• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران انټرنشنل له منځه د اطلاعاتو پر ټولولو د تورن کس محکمه پیل شوه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۸ GMT+۰

د چیچني ټبره اتریشي محمد حسین دوتایف د تورونو دوسیه، چې تېرکال د سلواغې په میاشت کې د ایران انټرنشنل له بهر څخه د فلم اخیستلو پر مهال نیول شوی و، پرون دوشنبه د لېندۍ په ۲۰مه نېټه د انګلستان د لندن په ښار کې پیل شوه.

د ایران انټرنشنل د خبریال د راپور له مخې دوتایف د خپل جرمني ژباړن سره محکمې ته حاضر شو.

په ننۍ جلسه کې څارنوال پر دوتایف لګېدلي تورونه « د ترهګریزو بریدونو له پاره د اطلاعاتو د راټولولو او ثبتولو یوه هڅه» وبلله.

دغه محکمه چې منصفه پلاوی هم لري، ښایي تر جمعې ورځې یا د لېندۍ تر ۲۴ مې دوام وکړي؛ خو تر اوسه روښانه نه ده چې وروستۍ پرېکړه به یې څه وخت صادرېږي.


که شاهد او یا نور شاهدان د دعوی د ښکېلو اړخونو له‌خوا وروپېژندل شي؛ نو محکمه به هغوی هم وروبولي.


دوتایف د چنګاښ په میاشت کې خپله بې ګناهي اعلان کړه او پر نوموړي لګېدلي تورونه یې نه دي منلي.

پر هغه تور دی، چې غوښتل یې د ایران انټرنشنل په اړه اطلاعات راټول او بیا یې درېیم کس ته په واک کې ورکړي چې د دغې رسنۍ پر ضد ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

د ایران انټرنشنل شبکه د تېر کال د سلواغې په ۲۹ مه اړ شوه، چې د ترهګریزو ګواښونو له امله خپله ټلویزیوړني برخه د لنډ‌ې مودې لپاره له لندنه واشنګټن ته ولېږدوي.

د ایران انټرنشنل د فعالیتونو د ځنډولو وروستۍ پرېکړه هغه مهال وشوه، چې د لندن پولیسو دوتایف د دغې شبکې سره نږدې ونیو.

ایران‌انټرنشنل د روان کال د تلې په درېیمه خپلې خپرونې په لندن کې د نویو سټډیو ګانو څخه بیا له سره پیل کړې.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيا جام سيالۍ کې اماراتو سريلانکا ماته کړه او بنګلدېش له جاپان وګټله

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۷ GMT+۰
د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيا جام سيالۍ کې اماراتو سريلانکا ماته کړه او بنګلدېش له جاپان وګټله
100%

د ۲۰۲۳ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سياليو کې نن متحده عربي اماراتو له سريلانکا او بنګلدېش لوبډلې له جاپانه لوبې وګټلې.

په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيام جام د روانوسياليو ۷ مه لوبه کې کوربه له سريلانکا څخه په ۲ ويکټو لوبه وګټله.

سريلانکا خپلې سيالې لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په پنځوس اورونو کې ۲۲۱ منډې هدف وټاکه.

متحده عربي اماراتو د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو په ۴۸.۲ اور کې دغه هدف پوره کړ.

د اماراتو لوبډلې تنېش سوري په ۸۸ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله يې تر بري ورسوله.

د سياليو ۸ لوبه بنګلدېش په لوړ توپير له جاپانه وګټله.

د جاپان کرېکټ ټوله لوبډله په ۴۷.۱ اور کې وسوځېدله او بنګلدېش ته یې ۱۰۰ منډې هدف کېښود.

بنګلدېش دغه دغه هدف په دريو لوبغاړو په ۱۱.۲ اور کې پوره کړ.

بنګلدېش دغه لوبه د ۹ ویکټو په توپير وګټله، چې ۲۳۲ توپه لا هم اضافه پاته شول.

په بنګلدېش کې عاشق الرحمن شيبلي په ۴۵ توپونو ۵۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

سبا سې شنبه به د دې سياليو ۹ مه په زړه پوري لوبه د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ وي او په همدې ورځ به، په لسمه لوبه کې هندوستان او نيپال خپل زور سره ووهي.

ټرمپ: زه د نیویارک په محکمه کې په خپله دفاع کې شاهدي نه ورکوم

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۵ GMT+۰
ټرمپ: زه د نیویارک په محکمه کې په خپله دفاع کې شاهدي نه ورکوم
100%

ډونلډ ټرمپ د نیویارک په محکمه کې د ۲۵۰ میلیون ډالرو درغلۍ په قضیه کې د خپلې دفاع په اړه خپل دریځ بدل کړی دی. هغه وویل: ما مخکې هم د هر څه شاهدي ورکړې ده او زه د ویلو لپاره بل څه نه لرم، پرته له دې چې دا د جوبایډن د ټاکنیز کمپاین لخوا په ټاکنو کې لاسوهنه ده.

د امریکا پخواني ولسمشر په ښکاره ویلي چې د خپلو مالي تورونو په اړه په نوې محکمه کې به ګډون ونه کړي.

د فرانس ۲۴ د راپور پر بنسټ، تمه کېدله چې ښاغلی ټرامپ به نن د خپلې مالي قضیې په اړه شاهدي ورکړي.

ښاغلي ټرامپ پر ده لګېدلي تورونه رد کړي دي.

په اسد میاشت کې، ډونالډ ټرامپ د واشنګټن ډي سي په فدرالي محکمه کې د هغه د استیناف اوریدنې په جریان کې د ۲۰۲۰ ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د لغوه کولو لپاره د "دسیسې" پورې اړوند څلورو جرمي تورونو کې ګناه نه منله.

په واشنګټن کې د فدرالي محکمې قاضي د جنايي تورونو سره د مقابلې لپاره ډونالډ ټرامپ ته د خوشې کیدو شرایط تصویب کړل او په ورته وخت کې یې هغه ته خبرداری ورکړ چې جرم ونه کړي.
​

په کابل کې د ایران سفیر: امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو تر ټولو ستره سرغړونکې ده

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۶ GMT+۰
په کابل کې د ایران سفیر: امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو تر ټولو ستره سرغړونکې ده
100%

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، امریکا په افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستره سرغړونکې ده. طالبانو او د ایران اسلامي جمهوري دولت دواړو باندې له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو له امله په نړیوالو فورمونو کې بیا بیا نیوکې شوې دي.

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب د ۷۵مې کلیزې په مناسبت په کابل کې د ایران سفیر په ایکس پاڼه کې لیکلي: «تر څو چې د ملکي وګړو په وړاندې د امریکا او د هغې د متحدینو جنګي جنایتونه محاکمه نشي، دغه اعلامیه د رژیم په خدمت کې به یو سیاسي سند پاتې شي."

دغه لوړ رتبه ایرانی ډیپلوماټ زیاته کړه: که د بشری حقوقو نړیواله اعلامیه د قضیو غږ نه شي او د هغو زرګونو ماشومانو لپاره چې له افغانستان څخه تر غزې پورې د امریکا او اسراییلو د جنایتونو قربانیان دی، عدالت تامین نشي، دا یوازې یو سیاسي منشور دی. "

په کابل کې د ایران سفیر وویل: نړۍ په افغانستان، غزه او یمن کې د خپلو لویدیځوالو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو له ستونزې سره مخ ده. "موږ د عدالت ترلاسه کولو او د حقیقي بشري حقونو د ریښتیني بیا رغونې لپاره د یوې اعلامیې څخه ډیر څه ته اړتیا لرو."

د یکشنبې په ورځ ( لیندۍ ۱۹) په ناروې کې د نرګس محمدي کورنۍ ته د نوبل د سولې جایزې په ورکولو سره، یو ځل بیا په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو مسلې ته د نړیوالو پام ځانته راواړوه.

د دې جایزې ګټونکې اغلې محمدي د نوبل د جایزې په مراسمو کې ګډون نه شي کولی ځکه چې هغه د ایران په ایوین زندان کې ده. د هغې ځوان زوی او لور یې په ​​استازیتوب جایزه ترلاسه کړه.

لاوروف: روسیه له اوکراین سره د جګړې له پیل مخکې په پرتله لا ډېره ځواکمنه شوې ده

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۰ GMT+۰
لاوروف: روسیه له اوکراین سره د جګړې له پیل مخکې په پرتله لا ډېره ځواکمنه شوې ده
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د ۲۰۲۳ کال د دوحې په غونډه کې په خپله مجازي وینا کې اعلان وکړ چې هېواد یې له اوکراین سره د جګړې له پیل څخه د مخکې په پرتله پیاوړی شوی دی. سرګي لاوروف ویلي، د روسیې او اکراین ترمنځ د جګړو لامل امریکا ده.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي لاوروف ویلي، له روسیې سره د جګړې پایله چې امریکې د اوکراین له لارې پیل کړې وه، له پیله څرګنده وه.

د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې وروسته د ایران اسلامي جمهوریت له دغه هېواد سره د پوځي بې پیلوټه الوتکو په ورکولو کې مرسته وکړه.

د دې همکارۍ په اړه بېلابېل اسناد څو ځلې خپاره شوي، خو د ایراني چارواکو دا موضوع رد کړې ده.

له دې سره، د ایران د اسلامی جمهوریت د پارلمان استازو پرون د ایران او روسیې تر منځ د اطلاعاتو د امنیت په برخه کې د همکارۍ د هوکړې په مسودې هوکړه وکړه.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون ویاند ابو الفضل عمویي ویلي، دا لایحه د معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې د ایران د وړتیا ښودلو لپاره یو فرصت دی.

ایران، روسیه او چین تل د لویدیځو دولتونو لخوا د بهرنیو هیوادونو په زیربناوو او دولتي او غیر دولتي موسسو د سایبري بریدونو تورن شوي دي.

دجرمني د معلوماتو د امنیت فدرالي دفتر (بي ایس آی) مشرې، کلوډیا پلاټنر، تر دې مخکې د دغه هیواد پر وړاندې د ایران، روسیې او چین لخوا د سایبري بریدونو د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.

خاویر میلي د ارجنټاین د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۰ GMT+۰
خاویر میلي د ارجنټاین د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
100%

خاویر میلي په ارجنټاین کې د بنسټیزو اصلاحاتو د راوستلو په ژمنې سره د دغه هیواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه د ارجنټاین خلکو ته وویل: «نن د افول یو اوږد او غمجن تاریخ پای ته رسوو او د خپل هیواد د بیارغونې لپاره سفر پیلوو.»

ښاغلي میلي د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د ارجنټاین د نوي ولسمشر په توګه له لوړې وروسته ژمنه وکړه چې په خپل هیواد کې به لګښتونه کم کړي.

د خاویر میلي زیات شمېر پلویانو د یکشنبې په ورځ د ارجنټاین په سړکونو د دغه هیواد د نیلي رنګ او سپینو بیرغونو په لیږدولو سره د نوموړي بری ونمانځه.

دغه ۵۳ کلن سیاستوال د ارجنټاین د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې خپل سیال سرجیو ماسا ته ماتې ورکړه.

ښاغلي میلي ۵۶ سلنه او سیال یې ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

د ارجنټاین نوي ولسمشر خاویر میلي چې ځینې یې له ډونالډ ټرمپ سره پرتله کوي، کله چې په ۲۰۲۰ کال کې سیاست ته داخل شو، و يې ویل چې هغه په خپل هیواد کې د موجوده سیاسي وضعیت «د ستر بدلون» په لټه کې دی.

په هغه وخت کې، لږو کسانو فکر کاوه چې دا "سرببری" شتمن چې په تلویزیون کې هم د کارپوهۍ تجربه لري، د ارجنټاین ولسمشر شي.

ښاغلي میلي د ارجنټاین د سیاسي نخبګانو په منځ کې یوې ډلې باندې نیوکه کړې چې هلته يې "غله" بولي. هغه د شلمې میلادي پيړۍ په لسیزه کې په آزاد بازار کې د نامتو امریکایي ګنګستر آل کاپون د اعتبار له امله د هغه ستاینه هم وکړه.

خاویر میلي د یو داسې هیواد مشري په غاړه اخیستې چې له لوی اقتصادي ناورین سره مخ دی. هغه د ارجنټاین د ځوان نسل په منځ کې د پام وړ پلویان لري.

د خاور میلي مخالفین بیا تل د هغه د سیاسي تجربې د نشتوالي، عصبانیت او ببرو ویښتانو له امله نیوکه کوي.

د خاور میلي نیوکې هم جنجالي او بې سارې دي، نوموړي پر پاپ فرانسیس هم د یوه سوسیالیست په توګه نیوکه کړې وه.