• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان په هکله له ملګرو ملتونو سره خپله همکاري جاري ساتو

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني وايي، د یوه سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره به د دغه هېواد همکاري روانه وي.

نوموړي دا خبرې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې سره کړې دي.

ښاغلي جیلاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په تېره د یوناما رول هم ستایلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي ماموریت یا یوناما له جلیل عباس جیلاني سره د روزا اوتنبایوا د لیدنې په هکله څه نه دي ویلي.

خو پاکستان ته د مېرمن اوتنبایوا دا سفر په داسې مهال دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تېره د نجونو او ښځو د کار او زدکړو په هکله د تړلو دروازو تر شا غونډه لري.

له بلې خوا د یخ ژمي پر مهال هم پاکستان د بې قانونه افغان کډوال باسي چې ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې یې اندېښمنې کړې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وايي د سرپناه د نشتون له امله به کډوال مړه شي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۹ GMT+۰
ملګري ملتونه وايي د سرپناه د نشتون له امله به کډوال مړه شي
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې که له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه مناسب ځایونه برابر نه شي، ښايي د ژمي د سختې یخنۍ له امله مړه شي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې، له پاکستانه راستانه شوي کډوال له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه سازمان په وینا، په دې کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له څو نسلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیدلي او اوسمهال په افغانستان کې کورونه او سرپناوې نه لري.

د راپورونو له مخې، اتیا سلنه ستنیدونکي کډوال ښځې او ماشومان دي چې ډیری یې د اغیزمنېدو له ګواښونو سره مخ دي.

د ژمي رسیدو د مرستندویه ادارو کاري شرایط له ستونزو سره مخامخ کړي او دغه ادارې په سختیو سره کډوالو ته رسیدنه کوي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمیرو له مخې، د اکټوبر له پیل راهیسې تراوسه لږ تر لږه ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

د اکټوبر په لومړیو کې د پاکستان هغه پریکړه چې له دغه هیواده د ۱.۷ میلیونو «ناقانونه» کډوالو د اېستلو په اړه وه، بیلابیل نړیوال غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل.

سره له دې چې په ځلونو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر د بندولو غوښتنې وشوې، خو پاکستان خپل دریځ بدل نکړ.

طالبان: له ایران او پاکستانه څه د پاسه ۲ زره افغان کډوال هیواد ته را ستانه شول

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۷ GMT+۰
طالبان: له ایران او پاکستانه څه د پاسه ۲ زره افغان کډوال هیواد ته را ستانه شول
100%

د طالبانو کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي، د یک شنبې په ورځ د (لیندې ۱۹مه) له ایران څخه ۱۶۹۰ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، په یادو کډوالو کې یو شمېر یې د ایران حکومت له لوري په جبرې توګه او یو شمېر یې هم په خپله خوښه هیواد ته را ستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت دغه کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي خو دا یې نه دي ویلي چې له دغې مرستې وروسته له ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو سره نورې مرستې هم کوي که نه.

همدارنګه د کډوالو او را ستېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اونۍ د شنبې او یک شنبې په ورځو ۶۸۵ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه را اېستل شوي او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هیواد ته را ستانه شوي.

طالبان وايي، هغه کډوال چې له پاکستان او ایران هیوادونو څخه را ستنیږي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د اوسیدو لپاره ورته موقت پنډغالي جوړ کړي او هیواد ته راستانه شویو کډوالو ته په یادو پنډغالو کې د بهرنیو هیوادونو په مرسته د اوسیدو، خوړو، روغتیا او نور خدمتونه وړاندې کوي.

د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي، پلان لري چې د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ میاشتې تر وروستۍ نیټې له پاکستانه تر یو میلیون ډیر هغه افغان کډوال له یاد هیواده وباسې چې په دغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

علي وزیر: موږ نه په افغانستان کې جګړه غواړو او نه د پښتنو په پر خاوره

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۴ GMT+۰
علي وزیر: موږ نه په افغانستان کې جګړه غواړو او نه د پښتنو په پر خاوره
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر چې د یک شنبې په ورځ د (لیندې ۱۹مه) د سوېلي پښتونخوا په ژوب ښارکې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو په غبرګون کې جوړې شوې اعتراضي جلسې ته وینا کوله، ویلي چې نور نه په افغانستان کې جګړه غواړي او نه د پښتنو په سیمه کې.

نوموړي د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وويل: «که دا اغزن تار له منځه لرې شي او دا وطن یو شي بیا نو ته راته تم شه، بیا یې زه درته ښییمه، بیا درته هغه پیاله چې په کابل کې دې پکې چای څښلو در په یادم او داسې کړنې به درسره وکړم چې هغه د کابل پیاله به دې هیره شي.»

د پې ټې ایم مشر منظور پښتین څلور ورځې وړاندې د چمن په پرلت کې تر وینا کولو وروسته، د تربت په لوري روان و. چې د چمن د ځایي پولیسو له لوري ونیول شو.

نوموړي غوښتل په تربت کې د بلوڅانو د کورنیو په هغه لاریون کې ګډون وکړي چې خپلوان یې د پاکستان د پوځ له لوري تري تم شوي دي.

علي وزیر وايي د ژوب په جلسې کې يې د پاکستان پر حکومت د دوی د غورځنګ د مهمو غړو د نیولو په غبرکون کې سختې نیوکې وکړې.

نوموړی وايي: «پاکستان له پښتنو سره ظلم کوي، زموږ د غورځنګ مهم غړي اوس هم د پاکستان په زندانونو کې پراته دي خو پاکستان زموږ د حق غوښتنې غږ په دې فشارونو سره نه شي چوپ کولی. د پاکستان حکومت زموږ د حق غوښتلو ژبه غوڅوي خو زموږ ژبې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره نورې هم قوي کیږي.»

د پاکستان حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیولو په غبرګون کې د پاکستان په شمول په اروپايي هیوادونو او امریکا کې هم لاریونونه روان دي.

خو د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پرېکړې له مخې چې منظور پښتین يې د اوو ورځو لپاره زندان ته اچولی دی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز امریکا ته په رسمي سفر روان شو

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۵ GMT+۰
د پاکستان د پوځ لوی درستیز امریکا ته په رسمي سفر روان شو
100%

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز نن امریکا ته په رسمي سفر روان شو. د عاصم منیر دا سفر له هغه وروسته دی چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ولیدل.

د پوځ د عامه اړیکو په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی منیر به د امریکا له لوړپوړو پوځي او نورو حکومتي چارواکو سره وګوري.

دا امریکا ته د پاکستان د پوځ لوی درستیز په توګه د عاصم منیر لومړنی سفر دی.

تر دې سفر دوه ورځې مخکې د د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په اسلام اباد کې د عاصم منیر سره هم ولیدل.

در دې لیدنې مخکې ښاغلي وېسټ ویلي، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې له پاکستان سره ولاړه ده.

ښاغلي ویسټد پاکستان له سفر وروسته په خپله اېکس پاڼه لیکلي، جې د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي او له ترهګرۍ سره یې د مبارزې ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعګانو بحث کړی دی.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د ټي ټي پي په اړه د شته اندېښنو او د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو په برابریدو هم خبرې کړې دي.

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یو شمېر لاریونوالو د منظور پښتین د خلاصون غوښتنه وکړه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۰
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یو شمېر لاریونوالو د منظور پښتین د خلاصون غوښتنه وکړه
100%

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یو شمېر لاریونوالو د پښتو ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیونه غندلې او دا یې د سوله ییزو تحرکاتو پر وړاندې د پاکستاني پوځ خشن چلند یاد کړی دی. دوی پر نړۍوالو بشري بنسټونو غږ کړی، چې د منظور پښتین د خلاصون په موخه دې د پاکستان پر پوځ فشار راولي.

د کلیفورنیا ایالت په سکرمېنټو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د پوځ پر خلاف لاریون وکړ او ویې ویل چې د پاکستان پوځ هڅه کوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ ټپ کړي.

د دغه لاریون یو ګډونوال بهیر غېرت افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې منظور پښتین د غوڅ خاموش او ځپل شوي اکثریت استازی دی او تل یې د پښتنو د حقونو غږ پورته کړی.

نوموړی وايي، چې د پاکستان پوځ له هغه وخته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شوی، په یوه او بله بهانه هڅه کوي چې د دوی غږ خاموش کړي.

له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نور باچا د منظور پښتین له ټولنیزو پاڼو څخه یو ویډیویي پیغام خپور کړی او په دغه پیغام کې يې ویلي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) یې د امریکا د سپینې ماڼۍ مخې ته د پاکستان حکومت له لوري د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې لاریون کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په چمن کې د پولیسو له لوري تر نیول کېدو څو ورځې وروسته د پنج شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د پولیسو له لوري د اسلام اباد ترهګرۍ ضد محکمي ته وسپارل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د اسلام اباد پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین په داسې حال کې محکمې ته وړاندي شو، چې په لاسونو کې یې هتکړۍ او پر سر یې توره کڅوړه اغوستل شوې وه.

د پاکستان د بلوچستان ایالت پولیسو درې ورځې وړاندې ښاغلی پښتین ونیو او د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پنجشبې په ورځ د اسلام پولیسو ته امر وکړ، چې منظور پښتین د ۷ ورځو لپاره په زندان کې وساتي.

د منظور پښتین وکیل د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د دغې پرېکړې مخالفت کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین شپږ ورځې وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې له چمن پرلت څخه د بلوچستان د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون لپاره دې سیمې ته روان و.