د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه او استاد محمد قسیم چمتو مړ شو

د کابل پوهنتون استاد او د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه محمد قسیم چمتو د ورپښې ناروغۍ له امله نن په کابل کې مړ شو. د نوموړي کورنۍ د هغه د مړینې خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د زړه ناروغ و.

د کابل پوهنتون استاد او د پښتو ژبې نوموتی ژبپوه محمد قسیم چمتو د ورپښې ناروغۍ له امله نن په کابل کې مړ شو. د نوموړي کورنۍ د هغه د مړینې خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د زړه ناروغ و.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخواني مشر عبدالظاهر شکیب د نوموړي پر مړینې د خواشینۍ تر څنګ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې ارواښاد چمتو د پښتو ژبې یو له نوموتو ژبپوهانو څخه و.
ښاغلی شکیب زیاتوي، چې نوموړی کلونه - کلونه د کابل پوهنتون په پښتو څانګه کې د ژبپوهنې استاد و او له لسو زیات علمي او څېړنیز کتابونه یې چاپ کړي دي.
بل خوا د کابل پوهنتون پخواني استاد ضیاءالرحمان حسرت هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې ډاکتر چمتو د پښتو مقایسوي ژبپوهنې یو بې جوړې استاد و.
د ښاغلي حسرت په خبره، چې نوموړي په پښتو ژبپوهنه او ګرامر کې د دوکتورا تر کچې زده کړې وې .
د یادونې وړ ده، چې نن د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهندوی نعیم جان سروري هم د ورپښې ناروغۍ له امله مړ شوی.
نوموړي د اقتصاد په برخه کې بېلابېل تحقیقي اثار په پښتو ژبه لیکلي وو.

په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، په ننګرهار کې يوې نجلۍ "خاتمه شېرزاد" د انګلیسي ژبې د یو کلن پروګرام له بشپړاوي وروسته د ۱۵۰ نجونو او هلکانو له منځه د سرو زرو مډال ګټلی.
د پرېسټن انسټیټیوت مدير رحمت الله کامه وال نن چهارشنه د دې په جلال اباد کې د لومړۍ دورې په فراغت غونډه کې ويلې، چې د انګليسي ژبې د دې یو کلن پروګرام څخه د ۴۰ نجونو په ګډون ۱۵۰ هلکان فارغ شول.
د نوموړي په خبره؛ د انګليسي ژبې د یاد يو کلن پروګرام په پای کې هغې ممتازې نجلۍ د سرو زرو مډال ګټلی چې تر ټولو ډېرې (۹۸) نومرې ترلاسه کړې وې.
خاتمه شېرزاد چې د ننګرهار ولایت د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د سرو زرو د مډال په ګټلو سره یې ویلي، چې نجونې کولی شي چې په هر ډګر کې لومړي مقامونه خپل کړي.
د طالبانو واک ته د رسېدو را وروسته تر ۸۰۰ ورځي اوړي، چې ښوونځيو ته د شپږ ټولګي لوړ، لوړو زده کړو او کار ته د نجونو او مېرمنو پر تګ بنديز لګولی.
په افغانستان کې طالبان نجونو ته په شخصي ښوونځيو کې هم تر شپږ ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي څو ساعته وړاندې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي وو، چې ډېره اسماعیل خان ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. "موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو." نوموړي څو شېبې مخکې خپل ټويټ بېرته لرې کړی.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو پټنځاینونو په نښه کولو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو اډې وړاندیز کړ و او ویلي وو، چې په افغانستان کې باید ځانکړي هدفي عملیات تر سره شي.
نوموړي په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي وو: «د بنو ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې. موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو.»
نوموړي په افغانستان کې د پاکستان له لوري د ځانګړو هدفي عملیاتو، هوايي بریدونو، له افغانستان سره د پولو تړلو، د ټولو افغان کډوالو اېستلو او په اسلام اباد کې د طالبانو پرضد د سیاسي اپوزیسیون د غونډې د جوړېدو وړاندیزونه کړي وو.
همدارنګه اڅکزی په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو لپاره په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د اډې د جوړېدو غوښتنه هم کړې وه.
خو وروسته له څو ساعتونو جان اڅکزي له خپلې اېکس پاڼې څخه پورته قهریه وړاندیزونه بېرته لرې کړي دي، مګر د پاکېدو علت یې نه دی په ډاګه کړی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو له نوموړي سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه، خو د پیغامونو له لیدو سربېره هم نوموړي ځواب ور نه کړ.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان یو چارواکی د افغانستان په تړاو دا ډول قهریه څرګندونې کوي؛ مګر له څرګندونو دا ډول شاتګ یوه بې سارې پېښه ده.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې (CPJ) د افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی، له طالبانو غوښتي چې نوموړی ژر تر ژره له بند څخه خوشې کړي.
د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره چې مرکز یې په نیویارک کې دی له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو نیول پای ته ورسوي.
د خبریالانو د ملاتړ کمېټې (CPJ) سې شنبه (د لیندۍ ۲۱مه) په یوه بیان کې ویلي، تر اوسه روښانه نه ده چې طالبانو ولې ښاغلی محمدي نیولی دی او چېرته یې بېولی دی.
د عبدالرحیم محمدي ورور څو ورځې مخکې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې محمدي په کندهار کې د استخباراتو ریاست ته احضار شوی و او له هغه راهیسې بېرته کور ته ستون شوی نه دی.
اوس د نوموړي ورور اندېښنه لري، چې د محمدي د نیول کېدو د قضیې په رسنیزه کېدو سره به د هغه د خوشې کیدو موضوع نوره هم وځنډیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم تېره ورځ له طالبانو وغوښتل چې د تمدن ټلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي په غیر مشروط ډول خوشې کړي.
د تمدن ټلویزیون مسوولانو او طالب چارواکو تر اوسه د دغه خبریال د نیولو او برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د امنیت او تصفیې کمېسیون په بلخ پوهنتون کې د دغې ډلې ټاکل شوی مشر له یوې "نامحرمې" ښځې سره د ټیلیفوني اړیکو له امله له دندې ګوښه کړ. د دغه کمېسیون د بلخ ولایتي څانګې اعلان کړی، چې پر ضیاالحق تور ثابت شوی او له هغه سره به قانوني چلند وشي.
په بلخ کې د دغه کمېسیون د ولایتي دفتر د هغه مکتوب یوه کاپي چې د دغه کمېسیون د شمالي حوزې دفتر په عنوان استول شوې، د افغانستان انټرنشنل فارسي څانګې تر لاسه کړې.
په مکتوب کې ليکل شوي، چې د بلخ پوهنتون رییس د دې ټیلیفوني مکالمې له امله له هر اړخیزو څېړنو لاندې دی.
دغه مکتوب یوه اونۍ وړاندې (د ليندۍ ۱۵مه) خپور شوی او په هغه کې د طالبانو د شمال زون د امنیت او تصفیې د کمېسیون له دفتره غوښتل شوي، چې د ضیاءالحق پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي.
په دغه مکتوب کې ټینګار شوی، چې د بلخ پوهنتون د رييس په تړاو له یوې ښځې سره د غیرقانوني ټیلیفوني اړیکو تور ثابت شوی دی، چې د صادر شوي مکتوب له نېټې څخه نوموړی له دندې ګوښه شوی دی.

په بلخ کې د طالبانو د امنیت او تصفیې د کمېسیون دفتر څرګنده کړې نه ده، چې د طالبانو د پوهنتون دغه مشر له چا سره او د کومې موضوع په اړه خبرې کړې دي.
ظاهراً دا خبره ثابته شوې، چې د دغې ډلې یاد چارواکي له یوې «نامحرمې ښځې» سره ټیلیفوني اړیکه نیولې ده، چې دا د نوموړي له دندې د ګوښه کېدو يو معتبر دليل دی.
د بلخ پوهنتون د ليندۍ په ۱۹مه، په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د دغه پوهنتون سرپرست رييس مولوي حيات الله حقجو د پوهنځيو له رييسانو سره غونډه وکړه.
د بلخ پوهنتون د ضیاالحق د ګوښه کولو په اړه څه نه دي ویلي.
له هغه راهيسي، چې طالبان ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې واک ته ورسېدل، دغې ډلې ښځې په بشپړه توګه د ژوند له عامه صحنو لرې کړي او له دوی سره يې اړيکې په جدي ډول محدودې کړي دي.

یوناما د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د افغان میرمنو رواني وضعیت کمزوری شوی او ۷۶ سلنه میرمنو ویلي چې رواني روغتیا یې "ډېر بده" یا "بده" دی.
د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د راپور له مخې؛ رواني اختلالات لکه خپګان او بې خوبي د افغان ښځو او نجونو لپاره د فزيکي ستونزو لکه؛ ستړيا، د اشتها کمېدل او د سر درد لامل کېږي او دغه مېرمنې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د دوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید پر طالبانو فشار راوړل شي.
د دغه راپور پر بنسټ؛ افغانو ښځو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو د وضعیت د ښه والي او د دوی او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو د زمینې برابرولو په برخه کې مرسته وکړي او ډېرو ښځو دغه غوښتنه په پرېکړو کې د ګډون یوازینۍ لار بللې ده.
دغه مېرمنې د ښځو د اقتصادي پیاوتیا په ځانګړې توګه بیوزلي او رواني وضعیت ته د نړۍوالو ملاتړو ادارو د رسېدو غوښتونکي دي.
ددې راپور له مخې؛ د نجونو د زده کړو مخنیوی د دې لامل شوی، چې نجونې په کم عمر کې واده وکړي، ماشومان کار وکړي او کورنی تاوتریخوالي رامنځته شي.
افغانه خبریاله زینب سپهر چې اوسمهال د هېواد له بیلابیلو برخو راپورونه برابروي او یو شمېر رسنیو ته یې ورکوي وایي، چې خپل کار ته د شوق له امله ډېری وخت له رسنیو سره په وړیا توګه همکاري کوي.
اغلې سپهر وایي؛ وروستی کاري سفر یې څه موده وړاندې د هرات ولایت زلزله ځپلو سیمو ته و.
د نوموړې په وینا؛ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د طالبانو بندیزونو ورباندې منفي اغېزې کړې دي او تر سختو رواني ستونزو لاندې ده؛ ځکه په کاري ساحه کې له خبریالانو سره د دغې ډلې چلند د دې لامل شوی، چې تر دې وروسته د رسنیو کارونه پرېږدي او له هېواد څخه د وتلو په اړه فکر وکړي.
ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وایي:" مېرمنې په افغانستان دننه او بهر کې د ګڼو ستونزو له امله تر سخت ذهني فشار لاندې دي، چې دغه ذهني فشارونه د دوی د ژور خفګان لامل کیږي."
نوموړي د دغو فشارونو د کمولو په اړه پر ځینو حل لارو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان مېرمنو په ځانګړي توګه هغو کسانو چې خپلې دندې له لاسه ورکړي، د ستونزو لومړنۍ حل لارې یې د اروايي خدماتو وړاندې کول، د سټرس مدیریت، د ډله ییزو جلسو جوړېدل، د شبکو له خوا د خبریالانو د مالي برخې په ګډون په ځینو کاري برخو کې ملاتړ او هڅول دي.
د یادولو وړ ده، چې یوناما د دغه راپور موندنې په داسې حال کې په ډاګه کړې، چې د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اجباري او کم عمره نجونو ودونه او همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان وژنو په شمېر کې په بې ساري توګه زیاتوالی راغلی دی.
