• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان؛ څه وايي؟ څه کوي؟ او څه غواړي؟

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۰

په سیمه کې د پاکستان او په لوی سر کې د انګریزي ښکېلاک سیاست هم خورا پېچلی دی، هم ډېر سرسري او ساده. فقط باید پر دې پوه شو، چې دغه مصنوعي پوځي واکمني ولې په دې سیمه کې جوړه شوه او د سړې جګړې پرمهال څه ونډه ورسپارل شوې وه؟

تر سړې جګړې راروسته د زبرځواکونو له ګټو سره سم پاکستاني سیاست او د پوځي چاوڼۍ لپاره جوړ شوي دغه هېواد برخلیک څنګه بدل شو؟

په پاکستان کې روان پوځي ناورین او په افغانستان کې یې له نوې واکمنۍ سره زرګري خرپ و ترپ او های و بګیر مدیریت شوي دي. لاتراوسه هیڅه د دغه هېواد د پوځي استخباراتو له کنترول څخه بهر نه‌دي.

په دې منځ کې د پاکستان اقتصادي کړکېچ ریښتیا دی. دا هېواد پر پیسومینځلو د څار نړیوال بنسټ FATF له دې کبله په خړ لیست کې اچولی و، چې ګواکې ترهګر روزي. د پاکستان په اړه د ترهګرپالنې کلیشه دومره مشهوره شوې، چې دغه هېواد یې له هره اړخه څنډې ته کړی دی، له همدې کبله اوس غواړي د ترهګري بوینه مرداره د افغانستان خاورې ته راوغورځوي. پاکستان یوه مصنوعي جګړه جوړه کړې، په خپل غاصبانه قلمرو کې هغه انسانان (پښتانه او بلوڅ) وژني، چې پاکستاني پوځ ته یې تر ژوند مرګ غوره ښکاري او درېیمه درجه اتباع بلل کیږي.

پاکستان پښتانه افراطیون وسله‌وال کړي او پښتانه پرې وژني، په پنجاب و سند کې کراره کراري ده، پښتون و بلوچ وژل کیږي او پاکستان شپه و ورځ چیغې وهي، چې د ترهګرۍ قرباني دی او ترهګر له افغانستانه ورځي. دا هغه اپوټه شوې چیغې دي ، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د پاکستان په وړاندې وهلې، خو دا دی، په دوو کلونو کې دا کیسه سرچپه شوه. د پښتنو په وژلو دغه هېواد خپل نړیوال دریځ له ترهګرپالنې د ترهګرۍ قربانۍ ته وربدل کړ.

پاکستان ته بله ورپېښه ربړه دا ده، چې نور نو د تېرې نیمې پېړۍ په شان پریومهال د چین و امریکا دواړو یارانه پاللی نه‌شي. امریکا ورته کرښه راکاږلې، چې یا زه یا زما سیال. امریکا په تېره نیمه پېړۍ کې له چین سره د پاکستان تر شاتو خوږه او تر سمندر ژوره (!) یارانه ځکه زغمله، چې یو خو یې د شوروي او بیا په ظاهره د ترهګرۍ په ضد جګړو کې پاکستان ته اړتیا ډېره وه او بله دا، چې تر ۲۰۰۰ کال مخکې چین لا له اقتصادي پلوه دومره نه و پړسېدلی، چې د امریکا ګټې دې تر دې بریده وګواښلای شي. اوس امریکا په زغرده اعلان وکړ، چې روسیه یې دوښمن او چین یې تر ټولو لوی اقتصادي رقیب دی او پرې به نه‌ږدي، چې ژېړښامار تر دې لا غوټ او خونړی شي.

د پاکستان لویه تمه سي پیک (یوه لار یوه کمربند) ته وه. دا د چین څو میلیاردي پروژه وه، چې پاکستان یې د لنګې غوا په شان لوشلو ته بادیه ډنګوله، خو اوس لکه چې امریکا دغه بادیه له خاورو ورډکه کړه.بلوڅ پاڅون د چین ګټې ګواښي. بلوڅان جدي دي. بلوڅان د پښتنو په شان د پنجابي مدرسو په ایډیولوژیک منتر کې ښکېل نه دي، نه د پاکستان پروا لري او نه د پاکستاني استخباراتي ملایانو او نه د هغوی د تکفیر.

پرپاکستان دواړه لنګې غواګانې وچیږي. امریکا لغتې اچوي، چې له چینه لاس وانه‌خلې ټکی شیدې به درپرې نه ږدم او چین ورته وايي: لاره راکړه او زما د څومیلیار ډالري پروژې امنیت ټینګ کړه، چې غولانځه درپرېږدم او که نه زهر دې شه.

پاکستاني پوځ چې د سړې جګړې پر مهال له نړیوالې سیالۍ پریمانه پیسې ګټلې د انګریز و امریکا د لنګو غواګانو په وچېدو چین ته داړې جنیګې کړې،خو له ژېړ ښامار څخه ویښته شکول له اور سره لوبه ده.

پاکستاني پوځ د خپل تاریخ په اوږدو کې لومړی ځل دی، چې سره یشل شوی او ښکر په ښکر دی. دا شی د پاکستان ملا ماتولای شي. د پوځ شخړه او نادودې اقتصادي لاملونه لري. پوځ د پاکستان خاوند و، د ټولې پاکستاني ګټې سرشیر و پيروی یې خوړ.

جنرالانو یې په نړۍ کې رومانتیک ټاپوګان په پیسو اخیستل او د نړۍ ښکلې ماڼۍ او نجونې د دوی وې. ساده پوهاوی یې دا دی، چې د دغه پړسول شوي پوځ خېټه غټه، اشتها ډېره خو مخه یې سپېره ده.

اوسنی پاکستان دغه پوځ په ګېډه مړولای نه شي، ځکه نور نو نه د سړې جګړې نازولی دی او نه د ترهګرۍ د جګړې اسانچاری، بلکې پر داسې دوه‌لارې ولاړ دی، چې یا باید چین ته مخه کړي، یا امریکا ته.

په پاکستان کې روانه جګړه د چین او امریکې د ګټوشخړه ده او پاکستان یې له دواړو څخه د څه بودولو په تمه مدیریت کوي، لاتراوسه یې قربانیان یوازې ساده پښتانه او مظلوم بلوڅان دي.

پاکستان په روستیو شېبو کې چین ته وايي: پیسې راډېرې کړه، چې د سی- پیک امنیت خوندي کړم او امریکا ته وايي: شکرانه راډېره کړه، چې له خپل ګاونډي ملګري ښامار سره د دوستۍ پرېښودلو په قیمت خو وارزي.

امریکا ته د پاکستاني پوځي واکمن روستی سفرد همداسې یوې غوښتنې لپاره و، خو له ورایه داسې ښکاري، چې امریکا چندان دانه نه‌ده ورته اچولې.

پاکستان په بشپړه بېرحمۍ افغان کډوال راشړي، ځکه نور نو دوی ته د سړې جګړې او د امریکايي پروژو د چلولو د زمانې په شان وړیا سرتیري نه ښکاري، خو اصلي کیسه دا ده، چې په دې شورماشور او لچرۍ کې نړۍ ته ښيي: ګواکې هم پخوا افغان کډوال ترهګر وو او هم اوس.

پاکستان له پښتنو ملتپالو پخوانۍ [ دهیند د ویش له زمانې]ویره لري، د دې لپاره انګریزانو درې لارې ورښوولې وې:

لومړی: پښتان په دیني لومه کې راښکېلولای شې. پرېمانه استخباراتي مدرسې، جوماتونه او خانقاوې ورته جوړې کړه او سرکاري ملایان، شېخان او پیران ورته وټاکه.

دا په خولو کې ورکړه چې پاکستان قلعه اسلام، دارالاسلام او یوازینی هېواد دی، چې د اسلام په شعار جوړ شوی دی. بس په همدې دې پښتانه وړیا اربکیان دي.

دویم: ملتپال یې په خپلو کې ښکېل کړه، د واک او امتیازاتو په زور یې سره دوښمن کړه، قبیلوي شخړې ورجوړوه، په سني و شیعه یې وویشه، تربورګلوي په کې چاغه کړه، له ښوونځیو او پوهنځیو یې لرې ساته، شعوري یووالي او ویښتیا ته یې مه پرېږده. ترهرڅه وړاندې یې ملتپال وروځپه.

درېیم: په واک او پوځ کې یې انفرادي شامل کړه، پرېږده چې تر لوړو څوکیو ورسیږي، خو د افرادو په توګه. هیڅکله یې د ملتپالو جوړښتونو په چوکاټ کې سیاست ته مه راوله. د ملتپالو پرځای یې بنسټپال او استخباراتي دینچاري پیاوړي کړه، مدرسې ورکړه او مریدان ورته ونیسه.

له دې سره به پاکستان‌میشتي پښتانه هم ستا شي او ساده کلیوال افغانستان‌میشتي پښتانه به هم تر خپل افیوني اغېز لاندې خپل وړیا سرتیري کړې.

بلوڅ ملتپال مبارزین په دوو دلایلو تر پښتنو ملتپالو بریالي او ګواښمن دي، لومړی دا چې د استخباراتي مدرسو په جال کې ښکېل نه شول. او دویم ملتپال مبارزین یې د پاکستاني استبلېشمېنت په جال کې ونه‌نښتل. د څوکیو نیولو په لیونتوب کې یو له بل سره دوښمني ته د پاکستان‌پلوۍ سیالي پیل نه کړې.

په افغانستان کې له پاکستان څخه کرکه په یوه قاطع عامه ذهنیت بدل شوی دی، دا کرکه دومره عمومي او ساري ده، چې که هرڅوک غواړي په افغانستان کې واک ولري، ښايي لږ ترلږه خپله پاکستان‌پالنه پټه کړي.

کېدلای شي د واکمنې وسلوالې ډلې ځینې عام او د قاعدې بې صلاحیته غړي به د ملي ولولو تر اغېز لاندې ریښتیا هم د پاکستان مخالف وي، یا به یې په منځ کې ځینې فرکسیونونه له دې هېواده کرکه لري، خو مبهمه تصمیم‌نیونکې هسته لاهم تر بشپړ استخباراتي کنترول لاندې ده.

پاکستان پر افغانستان واکمنې ډلې باندې د فشار راوړلو او دوی په خپل مدیریت و کنترول کې ساتلو لپاره خورا ډېر ریزرفونه په لاس کې لري. ملا فضل‌الرحمان له خپلې هیندوستاني ژېړې پګړۍ سره لاهم ایډیولوژیک راج چلولای شي. د اکوړه خټک حقانیه مدرسه او زرګونه نورې هډې لا هم د کنترول د رېموټونو کار ورکوي.

پر افغانستان د واکمنو د کورنیو، شتمنیو او کاروبارونو د یرغملتیا مهمه برخه خو لا هم د پاکستانیو په واک کې ده.

د پاکستاني طالبانو د خرپ و ترپ چاودنې ووژنې پاکستاني استخباراتو ته څو ګټې لري:

لومړی: ټولې نړۍ ته ورښيي، چې پاکستان د ترهګرو روزونکی او پالونکی نه، بلکې ګواکې د ترهګرۍ قرباني دی او دا په حقیقت کې افغانان دي، چې هم خپل وطن او هم پاکستان او د نړۍ نور هېوادونه ګواښي.

دویم: په دې ګډوډۍ کې ریښتیني پښتني ملتپال ځواکونه او غورځنګونه په اسانه ځپل کېدلای شي.

درېیم: ظاهراً په TTP پسې راوتلی پاکستاني پوځ ټوله پښتني سیمه لاندې کوي، خپل هر ډول مخالفین ځپلی شي او ملتپال غورځنګونه له پښو غورځولای شي. په دویم ګام کې ځان خپل سراتيژیک عمق ته هم رسولای شي او هغه په افغانستان کې دننه پوځي – استخباراتي جال غوړول دي.

څلورم: پوځ خپل بشپړ واک ساتي او په ټولیزه توګه دیموکراتیکو جوړښتونه ته د مخالفت او ځان خوځولو وخت نه پاتیږي.

پینځم: امریکا ته ویلای شي، چې موږ لا هم د نیابتي جګړو د غځولو توان لرو او هرځای دا چاره ترسره کولای شو.

شپږم: ټولې خونړۍ پېښې د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې متمرکزې او منحصرې دي، دلته خو یو پښتانه تباه کیږي او د «ریاست!» دوښمني ته زړه ښه کولای نه شي، بله خبره دا ده، چې د ځپل شويو سیمو ټول اقتصادي امکانات او سرچینې (اوبه، کانونه، بشري ظرفیت، کرنیز محصولات او نور) به وړیا پنجاب ته وررسیږي.

پاکستان لکه لړمه د خپلو بچو په غوښو پايي، خو ستراتيژيک اهداف یې ډېر پاخه ټاکلي. چې غواړي په هره بیه او خورا خونړیو لارو هم ځان ورورسوي.

له دې لړمې د ژغورنې یوه لاره ده، د ټولو افغانانو او تر ډيورند کرغېړنې کرښې پورې غاړه پښتنو ویښتیا او روښانتیا، یووالی او لوړ سیاسي شعور.

د انګریز او پاکستان له زړو چلونو او دسیسو یې خبرول او د دوی د شعوري ارادې په رڼا کې له روان ناورین څخه د ټولې افغاني جغرافیې ژغورل.

بله هېڅ ليدلې نه شي په دا منځ کې
يا مغول له مينځه ورک يا پښتون خوار

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د انساني حقونو کمېسیون د پاکستان د پولیسو له خوا د بلوڅ پرلتوالو نیول وغندل

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د انساني(بشري) حقونو کمېسیون په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د بلوڅ پرلتوالو نیول او ور سره زور زیاتی وغندل. دغه کمېسیون نن په خپل اېکس کې د بیان خپرولو سره ویلي، چې له سوله ییزو مظاهرو سره د حکومت دې چلن ډېر اندېښمن کړي دي.

په بیان کې دا هم ویل شوي، چې پولیسو د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو پرضد زور کارولی او شدید اوښلن ګاز یې شیندلی دی.

د بلوڅانو پرلت په تېر نومبر کې د بلوچستان په تربت کې د پولیسو له خوا د بالاچ بلوچ په وژنه پسې پیل شو.

دغه پرلت پرون اسلام اباد ته ورسېد؛ خو خواله رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې پولیس یې د تیت کولو هڅه کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ امنیتي ځواکونو د دې پرلت د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۲۵۰ کسان ونیول.

د پاکستان د خصوصي سازۍ وزیر وايي، چې د سرپرست لومړي وزیر په غوښتنه په اسلام اباد کې نیول شوي ټول بلوڅ ماشومان او ښځې خوشې کړل شول.

د فواد حسین په خبره؛ نیول شوي ۹۰ سلنه نارینه هم خوشې شوي او پاتې کسان به د هویت تر معلومېدو وروسته ازاد کړل شي.

نوموړی وايي، چې د پاکستان لومړي وزیر انورالحق کاکړ د دې پرلت د غوښتنو اورېدو لپاره حکومتي کمېټه هم جوړه کړې ده، چې ستونزه د جرګې له لارې هواره کړي.

پاکستاني چارواکي وايي، د بلوڅ پرلت نیول شوي ماشومان او ښځې یې خوشې کړل

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د خصوصي سازۍ وزیر وايي، د سرپرست لومړي وزیر په غوښتنه په اسلام اباد کې نیول شوي ټول بلوڅ ماشومان او ښځې خوشې کړل شول. د فواد حسین په خبره؛ نیول شوي ۹۰ سلنه نارینه هم خوشې شوي او پاتې کسان به د هویت تر معلومېدو وروسته ازاد کړل شي.

د نوموړي په خبره؛ د پاکستان لومړي وزیر انورالحق کاکړ د دې پرلت له مشرانو سره د خبرو لپاره حکومتي کمېټه هم جوړه کړې ده، چې ستونزه د جرګې له لارې هواره کړي.

د پاکستان پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو پرون اسلام اباد ته د بلوڅ توکم وژنې پر ضد د لاریون د رسېدو مخه ونیوله؛ خو بیا هم دا لاریون تر اسلام اباد ورسېد.

د دې لاریون غړي وايي، چې امنیتي ځواکونه په اسلام اباد کې له دې لاریون سره د نورو خلکو د یوځای کېدو خنډ و او وروسته یې د لاریون پر تیت کولو لاس پورې کړ.

خواله رسنیو کې ویډوګانې هم ښيي چې پولیس پر لاریونوالو برید او زور زیاتی کوي.

د پاکستاني رسنیو د پنجنشنبې ورځې راپورونو له مخې؛ د پلازمېنې پولیسو د لاریونوالو د مشرې ماه رنګ بلوڅ په ګډون تر ۲۵۰ تنه د لاریون مخکښ کسان او سمبالوونکي نیولي دي.
بلوڅو لاریونوالو د اسلام اباد په ۲۶ نمبر چوک کې د پرلت خیمې وهلې وې او همدارنګه د اسلام اباد پریس کلب مخې ته هم راغونډ شوي وو.

د بلوڅانو دا پرلت په تېره نومبر میاشت کې د پاکستان بلوچستان ایالت په تربت کې وروسته له هغه پیل شو، چې د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» په چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور لګولی و.
د بلوچستان ایالت اوسېدونکي له کلونو راهیسې ادعا کوي، چې د پاکستان حکومت یې د حق غوښتلو پر مهال مخکښ کسان نیسي او له هغه وروسته يې مړي ژوندي ورک دي.
د پاکستان حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده: د هند په مالي ملاتړ ترهګرې ډلې زموږ خاوره کې فعالې دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، په دغه هېوادکې «ترهګرې ډلې د هند په مالي ملاتړ فعالې دي او تاوتریخوالی کوي.» ممتاز زهرا بلوڅ نن په اسلام اباد کې خبری غونډې په خبرو کې زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې هکله حکومت مفصل مالومات شریک کړي.

د هغې په خبره، په پاکستان کې له ترهګرو ډلو د هند مالي ملاتړ د دغه هېواد حکومت اندېښمن کړی دی.

خو هند بیا د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د وسلوالو په ملاتړ تورنوي.

اسلام اباد په روان تاوتریخوالي کې افغان طالبانو ته هم ګوته نیسي او وايي، په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.

ممتاز زهرا بلوڅ نن هم وویل، چې تمه لري افغان ځمکه د پاکستان خلاف ونه کارول شي.

هغې زیاته کړه، چې اوس د تحریک طالبان پاکستان پرضد د افغان طالبانو د هڅو او د اغېز په هکله یې څه نه شي ویلي.

د نوموړې دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت وویل، په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان تر ۴۰ وسلوال نیولي دي.

محکمې د عمران خان د سزا ځنډولو درخواست نه منلو سره په ټاکنو کې د نوموړي د ګډون چانس ختم کړ

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان مدافع وکیل وايي، د اسلام اباد محکمې په توشه خانه کېس کې د نوموړي د سزا ځنډولو درخواست ونه مانه. د نعیم پنجوته په خبره، د پخواني محکومیت له امله ښاغلی خان راتلونکو ټاکنو کې ګډون نشي کولی. د پاکستان ټاکنې د راتلونکې فبرورۍ پر ۸ نېټه کېږي.

د محکمې دا پرېکړه په داسې حال ده چې راتلونکو صوبايي او قامي اسمبلۍ ته د کاندېدو لپاره اسناد یوازې تر سبا جمع کېدلی شي.

د کرېکټ پخوانی ستوری ۷۰ کلن عمران خان د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د پارلمان له خوا تر بې باوره کېدو وروسته له سیاسي کړکېچ سره مخ دی.

عمران خان د اګسټ پر پنځمه د توشه خانې کېس له امله پر درې کاله بند محکوم او د پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې له ګډون منع شو.

په توشه خانه کې نوموړی له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې د حکومتي ډالیو پر بې قانونه پلور تورن دی، خو ښاغلی خان دا تورونه ردوي او د سیاسي انګېزې له مخې یې بولي.

عمران خان هڅه کوله چې د دې سزا په ځنډولو سره په راتلونکو ټاکنو کې ولوبېږي، خو نعیم پنجوتا نن خپل اېکس کې لیکلي: «توشه خانه کېس کې د سزا ځنډولو لپاره د عمران خان درخواست ونه منل شو، ځکه به بې باوره پاتې شي.»

د محکمې دا پرېکړه په داسې مهال ده چې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر ګوهر خان پرون وویل، پخوانی لومړی وزير عمران خان په راتلونکو انتخاباتو کې د لاهور، مياوالې او اسلام اباد په ګډون له درېيو حوزو ځان کانديدوي.

پاکستاني رسنۍ: اسلام اباد کې پولیسو د بلوڅ لاریون کوونکو ۲۵۰ تنه نیولي او پاتې نور ورک دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۸ GMT+۰

د اسلام اباد پولیسو تېره شپه د بلوڅو ۲۵۰ تنه لاریون کوونکي نیولي او د هغوی د خورېدو په موخه یې په هغوی اوښلن ګاز او اوبه پاشلې چې تازه له بلوچستانه تېر ماښام پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پلازمېنې پولیسو د لاریون کوونکو د مشرې ماه رنګ بلوڅې په ګډون تر ۲۵۰ تنه د لاریون مخکښ کسان او سمبالوونکي نیولي دي.
بلوڅو لاریونوالو د اسلام اباد په ۲۶ نمبر چوک کې د پرلت خیمې وهلې وې او همدارنګه د اسلام اباد پریس کلب مخې ته هم راغونډ شوي و.

100%


د اسلام اباد پولیسو رسنیو ته ويلي چې لاریون کوونکو پرې د کاڼو ګوزارونه کړي، نو ځکه یې دوی په نیولو لاس پورې کړی، پولیس وايي په سلګونو لاریون کوونکي په دغه ښار کې خواره شوي او دوی یې د نیولو هڅې کوی.
ويل کیږي د اسلام اباد پولیسو د لاریون کوونکو درول شوې خیمې ړنګې او د هغوی غږیز لوډسپیکرونه یې ترې وړي، نیول شوي لاریون کوونکي ابپاره، کوهسار، سکرتریت او مارګلې پولیسو سټیشنونو ته لیږدول شوي.
د اسلام اباد پولیسو پرون د جبري بې درکه کولو او غیر عدالتي وژنو پر ضد د بلوڅ ښځو په مشرۍ د لانګ مارچ د ګډونوالو په وړاندې لارې وتړلې او بلوڅ لاریون کوونکي یې ونیول.
د رسنیو د معلوماتو له مخې پولیسو د پلازمېنې اسلام اباد ښار کې دننه هغه لارې وتړلې چې اسلام اباد پرېس کلب ته غځېدلې وې.
د بښنې نړېوال سازمان په اېکس پاڼه د پاکستاني پولیسو له لوري له بلوڅ لاریون کوونکو سره شوی تاوتریخوالی غندلی او لیکلي یې دي چې پر لاریون کوونکو د پولیسو له لوري د ډنډو، اوښلن ګاز او اوبو پاشل د آزادۍ، امنیت او د لاریون د حقونو خلاف عمل دی.
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې سملاسي دې ټول لاریون کوونکي خوشې کړي، د دوی د بیان د ازادۍ او لاریون د حق د کارولو لپاره پر دوی لګول شوي تورونه دې لرې کړي او له نړیوالو معیارونو سره سم دې په بلوچستان کې د ټولو بې عدالتي وژنو او جبري ورکیدو په اړه دې بې پرې څېړنې وشي.
بلوڅ فعالان وايي، د بلوڅ توکم وژنې ضد لاریون په اسلام اباد کې د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخ شوی او ډېر لاریونوال یې ټپي او نیول شوي دي.
د پاکستان امینتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ اسلام اباد ته پر لار هم د دغه لاریون د مخینوي هڅه کوله، خو بیا هم د بلوڅانو دا اعتراض تر پلازمېنې ورسېد.
د زرګونو بلوڅانو دا لاریون د بلوچستان له تربته پیل شوی او په ډېره غازي خان کې تر پرلت وروسته یې د چارشنبې په ورځ اسلام اباد ته مخه وکړه.
خواله رسنیو کې ویډیووې هم ښيي چې پولیس لاریونوال وهي او ځینې په ټپي حالت کې د نورو ملګرو په غېږو کې پراته دي.
یوې فعالې ماه رنګ بلوڅ د ورته ویډیوو له نشرولو سره لیکلي چې د دې او ځینې نورو بلوڅ پېغلو په ګډون د لاریون نور ځوانان هم نیول شوي دي.
د بلوڅانو پرلت په تېره نومبر میاشت کې د پاکستان بلوچستان ایالت په تربت کې وروسته له هغه پیل شو چې د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» په چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور لګولی و.
د بلوچستان ایالت اوسېدونکي له کلونو راهیسې ادعا کوي چې د پاکستان حکومت یې د حق غوښتلو پر مهال مخکښ کسان نیسي او له هغه وروسته يې مړي ژوندي ورک دي.
د پاکستان حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.