• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د بندو دروازو تر شا محاکمه کېږي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۱ GMT+۰

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر وکیل وايي، د عمران خان محاکمه به د تړلو دروازه تر شا وشي. نعیم پنجوته خپل اېکس کې نن د محکمې پر دې پرېکړه نیوکه کوي او زیاتوي: «د ښاغلي خان د محاکمې پر مهال به رسنۍ هم نه وي، نو دا کوم ډول انصاف دی؟»

وکیلان او د انساني حقونو ډلې وايي، د تړلو دروازوتر شا محاکمه د منصفانه پرېکړې اړتیاوې نه پوره کوي.

نننۍ پرمختیا یوه ورځ مخکې ښاغلی خان د حکومتي رازونو په ښکاره کولو تورن شو او راتلونکو ټاکنو کې یې د ګډون چانس له لاسه ور کړ.

دغه تورونه د هغه تلګرام اړوند دي چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لېږلي او ښاغلی خان یې په عامولو تورن دی.

خو عمران خان وايي، د نورو سرچینو له لارې دا سند تر رسنیو رسېدلی او هغوی ولس پرې خبر کړی دی.

که عمران خان په دې تور کې پړ وبلل شي، نو تر لس کاله بند سزا سره مخ کېدلی شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې
۱

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۲

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

پوتین: ۲۴۴ زره روسي پوځیان په مستقیم ډول له اوکراین سره په جګړه کې ښکېل دي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۶ GMT+۰
پوتین: ۲۴۴ زره روسي پوځیان په مستقیم ډول له اوکراین سره په جګړه کې ښکېل دي
100%

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په خپل کلني خبري کنفرانس کې وویل، چې هېواد یې اوس له اوکراین سره د جګړې لپاره د ځواکونو د ګمارنې دویمې څپې ته اړتیا نه لري. ولادیمیر پوتین وویل، اوس مهال دوه لکه ۴۴ زره سرتیري په مستقیم ډول له اوکراین سره د جګړې په سیمو کې حضور لري.

د روسیې د ولسمشر په وینا، د ۲۰۲۳ کال تر پایه له اوکراین سره د جګړې لپاره د نویو ځواکونو ګمارلو ته اړتیا نشته او د ځواکونو اوسنی شمېر کافي دی.

ښاغلي پوتین د خپل جنګي ځواک ستاینه وکړه او ویې ویل: "هلکان په زړه پورې او عالي جنګیږي."

ښاغلي پوتین وویل، د روان کال تر پایه به شاوخوا نیم میلیون کسان له روسي ځواکونو سره یو ځای شي، نو اوس د نویو ځواکونو د ګمارنې لپاره اړتیا نشته.

فلسطیني پلوه هېکرانو د اسراییل د پوځ ویب پاڼه هېک کړې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۹ GMT+۰
فلسطیني پلوه هېکرانو د اسراییل د پوځ ویب پاڼه هېک کړې
100%

د یروشلم پوسټ اسراییلي ورځپانې د راپور له مخې؛ د اسرايیل د پوځ د ویاند ویب پاڼه په سمه ییز وخت د چهارشنبې په ماښام د فلسطیني پلوه هېکرانو له خوا د لنډ وخت لپاره هېک شوې وې او هېکرانو د وېبپاڼې کورپاڼه کې اسراییل خلاف پیغامونه خپاره کړي وو.

دغو هېکرانو چې ځانونه یې اردنیان پېژندلي، د اسراییل د پوځ په ویبپاڼه یې لیکلي وو:‌ "په غزه کې زموږ د خلکو پر وړاندې ستاسو غرور او بې عدالتي به تاسو ته یوازې د ترهګرۍ، وژنې او جګړې له لارې زیان ورسوي، که هغه په ​​ځمکه کې وي، که په هوا کې یا په برېښنایي توګه وي."

هېکرانو لیکلي، چې دغه برید د دوی په وینا په غزه کې د اسراییل د ناوړو کړنو پر وړاندې د زیان منونکو خلکو د وژنې ځواب دی.

دوی خبر داری ورکړی: "دا یوازې د برېښنايي بریدونو پیل دی او له دې ځایه موږ تاسو ته وایو، چې موږ به یوازې د خپلې خاورې (فلسطین) له سیند تر سمندر پورې خپلواکي منو. که زمونږ جګړه د تل لپاره دوام وکړي،‌ تاسې په بغیر له ترور او وژنو زمونږ نه بل څه ونه ګورئ."

د اکټوبر په میاشت کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې پر اسراییل یو لړ سایبري بریدونو ترسره شوي دي.

د یو شمېر رپوټونو له مخې؛ دغه هېواد د پوستي شرکت ویبپاڼې هم د فلسطیني هېکرانو له خوا د چهارشنبې په ورځ د لنډ وخت لپاره هېک شوې وې او د برید د مخنیوي لپاره د لنډ وخت لپاره افلاین شوې وه، چې وروسته بېرته عادي حالت ته راستنه شوه.

د حماس مشر: په غزه کې له دې حماس پرته د هر ډول ادارې جوړول یو خیال دی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۹ GMT+۰
د حماس مشر: په غزه کې له دې حماس پرته د هر ډول ادارې جوړول یو خیال دی
100%

د حماس مشر اسماعیل هنیه د چهارشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د حماس پرته په غزه کې د هر ډول ادارې جوړول یو خیال دی.

اسماعیل هنیه وايي: "موږ د هر هغه نظر یا نوښت په اړه بحث ته چمتو یو چې د اسراییل تېری پای ته ورسوي او په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې د فلسطینيانو د کورونو جوړولو ته لار پرانیزي."

هغه په غزه کې د جګړې د درولو لپاره د سعودي عربستان، د عربي او اسلامي هېوادونو د وزيرانو د کمېټې د هڅو هرکلى وکړ.

نوموړي پر عربي هېوادونو هم غږ وکړ، چې د جګړې د درولو لپاره له ټولو لارو چارو کار واخلي.

په همدې حال کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې هېواد په سویل کې له یوه زندانه، چیرې چې د حماس غړي ساتل کیږي د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د اسراییل پوځ به د حماس پر واړاندې تر بشپړې بریا او د حماس تر له منځه وړلو پورې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: "هېڅ څه به زمونږ مخه ډب نه شي کړی."

په افغانستان کې د نیول شوي امریکايي وګړي مېرمن: د خاوند روغتیايي وضعیت مې مخ په خرابېدو دی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۱ GMT+۰
په افغانستان کې د نیول شوي امریکايي وګړي مېرمن: د خاوند روغتیايي وضعیت مې مخ په خرابېدو دی
100%

د انا کوربیټ خاوند ریان له ۱۶ میاشتو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو په بند کې دی. انا ویره درلوده چې د طالبانو له خوا د هغه د خاوند د نیول کېدو په اړه رسنیو سره خبرې به د هغې د خاوند ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

خو اوس نوموړې خپل سکوت ځکه ماته کړی، چې وایي د خاوند روغتیایي وضعیت یې مخ په خرابېدو دی.

انا د امریکا سي بي ایس تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي،‌ چې اوس امریکا په منظم ډول له طالبانو سره خبرې کوي؛ نو ځکه هغه له ولسمشر بایډن غواړي چې د هغه د خاوند خوشې کېدل خپل لومړیتوب وټاکي.‌

د ریان مېرمن،‌ دوه لورګانی او یو زوی د هغه د نیولو کېدو له امله سخت خواشیني دي.

انا کوربیټ وايي: “طالبان مې خاوند په یوه ډېره وړه کوټه کې ساتي او په ټوله میاشت کې یوازې شل دقیقې د لمر وړانګې لیدلی شي.”

۴۸ کلن ریان کوربیټ د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د امریکايي پوځیانو له وتلو یو کال وروسته د طالبانو له خوا نیول شوی و.

په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکايي وګړو څخه غوښتي، چې د طالبانو د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته ولاړ نه شي؛ خو د هغه د میرمنې په وینا؛ ریان یو تجارتي ویزه دلوده او له ۲۰۱۰ کال راهیسې یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه، هغه نه غوښتل چې د خپلې هوساینې لپاره خپل همکاران پرېږدي او امریکا ته راشي، هغه د افغانستان او د خپلو همکارانو لپاره بېرته افغانستان ته ستون شو.

ریان غوښتل چې خپله کمپني په افغانستان کې بېرته فعاله کړي؛ نو ځکه د طالبانو له واکمن کېدو یو کال وروسته بېرته دغه هېواد ته ستون شو.

طالبانو هغه ته په ۱۶ میاشتو کې یوازې ۱۶ دقیقو لپاره اجازه ورکړې، چې له خپلې کورنۍ سره خبرې وکړي. د هغه مېرمن وايي؛ کله چې ریان سره خبرې کوي، هغه یوازې نه وي او طالبان یې ملګرتیا کوي، نو ځکه هغې ته نه معلومیږي چې واقعا د ریان وضعیت څه ډول دی.

هغې زیاته کړه:‌ “په وروستي ځل د خبرو پر مهال کله چې ریان د خپل روغتیایی وضعیت په اړه خبرې پیل کړي،‌ تیلیفون قطع شو.”

انا وايي؛ کور ته د یو امریکايي وګړي بېرته راستنول باید د امریکا د حکومت لومړیتوب وي.‌

طالبانو روان کال د تېر کال په پرتله له روسيې څخه دوه برابره زیات تېل وارد کړي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۴ GMT+۰
طالبانو روان کال د تېر کال په پرتله له روسيې څخه دوه برابره زیات تېل وارد کړي دي
100%

د صنعتي معلوماتو له مخې؛ طالبانو د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې ۱۷۶ زره ټنه مایع ګاز وارد کړي، چې د تېر کال دوه برابره زیاتوالی ښيي.

روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو دا یو له هغو لومړنیو هېوادونو دی، چې واک ته له رسېدو وروسته یې له دغې ډلې سره سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.

تېر کال دغې ډلې له روسیې سره د پټرول، ډیزل، ګازو او غنمو د رسولو تړون وروسته له هغه لاسلیک کړ، چې مسکو د طالبانو حکومت ته د توکو په اوسط نړۍوال نرخ کې د تخفیف وړاندیز وکړ.

دا تړون په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې لومړنۍ پېژندل شوی لوی اقتصادي تړون دی.

رویټرز د صنعت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د جنورۍ څخه تر نومبر میاشتو پورې افغانستان ته د ریل له لارې د روسیې د مایع طبیعي ګازو صادرات له ۱۷۶ زرو ټنو څخه زیات شوي، چې دا د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زیات دي.

په همدې حال کې منځنۍ اسیا ته د روسیې د مایع ګازو صادرات د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې دوه برابره شوي او ۳۹۰ زره ۱۰۰ټنو ته رسېدلي دي.

مایع ګاز په عمده توګه د موټرو، تودوخې او نورو پیټرو کیمیکلونو د تولید لپاره کارول کیږي.

د تیلو برعکس د روسیې د ګاز صادرات د لویدیځ بندیزونو له خوا په نښه شوي نه دي؛ خو روسیې له اروپا څخه منځنۍ اسیا ته د ګازو صادرات متمرکز کړي دي.