• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله، چې دوی د ټي‌ټي‌پي د ځپلو لپاره له امریکا مرسته غوښتې

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په یوې خبري ناسته کې امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د سفر په اړه ومنله، چې د ټي‌ټي‌پي د ځپلو او نورو مسایلو لپاره یې له امریکا څخه پوځي مرستې غوښتې دي.

خو زهرا بلوڅ په کابل کې د طالبانو هغه څرګندونې تایید نه کړې چې وایي، له یوه کال راهیسې یې تر څلوېښتو زیات د پاکستان د طالبانو د تحریک( ټي‌ټي‌پي) غړي نیولي دي.
څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، چې دوی د پاکستان د تحریک طالبان تر څلوېښتو غړي نیولي او بندیان کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دغې خبري ناسته کې وویل، دوی له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او پر ضد یې د هڅو ملاتړ نه کوي.
تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د پاکستان له نوم اخیستو پرته یو شمېر هېوادونه د دوستۍ له تمثیل سره، سره د دوی خلاف په هڅو تورن کړل.
ملا یعقوب چې د طالبانو په منځ کې یې پلویان د پاکستان ضد دریځ په لرلو تبلیغوي، تر دې مخکې هم د پاکستان خلاف توندې خبرې کړې وې.
پاکستان تر دې وړاندې له طالبانو غوښتي و، چې د ټي‌ټي‌پي غړي دې ونیسي او دوی ته دې وسپاري چې د همدغې غوښتنې د نه منلو له امله نن سبا د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې هم دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان په ټاکنو کې د نوماندانو د ګډون لپاره د نوم ليکنې موده تر يکشنبې پورې وغځوله

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۱ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کميسون، د دغه هېواد په ټاکنو کې د ګډون لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې نېټه د يکشبنې تر ورځې پورې غځولې ده. د نوم ليکنې د مودې غځول، د پاکستان پخوانيو لومړي وزيرانو عمران خان او نواز شریف ته زمینه برابروي، چې په ټاکنيزو سياليو کې برخه واخلي.

د دې کمیسون ویاند د جمعې په ورځ په يوه بيان کي ويلي، چې « د نوماندانو او سياسي ګوندونو د ګډون د استانتيا په موخه د نوماندۍ د اسنادو د ثبت موده دوه ورځې نوره هم غځول شوې ده».

پر همدې مهال دغه کمېسون وايي، د ټاکنو په تړاو نورو پروګرامونو کې کوم بدلون نه راځي او ټاکنې د فبروري پر ۸ کېږي.

عمران خان د جمعې په ورځ په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل د نوماندۍ اسناد دغه کمېسون ته ورکړل.

د ښاغلي خان د حقوقي ټيم يوه غړي انتظار حسين پنجوتا رويټرز ته ويلي، پخواني لومړي وزير له خپل ټاټوبي مياوالې څخه د ملي شورا څوکۍ ته ځان نوماند کړی او پلان لري، چې د شنبې په ورځ له لاهور څخه بيا نوم ليکنه وکړي.

دا په داسي حال کې ده، چې ۷۱ کلن عمران خان له اداري فساد څخه نيولې د حکومتي اسنادو د افشا په ګډون له ګڼو تورونو سره مخ دی.

د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ د عمران خان او د هغه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ضمانت منلی، خو معلومه نه ده، چې هغه به خوشي شي کنه.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیاله وايي کریسمیس د مینې، قربانۍ او امن پیغام دی

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د بشري حقونو او د ښځو د پرمختګ لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړې مرستیاله مشعال حسین ملک وایي، د عیسویانو اختر كریسمس «د مينې، قربانۍ او امن پيغام دی.»

مشعال حسین ملک دا څرګندونې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د کریسمس لپاره په جوړه شوه غونډه کې د کیک پرې کول بر مهال وکړې.

نوموړې په دې مراسمو کې د کریسمیس مبارکي هم ور کړه.

مېرمن ملک وویل، هر مذهب د مینې، قربانۍ او امن درس ورکوي.

هغې زیاته کړه چې د واټیکان له پاپ سره په لیدنه کې یې د مذهبونو ترمنځ څو اړخیزه همغږي د نړۍ د سولې کیلي وبلله.

که څه هم نوموړې د پاکستان په جوړېدو کې د عیسویانو رول مهم بولي او وايي دوی هم قربانۍ ور کړې دي، خو پر عیسویانو سربېره هندوان او سیکان هم په دغه هېواد کې له سخت حالت سره مخ دي.

تېر دوبی هم د پنجاب په فیصل اباد کې قران ته د دوو عیسویانو د سپکاوي په تور پسې توندلارو څلور کلیساوې او د عیسویانو تر پنځوسو کورونه وسوځول.

جانتن ټروټ د افغان کرېکټ د روزونکي په توګه د پاتې کیدو لپاره نوي تړون ته نږدې شوی

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۰

په نړیوال جام کې د افغان کرېکټ لوبډلې تر اغېزناک بري وروسته جانتن ټروټ له دې لوبډلې سره د روزونکي په توګه د پاتې کېدو لپاره د نوي تړون د لاسلیکېدو په درشل کې دی.

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې دغه پخوانۍ لوبغاړی د نوي تړون له شرایطو خوښ دی، خو غواړي د تړون تر لاسلیک کولو دمخه د خپل کاري ټیم د غړو غوراوی نهايي کړي.

ټروټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغان ډلې د روزونکې دنده پر غاړه واخیست. د نوموړي د دندې پر مهال افغان لوبډلې په هندوستان کې د اکتوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې د کرېکټ د نړیوال جام د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماته ور کړه.

هغه د انګلستان پي ای خبري اژانس ته ویلي: "زه ډاډه یم چې تړون به لاسلیک کړم خو غواړم چې ځان مطمین کړم چې د لوبډلې لپاره څه سم دي. دا هغه وړاندیز دی چې زه یې غواړم، خو اوس غواړم چې له روزونکي سره کارکوونکې او د ملاتړ ډله هم هغسې ده چې زه یې غواړم."

هغه زیاته کړه: "د روزونکي سره په کارکوونکې ډله کې ځینې بدلونونه راغلي او موخه یې دا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې مونږ د ټیم د پرمخ بېولو لپاره سم روزونکی لرو. موږ غواړو چې په دې ډاډه اوسو چې ټیم پر مخ روان دی نه پر شا."

د بشري حقونو څار ډله: یوناما د نجونو د زدکړې برخه کې لوی جوړجاړي ته چمتو کېږي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشرې په ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې د راپورونو په غبروګون کې ويلي، چې مدرسې د ښوونځيو «بديدل او د منلو وړ ندي.» هدربار وويل، روزا اوتونبايوا د افغان نجونو په نشتون کې « یو لوی او زيان رسونوکي جوړجاړي ته چمتو» ده.

د بشري حقونو د څار دغه لوړ پوړي چارواکې په اېکس پاڼه کې ويلي، د دغه هيواد د ماشومانو لپاره، چې «افراطي درسونه» زده کوي هيڅ راتلونکې نشته.

تر دې مخکي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا ويلي وو، «ډېر شواهد» یې ترلاسه کړي، چې زياتې نجونې ديني مدرسو ته ځي.

اوتونبايوا د همدې اونۍ د چهار شنبې په ماښام د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې دغه سازمان د طالبانو تر واک لاندي ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې په اړه د راپورونو اړوند څېړنه کوي.

هغې زياته کړه، چې « طالبان په ديني مدرسو کې د څار اجازه نه ورکوي او موږ نه پوهيږو، چې هلته څه تدریسيږي.»

خو هدر بار پر روزا اوتونبایوا نیوکه وکړه او ویې ویل، چې داسې ښکاري هغه له طالبانو سره «لوی جوړجاړي» ته چمتو ده.

هیدر بار د افغان نجونو په نشتون کې دا جوړجاړی « ناممکن او زيات زيانمنونکی» وباله.

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشره وایي، افغان کارپوهان په وار ـ وار د هلکانو او نجونو د زدکړو لپاره د دولتي ښوونځيو پر ځای د ديني مدرسو د جوړولو خبره کوي.

هدربار وپوښتل « ایا ملګري ملتونه دې نظرونو ته غوږ نيسي؟.»

هغې زياته کړه، ملګري ملتونه هغه راپورنه څېړي او تاييدوي، چې طالبان په ديني مدرسو کې نجونو ته د زدکړې کولو اجازه ورکړې.

په امنيت شورا کې د اوتونبايوا څرګندونې

مېرمن اوتونبايوا د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له غونډې وروسته وويل، طالبان هڅه کوي زيات ماشومان په ديني مدرسو کې شامل کړي، ځکه دغه ډله باور لري، چې مدرسه یو سیمه یېز او اصیل شی دی، په داسې حال کې، چې ښوونځی لوېدیځه پدیده ده.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې د دې په منلو سره، چې دغه سازمان ته ستونزمنه ده، چې د طالبانو په دیني مدرسو کې د درسي موادو څارنه وکړي، څرګنده کړه، د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت هڅه کوي په دې پوه شي، چې طالبان په دینې مدرسو کې ماشومانو ته څه ور زده کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په خبره، راپورونه ښيي، چې د افغانستان په يو شمېر دينی مدرسو کې نجونو ته د زدکړې کولو اجازه شته؛ خو معلومه نه ده، چې په دغو ديني مدرسو کې څومره نجونې په زدکړو بوختې دي او هلته د زدکړو کيفيت څه ډول دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ویلي، چي په بشپړ توګه د یوې عصري درسي برنامې نشت، چې نجونې او هلکان په مساوي توګه هغه ته لاسرسی ولري، په اقتصادي برخه کې د طالبانو د ځان بسیایني د طرحي پلې کول ناشوني کوي.

تر دې مخکي د روانې مياشتې په پيل کې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل يوه راپور کې ويلي وو، چې د طالبانو «ناسمه» تعليمی پاليسي هلکانو او نجونو ته زيان رسوي.

ددغه راپور له مخې، د طالبانو له لوري د ښځينه ښوونکو له دندو ګوښه کول، زدکوونکو ته بدني سزا ورکول، په تعليمي نصاب کې ځنډ او بدلون هم د هلکانو ښوونځي د ناکامۍ سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې، کله چې طالبانو د هلکانو له ښوونځیو ښوونکې لرې کړې، ډېری هلکانو ته د غيري مسلکي کسانو له لوري تدريس ورکول کيږي او يا هم په ټولګيو کې له ښوونکو پرته ناست وي.

د پاکستان ولسمشر: د بې ښوونځیو ماشومانو د زدکړو لپاره دې جوماتونه وکارول شي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۵ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وايي، په دغه هېواد کې د شاوخوا ۲۸ میلیونه له ښوونځیو بې برخې ماشومانو د زدکړو لپاره دې له جوماتونو استفاده وشي. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې به هر ډول ممکنه همکاري او هڅې و کړي.

نوموړي نن دا خبره په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې کړې چې د تعلیم د پراختیا لپاره د جوماتونو د کارولو لپاره جوړه شوې وه.

د هغه په خبره، جوماتونه باید د زدکړو او لیک لوست لپاره استعمال شي.

د غونډې برخه والو موافقه وکړه، چې په جوماتونو کې د زدکړې د ودې لپاره دې یوه پالیسي جوړه شي او د تصویب لپاره کابینې ته ولېږل شي.

د تېر اپرېل د یوه راپور له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې او ښوونځیو ته نه ځي.

هغه مهال، د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر رسنیو ته ویلي و، پاکستان په نړۍ کې یوازینې هېواد دی چې ماشومان یې په لوړه کچه ښوونځیو ته له تګ بې برخې دي.