په پروان کې يو ٣٠ کلن ځوان د نامالومو وسلهوالو لهخوا وژل شوی دی

په پروان کې ځايي طالبانو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د مرغومې په لومړۍ نېټه د غوربند درې د شينوارو ولسوالۍ په «چلمای» کلي کې شوې ده.

په پروان کې ځايي طالبانو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د مرغومې په لومړۍ نېټه د غوربند درې د شينوارو ولسوالۍ په «چلمای» کلي کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه سړي پر وژنې تورن کس له سیمې تښتېدلی دی.
تر اوسه د دغه کس د وژنې انګېزه معلومه نه ده؛ خو له څو مياشتو راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې هدفي او مرموزې وژنې زياتې شوې دي.
ګڼ خلک طالبان په دغه ډول پېښو کې په لاس لرلو تورنوي.


د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې مدرسې په هیڅ ډول د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو بدیل نه شي کېدای.
هغې دغه څرګندونې تر هغې وروسته وکړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلی و، چې اوس داسې اسناد شته چې نجونو د ښوونځیو پر ځای مدرسو ته مخه کړې ده.
هغې دا هم ویلي و، چې د دغو مدرسو جوړښت روښانه نه دی او د نصاب په اړه یې هم کره معلومات نه شته.
د نوموړې په خبره، دا هم روښانه نه ده چې په دغو مدرسو کې عصری علوم هم تدریسېږي او که څنګه؟
خو اغلې هېدربار دغه څرګندونې دیني مدرسو ته د نجونو لپاره د طالبانو د اجازې تایید بللی او تر څنګ یې هغه راپورونه هم شریک کړي، چې ښيي طالبانو څه رنګه د هلکانو زدهکړې هم اغېزمنې کړې دي.
هېدر بار ټینګار کړی د هغه هېواد لپاره د هیڅ داسې راتلونکی څرک نه لګېږي، چې ماشومان یې یوازې بنسټ پالنه او افراطیت زده کوي.
په افغانستان کې په دیني مدرسو کې د نجونو د زدهکړو په تړاو د ملګرو ملتونو او طالبانو وروستیو څرګندونو ته په دغه تازه غبرګون کې د بشري حقونو فعالان وايي، چې مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولای او ټینګار یې دا دی، چې د نجونو ټول ښوونځي دې بېرته برانیستل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي و، چې د دوی لهخوا کنټرولیدونکو مدرسو ته د نجونو د عمر هیڅ محدودیت نه شته.
هغه دا هم ویلي و، چې ان د ډېر عمر لرونکي مېرمنې هم کولای شي په دغو مدرسو کې دیني زدهکړې وکړي.
خو د تعلیم د برخې کارپوهان وايي، چې په مدرسو کې داسې مضامین نه تدریسیږي، چې په لوستلو یې ډاکټران، انجنیران، اقتصاد پوهان یا د نورو برخو لپاره مسلکي کسان وروزل شي.
هغوی وايي، له مدرسو یوازې ملایان فارغېږي او افغانستان یوازې پر ملایانو نه شي جوړېدلای.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګول شوی او ۸۲۰ ورځې تېرې شوې چې نجونې ښوونځیو ته نه دي تللې او دا رنګه ۳۷۰ ورځې کېږي، چې د نجونو له پاره د پوهنتونونو دروازې هم تړلې پاتې دي.

په نړیوال جام کې د افغان کرېکټ لوبډلې تر اغېزناک بري وروسته جانتن ټروټ له دې لوبډلې سره د روزونکي په توګه د پاتې کېدو لپاره د نوي تړون د لاسلیکېدو په درشل کې دی.
د انګلستان د کرېکټ لوبډلې دغه پخوانۍ لوبغاړی د نوي تړون له شرایطو خوښ دی، خو غواړي د تړون تر لاسلیک کولو دمخه د خپل کاري ټیم د غړو غوراوی نهايي کړي.
ټروټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغان ډلې د روزونکې دنده پر غاړه واخیست. د نوموړي د دندې پر مهال افغان لوبډلې په هندوستان کې د اکتوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې د کرېکټ د نړیوال جام د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماته ور کړه.
هغه د انګلستان پي ای خبري اژانس ته ویلي: "زه ډاډه یم چې تړون به لاسلیک کړم خو غواړم چې ځان مطمین کړم چې د لوبډلې لپاره څه سم دي. دا هغه وړاندیز دی چې زه یې غواړم، خو اوس غواړم چې له روزونکي سره کارکوونکې او د ملاتړ ډله هم هغسې ده چې زه یې غواړم."
هغه زیاته کړه: "د روزونکي سره په کارکوونکې ډله کې ځینې بدلونونه راغلي او موخه یې دا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې مونږ د ټیم د پرمخ بېولو لپاره سم روزونکی لرو. موږ غواړو چې په دې ډاډه اوسو چې ټیم پر مخ روان دی نه پر شا."

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشرې په ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې د راپورونو په غبروګون کې ويلي، چې مدرسې د ښوونځيو «بديدل او د منلو وړ ندي.» هدربار وويل، روزا اوتونبايوا د افغان نجونو په نشتون کې « یو لوی او زيان رسونوکي جوړجاړي ته چمتو» ده.
د بشري حقونو د څار دغه لوړ پوړي چارواکې په اېکس پاڼه کې ويلي، د دغه هيواد د ماشومانو لپاره، چې «افراطي درسونه» زده کوي هيڅ راتلونکې نشته.
تر دې مخکي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا ويلي وو، «ډېر شواهد» یې ترلاسه کړي، چې زياتې نجونې ديني مدرسو ته ځي.
اوتونبايوا د همدې اونۍ د چهار شنبې په ماښام د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې دغه سازمان د طالبانو تر واک لاندي ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې په اړه د راپورونو اړوند څېړنه کوي.
هغې زياته کړه، چې « طالبان په ديني مدرسو کې د څار اجازه نه ورکوي او موږ نه پوهيږو، چې هلته څه تدریسيږي.»
خو هدر بار پر روزا اوتونبایوا نیوکه وکړه او ویې ویل، چې داسې ښکاري هغه له طالبانو سره «لوی جوړجاړي» ته چمتو ده.
هیدر بار د افغان نجونو په نشتون کې دا جوړجاړی « ناممکن او زيات زيانمنونکی» وباله.
د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشره وایي، افغان کارپوهان په وار ـ وار د هلکانو او نجونو د زدکړو لپاره د دولتي ښوونځيو پر ځای د ديني مدرسو د جوړولو خبره کوي.
هدربار وپوښتل « ایا ملګري ملتونه دې نظرونو ته غوږ نيسي؟.»
هغې زياته کړه، ملګري ملتونه هغه راپورنه څېړي او تاييدوي، چې طالبان په ديني مدرسو کې نجونو ته د زدکړې کولو اجازه ورکړې.
په امنيت شورا کې د اوتونبايوا څرګندونې
مېرمن اوتونبايوا د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له غونډې وروسته وويل، طالبان هڅه کوي زيات ماشومان په ديني مدرسو کې شامل کړي، ځکه دغه ډله باور لري، چې مدرسه یو سیمه یېز او اصیل شی دی، په داسې حال کې، چې ښوونځی لوېدیځه پدیده ده.
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې د دې په منلو سره، چې دغه سازمان ته ستونزمنه ده، چې د طالبانو په دیني مدرسو کې د درسي موادو څارنه وکړي، څرګنده کړه، د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت هڅه کوي په دې پوه شي، چې طالبان په دینې مدرسو کې ماشومانو ته څه ور زده کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په خبره، راپورونه ښيي، چې د افغانستان په يو شمېر دينی مدرسو کې نجونو ته د زدکړې کولو اجازه شته؛ خو معلومه نه ده، چې په دغو ديني مدرسو کې څومره نجونې په زدکړو بوختې دي او هلته د زدکړو کيفيت څه ډول دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ویلي، چي په بشپړ توګه د یوې عصري درسي برنامې نشت، چې نجونې او هلکان په مساوي توګه هغه ته لاسرسی ولري، په اقتصادي برخه کې د طالبانو د ځان بسیایني د طرحي پلې کول ناشوني کوي.
تر دې مخکي د روانې مياشتې په پيل کې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل يوه راپور کې ويلي وو، چې د طالبانو «ناسمه» تعليمی پاليسي هلکانو او نجونو ته زيان رسوي.
ددغه راپور له مخې، د طالبانو له لوري د ښځينه ښوونکو له دندو ګوښه کول، زدکوونکو ته بدني سزا ورکول، په تعليمي نصاب کې ځنډ او بدلون هم د هلکانو ښوونځي د ناکامۍ سره مخ کړي دي.
په همدې حال کې، کله چې طالبانو د هلکانو له ښوونځیو ښوونکې لرې کړې، ډېری هلکانو ته د غيري مسلکي کسانو له لوري تدريس ورکول کيږي او يا هم په ټولګيو کې له ښوونکو پرته ناست وي.

هغه مکتوب چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې، د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې طالبانو له ځايي خلکو غوښتي چې د خپلو سرمایو او مالونو ذکات دوی ته ور کړي. طالبانو په دغه مکتوب کې ځايي خلکو ته دا خبرداری هم ور کړی چې د سرغړونې په صورت کې څوک د شکایت حق نه لري.
د پکتیا ډنډې پټان ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو یو شمیر قومي مشران په دې اړه ولسوالۍ ته ته غوښتي وو.
دوی زیاتوي طالبانو ورته ویلي چې د خپلو سرمایو او مالونو ذکات یوازې ددې ډلې هغو کسانو ته ورکړي چې د راټولو مسولیت یې لري.
د طالبانو له لوري لیکل شوي مکتوب کې د قرانکریم سورت التوبه ۶۰ ایت ترجمه لیکل شوې ده: «په تحقیق سره صدقې ورکړئ فقیرانو، مسکینانو او عاملیونو ته عاملین هغه چاته وايي چې د حکومت له طرفه ټاکل شوي دي او زکات راټولوي»
دوی مکتوب کې په ډاک کړې ده چې ذکات په ټولو مسلمانانو او د نصاب په خاوندانو فرض دی.
طالبانو په مکتوب کې ویلي دا کار یې د ذکات د راټولو پروسې د روڼتیا لپاره کړی دی او ذکات به بیت المال ته تسلیمیږي.

د پکتیا ډنډې پټان ولسوالۍ اوسیدونکي وايي طالبان دا کار په زور کوي او له خلکو د سرمایو او مالونونو ذکات په نوم په زوره پیسې اخلي.
دوی زیاتوي په خپل کاونډ او خپلوانو کې زیات داسې ناچاره کسان شته چې دوی ورته له ډېر وخته د خپلو سرمایو او مالونو ذکاتونه ورکوي خو طالبان وايي له دې وروسته به له دوی بل چاته ذکات نه ورکوي.
تر دې مخکې په کونړ کې هم کرنګرو شکایت درلود چې طالبان پر عشر سربېره ترې ذکات هم غواړي.
د طالبانو د بیاځلې واک ته رسېدو سره چې بې کاري او اقتصادي وضعیت ورځ تربلې خرابېدو لور ته روان دی، خو خلک په تېره پانګوال شکایت کوي چې طالبانو پرې مالیه زیاته کړې ده.

چین کې د طالبانو سفیر وايي، واخان دهلیز د چین او افغانستان ترمنځ مهم ټرانزیټي او سوداګریز مسیر ثابتېدلای شي، ځکه پکار ده چې دواړه خواې یې د پرانیستو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. بلال کریمي دا خبرې د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مشر لیو چینسونګ سره لیدنه کې وکړې.
د چین پلازمینه بېجنګ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چبلال کریمي او لیو چینسونګ پر واخان سربېره د دواړو هیوادونو په اړه په بېلابیلو مسایلو خبرې وکړې.
له افغانستان سره د چین د مخامخ نښلېدو لپاره د واخان لارې جوړېدل د افغان جمهوریت لویه هیله هم وه او طالبان هم چې واکمن شوي بیا بیا له بېجنینګ ورته غوښتنه کوي.
د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نورالدین عزیزي هم چې د تېر اکټوبر پر ۱۴ چین ته تللی و، د واخان له لارې د افغانستان او چین د مخامخ نښلولو لپاره د سړک جوړولو پر پلانونو هم له چینايي چارواکو سره خبرې درلودې.
د طالبانو اوسنۍ اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي لیو چینستونګ ور سره د واخان په هکله کومه ژمنه کړې او که نه، خو د هغه له خولې زیاتوي، چې چينايي شرکتونه فغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او هيله یې څرګنده کړه، چې په مس عینک معدن باندې هم عملي کار پیلولولو ته زمینه برابره شي.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې د مس عینک کان د عملي کار د پیلولولو پر وړاندې خنډونه څه دي.
خو د دې کان د استخراج په اړه بلال کریمي ویلي: « د اسلامي امارت مسئولین چمتو دي، چې د ایم سي سي شرکت له مسئولینو سره په ګډه د دې پروژې د عملي کار لپاره لاره هواره شي.»
د طالبانو سفیر د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم کاونډي هیواد پرضد نه کارول کیږي.
که څه هم چین او طالبانو خپل رسمي سفیران وګمارلي دی، خو تر اوسه د چین په کډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد افغانستان په رسمیت نه دی پيژندلی.