• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر تورغونډۍ بندر کې له څو طالب وزیرانو سره ولیدل

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن د هرات تورغونډۍ بندر ته لاړ او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو، د سوداګرۍ، د کانونو او پټرولیم وزیرانو سره ولیدل. ترکمنستان تر اوسه د دې سفر د هدف په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو «د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو لیدل» د دې سفر هدف بللی.

د طالبانو د اعلامیې له مخي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د کابینې مرستیال راشيد مردوف او د هغه سره د راغلو ملګرو موخه د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي، ترانزيټ، برېښنا، ريل پټلۍ او انرژۍ د ګډو پروژو لیدل او لا پرمختګ ورکول دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت نن شنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د ترکمنستان او طالبانو چارواکو د هرات په تورغنډۍ کې د پټلۍ کارونه هم له نژدې ولیدل.

ترکمنستان د هرات د برېښنا د اړتیا لویه برخه پوره کوي. دغه هېواد د ټاپي د سیمه ییزې پروژې شریک او افغانستان ته د تېلو صادرونکی هيواد هم دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د کویت امیر شیخ نواف احمد صباح په ۸۶ کلنۍ کې مړ شو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۴ GMT+۰

د کویت دولتي تلوېزون د شنبې په ورځ عادي خپرونې ودرولې او د قرآن تلاوت یې پیل کړ چې دا په شاهي کورنۍ کې د مرګونې پېښې نښه ده. وروسته شاهي دربار د بیانیې خپرولو سره د دغه هېواد د امیر شیخ نواف احمد صباح د مړینې خبر تایید کړ.

شیخ نواف د ۲۰۲۰ سپټمبر کې د خپل ورور ۹۱ کلن شیخ صباح احمد جابر له مړه کېدو وروسته د کویت امیر شو.

تر دې منسب مخکې هم نوموړی څو لسیزې پر مهمو څوکیو ناست و.

ښاغلی احمد صباح پر ۲۰۰۶ کال د امارت وارث وبلل شو.

کله چې پر ۱۹۹۰ کال عراق پر تېلو شتمن کویت لاندې کړ، نو هغه مهال نوموړی د دفاع وزیر و.

کله چې کویت د دولت مخالفو وسلوالو ډلو له تاوتریخوالي سره مخ و، بیا هم نوموړی د کورنیو چارو وزیر و.

الجزیره تلوېزون وايي، شیخ نواف احمد په شاهي کورنۍ کې منلی و.

ښاغلی نواف احمد صباح د نومبر وروستیو کې په روغتون کې بستر و.

بنګله دېش له پاکستان څنګه بېل شو؟

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۹ GMT+۰
•
نورالبشر نوید

د مشرقي پاکستان مرحوم نه په شپاړسم دسمبر کال نولس سوه يو اويايم بنګله دېش د يو ازاد خپلواک هېواد په توګه جوړ شو او دا تاريخي حقيقت یې رښتيا کړ چې د غلامۍ نه باغي راپېدا کيږي او باغي انقلاب راولي، خو د خليل جبران په خبره، هر انقلابي باغي وي، هر باغي انقلابي نشي کېدی.

بنګالي قامپال یا ملتپال د پنځويشتو کلونو باغيان وو او په کال نولس سوه يو اويايم یې بغاوت د بنګله دېش په نوم د يو ازاد خپلواک هېواد نتيجه ورکړه او د بنګله دېش بېرغ هم داسې علامتي دی چې په شين رنګ کې یې سور رنګ ګول دايره ورکړه او د پنځويشتو کلو د وينو د قربانیو هنداره شوه.
پاکستان ورته سقوط ډااکه وایي، خو بنګاليانو په لبرېشن يعنی په زور ازادي اخستې ده. د هغې ثبوت د پاکستان يو لک پوځ په ډااکه کې وسله غورځول او د جنرال نيازي لاس ليک او د انډيا قېديان کېدل دي. دا کار د خپلې دغې مذهبي نعرې پر ضد يو عمل دی چې هغه وخت هم اوس هم دا نعره د پوځي بېرکونو په ديوالونو ليکلې ده-!!
نصرمن الله و فتح قريب
خو که بل خوا د انډيا د وزيراعظم په دفتر کې د ډاکې د وسلې غورځېدو او جنرل اروړا ته د جنرال نيازي لاس ليک کوم تصوير اويزان دی نو دا د پاکستان د شکست يو ثبت شوی باتصويره تاريخ دی.

د بنګله دېش جوړېدو نه پس

د بنګله دېش باني شېخ مجيب د قامي ازادۍ له ګټلو نه پس پوځي کودتا کې سره به خپل خاندان ووژل شو، خو بنګاليان که پوځي و که سياسي جمهوري و خو په بنګالي قام پالۍ يو شان وو ځکه یې نه بېرغ په بل رنګ واړاوه، نه سيکه، نه یې قام او ژبه واړوله او يو ځل بيا د شېخ مجيب لور شيخ حسينه واجد د پلار قرباني وګټله چې اوس په نور فعاليت سره سياسي جمهوري وزير اعظمه ده او هېواد یې له اقتصادي معاشي پلوه په هره حواله له اتومي پاکستان نه لوړ مقام لري.
د شېخ حسينه واجد يو بل جرات من کار لکه د مصر جمال ناصر په شان دا و چې ټول اخواني شدت پسند یې قانون ته وسپارل او د پانسۍ سزاګانې یې ورکړې.

د دغو سزاګانو په ضد د پاکستان بنسټ پالو احتجاج وکړ چې دا خو سپين ږيري دي، خو شېخ حسينه واجد د دوی په ځواب کې وویل چې کوم وخت دوی دا جرم کولو هغه وخت دوی بوډاګان نه وو.
هغې د پلار او د بنګله دېش د باني د قتل او په جمهوريت د شبخون غچ واخست، خو دېخوا په ۱۹۸۸ کې چې بېنظير بوټو وزارت عظما چوکۍ وګټله نو د اقتدار شرط یې دا وو چې د جنرال ضيا په شکل کې د پوځ خلاف به داسې انتقامي سلوک نه کوي چې پوځ یې پلار وژلی دی؟

بېنظير بوټو ورسره دغه هر څه ومنل چې د جنرال ضيا د لسو کلو د اوږدې مارشلا او د بټو سياسي جمهوري قتل معاف کول وو. د پاکستان هر نازولی نيازبين جمهوريت هره پوځي کودتا دغه شان بښلې ده. زمونږ او د بنګله دېش په رويو او جمهوريت کې دغه فرق دی.

چېرته چې مذهب او رياست جدا جدا خپل خپل کار ته چمتو شي هلته مذهبي مسلکي سياسي اختلافات وي، خو د جنګونو سوب نه جوړيږي او چېرته چې دا کردارونه لکه د ډرامې يوبل سره منفي او مثبت رول ولري هلته لکه د پاکستان سياستونه هم جمهوريت او ټولې ادارې د يو پوځي قوت په سکنجه کې نښلي او داسې شکل جوړ شي لکه دا اوس چې پاکستان کوم لري.

چې کله مقتدره ادارې وغواړي نو سېکولر، مترقي، قامپال نظرياتي او د هر مسلک مذهبي ګوندونه په يو حمام کې بربنډ ودروي، کله یې د يوبله په ځانګړي حیث لکه د مړزانو وجنګوي، ګټه د يو قوت او تاوان د ټولو خلکو او سياسي ګوندونو.
بنګله دېش د دې سکنجې نه ځان په لويه قربانۍ ووېست، لکه څنګه چې د براعظمګي په وېش کې مغربی او مشرقی ترمنځ سمندر و او دا جوړښت غېر فطري و، دغه شان د دوی فقط يو مذهب مشترک و، نور په ژبه، قام، رنګ نسل خوی بوی مزاج په هره حواله مغربي او مشرقي جدا جدا وو.

په غېر فطري جغرافيه کې ډېر وخت څوک نږدی فقط په مذهب يو ځای نشي پاتې کېدي او په ژبه، قوميت، دود دستور، کلتور او تاريخ د يوبله بېلېدی نشي.
که په مذهب څوک يو ځای پاتی کېدی شوی نو خليج کې به کرښې نه وې چې ټول مسلمانان دي، خو ملکونه او هدفونه یې ځانګړي دي.

د بنګاليانو قامپالنه

بنګاليانو ته د پاکستان د جوړېدو نه پس معلومه شوه چې د مغربي پاکستان ولسي او پوځي پنجابي رويې زمونږ په ضد دي. چې جنرال ايوب خان پرې اردو قامي سرکاري ژبه منله او بنګالي قامپالو انکار وکړ چې د قام په حیث زمونږ قامي ژبه بنګالي ده.

دا وړومبنی قامي بغاوت و چې په قامي لساني بنياد راپورته شو او پوځ په بنګالي طالبعلمانو ګولۍ وورولې او په بنګاليانو کې قامپال سياست لشه راپېدا کړه چې په اصل کې یې د بنګله دېش نتيجه ورکړه او د ملل متحد يويشتمه فروري د مورنو ژبو عالمي ورځ د بنګاليانو د وينو اعتراف دي؟

قام خاوره ځمکه او ژبه

د قام، خاورې، ځمکې او ژبې رګ ريښه د يوبله نشي بېلېدی. دا خبره د مشرقي او مغربي پاکستان تر منځه په دوو غټو ثبوتونو داسې ده چې د مغربي پاکستان پوځ او پنجابي ډیکټېټر ته د بنګالي قامپال فکر نه ويره او خطره پېدا شوه، نو هغوی د رشتو ورکولو راکولو ناکامه تجربه وکړه.

خيال یې دا وو چې پنجابيان او بنګاليان په خپلو کې رشتې وکړي، نو دا تاو تريخوالی به ختم شي، خو قوميت، ژبه، ځمکه او خاوره خپل زور لري ځکه نو دواړه غېر فطري برخې په رشتو هم ټينګې نه شوې.
بل ثبوت یې دا دی چې هرکله په مشرقی پاکستان کې د ازادۍ عمل تېز شو او د پوځ ټولې تجربې ناکام شوې، نو جنرال ټکا خان ډاکې ته د تلو په وخت په جارحانه لهجه ويلي وو-
"ماته د بنګال ځمکه پکار ده خلک نه"
خو بنګاليانو د جارح پوځي جنرال دا دعوه او دړکه غلطه وګرځوله، هېڅ زور او جبر د بنګاليانو ژبه، ځمکه او خاوره د يو بله جدا نه کړل.

نورالامين چې خپله ژبه، قام او خاوره پرېښوده او اسلام اباد ته د وفادار پاکستاني په نوم راوتښتېد، نو دلته ورله په انعام کې د پاکستان صدارت ورکړی شو، خو له مرګ نه پس یې دوه ګزه ځمکه قبر په برخه شو.

پاکستان ورته وفادار وویل او خپل قام، خاورې او د بنګله دېش تاريخ ورته نن هم غدار وایي.

دوه پنځوس کاله پس

اوس دوه پنځوس کاله پس د بنګله ديش ازادي او د پاکستان دعوې اخوا رښتيا او ديخوا دروغ وختې.

ديخوا بوټو د نوي پاکستان نوم ورکړ، خو اته کاله پس د نوي پاکستان پوځ پانسي کړ، اخوا پوځ شېخ مجيب قتل کړ، خو لور یې غچ واخیست.
ديخوا بيا بيا پاکستان نوی کيږي او زړيږي خو هېڅ نتيجه نه ورکوي. چې هر ځل نوی کيږي نو نوې جامې او وجود یې يو بل سره هډو سمون نه لري او دوه قومي نظريه خو یې څلريشت کاله پس د بنګله دېش سره له منځه تللې ده.
جناح صېب یې په نوټونو پاتې دی يا په سرکاري دفترونو او ايوانونو او اعلا بالا ادارو کې د تبرک په توګه خاموش اويزان دی نور هېڅ معنا نه ورکوي، ځکه نو دا وخت ديخوا په هر نوي پاکستان کې زړې دعوې نوې کيږي او نوې تجربې ناکامه کيږي.

چېرته چې په کثيرالقوم هېواد کې د هر قوم اهداف او مفادات جدا جدا وي، چې د غالب او مغلوب تصور زهنونه ويشلي وي، چې د قامونو ژبې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وي، چې د يو قام اتلان په قبرونو کې هم نه معاف کيږي، چې اوس هم په ازاد ملک کې د هندوستان او د پردو تحريکونو تاريخ د مطالعه پاکستان حصه وي هلته به هره د ترقۍ دعوه دروغجنه وي.
نن هم چې مونږ وايو جنګونه نوي شو نو دا هر څه زاړه دي، د زړو جنګونو شکلونه د خپلو خپلو مفاداتو لپاره نوي کيږي
د دې جنګ بنياد قامي، لساني او د خاورې د اختيار دی.
مونږ چې د خپلو حالاتو شکل ته دومره موده پس د بنګله دېش په اينه کې ګورو او د اتومي ملک د ترقۍ دعوې اورو نو د تاريخي قام په غوڅه ژبه به دا دعوه داسې ردوو.

د دنيا د ابادۍ دعوې دروغ دي
چې ترڅو د پښتنو کورونه وران دي

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.


د بخښنې نړۍوال سازمان د ندا پرواني له خوشې کېدو هرکلی کړی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۱ GMT+۰

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، د طالبانو له بنده د ښځو د بشري حقونو مدافع ندا پرواني او د هغې د خاوند د خوشې کېدو هرکلی کوي. دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د مېرمن پرواني خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ دی.

ندا پرواني چې څه موده وړاندې له خپل خاوند او ماشوم سره په کابل کې نیول شوې وه، د چهارشنبې په ورځ په ضمانت خوشې شوې ده.


د بخښنې نړۍوال سازمان یوځل بیا د ښځو حقونو د مدافعینو ژولیا پارسي، منیژې صدیقي او پریسا د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


طالبانو د ندا پرواني د خوشې کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

پرلت وهونکي: که تر راتلونکې اوونۍ مو غوښتنې و نه منل شي، حکومت ته به ډېر مزاحمتونه پېښ کړو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۴ GMT+۰

په چمن کې د روان پرلت ګدونوالو نن د پرلت په ۵۸مه ورځ وویل، د دوی مشران په اسلام اباد کې له مرکزي حکومت سره په خبرو لګیا دي او تر راتلونکې جمعې یې وخت ورکړی که یې غوښتنې و نه منل شي؛ نو دوی به په سترو لاریونونو لاس پورې کړي او مرکزی حکومت ته به لا زیات سرخوږی ورپېښ کړي.

د پرلت یو ګډونوال پهلوان غوث الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د چمن او سپین بولدک د اوسېدونکو کارونه په ټپه ولاړ دي او موږ د سهار او د ماښام له پاره خواړه نه شو موندلای. موږ به هره ورځ له چمن دروازې یوې او بلې خوا ته مالونه وړل او خواري غریبي مو کوله؛ خو له هغه مهاله چې پاکستاني چارواکو دغه ظالمانه پرېکړه کړې زموږ ټول کاروبار خراب شوی دی موږ دا نور نه شو زغملای.»

100%


پهلوان غوث الله زیاته کړه، همدغه تېره ورځ یې د یو پرلت وال د ماشومې لور جنازه وه چې پلار یې د وزګارتیا په وجه هغې ته دارو درمل نه شوای اخیستی او د ورپېښې ناروغۍ له امله یې ساه ورکړه.

د پرلت نور ګډونوال وايي، چې څو ورځې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دوی پرلت ته ورغلی و او د دوی ټولې غوښتنې یې واورېدې او له دوی سره یې ژمنه وکړه، چې په اسلام اباد کې به د حکومتي چارواکو سره د دوی ستونزې شریکې کړي.


ښاغلي اڅکزي له پرلت وهونکو غوښتي، چې تر راتلونکې جمعې ورځې دې دوی له سترو مزاحمتونو ډډه وکړي او که غوښتنې یې و نه منل شوې؛ بیا دوی کولای شي چې سترو لاریونونو ته مخه کړي.


دغه پرلت ۵۸ ورځې وړاندې له هغې وروسته پیل شو، چې پاکستاني چارواکو د چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزو تګ راتګ جبري کړ؛ خو پرلت کوونکي وايي چې دوی د پخوا په څېر په دغه دروازه غواړي په تذکرو او شناختي کارډونو تګ راتګ وکړي.


تر دې وړاندې یو شمېر وکیلانو، سیاستوالو او د بلوچستان ډاکټرانو هم په دغه پرلت کې له پرلت والو سره برخه اخیستې وه او د پاکستان دغه پرېکړه یې ظالمانه بللې وه.

هغوی دا هم ویلي وو، چې د پاکستان لنډمهاله اداره په حقوقي لحاظ د دغسې پرېکړو واک نه لری.

د خبریالانو نړۍواله ټولنه وایي، سږکال ۹۴ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د خبریالانو نړۍوالې ټولنې اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۹۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې ۹ تنه یې ښځې وې په ټوله نړۍ کې وژل شوې دي. د دغې ټولنې شمېرې ښيي، چې د وژل شویو خبریالانو له ډلې ۷۲ سلنه یې یوازې د غزې په جګړه کې وژل شوي دي.

دغې ټولنې د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۵مه په یوې خیر پاڼه کې لیکلي، په غزه کې د جګړې له پیله ۶۸ خبریالان او د رسنیو کارکونکي چې ۶۱ یې فلسطیني خبریالان وو پر غزې تړانګې د اسراییل په بریدونو کې، درې تنه لبناني خبریالان د لبنان په سویل کې د اسراییل په بریدونو کې او څلور تنه اسراییلي خبریالان د حماس په بریدونو کې وژل شوي دي.

دغه بنسټ د درې تنو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو وژنه په سوریه کې هم ثبته کړې ده.


د دغې ټولنې د راپور له مخې، درې تنه خبریالان چې له ډلې یې یو روسي، یو فرانسوي او یو اوکرایني خبریال وو د اوکراین په جګړه کې او دا رنګه یو بل خبریال په البانیا کې وژل شوي دي.

دغې ټولنې دا رنګه ویلي، چې اووه تنه خبریالان په اسیا کې له ډلې یې دوه تنه یې په افغانستان، دوه تنه خبریالان په فلیپین او یو یو خبریال په هند، چین او بنګله دېش کې وژل شوي دي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو نومونه حسین نادري او اکمل یاد کړي، چې دواړو یې صدای افغان رسنۍ ته کار کاوه.

د خبریالانو نړۍوالې ټولنې په شمالي او سویلي امریکا کې د اوو تنو خبریالانو وژل کېدنه او د پنځو هغو یې په افریقا کې ثبت کړې ده.

د دغې ټولنې مشر دومینېک پرادالیه، له نړۍوالو څخه غوښتي، چې د دغو وژنو د ژر بندولو په اړه چټک ګامونه پورته کړي.

هغه ټینګار کړی: «نړۍواله ټولنه په تېره بیا نړۍوال عدلی بنسټونه باید خپل مسوولیتونه وپېژني او که اړتیا وي، هغو کسانو سره چې پر خبریالانو یې د بریدونو امر کړی وي، قانوني چلند وکړي.»

دغه بنسټ دا رنګه راپور ورکړی، چې ۳۹۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دا مهال په زندانونو کې دي.

د دغې ټولنې د راپور له مخې، چین او هانګ کانګ د ۸۰ خبریالانو د بندي کولو له امله د دغه نوملړ په سر کې ځای لري.

د دغه راپور له مخې، په میانمار کې ۵۴ خبریالان، ترکیه کې ۴۱، روسیه او کریمیه کې ۴۰ تنه، بلاروس کې ۳۵ او په مصر کې ۲۳ تنه خبریالان بندیان دي، چې د نوملړ په نورو برخو کې راغلي دي.

د شمېرو له مخې، ۱۸ خبریالان په ویتنام، ۱۱ خبریالان په سعودي عربستان کې، لس تنه په هند او نهه تنه په سوریه کې بندیان دي.

په یوې نوې پېښه کې د الجزیرې خبري شبکې د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۲۴مه نېټه ومنله، چې د دوی یو فلم اخیستونکی د غزې په سوېل کې وژل شوی او یو خبریال یې ټپي شوی دی.