدو (استسقاء) لمونځونه وکړي. دغه وزارت هیله څرګنده کړې، چې د باران په اورېدو سره به وچکالۍ ختمه شي او ناروغۍ به له منځه یوسي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۹مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د یادې ډلې د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي امر کړی چې د سه شنبې، چهار شنبې او پنج شنبې په ورځو کې دې د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د باران اورېدو لپاره لمونځونه وشي.

خو د طالبانو تر واک لاندې باختر خبرې اژانس تېره ورځ خبر ورکړی، چې هوا پیژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې به راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان، پنجشیر، نورستان او سالنګونو کې باران او واوري و اوري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کندهار، هلمند او فراه ولایاتونو په یو شمېر ولایتونو کې د سلګونو کسانو له لوري د استسقاء لمونځونه ادا شول.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانې ښځینه خبریالانې په اروايي ستونزو اخته شوې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۲ GMT+۰
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانې ښځینه خبریالانې په اروايي ستونزو اخته شوې
100%

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴ مه نیټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د بیان ازادي او رسنۍ له یو لړ بندیزونو او سانسور سره مخ شوې دي. له هغه وروسته ډیری ښځینه خبریالانې د یو لړ بندیزونو له امله په اروايي ستونزو اخته شوې دي.

څه باندې دوه کاله مخکې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، سلګونه خبریالان د دغې ډلې له ویرې د هیواد پریښودو ته اړ شول او یو شمېر نور خبریالان په ځانګړې ډول ښځینه خبریالانې لا هم له هیواده د وتلو په هڅو کې دي.

په داسې حال کې چې ډېر شمېر خبریالان اوسمهال له مجبورۍ د طالبانو تر سختو فشارونو او بندیزونو لاندې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوي خو ډیر شمېر نور بیا چې له لوړو ګواښونو سره مخامخ دي، اروپایي او امریکایي هیوادونو ته یې د وتلو چانس نه دی ترلاسه کړی، اوس په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان کې په ناوړه او بې برخلیکه حالت کې دي.

دغه خبریالان له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهیسې په اروايي ستونزو اخته شوي.

وزګارتیا، ګواښونه، ناسم اقتصادي وضعیت، په دریمو هیوادونو کې د اوږدمهال پاتې کیدو او ان د ځان وژنې هڅې له هغو لسګونو نورو ستونزو څخه دي چې د خبریالانو د روحي او رواني حالت د خرابیدو لامل شوي.

پخوانۍ افغانه خبریاله شبنم چې نه غواړي بشپړ نوم یې واخیستل شي وایي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بندیزونو له ډیریدو سره د دندې پرېښودو ته مجبوره شوه، خو د هرې ورځې په تېریدو سره یې روزګار هم ورسره خراب شو.

نوموړې وایي، وزګارتیا له یوې خوا او د کورنۍ مسوولیتونو له بلې خوا ځوروله چې اقتصادي شرایط یې خورا خراب شوي و.

شبنم زیاتوي: «کله مې چې د کورنۍ اړتیاوې نه شوی پوره کولی ډیره ځوریدم، د وزګارۍ له امله به د شپې له خوا ویښه وم او ورځ به مې په خوب کې تېروله، ډیری هڅه مې دا وه چې له خپلې کورنۍ سره مخامخ نه شم، ان داسې ورځ هم راغلې چې یوازې مې د مرګ په اړه فکر کولو او په تمه وم چې یوه مناسب وخت کې خپل ځان مړ کړم.»

شبنم وایي، له هیواده یې د وتلو هڅه هم وکړه خو چانس ورته برابر نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې د لیندۍ په ۵مه نیټه په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په نوم بنسټ د یوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې چې په تېرو دوو میاشتو کې یې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ترسره کړې وې.

د دغې نظر پوښتنې له مخې چې په کې شاوخوا ۲۰۰ ښځینه خبریالانو برخه اخیستې وه، دغه خبریالانې د وزګارۍ او په کور کې د پاتې کېدو په ګډون له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.

د دغه بنسټ مسوولانو له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «په دغه نظر پوښتنه کې چې د ښځینه خبریالانو د بنسټ له خوا تر سره شوه، په مرکز او ولایتونو کې ۴۵ سلنه برخه والې په دې باور وې چې وزګارتیا او په کور کیناستل د ښځينه خبريالانو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده.»

په هرات ولایت کې یوې ځایي خبریالې له افغانستان انټرنشنل سره د وینا پر مهال وویل، د تیر حکومت له پرځېدو وروسته دفتر د بودجې د کموالي له امله له دندې وشړله او د دوو میاشتو معاش یې هم په ځلونو دفتر ته له ورتلو وروسته ورنه کړ.

نوموړې وایي، د خاوند د کورنۍ له خوا یې چې د دې د رسنیزو کارونو مخالف ول، بیا ځلې خپل کلي ته نه شي ورتلی، چې له سره يې د دوو ماشومانو پالنه هم ورته سخته شوې ده.

میرمن جمشیدي د خبریالانو پر ملاتړو سازمانونو هم نیوکه کوي چې دوی یې له سختو شرایطو سره په افغانستان کې پرېښودل او د دغو ادارو مسوولانو خپل ځان او خپلوان له هیواده و اېستل.

د نوموړې په خبره، د ناوړه روحي او رواني وضعیت له امله څو ځلې ډاکټر ته ورغلې خو د ژوند ستونزې یې آرام ته نه پریږدي.

په هیواد کې ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، په رسنیو کې د کاري او رواني امنیت نشتوالی، د ماسک اغوستل او د حجاب اجباري کېدل د خپلو رسنیزو فعالیتونو په وړاندې نورې ستونزې یادې کړې دي.

د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت لاملونه څه دي؟

په دې اړه مو د اروايي ستونزو متخصص او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي سره خبرې کړې دي.

ښاغلي عظیمي لومړی د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د لاملونو په اړه وویل چې: «افغان خبریالان په افغانستان دننه او بهر د ګڼو ستونزو له امله تر سخت ذهني فشار لاندې دي چې دغه ذهني فشارونه د خبریالانو د ژور خفګان لامل کیږي او د ذهني فشار بل لامل د اړوندو ادارو له خوا عدم ملاتړ دی.»

نوموړي د دغو فشارونو د کمولو په اړه پر ځینو حل لارو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د افغان خبریالانو د ستونزو لومړنۍ حل لارې د اروايي خدمتونو وړاندې کول، د سټرس مدیریت، د ډلییزو جلسو جوړیدل، د شبکو له خوا د خبریالانو د مالي برخې په ګډون په ځینو کاري برخو کې ملاتړ او هڅول دي.

د نوموړي په وینا: «خبریالانو ته باید د ګواښ، ناورین او روحي ستونزو پر وخت د مسلکي ارواه پوهانو له خوا مشوره ورکړل شي چې درملنه یې وشي، دوی ته باید ورکشاپونه، پروګرامونه، سیمینارونه او تګلارې وښودل شي چې روحي ستونزې یې حل کړي او انعطاف پذیري یې لوړه کړي، د خبریالانو ملاتړ هم کولی شي د خبریالانو د سلامتیا په برخه کې مرسته وکړي او د هر ناورین پر وړاندې د دریدو په اړه باید خبریال ته پوهاوی ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، چې له دوی سره په کاري چاپیریال کې جنسیتي توپیر کیږي او په مهمو پروګرامونو کې یې د برخې اخیستو مخه نیول کیږي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نى) بیا دا ټولې ستونزې مني او وایي چې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۸۴ ښځې په رسنیو کې کار کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نى) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ غیر فعالې شوي، نږدې ۷۰ سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او یو شمېر نور هم له دندو ګوښه شوي دي.

چینايي شرکت د عینک د مسو کان لپاره د اوبو او برېښنا برابرلو غوښتنه کوي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۷ GMT+۰
چینايي شرکت د عینک د مسو کان لپاره د اوبو او برېښنا برابرلو غوښتنه کوي
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې د لوګر د عینک د مسو کان د استخراج له مسوولانو سره یې د دغه کان د استخراج لپاره د اړتیا وړ اوبو او برېښنا د برابرولو په اړه خبرې کړې دي. د باختر آژانس د خبرله مخې، دغه چينايي شرکت د خپلو پلانونو او پروژو په اړه وضاحت ورکړی.

د غبرګولي په میاشت کې طالبانو له دغه شرکت څخه غوښتي و چې د دغه لوی کان د استخراج بهیر ژر تر ژره پیل کړي.

د چین د (ایم سي سي) دولتي شرکت په ۱۳۸۷ کال کې د عینک د مسو کان قرارداد تر لاسه کړ، خو له هغه وخت راهیسې یې په افغانستان کې د ناامنیو له امله کان کیندنه نه ده پیل کړې.

دغه شرکت د وري په ۱۲ ویلي و، چې د عینک د مسو په قرارداد کې د نویو شرایطو د رامنځته کولو لپاره د بیا خبرو اترو په لټه کې دی او په قرارداد کې د ۱۹،۵ فیصده مالیې او امتیازاتو د کمولو په وړاندیز سره غواړي چې د طالبانو ته لږې پیسې ورکړي.

د طالبانو د اوبواوانرژۍ وزیر عبداللطیف منصور له دغې چینايي کمپنۍ سره ژمنه کړې چې د اوبو او برېښنا په رسولو کې به ورسره همکاري کوي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د عینک مسو کان د استخراج د چټکتیا لپاره به د طالبانو د څو وزارتونو او چینایي کمپنۍ یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

چینایي (ایم سي سي) شرکت ویلي چې د لرغونو اثارو شتون د عینک مسو کان د استخراج کار ځنډولی دی.

په هرات کې د سیمه ییزو پوليسو يو پخوانى قوماندان د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۳۲ GMT+۰
په هرات کې د سیمه ییزو پوليسو يو پخوانى قوماندان د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو
100%

ځايي سرچينې وايي، چې د یکشنبې په ورځ د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پوليسو د پخواني قوماندان محمد نعيم جمشيدي پر موټر نامعلومو کسانو ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ په دې پېښه کې يو بل تن هم ټپي شوى دى.
ښاغلى جمشيدي چې د جمشيدي قوم له مشرانو څخه و، په تېر وخت کې د جهادي ځواکونو غړى و او وروسته په تېر حکومت کې د ولسي پاڅون ځواکونو سره يو ځاى شو.

نوموړي د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت تر پایه پورې په رباط سنګي کې د ځایي پولیسو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د نعیم جمشیدي د مړینې په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
تر اوسه د دغه برید لاملونه او د بریدګرو هویت نه دی په ډاګه شوی؛ خو په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د افغان پوځ او ځایي پولیسو د پخوانیو غړو د وژل کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونه طالبان د پخوانيو عسکرو په وژلو تورنوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر د زمري په میاشت کې یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د عمومي بښنې سربېره د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
یوناما ویلي، چې د طالبانو له خوا د دولتي چارواکو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د وژلو ۲۱۸ پېښې ثبت شوي او عاملین یې نه دي نیول شوي.

د دوحې فورم یو شمېر ګډونوالو د افغان ښځو ستونزو ته د رسېدو پر اړتیا ټینګار وکړ

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۰
د دوحې فورم یو شمېر ګډونوالو د افغان ښځو ستونزو ته د رسېدو پر اړتیا ټینګار وکړ
100%

د دوحې په فورم کې د یکشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۱۰مه) په یوه بحث کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ستونزو د هوارولو لپاره له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې او اسلامي عالمانو د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې بحث کې د سره صلیب او سرې میاشتې موسسې د نړۍوال فدراسیون سلاکارې نیلاب مبارز وویل: «موږ (ښځې) له منځني ښوونځي له زده کړو منع شوي یوو، دا په دې معنا ده چې په راتلونکي کې به زما په سکټور چې روغتیا ده د کار په برخه کې څوک نه وي.»

د دې پنل بلې غړې د افغانستان د پوهنې پخوانۍ وزیرې رنګینې حمیدي وویل: «د یوې مور او افغان مېرمنې په توګه په دې داستان باور نه لرم چې افغان نجونې او مېرمنې نه شي کولي خپل راتلونکی بدل کړي.»

په دې پنل کې د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ او په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون مشر پروفیسور ایان بیکفورډ ګډون وال وو او پنل د ژورنالیستې کیمبرلي ډوزییر لخوا مدیریت شو.

رینا امیري وویل؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د کړکېچن حالت د حل لپاره نړۍوالې مداخلې ته اړتیا ده؛ خو د بدلون راوستونکي به په خپله افغانان وي نه نړۍواله ټولنه.

هغې زیاته کړه: «ښځې د الهام بخښونکي بدلونونو په سر کې وې او دوی له پامه غورځول شوي دي. امریکا به تر هغو له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي؛ ترڅو چې دوی د افغان ښځو وضعیت ته پام او د افغانانو حقونو ته درناوی ونه کړي.»

د دوحې فورم غونډه په قطر کې جریان لري، چې د افغانستان د یو شمېر مهمو موضوعاتو سربېره پکې د نړۍ مهم موضوعات بحث کیږي.