• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل د دفاع وزیر ویلي چې له حماس سره جګړه به وخت ونیسي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د نړۍوالو غوښتنو سره - سره د اسراییل د دفاع وزیر اعلان وکړ، چې د حماس سره جګړه به دوام ومومي او ښايي وخت ونیسي. یواو گالانت له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې وویل: «موږ له خپل ځانه دفاع کوو او زه د اسراییل د راتلونکي لپاره مبارزه کوم.

الجزیرې خبري چینل راپور ورکړی، چې د اسراییل د دفاع وزیر څرګندونې په غزه کې د اسراییل د سختو ځمکنیو او هوايي عملیاتو د دوام ښودنه کوي چې ښايي څو اونۍ او میاشتې به دوام وکړي.

په عین حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې اسراییلي ځواکونو د غزې تړانګې په شمال کې د کمال عدوان روغتون باندې برید کړی او ور ننوتلي دي.

اسراييلي چارواکو ویلي دي، چې حماس له ملکي تاسیساتو لکه روغتونونو او ښوونځیو څخه کار اخلي.

رویټرز د څو ډېپلوماټانو په حواله راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ به د سې شنبې په ورځ د غزې په اړه د پرېکړه لیک مسودې ته رایه ورکړي.

ویل شوي، چې په دې پرېکړه لیک کې د غزې په تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ پر سمدستي بشري اوربند ټینګار شوی دی.
​

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۰
د پاکستان پوځ وايي په خېبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۳ پاکستاني نظامیان ووژل شول
100%

د پاکستان پوځ تایید کړې، چې د سې شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یوه چاودنه کې ۲۳ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې وسلوالې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې له چاودیدونکو توکو ډکې لارۍ ته د پولیسو د مرکز په دروازه کې چاودنه ورکړل شوې او له دې برید وروسته د وسله والو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته شوې ده.

دغه بريد دخيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه په ٦٠ کلو ميټره لرې په دارابان سیمه کې شوى دى.

له بلې خوا د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې، چې په بېلابېلو عملياتو کې يې په ازیندا سيمه کې ۱۷ وسله وال، په کلاچۍ کې څلور وسله وال او دارابان کې یې شپږ نور وسله وال وژلي دي.

د دغه هېواد پوځ هم په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي: "په سیمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات روان دي."


​

امریکا: موږ په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښمن یو

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۸ GMT+۰
امریکا: موږ په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښمن یو
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې هېواد یې لا هم په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښمن دی. متیو میلر د دوشنبې په ورځ د ( لیندۍ ۲۰مه )په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ، چې امریکا د دې وړتیا لري چې د تروریزم ضد عملیات له لېرې فاصلې پر مخ یوسي.

خو ښاغلي میلر وویل؛ دوی له طالبانو تمه لري، چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان ګاونډیان هم له افغانستان څخه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه ډېر اندېښمن دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تر دې مخکې ویلي وو، چې د دغه هېواد پوځي ځواکونه په سیمه کې له افغانستان څخه د ګواښونو څارنه کوي.

ښاغلي بایډن د لیندۍ په ۱۶مه کانګرس ته په یوه لیک کې لیکلي وو، چې په سیمه کې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو ځواب ورکولو ته چمتو دي.

له فساد سره مبارزه

متیو میلر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټینګار وکړ، چې امریکا په افغانستان او ټوله نړۍ کې له فساد سره د مبارزې لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.

نوموړي د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني رییس میر رحمان رحماني او د هغه د زوی اجمل رحماني بندیزونو ته په اشارې سره وویل؛ دوی د پراخ فساد له امله امریکا ته د ننوتو اجازه نه لري.

د امریکا د خزانې وزارت د میر رحمان رحماني، اجمل رحماني او د دوی پر ۴۴ شرکتونو چې په یو شمېر اروپايي او اسیایي هېوادونو کې دي تړلي دي او پرې بندیزونه لګولي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د ( لیندۍ ۲۰مه) په یوه بیان کې دغه کسان په افغانستان کې په "پراخ مالي فساد" کې په لاس لرلو تورن کړل.
​

د افغان مېرمنو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۰ GMT+۰
د افغان مېرمنو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه
100%

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا په دې هېواد کې د ښځو د وضعیت د څېړلو لپاره د «افغانستان په اړه د ښځو لید» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.

د امنیت شورا دغه غونډه په ملګرو ملتونو کې د سوېس، جاپان او متحده عربي اماراتو د استازو په مشرۍ جوړه شوه.

د امنیت شورا په دې غیر رسمي غونډه کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم حضور درلود.

په ملګرو ملتونو کې د سوېس استازولۍ د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي او د ښځو د حقونو د فعالانو یلدا رویان او اصیلا وردک په حضور سره د دې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.

په ملګرو ملتونو کې د سوېس استازولۍ لیکلي، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې هم د افغان ښځو د بشپړ، برابر او خوندي ګډون ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دې غونډې د جزییاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

ښايي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواک استازي فریدون سینیرلي اوغلو په راپور کې پر شویو وړاندیزونو هم خبرې شوي وي.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مسوولې هېدربار د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې د تړلو دروازو تر شا د غونډو په جوړولو نیوکه کړې وه.

مېرمن بار خبرداری ورکړ، چې د دغو هېوادونو دا ډول چلند به د افغان ښځو او نجونو او نورو ډلو "د طالبانو تر ظلم لاندې" پر برخلیک سترې بدې پایلې ولري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو د ښځو د محدودولو اړوند څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي، چې په هېواد دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ایران انټرنشنل له منځه د اطلاعاتو پر ټولولو د تورن کس محکمه پیل شوه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۸ GMT+۰
د ایران انټرنشنل له منځه د اطلاعاتو پر ټولولو د تورن کس محکمه پیل شوه
100%

د چیچني ټبره اتریشي محمد حسین دوتایف د تورونو دوسیه، چې تېرکال د سلواغې په میاشت کې د ایران انټرنشنل له بهر څخه د فلم اخیستلو پر مهال نیول شوی و، پرون دوشنبه د لېندۍ په ۲۰مه نېټه د انګلستان د لندن په ښار کې پیل شوه.

د ایران انټرنشنل د خبریال د راپور له مخې دوتایف د خپل جرمني ژباړن سره محکمې ته حاضر شو.

په ننۍ جلسه کې څارنوال پر دوتایف لګېدلي تورونه « د ترهګریزو بریدونو له پاره د اطلاعاتو د راټولولو او ثبتولو یوه هڅه» وبلله.

دغه محکمه چې منصفه پلاوی هم لري، ښایي تر جمعې ورځې یا د لېندۍ تر ۲۴ مې دوام وکړي؛ خو تر اوسه روښانه نه ده چې وروستۍ پرېکړه به یې څه وخت صادرېږي.


که شاهد او یا نور شاهدان د دعوی د ښکېلو اړخونو له‌خوا وروپېژندل شي؛ نو محکمه به هغوی هم وروبولي.


دوتایف د چنګاښ په میاشت کې خپله بې ګناهي اعلان کړه او پر نوموړي لګېدلي تورونه یې نه دي منلي.

پر هغه تور دی، چې غوښتل یې د ایران انټرنشنل په اړه اطلاعات راټول او بیا یې درېیم کس ته په واک کې ورکړي چې د دغې رسنۍ پر ضد ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

د ایران انټرنشنل شبکه د تېر کال د سلواغې په ۲۹ مه اړ شوه، چې د ترهګریزو ګواښونو له امله خپله ټلویزیوړني برخه د لنډ‌ې مودې لپاره له لندنه واشنګټن ته ولېږدوي.

د ایران انټرنشنل د فعالیتونو د ځنډولو وروستۍ پرېکړه هغه مهال وشوه، چې د لندن پولیسو دوتایف د دغې شبکې سره نږدې ونیو.

ایران‌انټرنشنل د روان کال د تلې په درېیمه خپلې خپرونې په لندن کې د نویو سټډیو ګانو څخه بیا له سره پیل کړې.

د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيا جام سيالۍ کې اماراتو سريلانکا ماته کړه او بنګلدېش له جاپان وګټله

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۷ GMT+۰
د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيا جام سيالۍ کې اماراتو سريلانکا ماته کړه او بنګلدېش له جاپان وګټله
100%

د ۲۰۲۳ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سياليو کې نن متحده عربي اماراتو له سريلانکا او بنګلدېش لوبډلې له جاپانه لوبې وګټلې.

په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيام جام د روانوسياليو ۷ مه لوبه کې کوربه له سريلانکا څخه په ۲ ويکټو لوبه وګټله.

سريلانکا خپلې سيالې لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په پنځوس اورونو کې ۲۲۱ منډې هدف وټاکه.

متحده عربي اماراتو د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو په ۴۸.۲ اور کې دغه هدف پوره کړ.

د اماراتو لوبډلې تنېش سوري په ۸۸ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله يې تر بري ورسوله.

د سياليو ۸ لوبه بنګلدېش په لوړ توپير له جاپانه وګټله.

د جاپان کرېکټ ټوله لوبډله په ۴۷.۱ اور کې وسوځېدله او بنګلدېش ته یې ۱۰۰ منډې هدف کېښود.

بنګلدېش دغه دغه هدف په دريو لوبغاړو په ۱۱.۲ اور کې پوره کړ.

بنګلدېش دغه لوبه د ۹ ویکټو په توپير وګټله، چې ۲۳۲ توپه لا هم اضافه پاته شول.

په بنګلدېش کې عاشق الرحمن شيبلي په ۴۵ توپونو ۵۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

سبا سې شنبه به د دې سياليو ۹ مه په زړه پوري لوبه د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ وي او په همدې ورځ به، په لسمه لوبه کې هندوستان او نيپال خپل زور سره ووهي.