• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلت په ۵۳ ورځ سلګونو معلولینو د دې اعتراض په ملاتړ لاریون وکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۶ GMT+۰

له کندهار سره پر پوله د بلوچستان په سرحدي ښارګوټي چمن کې د سې شنبې په ورځ ګڼ شمېر معلولانو نن د چمن پرلت په ملاتړ لاریون وکړ. دغه پرلت له تیرو ۵۳ ورځو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پریکړې په غبرګون روان دی چې غواړي د سپین بولدک ـ چمن په لاره تګ راتګ په پاسپورټ سره کړی.

په چمن کې د معلولانو د اتحادیي مسوول عنایت الله بشردوست وايي، سلګونه معلولانو او ناروغانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره دغه لاریون کې برخه اخیستې ده.

لاریونوال وایي:"موږ د دغه لاریون له لارې غواړو د پاکستان حکومت ته وښیو چې لویان، ماشومان او ان معلولان د خپل حق غوښتنه کوي او د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ په اړه د پاکستان د حکومت پریکړه نه منو."

د دغه پرلت په ملاتړ کابو دوه اونۍ وړاندې د سوېلي پښتونخوا زرګونو ماشومانو هم لاریون کړی و.

د چمن د لغړي اتحاد مسوول او د چمن د پرلت سرلاری غوث الله وايي، که د پاکستان حکومت یې غوښتنه ونه مني د پرلت پر ځای به لاریونونه پیل کړي او په چمن ښار کې به د ټولو دولتي ادارو دروازې بندې کړي.

100%

نوموړی وايي:"که د پاکستان حکومت زمونږ نه اوري مجبوره یو په داسې لاریونونو لاس پورې کړو چې بیا به هیڅ دولتي اداره او دولتي کارکوونکی په امان کې نه وي، د ټولو دولتي ادارو دروازې بندوو، موږ نه کډوال یو او نه هم د بل هیواد اوسیدونکي یو دا زموږ پلرنۍ ځمکې دي او دلته د پاسپورټ په شان خپل سرې پرېکړي نه منو."

د چمن تر نږدې لس زرو اوسېدونکي هره ورځ د کاروبار لپاره د سپین بولدک وېش بازار ته ځي او ماښام خپلو کورونو ته ستنېږي.

د پاکستان حکومت له خوا د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ و راتګ له جبري کیدو وروسته پر دغه سوداګریزه لاره د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته اقتصادي زیانونه اوښتي دي

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کندهار له طالبانو غوښتي، چې د تمدن تلویزیون خبریال خوشې کړي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۷ GMT+۰
د افغانستان د خبریالانو مرکز د کندهار له طالبانو غوښتي، چې د تمدن تلویزیون خبریال خوشې کړي
100%

د افغانستان د خبريالانو مرکز نن سې شنبه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کندهار له طالب چارواکو غوښتي، چې نیول شوی خبريال دي ژر تر ژر خوشي کړي.

دغه مرکز وايي، چې ۹ ورځي مخکې طالب استخباراتو د تمدن تلویزيون ولايتي خبريال عبدالرحيم محمدي غوښتی او بيا يې بندي کړی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په خپله اعلاميه کې د خبريال عبدالرحيم محمدي د وضعت په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده، چې له ۹ ورځو وروسته هم د نوموړي د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې؛ ښاغلی محمدي د دوشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۳مه) په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو دفتر غوښتی او بيا بندي شوی دی.

د نيول شوي خبريال خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې طالب استخباراتو د محمدي کورنۍ ته هم ګواښ کړی، چې له مطبوعاتو سره دې خپله ستونزه نه شريکوي.

د خبريال محمدي نېږدې دوستانو نن سې شنبه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، چې کورنۍ يې په ۹ ورځو کې يوازې يو ځل پنځه دقيقې ورسره کتلي دي.

د دوی په خبره؛ د محمدي د نيول کېدو لامل معلوم نه دی او نه يې تر اوسه د خوشي کېدو ډاډ تر لاسه کړی.

د محمدي کورنۍ يوه غړي وويل، چې د هغه ورور له يوې رسنۍ سره د ستونزي تر شريکېدو وروسته د استخباراتو له لوري پرله پسې تهدید شو.

نوموړي زیاته کړه: "د هغه ورور د يوې راډيو سره مرکه وکړه، په سبا درې ځلې د طالبانو استخباراتو زنګ ورته وهلی، چې ولې یې له مطبوعاتو سره خبري کړي."

په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو ادارې د محمدي د نيول کېدو اړوند هېڅ معلومات نه ورکوي.

عبدالرحيم محمدي د ۱۳۹۸ کال راهيسي په کندهار کې د تمدن ټلویزيون ولايتي خبريال دی.

د ځينو سرچينو په خبره، چې په کندهار کې له مطبوعاتو سره د طالب استخباراتو چلند عقديي دی او ډېر ځله رسنۍ او خبريالان په قصدي ډول ځورول کېږي.

د دې سرچينو په وينا؛ چې د طالب استخباراتو مطبوعاتي کارکوونکي زيات مهال خبريالانو ته له پېغوره ډکي او ځورونکې خبرې هم کوي.

د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۰
د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول
100%

د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د سې شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یوه چاودنه کې ۲۳ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې وسلوالې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې له چاودیدونکو توکو ډکې لارۍ ته د پولیسو د مرکز په دروازه کې چاودنه ورکړل شوې او له دې برید وروسته د وسله والو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته شوې ده.

دغه بريد دخيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه په ٦٠ کلو ميټره لرې په دارابان سیمه کې شوى دى.

له بلې خوا د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې، چې په بېلابېلو عملياتو کې يې په ازیندا سيمه کې ۱۷ وسله وال، په کلاچۍ کې څلور وسله وال او دارابان کې یې شپږ نور وسله وال وژلي دي.

د دغه هېواد پوځ هم په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي: "په سیمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات روان دي."


​

د هرات په چشت ولسوالۍ کې یو ځوان او کوژدنه یې په مرموز ډول وژل شوي دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۲ GMT+۰
د هرات په چشت ولسوالۍ کې یو ځوان او کوژدنه یې په مرموز ډول وژل شوي دي
100%

د هرات په چشت ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې په دې ولسوالۍ کې یو ځوان او د هغه کوژدنه راځړول شوي دي. دا پیښه د یکشنبې په شپه (د لیندۍ په ۱۹مه) شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، دغه ځوان يوه مياشت وړاندې د چشت ولسوالۍ په «دره‌ګک» کلي کې کوژده کړې وه او د پېښې په شپه د خپل خسر کور کې و.

تر اوسه د دوی د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو ځينو سرچينو د دوی د هویت د نه څرګندلو په شرط وویل، چې دا پېښه د کورنیو اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو په چشت کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د طالبانو له خوا پلټنې روانې دي.

امریکا: موږ په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښمن یو

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۸ GMT+۰
امریکا: موږ په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښمن یو
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې هېواد یې لا هم په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښمن دی. متیو میلر د دوشنبې په ورځ د ( لیندۍ ۲۰مه )په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ، چې امریکا د دې وړتیا لري چې د تروریزم ضد عملیات له لېرې فاصلې پر مخ یوسي.

خو ښاغلي میلر وویل؛ دوی له طالبانو تمه لري، چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان ګاونډیان هم له افغانستان څخه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه ډېر اندېښمن دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تر دې مخکې ویلي وو، چې د دغه هېواد پوځي ځواکونه په سیمه کې له افغانستان څخه د ګواښونو څارنه کوي.

ښاغلي بایډن د لیندۍ په ۱۶مه کانګرس ته په یوه لیک کې لیکلي وو، چې په سیمه کې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو ځواب ورکولو ته چمتو دي.

له فساد سره مبارزه

متیو میلر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټینګار وکړ، چې امریکا په افغانستان او ټوله نړۍ کې له فساد سره د مبارزې لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.

نوموړي د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني رییس میر رحمان رحماني او د هغه د زوی اجمل رحماني بندیزونو ته په اشارې سره وویل؛ دوی د پراخ فساد له امله امریکا ته د ننوتو اجازه نه لري.

د امریکا د خزانې وزارت د میر رحمان رحماني، اجمل رحماني او د دوی پر ۴۴ شرکتونو چې په یو شمېر اروپايي او اسیایي هېوادونو کې دي تړلي دي او پرې بندیزونه لګولي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د ( لیندۍ ۲۰مه) په یوه بیان کې دغه کسان په افغانستان کې په "پراخ مالي فساد" کې په لاس لرلو تورن کړل.
​

د افغان مېرمنو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۰ GMT+۰
د افغان مېرمنو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه
100%

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا په دې هېواد کې د ښځو د وضعیت د څېړلو لپاره د «افغانستان په اړه د ښځو لید» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.

د امنیت شورا دغه غونډه په ملګرو ملتونو کې د سوېس، جاپان او متحده عربي اماراتو د استازو په مشرۍ جوړه شوه.

د امنیت شورا په دې غیر رسمي غونډه کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم حضور درلود.

په ملګرو ملتونو کې د سوېس استازولۍ د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي او د ښځو د حقونو د فعالانو یلدا رویان او اصیلا وردک په حضور سره د دې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.

په ملګرو ملتونو کې د سوېس استازولۍ لیکلي، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې هم د افغان ښځو د بشپړ، برابر او خوندي ګډون ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دې غونډې د جزییاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

ښايي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواک استازي فریدون سینیرلي اوغلو په راپور کې پر شویو وړاندیزونو هم خبرې شوي وي.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مسوولې هېدربار د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې د تړلو دروازو تر شا د غونډو په جوړولو نیوکه کړې وه.

مېرمن بار خبرداری ورکړ، چې د دغو هېوادونو دا ډول چلند به د افغان ښځو او نجونو او نورو ډلو "د طالبانو تر ظلم لاندې" پر برخلیک سترې بدې پایلې ولري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو د ښځو د محدودولو اړوند څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي، چې په هېواد دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.