
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر چې د یک شنبې په ورځ د (لیندې ۱۹مه) د سوېلي پښتونخوا په ژوب ښارکې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو په غبرګون کې جوړې شوې اعتراضي جلسې ته وینا کوله، ویلي چې نور نه په افغانستان کې جګړه غواړي او نه د پښتنو په سیمه کې.
نوموړي د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وويل: «که دا اغزن تار له منځه لرې شي او دا وطن یو شي بیا نو ته راته تم شه، بیا یې زه درته ښییمه، بیا درته هغه پیاله چې په کابل کې دې پکې چای څښلو در په یادم او داسې کړنې به درسره وکړم چې هغه د کابل پیاله به دې هیره شي.»
د پې ټې ایم مشر منظور پښتین څلور ورځې وړاندې د چمن په پرلت کې تر وینا کولو وروسته، د تربت په لوري روان و. چې د چمن د ځایي پولیسو له لوري ونیول شو.
نوموړي غوښتل په تربت کې د بلوڅانو د کورنیو په هغه لاریون کې ګډون وکړي چې خپلوان یې د پاکستان د پوځ له لوري تري تم شوي دي.
علي وزیر وايي د ژوب په جلسې کې يې د پاکستان پر حکومت د دوی د غورځنګ د مهمو غړو د نیولو په غبرکون کې سختې نیوکې وکړې.
نوموړی وايي: «پاکستان له پښتنو سره ظلم کوي، زموږ د غورځنګ مهم غړي اوس هم د پاکستان په زندانونو کې پراته دي خو پاکستان زموږ د حق غوښتنې غږ په دې فشارونو سره نه شي چوپ کولی. د پاکستان حکومت زموږ د حق غوښتلو ژبه غوڅوي خو زموږ ژبې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره نورې هم قوي کیږي.»
د پاکستان حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیولو په غبرګون کې د پاکستان په شمول په اروپايي هیوادونو او امریکا کې هم لاریونونه روان دي.
خو د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پرېکړې له مخې چې منظور پښتین يې د اوو ورځو لپاره زندان ته اچولی دی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یوناما له مرستیال مارکوس پوتزل سره یې ګټوره ناسته او خبرې اترې درلودې. سهیل شاهین ویلي، په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت، بشري مرستو او د جوړجاړي پر اهمیت خبرې شوې دي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د دې کتنې یو انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې ښاغلي پوتزل له یوه پلاوي سره دوحې ته سفر کړی دی.
دغه طالب چارواکي د دې خبرو د جزیاتو په اړه معلومات ور نه کړل.
سهیل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو نوماند دی، مخکې یې ویلي و چې هڅه به وکړي، چې دوی په رسمیت وپیژندل شي.
هغه دا هم وويل چې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره يې ليدنې کړې او طالبان هڅه کوي چې له نړيوالې ټولنې سره اړيکې ښې کړي.
اخوا، نړیوالې ټولنې بیا په وار وار له طالبانو غوښتي چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او پر ښځو او نجونو بندیزونه لرې کړي.
د هممیهن ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانې کډوالې ښځې سره له دې چې په ایرانيو کارخونو کې په لږ معاش سره ګمارل کیږي، ترڅنګ یې له دوی څخه ناسمه ګټه هم اخیستل. ورځپاڼه زیاتوي چې پر دوی تر وس پورته کارونه کیږي خو مزدوري لږ ورکول کیږي.
دغه راپور چې د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۲۰مه) خپور شوی پکې راغلي چې، په ایران کې ډیرې افغانې کډوالې ښځې اړې دي چې د خښتو په بټیو، غالۍ اوبدلو او نورو برخو کې په لږ معاش کار وکړي.
یادې ورځپاڼې د هغې افغانې ښځې ژوند انځور کړی چې له شلو کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي او یوه ورځ هم د خپل کار دوام ته هیله منه نه ده، په داسې حال کې چې د کورنۍ سمبالښت هم ور له غاړې دی.
یاده میرمن له هممیهن ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې: «په ایران کې افغانو ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي، کار مې د غالیو له اوبدلو پیل کړ ان د ناروغانو د سرپرستۍ تر کچې پورې، خو کله چې د کار کولو کارټ غواړم نو ما ته وایي چې هیڅکله د یوه ایراني ځای تاته نه شو درکولی.»
دغې رسنۍ د نارسمي شمېرو په حواله لیکلي چې په ایران کې له څلورو تر پنځو میلیونو پورې کډوال چې ۹۰ سلنه یې افغانان دي، ژوند کوي چې ۴۱ سلنه یې ښځې دي.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره، ایران ته د ښځو د تګ بهیر زیات شوی، ځکه چې د طالبانو د پالیسیو له مخې هغوی له زدهکړو او کار څخه بې برخې شوې دي.
هممیهن ورځپاڼې همداراز لیکلي، که څه هم دغه ښځې د کار د وضعیت ښه کېدو په هیله ایران ته کډه کوي، خو د دوی جنسیت د دې لامل کېږي، چې له استثمار پرته بل څه ترلاسه نه کړي.
د دې ورځپاڼې په لیکنه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې په ایران کې داسې کوم قانون نشته چې له مخې یې افغانې ښځې له رسمي کار څخه بې برخې وي، خو د کډوالو لپاره ټاکل شوې دندې د ښځو لپاره مناسبې نه دي او په دې ډول له رسمي بازار څخه اېستل کیږي.
هممیهن راپور ورکوي، افغان مېرمنې په ایران کې د تولید په برخه کې پام وړ فعالیت لري، خو په عامه ډګر کې لا هم افغان مېرمنې د منلو وړ نه دي او دا کار د دې لامل شوی، چې له وړتیا او زدهکړو سره سره دوی له پامه وغورځول شي.
دغې رسنۍ په ایران کې د یوه حقوقي کارپوه له خولې لیکلي چې «موږ باید هڅه وکړو چې کډوال په ځانګړي ډول ښځې له ازادۍ، برابرۍ او عدالت څخه بې برخې نه کړو او کډوالې ښځې په کار بوختې شي.»
د طالبانو د سټنډرډ ملي اداره وايي، د فراه ۷۸ میل بندر کې یې ۱۲ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ور ګرځولي دي. دغه اداره وايي هڅه يې دا ده چې افغانستان ته د دوی له ټاکل شویو معیارونو سره سم توکي وارد کړي.
دغې ادارې نن دوشنبه د (لیندۍ ۲۰مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د نفتي توکو د سټنډرډونو په پلي کولو سره توانېدلي چې د نفتي توکو کیفیت تضمین کړي او د بې کیفیته توکو د واردولو مخه ونیسي.
د سټندرډ ملي اداره زیاتوي د تېلو ۱۲ هغه ټانګر چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې ورته والی نه درلود، بیرته ایران ته وګرځول.
دوی له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کوي چې داسې توکې هیواد ته وارد نه کړي چې کیفیت یې د سټنډرډونو اداري له ټاکلو معیارونو سره سمون و نه لري.
بل خوا د ایران د تېلي محصولاتو صادرونکو ټولنې مشر د یک شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال د طالبانو له خوا ایران ته د پټرولو پر ستنولو نیوکه کړې وه.
احمد معروف خاني ویلي، «د افغانستان پوله د دې توکو د سټنډرډ سنجولو معیار نه ده او نه هلته معیاري میکانیزم شته او طلب چارواکي د خپل تعریف او تعبیر له مخې ځینې ټانکر ونه بېرته ستنوي.»
احمد معروف خاني وايي، که کوم سوداګر «طالبانو ته اضافه پیسي ورکړي او معامله ور سره وکړي،» نو ټانکر به یې افغانستان ته تېر شي.
نوموړي ویلي: «کله کله له افغانستانه داسې خبرونه راځي چې د ایران صادراتي پټرول یې ستانه کړي دي، خو دا خبرونه د ایران پر ضد له شیطانت او فضاسازي سرچینه اخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سټنډرډ ادارې د روانې اونۍ د شنبې او یک شنبې په ورځو کې ۱۸ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ور ګرځولي او وايي د بې کیفیته توکو واردونکو ته سزا ورکوي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د دغه وزارت ټولو ولایتي ادارو ته امر کړی چې له خلکو وغواړي چې درې ورځې د باران اورېدو (استسقاء) لمونځونه وکړي. دغه وزارت هیله څرګنده کړې، چې د باران په اورېدو سره به وچکالۍ ختمه شي او ناروغۍ به له منځه یوسي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۹مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د یادې ډلې د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي امر کړی چې د سه شنبې، چهار شنبې او پنج شنبې په ورځو کې دې د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د باران اورېدو لپاره لمونځونه وشي.
خو د طالبانو تر واک لاندې باختر خبرې اژانس تېره ورځ خبر ورکړی، چې هوا پیژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې به راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان، پنجشیر، نورستان او سالنګونو کې باران او واوري و اوري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کندهار، هلمند او فراه ولایاتونو په یو شمېر ولایتونو کې د سلګونو کسانو له لوري د استسقاء لمونځونه ادا شول.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴ مه نیټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د بیان ازادي او رسنۍ له یو لړ بندیزونو او سانسور سره مخ شوې دي. له هغه وروسته ډیری ښځینه خبریالانې د یو لړ بندیزونو له امله په اروايي ستونزو اخته شوې دي.
څه باندې دوه کاله مخکې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، سلګونه خبریالان د دغې ډلې له ویرې د هیواد پریښودو ته اړ شول او یو شمېر نور خبریالان په ځانګړې ډول ښځینه خبریالانې لا هم له هیواده د وتلو په هڅو کې دي.
په داسې حال کې چې ډېر شمېر خبریالان اوسمهال له مجبورۍ د طالبانو تر سختو فشارونو او بندیزونو لاندې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوي خو ډیر شمېر نور بیا چې له لوړو ګواښونو سره مخامخ دي، اروپایي او امریکایي هیوادونو ته یې د وتلو چانس نه دی ترلاسه کړی، اوس په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان کې په ناوړه او بې برخلیکه حالت کې دي.
دغه خبریالان له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهیسې په اروايي ستونزو اخته شوي.
وزګارتیا، ګواښونه، ناسم اقتصادي وضعیت، په دریمو هیوادونو کې د اوږدمهال پاتې کیدو او ان د ځان وژنې هڅې له هغو لسګونو نورو ستونزو څخه دي چې د خبریالانو د روحي او رواني حالت د خرابیدو لامل شوي.
پخوانۍ افغانه خبریاله شبنم چې نه غواړي بشپړ نوم یې واخیستل شي وایي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بندیزونو له ډیریدو سره د دندې پرېښودو ته مجبوره شوه، خو د هرې ورځې په تېریدو سره یې روزګار هم ورسره خراب شو.
نوموړې وایي، وزګارتیا له یوې خوا او د کورنۍ مسوولیتونو له بلې خوا ځوروله چې اقتصادي شرایط یې خورا خراب شوي و.
شبنم زیاتوي: «کله مې چې د کورنۍ اړتیاوې نه شوی پوره کولی ډیره ځوریدم، د وزګارۍ له امله به د شپې له خوا ویښه وم او ورځ به مې په خوب کې تېروله، ډیری هڅه مې دا وه چې له خپلې کورنۍ سره مخامخ نه شم، ان داسې ورځ هم راغلې چې یوازې مې د مرګ په اړه فکر کولو او په تمه وم چې یوه مناسب وخت کې خپل ځان مړ کړم.»
شبنم وایي، له هیواده یې د وتلو هڅه هم وکړه خو چانس ورته برابر نه شو.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې د لیندۍ په ۵مه نیټه په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په نوم بنسټ د یوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې چې په تېرو دوو میاشتو کې یې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ترسره کړې وې.
د دغې نظر پوښتنې له مخې چې په کې شاوخوا ۲۰۰ ښځینه خبریالانو برخه اخیستې وه، دغه خبریالانې د وزګارۍ او په کور کې د پاتې کېدو په ګډون له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.
د دغه بنسټ مسوولانو له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «په دغه نظر پوښتنه کې چې د ښځینه خبریالانو د بنسټ له خوا تر سره شوه، په مرکز او ولایتونو کې ۴۵ سلنه برخه والې په دې باور وې چې وزګارتیا او په کور کیناستل د ښځينه خبريالانو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده.»
په هرات ولایت کې یوې ځایي خبریالې له افغانستان انټرنشنل سره د وینا پر مهال وویل، د تیر حکومت له پرځېدو وروسته دفتر د بودجې د کموالي له امله له دندې وشړله او د دوو میاشتو معاش یې هم په ځلونو دفتر ته له ورتلو وروسته ورنه کړ.
نوموړې وایي، د خاوند د کورنۍ له خوا یې چې د دې د رسنیزو کارونو مخالف ول، بیا ځلې خپل کلي ته نه شي ورتلی، چې له سره يې د دوو ماشومانو پالنه هم ورته سخته شوې ده.
میرمن جمشیدي د خبریالانو پر ملاتړو سازمانونو هم نیوکه کوي چې دوی یې له سختو شرایطو سره په افغانستان کې پرېښودل او د دغو ادارو مسوولانو خپل ځان او خپلوان له هیواده و اېستل.
د نوموړې په خبره، د ناوړه روحي او رواني وضعیت له امله څو ځلې ډاکټر ته ورغلې خو د ژوند ستونزې یې آرام ته نه پریږدي.
په هیواد کې ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، په رسنیو کې د کاري او رواني امنیت نشتوالی، د ماسک اغوستل او د حجاب اجباري کېدل د خپلو رسنیزو فعالیتونو په وړاندې نورې ستونزې یادې کړې دي.
د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت لاملونه څه دي؟
په دې اړه مو د اروايي ستونزو متخصص او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي سره خبرې کړې دي.
ښاغلي عظیمي لومړی د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د لاملونو په اړه وویل چې: «افغان خبریالان په افغانستان دننه او بهر د ګڼو ستونزو له امله تر سخت ذهني فشار لاندې دي چې دغه ذهني فشارونه د خبریالانو د ژور خفګان لامل کیږي او د ذهني فشار بل لامل د اړوندو ادارو له خوا عدم ملاتړ دی.»
نوموړي د دغو فشارونو د کمولو په اړه پر ځینو حل لارو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د افغان خبریالانو د ستونزو لومړنۍ حل لارې د اروايي خدمتونو وړاندې کول، د سټرس مدیریت، د ډلییزو جلسو جوړیدل، د شبکو له خوا د خبریالانو د مالي برخې په ګډون په ځینو کاري برخو کې ملاتړ او هڅول دي.
د نوموړي په وینا: «خبریالانو ته باید د ګواښ، ناورین او روحي ستونزو پر وخت د مسلکي ارواه پوهانو له خوا مشوره ورکړل شي چې درملنه یې وشي، دوی ته باید ورکشاپونه، پروګرامونه، سیمینارونه او تګلارې وښودل شي چې روحي ستونزې یې حل کړي او انعطاف پذیري یې لوړه کړي، د خبریالانو ملاتړ هم کولی شي د خبریالانو د سلامتیا په برخه کې مرسته وکړي او د هر ناورین پر وړاندې د دریدو په اړه باید خبریال ته پوهاوی ورکړل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، چې له دوی سره په کاري چاپیریال کې جنسیتي توپیر کیږي او په مهمو پروګرامونو کې یې د برخې اخیستو مخه نیول کیږي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نى) بیا دا ټولې ستونزې مني او وایي چې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۸۴ ښځې په رسنیو کې کار کوي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نى) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ غیر فعالې شوي، نږدې ۷۰ سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او یو شمېر نور هم له دندو ګوښه شوي دي.