• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏طالبان: له پاکستانه د سپين بولدک له لارې ۱۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۰ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په سپين بولدک کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت او تثبیت کمېټې مسوولینو د یکشنبې په ورځ باختر خبري اژانس ته وویل، چي نن ۱۱۹ کورنۍ له دغه هېواده راستنې شوې، چې ټولټال شمېر یې ۵۶۱ تنو ته رسېږي.

د دوی په وینا:« ‏دغې کورنۍ د نغدي مرستې اخیستلو تر څنګ مرسته کوونکو ادارو ته هم ور وپېژندل شوې.»

له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنونه د نومبر له لومړۍ نېټې پیل شوه.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي، د نومبر له پیله د ډسمبر تر یوولسمې نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه اېستي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

په پېښور کې هټۍوال وايي، د افغان کډوالو له اېستلو سره هم‌مهاله د دوی کارونه په ټپه ولاړ دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۰
په پېښور کې هټۍوال وايي، د افغان کډوالو له اېستلو سره هم‌مهاله د دوی کارونه په ټپه ولاړ دي
100%

په پېښور کې ګڼ هټۍوال وايي، له تېرو شاوخوا دوه میاشتو په ترڅ کې یې کاروبار پنځوس سلنه کم شوی او ورسره یې اقتصاد سخت زیانمن شوی دی.

د پېښور په صدر بازار کې هټۍوال عبدالمطلب افغانستان انټرنشنل ته وايي:« له هغه وخته چې له پېښوره د افغان کډوالو ستنول پیل شوي، د دوی کاروبار هم ورسره په ټپه درېدلی او پېریدونکي یې هم سم نیمايي کم شوي دي، پخوا به یوازې په پېښور کې مېشتو افغانانو زموږ څخه ځان ته توکي نه اخېستل؛ بلکې دوی به په افغانستان کې هم خپلو خپلوانو له پاره زموږ څخه توکي رانیول او هغوی ته به یې د سوغات په توګه لېږل.»


تر دې وړاندې به په صدر بازار کې ګڼ افغانان لیدل کېده، چې یا به یې د ځان له پاره توکی اخیستل او یا به یې پر نورو توکي پلورل؛ خو اوس دغه شمېر په نشت حساب دی.

دا رنګه نن سبا په پېښور ښار کې د پخوا پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه هم د پام وړ کمه شوې، یو شمېر افغانان که له پېښوره ایستل شوي، نور پاتې افغانان بیا د پولیسو له وېرې له کورونو نه شی راوتلای، چې دې کار بیا د پېښور په بازارونو هم ژور اغېز پرې اېستی دی.

د دې تر څنګ نن سبا په پېښور کې ډېر کورونه تش شوي او خلک هم د نویو کورونو د کرایه کولو له پاره د پخوا په څېر لیوالتیا نه لري، ګڼ پېښور مېشتي افغانان وايي، پخوا به چې کله افغانان پېښور ته راغلل، دوی به هره ورځ د خپلو دوستانو له پاره په کورونو پسې سرګردانه او لالهانده ګرځېدل کورونه به نه پیدا کېدل؛ خو نن سبا د معاملاتو رهنما په خپله کرایه نیونکو پسې سرګردانه ګرځي، څوک نه شته چې کورونه په کرایه ونیسي.


له پاکستانه که د افغان کډوالو اېستلو سره افغانانو ته ګڼې ستونزې راولاړې شوې؛ خو ورسره د هغوی ستنېدا د پاکستان پر ځايي خلکو هم بې شمېره اغېزې پرې اېستې دي.

د پاکستان ځايي اوسېدونکي وايي، د اقتصاد په ګڼو برخو یې ناوړه اغېزې پرېوتي چې ورسره د دوی ژوند هم اغېزمن شوی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان په هکله له ملګرو ملتونو سره خپله همکاري جاري ساتو

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۴ GMT+۰
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان په هکله له ملګرو ملتونو سره خپله همکاري جاري ساتو
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني وايي، د یوه سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره به د دغه هېواد همکاري روانه وي.

نوموړي دا خبرې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې سره کړې دي.

ښاغلي جیلاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په تېره د یوناما رول هم ستایلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي ماموریت یا یوناما له جلیل عباس جیلاني سره د روزا اوتنبایوا د لیدنې په هکله څه نه دي ویلي.

خو پاکستان ته د مېرمن اوتنبایوا دا سفر په داسې مهال دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تېره د نجونو او ښځو د کار او زدکړو په هکله د تړلو دروازو تر شا غونډه لري.

له بلې خوا د یخ ژمي پر مهال هم پاکستان د بې قانونه افغان کډوال باسي چې ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې یې اندېښمنې کړې دي.

د امریکا خزانې وزارت د ولسي جرګې پخوانی مشر رحماني او زوی یې په پراخ مالي فساد تورن کړل

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۸ GMT+۰
د امریکا خزانې وزارت د ولسي جرګې پخوانی مشر رحماني او زوی یې په پراخ مالي فساد تورن کړل
100%

د امریکا خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر «او اف اې سي» د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی او د دې جرګې یو پخوانی غړی اجمل رحماني په پراخ فساد تورن او تحریم کړل. دغه وزارت په اسیا او اروپا کې په دوی پورې تړلو ۴۴ شرکتونو هم بندیز ولګاوه.

د دې دفتر په اعلاميه کې د مير رحمان او اجمل رحماني د فساد او مالي او سياسي سرغړونو يادونه شوې، چې په کې افغان پوځ ته په لوړه بیه د تېلو پلورل، د ماليې د نه ورکړې او د افغانستان پارلمان ریاست ته د ټاکل کیدو لپاره د بډو ورکول شامل دي.

په تدارکاتو کې فساد

د امریکا خزانې وزارت ویلي چې رحمانيانو په «تدارکاتي فساد ککړه یوه پېچلې» طرحه جوړه کړې وه.
یوه بېلګه یې د افغان پوځ لپاره د سون توکو رسول و، چې د خزانې وزارت په وینا، د تېلو بیه یې په مصنوعي ډول څو برابره لوړه کړې وه.
دغه وزارت وايي: په ۲۰۱۴ کال کې د رحمانیانو په ګډون څو کورنیو چې د تېلو په سوداګرۍ کې فعالې وې، له یو بل سره په همکارۍ لاس پورې کړ او د تېلو بیې یې له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېرې لوړې کړې. دوی د امریکایی قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره د ازادې داوطلبۍ مخه نیولې وه."
پر دې سربیره د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان د پارلمان د پخواني رییس او د هغه د زوی شرکتونه د افغان پوځ څخه د تیلو په غلا کولو تورن کړي دي.

دغه وزارت وايي، رحمانيانو "له يو کال څخه په کمه موده کې د پوځ چارواکو ته د بډو په ورکولو سره لږ تر لږه ١١ ميليونه لېتره تېل پوځ ته نه دي رسولي.
په عین حال کې، د رحماني شرکتونه تورن دي چې د ګمرکي معافیت څخه په استفادې یې په میلیونونو لیټره تېل افغانستان ته وارد کړي چې د ناټو ځواکونو لپاره ځانګړي شوي وو او "میلیونونه ډالره دولتي عواید یې لوټ کړي دي."

رشوت

میر رحمان رحماني د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۸مه د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو.

نوموړی د تېر حکومت تر نسکورېدو پورې په دې دنده و. د هغه زوی اجمل رحماني هم د ۲۰۱۷ کال په پارلماني ټاکنو کې له کابل څخه وټاکل شو.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وايي چې "پارلمان ته د بډې ورکولو وروسته، رحماني او د هغه زوی د خپل فاسد تجارتي سیسټم د ساتنې لپاره خپل موقفونه کارولي."
میر رحمان رحماني د افغانستان د «ولسي جرګې د رییس په توګه د ټاکلو لپاره د ولسي جرګې څو غړو ته په میلیونونو ډالر رشوت» ورکړ.

همداراز اجمل رحماني "د افغانستان پارلمان ته د ننوتو لپاره د ټاکنو د کمیسیون ځینو غړو ته د خپلو رایو د زیاتولو لپاره ۱.۶ میلیونه ډالر ورکړي دي."
د امریکا د خزانې وزارت وايي، میر رحمان او اجمل رحماني په جرمني، قبرس، متحده عربي اماراتو، هالنډ او بلجیم کې د ۴۴ شرکتونو شبکه پرانیستې ده.
دغه وزارت ویلي، دغه شرکتونه د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل شوي او په دغه هېواد کې یې شتمنۍ کنګل شوې دي.
اوس هغه شرکتونه او اشخاص چې په امریکا کې فعالیت کوي نشي کولی د رحماني کورنۍ شرکتونو سره سوداګري وکړي.

پکتیا کې د ځمکې پر سر جنجال کې د طالبانو په ډزو اته تنه ژوبل شول او ۴۰ نور یې بندیان کړل

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰
 پکتیا کې د ځمکې پر سر جنجال کې د طالبانو په ډزو اته تنه ژوبل شول او ۴۰ نور یې بندیان کړل
100%

د پکتیا څکمنیو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي د طالبانو په ډزو کې اته نته ملکي وګړي ټپیان دي او شاوخوا ۴۰ نور یې بندیان کړي دي. پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د طالبانو د څکمنیو ولسوال د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر جنجال کې مداخله وکړه او د ولسي وګړو له غبرګون وروسته شخړه رامنځته شوه.

د پکتیا د څکمنیو ولسوالۍ اوسیدونکو د دوشنبې ورځ د ( لیندۍ ۲۰ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل د مازیګر پرمهال د طالبانو د څکمنیو ولسوال زیت الله مخلص د دوو قومونو څکمنیو او مقبلو ترمنځه لانجمنې ځمکې وېشل پیل کړل.

د طالبانو د ولسوال دا کار د مقبل قوم له غبرګون سره مخ شو، په ځواب کې یې طالبانو پر ولسي وګړو ډزې وکړې،چې پکې اته تنه ټپیان شول.

د پېښې لیدلي خلک وايي، وروسته طالبانو د مقبل قوم شاوخوا ۴۰ کسان ونیول او ولسوالۍ کې یې زندانیان کړل.

د پکتیا مقبل قوم وايي چې د طالبانو د څکمنیو ولسوال او نور ځايي مسوولین د بډو اخېستو او وسلو پر زور له کومې پرېکړې پرته پر لانجمنه ځمکه رنګونه واچول چې تقسیم یې کړي.

د څکمنیو ولسوالۍ ځايي روغتون یو ډاکتر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د څو تنو ناروغان حالت خراب دی.

هڅه مو وکړ په دې اړه په پکتیا کې د طالبانو او څکمنیو قوم نظر وپښتو خو بریالي نشوو.

د څکمنیو ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي نیوکه کوي چې ددې ولسوالۍ ځايي طالبان قومي او حقوقي شخړو کې د خپلو شخصي ګټو لپاره یو طرف نیسي چې له امله یې د ځايي اوسیدونکو او طالبانو ترمنځه شخړې رامنځته کیږي.

دوی زیاتوي قومي او قضايي جنجالونه دې د اسلامي اوصولو او قومي جرګو له لارې په شفاف ډول حل او فصل شي ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي.

ایراني چارواکي: د نړۍ ۹۵ سلنه مخدره مواد په افغانستان کې تولیدیږي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۱ GMT+۰
ایراني چارواکي: د نړۍ ۹۵ سلنه مخدره مواد په افغانستان کې تولیدیږي
100%

د ایران په اردبیل ښار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د همغږۍ شورا منشي اکبر منتظري وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید او لېږد له نشه ‎یي توکو سره مبارزه لا ستونزمنه کړې ده. دغه ایراني چارواکي ادعا کړې چې د نړۍ ۹۵ سلنه مخدره مواد په افغانستان کې تولیدیږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس ایرنا د راپور له مخې ښاغلی منتظری زیاته کړه چې دا په داسې حال کښې دی چې په دې وروستیو کښې په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو د تولید د کمیدو په هکله ادعاګانې شوي دي.

دغه ایرانی چارواکی د اردبیل ښار له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د ادارې د شپږ میاشتنی راپور د خپرولو په غونډه کښې وویل: له ایران سره د افغانستان ګاونډیتوب دغه هیواد د نړۍ د ۹۰ فیصده اپینو د کشف او په نورو هیوادونو ته ترانزیت د مخنیوی سبب شوی دی.

دغه ایراني چارواکي دا هم ویلي چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په اردبیل ښار کې تر ۱۵۰۰ کیلو ګرامه زیات نشه يي توکي نیول شوي دي.

تر دې مخکې د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرکزي دفتر خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته د مخدره موادو د صنعتي تولید لپاره د پام وړ مخکیني مواد واردیږي.

ملګرو ملتونو د روان کال په سپټمبر میاشت کې راپور ورکړ چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی خو ایراني چارواکو په وار وار دغه راپور رد کړی دی.