ملګري ملتونه وايي د سرپناه د نشتون له امله به کډوال مړه شي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې که له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه مناسب ځایونه برابر نه شي، ښايي د ژمي د سختې یخنۍ له امله مړه شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې که له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه مناسب ځایونه برابر نه شي، ښايي د ژمي د سختې یخنۍ له امله مړه شي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې، له پاکستانه راستانه شوي کډوال له ګواښ سره مخامخ دي.
د دغه سازمان په وینا، په دې کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له څو نسلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیدلي او اوسمهال په افغانستان کې کورونه او سرپناوې نه لري.
د راپورونو له مخې، اتیا سلنه ستنیدونکي کډوال ښځې او ماشومان دي چې ډیری یې د اغیزمنېدو له ګواښونو سره مخ دي.
د ژمي رسیدو د مرستندویه ادارو کاري شرایط له ستونزو سره مخامخ کړي او دغه ادارې په سختیو سره کډوالو ته رسیدنه کوي.
د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمیرو له مخې، د اکټوبر له پیل راهیسې تراوسه لږ تر لږه ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.
د اکټوبر په لومړیو کې د پاکستان هغه پریکړه چې له دغه هیواده د ۱.۷ میلیونو «ناقانونه» کډوالو د اېستلو په اړه وه، بیلابیل نړیوال غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل.
سره له دې چې په ځلونو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر د بندولو غوښتنې وشوې، خو پاکستان خپل دریځ بدل نکړ.


بي بي سي راپور ورکړی چې شاوخوا ۲۰۰ افغان کومانډو چې د برتانیا له خوا روزل شوي او تمویلېدل، له پاکستانه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو له خطر سره مخامخ دي. یوه پخواني برتانوي جنرال دا د خپلو افغان همکارانو په وړاندې د برتانیا "خیانت" بللی دی.
دا عسکر وروسته له هغه پاکستان ته وتښتېدل چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان واک تر لاسه کړ او د پاکستان د موقت حکومت له پرېکړې وروسته چې د استوګنې له رسمي اسنادو پرته د مهاجرو د اېستلو له خطر سره مخ دي.
دغه ۲۰۰ افغان سرتیري د هلمند ولایت د امنیت د تامین په موخه د برتانوي ځواکونو ترڅنګ له طالبانو سره په جګړه بوخت وو.
د افغانستان د پخواني حکومت د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالهادي خالد چې اوس په امریکا کې دی، وویل: «کله چې نور ملتونه د افغانستان د پرمختللو ځواکونو حالت او بدبختیو ته ګوري، نو په لویدیځ څنګه باور وکړي؟ "
د بريتانيا د دفاع وزارت بي بي سي ته ويلي، چې په افغانستان کې له مستحقو کسانو سره د مرستې لپاره يې سخاوتمندانه ژمنه کړې ده.
بي بي سي د برتانیا د دفاع وزارت د یوه ویاند له خولې ویلي، "موږ تر دې دمه شاوخوا ۲۴۶۰۰ کسان خوندي ځای ته رسولي دي، چې په هغو کې زرګونه هغه کسان دي چې د افغانستان [کډوالو د ځای پر ځای کولو] پروګرامونو ته وړ دي."
هغه وويل چې په بريتانيا کې د افغانانو د پناه غوښتنې درخواستونه په دقت سره څېړل کېږي او هېواد يې په دې اړه "په اتوماتيک ډول" پرېکړه نه کوي.
جنرال ریچارډ بارونز، چې تر ۱۲ کلونو یې په افغانستان کې د برتانوي پوځ لپاره دنده کړې، بي بي سي ته وویل چې د سرتېرو په لېږد کې د بریتانیا پاتې راتلل "د شرم وړ" دي.
هغه وویل، دا ښیي چې بریتانیا یا "دوه مخی" یا "ناتوانه" ملت دی، چې دواړه د منلو وړ نه دي.
د برتانوي پوځ پخواني جنرال وویل: "دا خیانت دی او د دې خیانت قیمت دا دی چې هغه خلک چې زموږ سره یې خدمت کړی یا به مړه شي یا به خپل پاتې ژوند په زندان کې تیر کړي."
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته د بریتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن پارلمان ته وویل چې د افغان ځانګړو ځواکونو خدمت خورا مهم دی او بریتانیا به یې خوندي ځای ته د لېږدولو لپاره هر ډول ممکنه هڅه وکړي.
خو د افغان امنيتي ځواکونو د پخوانيو غړو يوې شبکې بي بي سي ته داسې شمېرې او معلومات وړاندې کړي، چې ښيي شاوخوا ۲۰۰ برتانیا سره همکار سرتېري په پاکستان کې دي او افغانستان ته د ايستلو له خطر سره مخ دي.
بي بي سي یو شخصي لیک هم ترلاسه کړی چې ښیې د ۲۰۲۲ په مارچ کې د بریتانیا له بهرنیو چارو وزارت غوښتنه شوې وه چې د ۳۲ پخوانیو قومندانانو ، وکیلانو او حکومتي چارواکو یوې ډلې ته بیړنۍ مرستې چمتو کړي چې له انګلستان او متحده ایالاتو سره یې کار کړی خودوی هم منفي ځواب ترلاسه کړی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر هغو وروستیو څرګندونو چې ویلي یې و، طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه او د پښتنو استازي دي په غبرګون وویل، چې افغانستان لبناني کیدو ته اړتیا نه لري.
کریم خرم نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۰مه) په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې، په هر هېواد کې باید ټول خلک د خپل برخلیک په ټاکلو کې شریک وي.
د ښاغلي خرم په خبره، د افغانستان ځانګړي وضعیت ته په کتو باید بهرني ډیپلوماتان د کلمو په انتخاب کې له احتیاط کار واخلي.
نوموړي په ټینګار سره وویل چې:"طالبان د پښتنو استازي نه دي، په هر هیواد کې ټول خلک باید د برخلیک په ټاکلو او پریکړو کې شریک وي، که په افغانستان کې وي یا بل ځای، خو دا موخه د یوه ښه اساسي قانون له لارې پوره کېږي، نه د قومونو د وېش او د یوه هیواد په لبناني کیدو سره."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په تهران پوهنتون کې په خپله وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د یوه ټول ګډونه حکومت له جوړېدو پرته به په افغانستان کې ټیکاو رامنځته نشي.
نوموړي همداراز ویلي و، طالبان داعش نه دي خو د افغانستان د حقیقت یوه برخه دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې د افغانانو او سیاستوالو له سختو غبرګونونو سره هم مخ شو.

د هرات اسلام کلا ښارګوټي کې یو شمیر ډاکټران وايي د طالبانو ښاروالي د ناروغانو پر سر مالیه غواړي. دوی زیاتوي طالبانو پر خصوصي روغتونونو داسې فارمونه وېشلي چې ډاکټران به د خپلو ناروغانو شمیره او فېس په کې ثبتوي او بیا به د ناروغانو د تعداد له مخې ښاروالۍ ته مالیه ورکوی.
د هرات اسلام کلا ښاروګوټي کې یو شمیر ډاکټرانو نن دوشنبې د ( لیندۍ ۲۰ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د طالبانو د اسلام کلا ښاروالۍ مسوولینو نه یوازې د ناروغانو پر سر مالیه غواړي، بلکې د ډاکټرانو له تنخوا هم مالیه غواړي.
په اسلام کلا کې د یو خصوصي روغتون ډاکټر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «طالبان روغتون راغلل د ډاکټرانو د تنخواګانو او د ناروغانو د تعداد د ثبتولو غوښتنه يې کوله او په دې اړه یې فارم یې پر ټولو روغتونونو او درملتونو ووېشلو ترڅو ډاکټران له خپلو معاشونو او د هر ناروغ پر سر دمیاشتې په پای کې مالیه ورکړي».
په اسلام کلا ښارګوټي کې ډاکتران وايي طالبانو له دې وړاندې د خصوصي روغتونونو له مسوولینو سره کومه مشوره نه ده کړې او دا کار په زور کوي چې ډیری ډاکټران کار پرېښود ته اړ کړی.
هغه فارم چې د هرات اسلام کلا کې د طالبانو ښاروالۍ لخوا ترتیب شوی او پر خصوصي روغتونونو او ډاکټرانو وېشل شوی، یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې ده.

د اسلام کلا ډاکټران وايي په ولایت او ولسوالیو کې د طالبانو ځايي چارواکي خپل سري کوي، چې دا به د طالبانو د واکمنۍ او د ولس ترمنځه واټن زیات کړي.
دوی زیاتوي د مالیې راټولو شفاف سیسټم نشتون د دې لامل کیږی چې دغه مالیه هم د ځايي طالب چارواکو شخصي جیبونو ته ځي.
د افغانانو نیوکې دا دي چې یو خوا د طالبانو واکمنېدو سره په هیواد کې اقتصادي وضعیت کړکچین دی او بلخوا د طالبانو له لوري مالیه اخیستل به د نور هم دا وضعیت خراب کړي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي، د یک شنبې په ورځ د (لیندې ۱۹مه) له ایران څخه ۱۶۹۰ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، په یادو کډوالو کې یو شمېر یې د ایران حکومت له لوري په جبرې توګه او یو شمېر یې هم په خپله خوښه هیواد ته را ستانه شوي.
د طالبانو کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت دغه کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي خو دا یې نه دي ویلي چې له دغې مرستې وروسته له ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو سره نورې مرستې هم کوي که نه.
همدارنګه د کډوالو او را ستېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اونۍ د شنبې او یک شنبې په ورځو ۶۸۵ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه را اېستل شوي او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هیواد ته را ستانه شوي.
طالبان وايي، هغه کډوال چې له پاکستان او ایران هیوادونو څخه را ستنیږي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د اوسیدو لپاره ورته موقت پنډغالي جوړ کړي او هیواد ته راستانه شویو کډوالو ته په یادو پنډغالو کې د بهرنیو هیوادونو په مرسته د اوسیدو، خوړو، روغتیا او نور خدمتونه وړاندې کوي.
د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي، پلان لري چې د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ میاشتې تر وروستۍ نیټې له پاکستانه تر یو میلیون ډیر هغه افغان کډوال له یاد هیواده وباسې چې په دغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

د نړۍ په هر ګوټ کې داسې ښځې شته چې غواړي په خپله خوښه ژوند وکړي. دغه دفتر وايي، په داسې حال کې چې اوس د نړۍ د خبرونو په لومړيو پاڼو کې نه دي، خو بیا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اېکس ټولنیزه پانه لیکلي، چې افغان ښځې لا هم خپلې مبارزې او لاریونونو ته دوام ورکوي، ټولنه پیاوړې کوي او په دې لار کې درنه بیه پرې ورکوي.
دغه دفتر د افغان ښځو مبارزې ته د پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دوی له مقاومت څخه باید «نن، سبا او تل» ملاتړ وشي.
د ډسمبر لسمه (د لیندۍ ۱۹مه) د یونېسکو له خوا د «بشري حقونو نړیواله ورځ»ن ومول شوې ده.
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ۶۵ کاله وړاندې په همدې ورځ په پاریس کې تصویب شوه.