د هرات په چشت ولسوالۍ کې یو ځوان او کوژدنه یې په مرموز ډول وژل شوي دي

د هرات په چشت ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې په دې ولسوالۍ کې یو ځوان او د هغه کوژدنه راځړول شوي دي. دا پیښه د یکشنبې په شپه (د لیندۍ په ۱۹مه) شوې ده.

د هرات په چشت ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې په دې ولسوالۍ کې یو ځوان او د هغه کوژدنه راځړول شوي دي. دا پیښه د یکشنبې په شپه (د لیندۍ په ۱۹مه) شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، دغه ځوان يوه مياشت وړاندې د چشت ولسوالۍ په «درهګک» کلي کې کوژده کړې وه او د پېښې په شپه د خپل خسر کور کې و.
تر اوسه د دوی د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو ځينو سرچينو د دوی د هویت د نه څرګندلو په شرط وویل، چې دا پېښه د کورنیو اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو په چشت کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د طالبانو له خوا پلټنې روانې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې هېواد یې لا هم په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښمن دی. متیو میلر د دوشنبې په ورځ د ( لیندۍ ۲۰مه )په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ، چې امریکا د دې وړتیا لري چې د تروریزم ضد عملیات له لېرې فاصلې پر مخ یوسي.
خو ښاغلي میلر وویل؛ دوی له طالبانو تمه لري، چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان ګاونډیان هم له افغانستان څخه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه ډېر اندېښمن دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تر دې مخکې ویلي وو، چې د دغه هېواد پوځي ځواکونه په سیمه کې له افغانستان څخه د ګواښونو څارنه کوي.
ښاغلي بایډن د لیندۍ په ۱۶مه کانګرس ته په یوه لیک کې لیکلي وو، چې په سیمه کې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو ځواب ورکولو ته چمتو دي.
له فساد سره مبارزه
متیو میلر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټینګار وکړ، چې امریکا په افغانستان او ټوله نړۍ کې له فساد سره د مبارزې لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.
نوموړي د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني رییس میر رحمان رحماني او د هغه د زوی اجمل رحماني بندیزونو ته په اشارې سره وویل؛ دوی د پراخ فساد له امله امریکا ته د ننوتو اجازه نه لري.
د امریکا د خزانې وزارت د میر رحمان رحماني، اجمل رحماني او د دوی پر ۴۴ شرکتونو چې په یو شمېر اروپايي او اسیایي هېوادونو کې دي تړلي دي او پرې بندیزونه لګولي دي.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د ( لیندۍ ۲۰مه) په یوه بیان کې دغه کسان په افغانستان کې په "پراخ مالي فساد" کې په لاس لرلو تورن کړل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا په دې هېواد کې د ښځو د وضعیت د څېړلو لپاره د «افغانستان په اړه د ښځو لید» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.
د امنیت شورا دغه غونډه په ملګرو ملتونو کې د سوېس، جاپان او متحده عربي اماراتو د استازو په مشرۍ جوړه شوه.
د امنیت شورا په دې غیر رسمي غونډه کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم حضور درلود.
په ملګرو ملتونو کې د سوېس استازولۍ د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي او د ښځو د حقونو د فعالانو یلدا رویان او اصیلا وردک په حضور سره د دې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.
په ملګرو ملتونو کې د سوېس استازولۍ لیکلي، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې هم د افغان ښځو د بشپړ، برابر او خوندي ګډون ملاتړ ته دوام ورکړي.
د دې غونډې د جزییاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
ښايي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواک استازي فریدون سینیرلي اوغلو په راپور کې پر شویو وړاندیزونو هم خبرې شوي وي.
په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مسوولې هېدربار د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې د تړلو دروازو تر شا د غونډو په جوړولو نیوکه کړې وه.
مېرمن بار خبرداری ورکړ، چې د دغو هېوادونو دا ډول چلند به د افغان ښځو او نجونو او نورو ډلو "د طالبانو تر ظلم لاندې" پر برخلیک سترې بدې پایلې ولري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو د ښځو د محدودولو اړوند څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي، چې په هېواد دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په سپين بولدک کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت او تثبیت کمېټې مسوولینو د یکشنبې په ورځ باختر خبري اژانس ته وویل، چي نن ۱۱۹ کورنۍ له دغه هېواده راستنې شوې، چې ټولټال شمېر یې ۵۶۱ تنو ته رسېږي.
د دوی په وینا:« دغې کورنۍ د نغدي مرستې اخیستلو تر څنګ مرسته کوونکو ادارو ته هم ور وپېژندل شوې.»
له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنونه د نومبر له لومړۍ نېټې پیل شوه.
په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي، د نومبر له پیله د ډسمبر تر یوولسمې نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه اېستي دي.

په پېښور کې ګڼ هټۍوال وايي، له تېرو شاوخوا دوه میاشتو په ترڅ کې یې کاروبار پنځوس سلنه کم شوی او ورسره یې اقتصاد سخت زیانمن شوی دی.
د پېښور په صدر بازار کې هټۍوال عبدالمطلب افغانستان انټرنشنل ته وايي:« له هغه وخته چې له پېښوره د افغان کډوالو ستنول پیل شوي، د دوی کاروبار هم ورسره په ټپه درېدلی او پېریدونکي یې هم سم نیمايي کم شوي دي، پخوا به یوازې په پېښور کې مېشتو افغانانو زموږ څخه ځان ته توکي نه اخېستل؛ بلکې دوی به په افغانستان کې هم خپلو خپلوانو له پاره زموږ څخه توکي رانیول او هغوی ته به یې د سوغات په توګه لېږل.»
تر دې وړاندې به په صدر بازار کې ګڼ افغانان لیدل کېده، چې یا به یې د ځان له پاره توکی اخیستل او یا به یې پر نورو توکي پلورل؛ خو اوس دغه شمېر په نشت حساب دی.
دا رنګه نن سبا په پېښور ښار کې د پخوا پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه هم د پام وړ کمه شوې، یو شمېر افغانان که له پېښوره ایستل شوي، نور پاتې افغانان بیا د پولیسو له وېرې له کورونو نه شی راوتلای، چې دې کار بیا د پېښور په بازارونو هم ژور اغېز پرې اېستی دی.
د دې تر څنګ نن سبا په پېښور کې ډېر کورونه تش شوي او خلک هم د نویو کورونو د کرایه کولو له پاره د پخوا په څېر لیوالتیا نه لري، ګڼ پېښور مېشتي افغانان وايي، پخوا به چې کله افغانان پېښور ته راغلل، دوی به هره ورځ د خپلو دوستانو له پاره په کورونو پسې سرګردانه او لالهانده ګرځېدل کورونه به نه پیدا کېدل؛ خو نن سبا د معاملاتو رهنما په خپله کرایه نیونکو پسې سرګردانه ګرځي، څوک نه شته چې کورونه په کرایه ونیسي.
له پاکستانه که د افغان کډوالو اېستلو سره افغانانو ته ګڼې ستونزې راولاړې شوې؛ خو ورسره د هغوی ستنېدا د پاکستان پر ځايي خلکو هم بې شمېره اغېزې پرې اېستې دي.
د پاکستان ځايي اوسېدونکي وايي، د اقتصاد په ګڼو برخو یې ناوړه اغېزې پرېوتي چې ورسره د دوی ژوند هم اغېزمن شوی دی.

د امریکا خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر «او اف اې سي» د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی او د دې جرګې یو پخوانی غړی اجمل رحماني په پراخ فساد تورن او تحریم کړل. دغه وزارت په اسیا او اروپا کې په دوی پورې تړلو ۴۴ شرکتونو هم بندیز ولګاوه.
د دې دفتر په اعلاميه کې د مير رحمان او اجمل رحماني د فساد او مالي او سياسي سرغړونو يادونه شوې، چې په کې افغان پوځ ته په لوړه بیه د تېلو پلورل، د ماليې د نه ورکړې او د افغانستان پارلمان ریاست ته د ټاکل کیدو لپاره د بډو ورکول شامل دي.
په تدارکاتو کې فساد
د امریکا خزانې وزارت ویلي چې رحمانيانو په «تدارکاتي فساد ککړه یوه پېچلې» طرحه جوړه کړې وه.
یوه بېلګه یې د افغان پوځ لپاره د سون توکو رسول و، چې د خزانې وزارت په وینا، د تېلو بیه یې په مصنوعي ډول څو برابره لوړه کړې وه.
دغه وزارت وايي: په ۲۰۱۴ کال کې د رحمانیانو په ګډون څو کورنیو چې د تېلو په سوداګرۍ کې فعالې وې، له یو بل سره په همکارۍ لاس پورې کړ او د تېلو بیې یې له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېرې لوړې کړې. دوی د امریکایی قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره د ازادې داوطلبۍ مخه نیولې وه."
پر دې سربیره د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان د پارلمان د پخواني رییس او د هغه د زوی شرکتونه د افغان پوځ څخه د تیلو په غلا کولو تورن کړي دي.
دغه وزارت وايي، رحمانيانو "له يو کال څخه په کمه موده کې د پوځ چارواکو ته د بډو په ورکولو سره لږ تر لږه ١١ ميليونه لېتره تېل پوځ ته نه دي رسولي.
په عین حال کې، د رحماني شرکتونه تورن دي چې د ګمرکي معافیت څخه په استفادې یې په میلیونونو لیټره تېل افغانستان ته وارد کړي چې د ناټو ځواکونو لپاره ځانګړي شوي وو او "میلیونونه ډالره دولتي عواید یې لوټ کړي دي."
رشوت
میر رحمان رحماني د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۸مه د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د تېر حکومت تر نسکورېدو پورې په دې دنده و. د هغه زوی اجمل رحماني هم د ۲۰۱۷ کال په پارلماني ټاکنو کې له کابل څخه وټاکل شو.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وايي چې "پارلمان ته د بډې ورکولو وروسته، رحماني او د هغه زوی د خپل فاسد تجارتي سیسټم د ساتنې لپاره خپل موقفونه کارولي."
میر رحمان رحماني د افغانستان د «ولسي جرګې د رییس په توګه د ټاکلو لپاره د ولسي جرګې څو غړو ته په میلیونونو ډالر رشوت» ورکړ.
همداراز اجمل رحماني "د افغانستان پارلمان ته د ننوتو لپاره د ټاکنو د کمیسیون ځینو غړو ته د خپلو رایو د زیاتولو لپاره ۱.۶ میلیونه ډالر ورکړي دي."
د امریکا د خزانې وزارت وايي، میر رحمان او اجمل رحماني په جرمني، قبرس، متحده عربي اماراتو، هالنډ او بلجیم کې د ۴۴ شرکتونو شبکه پرانیستې ده.
دغه وزارت ویلي، دغه شرکتونه د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل شوي او په دغه هېواد کې یې شتمنۍ کنګل شوې دي.
اوس هغه شرکتونه او اشخاص چې په امریکا کې فعالیت کوي نشي کولی د رحماني کورنۍ شرکتونو سره سوداګري وکړي.