د پاکستان د لومړي وزیر مرستیاله وايي کریسمیس د مینې، قربانۍ او امن پیغام دی

د بشري حقونو او د ښځو د پرمختګ لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړې مرستیاله مشعال حسین ملک وایي، د عیسویانو اختر كریسمس «د مينې، قربانۍ او امن پيغام دی.»

د بشري حقونو او د ښځو د پرمختګ لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړې مرستیاله مشعال حسین ملک وایي، د عیسویانو اختر كریسمس «د مينې، قربانۍ او امن پيغام دی.»
مشعال حسین ملک دا څرګندونې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د کریسمس لپاره په جوړه شوه غونډه کې د کیک پرې کول بر مهال وکړې.
نوموړې په دې مراسمو کې د کریسمیس مبارکي هم ور کړه.
مېرمن ملک وویل، هر مذهب د مینې، قربانۍ او امن درس ورکوي.
هغې زیاته کړه چې د واټیکان له پاپ سره په لیدنه کې یې د مذهبونو ترمنځ څو اړخیزه همغږي د نړۍ د سولې کیلي وبلله.
که څه هم نوموړې د پاکستان په جوړېدو کې د عیسویانو رول مهم بولي او وايي دوی هم قربانۍ ور کړې دي، خو پر عیسویانو سربېره هندوان او سیکان هم په دغه هېواد کې له سخت حالت سره مخ دي.
تېر دوبی هم د پنجاب په فیصل اباد کې قران ته د دوو عیسویانو د سپکاوي په تور پسې توندلارو څلور کلیساوې او د عیسویانو تر پنځوسو کورونه وسوځول.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، په ټوله کې له ۲۰ زیاتو هیوادونو موافقه کړې چې د امریکا په مشرۍ په هغه نوي ایتلاف کې ګډون وکړي، چې په سور سمندرګي کې د یمن د حوثي غورځنګ له بریدونو د سوداګریزو بیړیو ساتنه به کوي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال پیټریک رایډر ویلي چې د دې ایتلاف هر هیواد به له خپل توان سره سمه همکاري کوي.
له دغه ایتلاف سره یوځای شوي لږ تر لږه اته هیوادونه نه غواړي چې نوم یې واخیستل شي او دا د دغه ایتلاف له خوا د کیدونکو عملیاتو سیاسي حساسیت ښیې.
د حماس او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې په سیمه کې د بیلابیلو هیوادونو ترمنځ ناندریو زور اخیستی.
امریکا دوه ورځې وړاندې د سوکالۍ ساتونکي په نوم عملیات پیل کړي او ویلي یې دي چې له لسو زیاتو هیوادونو موافقه کړې چې یمن ته نږدې د سور سمندرګي اوبو کې به په ګډو ګزمو کې برخه واخلي.
پیټریک رایډر خبري غونډې ته وویل: "ځینې هیوادونه به د ګزمو لپاره کښتۍ برابروی. ځینې نور به یوازې خپل سمندري کارکوونکي لیږي یا بل ډول مرسته به کوي."
د سور سمندرګي بحران د اسراییل او پر غزه د واکمنې فلسطینۍ اسلامې ډلې حماس تر منځ د جګړې له امله پراخ شوی دی.
حوثي یاغیانو په سور سمندرګي کې خپل بریدونه ډېر کړي او ګواښ یې کړی چې اسراییل ته تلونکې ټولې بیړۍ به په نښه کړي. دوی د بیړیو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې له اسراییل سره خپلې معاملې بندې کړي.
په سور سمندرګي کې د حوثي وسلوالو بریدونو د سمندر له لارې د سوداګرۍ یوه مهمه لاره کې چې د سویز کانال له لارې اروپا او شمالي امریکا له اسیا سره نښلوي، خڼډونه رامنځ ته کړي او د سوداګریزو توکو د لیږد بیې د لوړیو سبب شوي، ځکه چې ترانسپورټي کمپنۍ توکي پر بدیلو لارو چې واټن یې ډېر دی لیږدوي.
د اسراییل او حماس جګړه د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شوه چې د حماس وسلوالو د غزې له پولې د اسراییل سویلي سیمو ته ننوتل.
د د اسراییلي چارواکو په وینا حماس په دغه برید کې شاوخوا ۱۲ سوه ملکي اسراییلیان او بهرنیان ووژل او دوه سوه یې یرغمل کړل
د دغه برید په ځواب کې اسراییل پر غزې بمبارۍ او یرغل پیل کړ چې تر اوسه یې شاوخوا شل زره فلسطینیان وژلي.
اسراییل وايي چې د دغو بریدونو موخه د حماس له منځه وړل دي.

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وايي، په دغه هېواد کې د شاوخوا ۲۸ میلیونه له ښوونځیو بې برخې ماشومانو د زدکړو لپاره دې له جوماتونو استفاده وشي. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې به هر ډول ممکنه همکاري او هڅې و کړي.
نوموړي نن دا خبره په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې کړې چې د تعلیم د پراختیا لپاره د جوماتونو د کارولو لپاره جوړه شوې وه.
د هغه په خبره، جوماتونه باید د زدکړو او لیک لوست لپاره استعمال شي.
د غونډې برخه والو موافقه وکړه، چې په جوماتونو کې د زدکړې د ودې لپاره دې یوه پالیسي جوړه شي او د تصویب لپاره کابینې ته ولېږل شي.
د تېر اپرېل د یوه راپور له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې او ښوونځیو ته نه ځي.
هغه مهال، د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر رسنیو ته ویلي و، پاکستان په نړۍ کې یوازینې هېواد دی چې ماشومان یې په لوړه کچه ښوونځیو ته له تګ بې برخې دي.

د ۲۰۲۴ کال په فبروري مياشت کې به سن پترزبورګ له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۵ مې کليزې په مناسبت د ۸۷ بېلا ـ بېلو پروګرامونو کوربه وي. په دې مناسبت د توپونو ډزې، د جګړې د قربانيانو په ياد د ګلونو ايښودل او د موسيقي پروګرمونه جوړيږي.
روسي رسنيو راپور ورکړی، چې د سن پترزبورګ والي الکساندر باګلوف په مشرۍ د پخوانيو سرتيرو د چارو د همږغۍ شورا د دې پروګرامونو پلان تصويب کړی دی.
شوروي ځواکونه د ۱۹۷۹ کال د ډ یسمبر پر ۲۷ افغانستان ته داخل شول او له ۹ کلونو، یوه میاشت او ۱۸ ورځو وروسته د ۱۹۸۹ کال کال د فبرورۍ په ۱۵ یې وروستی سرتېری له افغانستانه ووت.
د روسي رسنيو د راپورونو له مخي، اوس مهال په سن پترزبورګ کې د شوري پوځ له ۳۲ زره ډېر پخواني پوځيان ژوند کوي.

د پاکستان سترې محکمې نن د حکومتي رازونو رسوا کولو دوسیه کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند مشر ضمانت منظور کړ. د عمران خان وکیل سلمان صفدر وايي، لا هم مالومه نه ده چې ښاغلی خان به له زندان ازاد شي که نه، ځکه په څو نورو دوسیو کې هم هغه پر بند محکوم شوی دی.
عمران خان د فساد یوه بله دوسیه کې له مجرم بلل کېدو وروسته تېر اګسټ کې پر درې کاله بند محکوم شو.
نوموړی د حکومتي رازونو دوسیه کې مجرم نه دی بلل شوی. دا دوسیه هم له هغه پیغام سره تړاو لري چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لېږلی او خان یې خلکو ته په ډاګیزولو تورن شوی دی.
خو عمران خان وايي، دا پیغام رسنیو خپور کړی دی.
پر عمران خان سربېره د تحریک انصاف ګوند مرستیال او پخوانی بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په دې دوسیه کې تورن بلل شوی او نن یې ضمانت منظور شوی دی.
دا پرمختیا په داسې مهال ده چې پرون د اسلام اباد محکمې په توشه خانه کېس کې د عمران خان د سزا ځنډولو درخواست ونه مانه.
د ښاغلي خان نعیم پنجوته وايي، د محکمې د دې پرېکړې له امله اوس ښاغلی خان راتلونکو ټاکنو کې ګډون نشي کولی.
د محکمې تر پرېکړې مخکې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند تمه درلوده، چې عمران خان به په راتلونکو انتخاباتو کې د لاهور، مياوالې او اسلام اباد په ګډون له دريو حوزو ځان کانديدوي.
د پاکستان ټاکنې د راتلونکې فبرورۍ پر ۸ نېټه کېږي او د کاندیدۍ لپاره د ډیسمبر تر ۲۴ کاغذونه ورته جمع کېدلی شي.

د ال سلواډور کانګرس د کډوالۍ داسې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې هغه بهرنیانو ته په بېړنۍ توګه تابعیت ورکوي چې د دولت ټولنیز او اقتصادي پراختیایي پروګرامونو ته د بېټکواین مرسته وکړي. د مرستې تر ټولو کمه کچه په نوي تصویب شوي قانون کې نه ده ذکر شوې.
بېټکواین یو ډول ډیجیټالې پیسې دي، چې امریکا او اروپا په ګډون په ډېرو هېوادونو کې کارول کیږي؛ خو د ال سلواډور په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د اصلي پیسو په توګه د ورځني راکړې ورکړې لپاره کارول کیږي. د پنجشنبې په ورځ د یو بېټکواین بیه په نړۍوال بازاد کې ۴۳زره ۷۴۱ ډالره وه.
د چهارشنبې په ماښام په ناڅاپي رایه اچونه کې د ال سلواډور د ولسمشر نایب بوکیل د نیو ایډیا ګوند چې کانګرس کې اکثریت لري دغه طرحه تصویب کړه او تمه کیږي چې ډېر ژر به نافذه شي.
ال سلواډور په مرکزي امریکا کې پروت تر ټولو کوچنۍ هېواد دی او څه باندې شپږ میلیونه نفوس لري.