• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان سترې محکمې د حکومتي رازونو دوسیه کې د عمران خان ضمانت منظور کړ

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې نن د حکومتي رازونو رسوا کولو دوسیه کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند مشر ضمانت منظور کړ. د عمران خان وکیل سلمان صفدر وايي، لا هم مالومه نه ده چې ښاغلی خان به له زندان ازاد شي که نه، ځکه په څو نورو دوسیو کې هم هغه پر بند محکوم شوی دی.

عمران خان د فساد یوه بله دوسیه کې له مجرم بلل کېدو وروسته تېر اګسټ کې پر درې کاله بند محکوم شو.

نوموړی د حکومتي رازونو دوسیه کې مجرم نه دی بلل شوی. دا دوسیه هم له هغه پیغام سره تړاو لري چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لېږلی او خان یې خلکو ته په ډاګیزولو تورن شوی دی.

خو عمران خان وايي، دا پیغام رسنیو خپور کړی دی.

پر عمران خان سربېره د تحریک انصاف ګوند مرستیال او پخوانی بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په دې دوسیه کې تورن بلل شوی او نن یې ضمانت منظور شوی دی.

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې پرون د اسلام اباد محکمې په توشه خانه کېس کې د عمران خان د سزا ځنډولو درخواست ونه مانه.

د ښاغلي خان نعیم پنجوته وايي، د محکمې د دې پرېکړې له امله اوس ښاغلی خان راتلونکو ټاکنو کې ګډون نشي کولی.

د محکمې تر پرېکړې مخکې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند تمه درلوده، چې عمران خان به په راتلونکو انتخاباتو کې د لاهور، مياوالې او اسلام اباد په ګډون له دريو حوزو ځان کانديدوي.

د پاکستان ټاکنې د راتلونکې فبرورۍ پر ۸ نېټه کېږي او د کاندیدۍ لپاره د ډیسمبر تر ۲۴ کاغذونه ورته جمع کېدلی شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ال سلواډور د بېټکواین بهرنیو پانګوالو ته تابعیت ورکوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د ال سلواډور کانګرس د کډوالۍ داسې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې هغه بهرنیانو ته په بېړنۍ توګه تابعیت ورکوي چې د دولت ټولنیز او اقتصادي پراختیایي پروګرامونو ته د بېټکواین مرسته وکړي.‌ د مرستې تر ټولو کمه کچه په نوي تصویب شوي قانون کې نه ده ذکر شوې.

بېټکواین یو ډول ډیجیټالې پیسې دي، چې امریکا او اروپا په ګډون په ډېرو هېوادونو کې کارول کیږي؛ خو د ال سلواډور په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د اصلي پیسو په توګه د ورځني راکړې ورکړې لپاره کارول کیږي.‌ د پنجشنبې په ورځ د یو بېټکواین بیه په نړۍوال بازاد کې ۴۳زره ۷۴۱ ډالره وه.

د چهارشنبې په ماښام په ناڅاپي رایه اچونه کې د ال سلواډور د ولسمشر نایب بوکیل د نیو ایډیا ګوند چې کانګرس کې اکثریت لري دغه طرحه تصویب کړه او تمه کیږي چې ډېر ژر به نافذه شي.‌

ال سلواډور په مرکزي امریکا کې پروت تر ټولو کوچنۍ هېواد دی او څه باندې شپږ میلیونه نفوس لري.

پاکستان؛ څه وايي؟ څه کوي؟ او څه غواړي؟

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۷ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

په سیمه کې د پاکستان او په لوی سر کې د انګریزي ښکېلاک سیاست هم خورا پېچلی دی، هم ډېر سرسري او ساده. فقط باید پر دې پوه شو، چې دغه مصنوعي پوځي واکمني ولې په دې سیمه کې جوړه شوه او د سړې جګړې پرمهال څه ونډه ورسپارل شوې وه؟

تر سړې جګړې راروسته د زبرځواکونو له ګټو سره سم پاکستاني سیاست او د پوځي چاوڼۍ لپاره جوړ شوي دغه هېواد برخلیک څنګه بدل شو؟

په پاکستان کې روان پوځي ناورین او په افغانستان کې یې له نوې واکمنۍ سره زرګري خرپ و ترپ او های و بګیر مدیریت شوي دي. لاتراوسه هیڅه د دغه هېواد د پوځي استخباراتو له کنترول څخه بهر نه‌دي.

په دې منځ کې د پاکستان اقتصادي کړکېچ ریښتیا دی. دا هېواد پر پیسومینځلو د څار نړیوال بنسټ FATF له دې کبله په خړ لیست کې اچولی و، چې ګواکې ترهګر روزي. د پاکستان په اړه د ترهګرپالنې کلیشه دومره مشهوره شوې، چې دغه هېواد یې له هره اړخه څنډې ته کړی دی، له همدې کبله اوس غواړي د ترهګري بوینه مرداره د افغانستان خاورې ته راوغورځوي. پاکستان یوه مصنوعي جګړه جوړه کړې، په خپل غاصبانه قلمرو کې هغه انسانان (پښتانه او بلوڅ) وژني، چې پاکستاني پوځ ته یې تر ژوند مرګ غوره ښکاري او درېیمه درجه اتباع بلل کیږي.

پاکستان پښتانه افراطیون وسله‌وال کړي او پښتانه پرې وژني، په پنجاب و سند کې کراره کراري ده، پښتون و بلوچ وژل کیږي او پاکستان شپه و ورځ چیغې وهي، چې د ترهګرۍ قرباني دی او ترهګر له افغانستانه ورځي. دا هغه اپوټه شوې چیغې دي ، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د پاکستان په وړاندې وهلې، خو دا دی، په دوو کلونو کې دا کیسه سرچپه شوه. د پښتنو په وژلو دغه هېواد خپل نړیوال دریځ له ترهګرپالنې د ترهګرۍ قربانۍ ته وربدل کړ.

پاکستان ته بله ورپېښه ربړه دا ده، چې نور نو د تېرې نیمې پېړۍ په شان پریومهال د چین و امریکا دواړو یارانه پاللی نه‌شي. امریکا ورته کرښه راکاږلې، چې یا زه یا زما سیال. امریکا په تېره نیمه پېړۍ کې له چین سره د پاکستان تر شاتو خوږه او تر سمندر ژوره (!) یارانه ځکه زغمله، چې یو خو یې د شوروي او بیا په ظاهره د ترهګرۍ په ضد جګړو کې پاکستان ته اړتیا ډېره وه او بله دا، چې تر ۲۰۰۰ کال مخکې چین لا له اقتصادي پلوه دومره نه و پړسېدلی، چې د امریکا ګټې دې تر دې بریده وګواښلای شي. اوس امریکا په زغرده اعلان وکړ، چې روسیه یې دوښمن او چین یې تر ټولو لوی اقتصادي رقیب دی او پرې به نه‌ږدي، چې ژېړښامار تر دې لا غوټ او خونړی شي.

د پاکستان لویه تمه سي پیک (یوه لار یوه کمربند) ته وه. دا د چین څو میلیاردي پروژه وه، چې پاکستان یې د لنګې غوا په شان لوشلو ته بادیه ډنګوله، خو اوس لکه چې امریکا دغه بادیه له خاورو ورډکه کړه.بلوڅ پاڅون د چین ګټې ګواښي. بلوڅان جدي دي. بلوڅان د پښتنو په شان د پنجابي مدرسو په ایډیولوژیک منتر کې ښکېل نه دي، نه د پاکستان پروا لري او نه د پاکستاني استخباراتي ملایانو او نه د هغوی د تکفیر.

پرپاکستان دواړه لنګې غواګانې وچیږي. امریکا لغتې اچوي، چې له چینه لاس وانه‌خلې ټکی شیدې به درپرې نه ږدم او چین ورته وايي: لاره راکړه او زما د څومیلیار ډالري پروژې امنیت ټینګ کړه، چې غولانځه درپرېږدم او که نه زهر دې شه.

پاکستاني پوځ چې د سړې جګړې پر مهال له نړیوالې سیالۍ پریمانه پیسې ګټلې د انګریز و امریکا د لنګو غواګانو په وچېدو چین ته داړې جنیګې کړې،خو له ژېړ ښامار څخه ویښته شکول له اور سره لوبه ده.

پاکستاني پوځ د خپل تاریخ په اوږدو کې لومړی ځل دی، چې سره یشل شوی او ښکر په ښکر دی. دا شی د پاکستان ملا ماتولای شي. د پوځ شخړه او نادودې اقتصادي لاملونه لري. پوځ د پاکستان خاوند و، د ټولې پاکستاني ګټې سرشیر و پيروی یې خوړ.

جنرالانو یې په نړۍ کې رومانتیک ټاپوګان په پیسو اخیستل او د نړۍ ښکلې ماڼۍ او نجونې د دوی وې. ساده پوهاوی یې دا دی، چې د دغه پړسول شوي پوځ خېټه غټه، اشتها ډېره خو مخه یې سپېره ده.

اوسنی پاکستان دغه پوځ په ګېډه مړولای نه شي، ځکه نور نو نه د سړې جګړې نازولی دی او نه د ترهګرۍ د جګړې اسانچاری، بلکې پر داسې دوه‌لارې ولاړ دی، چې یا باید چین ته مخه کړي، یا امریکا ته.

په پاکستان کې روانه جګړه د چین او امریکې د ګټوشخړه ده او پاکستان یې له دواړو څخه د څه بودولو په تمه مدیریت کوي، لاتراوسه یې قربانیان یوازې ساده پښتانه او مظلوم بلوڅان دي.

پاکستان په روستیو شېبو کې چین ته وايي: پیسې راډېرې کړه، چې د سی- پیک امنیت خوندي کړم او امریکا ته وايي: شکرانه راډېره کړه، چې له خپل ګاونډي ملګري ښامار سره د دوستۍ پرېښودلو په قیمت خو وارزي.

امریکا ته د پاکستاني پوځي واکمن روستی سفرد همداسې یوې غوښتنې لپاره و، خو له ورایه داسې ښکاري، چې امریکا چندان دانه نه‌ده ورته اچولې.

پاکستان په بشپړه بېرحمۍ افغان کډوال راشړي، ځکه نور نو دوی ته د سړې جګړې او د امریکايي پروژو د چلولو د زمانې په شان وړیا سرتیري نه ښکاري، خو اصلي کیسه دا ده، چې په دې شورماشور او لچرۍ کې نړۍ ته ښيي: ګواکې هم پخوا افغان کډوال ترهګر وو او هم اوس.

پاکستان له پښتنو ملتپالو پخوانۍ [ دهیند د ویش له زمانې]ویره لري، د دې لپاره انګریزانو درې لارې ورښوولې وې:

لومړی: پښتان په دیني لومه کې راښکېلولای شې. پرېمانه استخباراتي مدرسې، جوماتونه او خانقاوې ورته جوړې کړه او سرکاري ملایان، شېخان او پیران ورته وټاکه.

دا په خولو کې ورکړه چې پاکستان قلعه اسلام، دارالاسلام او یوازینی هېواد دی، چې د اسلام په شعار جوړ شوی دی. بس په همدې دې پښتانه وړیا اربکیان دي.

دویم: ملتپال یې په خپلو کې ښکېل کړه، د واک او امتیازاتو په زور یې سره دوښمن کړه، قبیلوي شخړې ورجوړوه، په سني و شیعه یې وویشه، تربورګلوي په کې چاغه کړه، له ښوونځیو او پوهنځیو یې لرې ساته، شعوري یووالي او ویښتیا ته یې مه پرېږده. ترهرڅه وړاندې یې ملتپال وروځپه.

درېیم: په واک او پوځ کې یې انفرادي شامل کړه، پرېږده چې تر لوړو څوکیو ورسیږي، خو د افرادو په توګه. هیڅکله یې د ملتپالو جوړښتونو په چوکاټ کې سیاست ته مه راوله. د ملتپالو پرځای یې بنسټپال او استخباراتي دینچاري پیاوړي کړه، مدرسې ورکړه او مریدان ورته ونیسه.

له دې سره به پاکستان‌میشتي پښتانه هم ستا شي او ساده کلیوال افغانستان‌میشتي پښتانه به هم تر خپل افیوني اغېز لاندې خپل وړیا سرتیري کړې.

بلوڅ ملتپال مبارزین په دوو دلایلو تر پښتنو ملتپالو بریالي او ګواښمن دي، لومړی دا چې د استخباراتي مدرسو په جال کې ښکېل نه شول. او دویم ملتپال مبارزین یې د پاکستاني استبلېشمېنت په جال کې ونه‌نښتل. د څوکیو نیولو په لیونتوب کې یو له بل سره دوښمني ته د پاکستان‌پلوۍ سیالي پیل نه کړې.

په افغانستان کې له پاکستان څخه کرکه په یوه قاطع عامه ذهنیت بدل شوی دی، دا کرکه دومره عمومي او ساري ده، چې که هرڅوک غواړي په افغانستان کې واک ولري، ښايي لږ ترلږه خپله پاکستان‌پالنه پټه کړي.

کېدلای شي د واکمنې وسلوالې ډلې ځینې عام او د قاعدې بې صلاحیته غړي به د ملي ولولو تر اغېز لاندې ریښتیا هم د پاکستان مخالف وي، یا به یې په منځ کې ځینې فرکسیونونه له دې هېواده کرکه لري، خو مبهمه تصمیم‌نیونکې هسته لاهم تر بشپړ استخباراتي کنترول لاندې ده.

پاکستان پر افغانستان واکمنې ډلې باندې د فشار راوړلو او دوی په خپل مدیریت و کنترول کې ساتلو لپاره خورا ډېر ریزرفونه په لاس کې لري. ملا فضل‌الرحمان له خپلې هیندوستاني ژېړې پګړۍ سره لاهم ایډیولوژیک راج چلولای شي. د اکوړه خټک حقانیه مدرسه او زرګونه نورې هډې لا هم د کنترول د رېموټونو کار ورکوي.

پر افغانستان د واکمنو د کورنیو، شتمنیو او کاروبارونو د یرغملتیا مهمه برخه خو لا هم د پاکستانیو په واک کې ده.

د پاکستاني طالبانو د خرپ و ترپ چاودنې ووژنې پاکستاني استخباراتو ته څو ګټې لري:

لومړی: ټولې نړۍ ته ورښيي، چې پاکستان د ترهګرو روزونکی او پالونکی نه، بلکې ګواکې د ترهګرۍ قرباني دی او دا په حقیقت کې افغانان دي، چې هم خپل وطن او هم پاکستان او د نړۍ نور هېوادونه ګواښي.

دویم: په دې ګډوډۍ کې ریښتیني پښتني ملتپال ځواکونه او غورځنګونه په اسانه ځپل کېدلای شي.

درېیم: ظاهراً په TTP پسې راوتلی پاکستاني پوځ ټوله پښتني سیمه لاندې کوي، خپل هر ډول مخالفین ځپلی شي او ملتپال غورځنګونه له پښو غورځولای شي. په دویم ګام کې ځان خپل سراتيژیک عمق ته هم رسولای شي او هغه په افغانستان کې دننه پوځي – استخباراتي جال غوړول دي.

څلورم: پوځ خپل بشپړ واک ساتي او په ټولیزه توګه دیموکراتیکو جوړښتونه ته د مخالفت او ځان خوځولو وخت نه پاتیږي.

پینځم: امریکا ته ویلای شي، چې موږ لا هم د نیابتي جګړو د غځولو توان لرو او هرځای دا چاره ترسره کولای شو.

شپږم: ټولې خونړۍ پېښې د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې متمرکزې او منحصرې دي، دلته خو یو پښتانه تباه کیږي او د «ریاست!» دوښمني ته زړه ښه کولای نه شي، بله خبره دا ده، چې د ځپل شويو سیمو ټول اقتصادي امکانات او سرچینې (اوبه، کانونه، بشري ظرفیت، کرنیز محصولات او نور) به وړیا پنجاب ته وررسیږي.

پاکستان لکه لړمه د خپلو بچو په غوښو پايي، خو ستراتيژيک اهداف یې ډېر پاخه ټاکلي. چې غواړي په هره بیه او خورا خونړیو لارو هم ځان ورورسوي.

له دې لړمې د ژغورنې یوه لاره ده، د ټولو افغانانو او تر ډيورند کرغېړنې کرښې پورې غاړه پښتنو ویښتیا او روښانتیا، یووالی او لوړ سیاسي شعور.

د انګریز او پاکستان له زړو چلونو او دسیسو یې خبرول او د دوی د شعوري ارادې په رڼا کې له روان ناورین څخه د ټولې افغاني جغرافیې ژغورل.

بله هېڅ ليدلې نه شي په دا منځ کې
يا مغول له مينځه ورک يا پښتون خوار

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د غزې په شمال کې هېڅ فعال روغتون نه شته

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د غزې په شمال کې د تیلو، طبي کارمندانو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله فعال روغتونه نه شته.

د دغه سازمان په وینا؛ په ټوله غزه کې له ۳۶ روغتیايي مرکزونو څخه یوازې د دغې سیمې په سویل کې ۹ مرکزونه په نیمه توګه فعال دي.

په غزه کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ریچارډ پیپرکورن وویل: «په حقیقت کې د غزې په شمال کې هېڅ یو روغتون نه دی پاتې چې کار ترې واخیستل شي.»

پیپرکورن وويل: «الاهلي روغتون یوه ارام ځای ته ورته دی، چې ډېر محدود او د پاملرنې لږ خدمات وړاندې کوي.»

هغه وویل، دا روغتون په دې سيمه کې وروستۍ فعال روغتون و؛ خو د درملنې دغه مرکز اوس لږ تر لږه فعال دى.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د دغه چارواکي په وینا؛ د خوندي او باعزته تدفین د نشتوالي له امله د اسراییل د وروستیو بریدونو د قربانیانو جسدونه د دغه روغتون په انګړ کې اېښودل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «په الاهلي روغتون کې ځیني ناروغان په اونیو د جراحۍ عملیاتو لپاره انتظار باسي او که عملیات ترسره شول نو د درملو د کمښت له امله د عفونت له خطر سره مخ دي.»

ریچارډ پیپرکورن هم پر بشردوستانه اوربند ټینګار وکړ.

حماس: د یوې اونۍ لپاره د جګړو د بندولو وړاندیز نه منو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۷ GMT+۰

اسراییل له حماس څخه د ۴۰ یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په بدل کې د یوې اونۍ د اوربند غوښتنه وکړه؛ خو حماس رد کړه.

په اسراییل کې د ایران انټرنشنل د خبریال د معلوماتو له مخې؛ اسراییل دغه وړاندیز د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) تر هغه وروسته رد شو، چې اسراییل د څلوېښتو یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو موضوع مطرح کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې حماس او اسراییل تر دې مخکې د یوې اونۍ لنډ مهاله اوربند په تړون کې د لسګونو فلسطینیانو د یرغمل شویو بندیانو تبادله کړې وه او همدا راز اسراییل زیانمنو او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړې وه.

د راپورونو له مخې؛ اوسمهال شاوخوا ۱۲۰ اسراییلیان له حماس سره یرغمل دي او لسګونه نور فلسطینیان بیا اسراییل سره یرغمل نیول شوي دي.

د یادولو ده، چې د اکټوبر میاشتې په اومه نېټه حماس ډلې شاوخوا پنځه زره توغندي په اسراییل وتوغول چې په پایله کې یې کابو ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۴۰ کسان یرغمل ونیول شول.

له دې سره د دغه برید په ځواب کې بیا اسراییل په غزه کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړل، چې تر دې مهاله څه باندې ۱۹ زره فلسطینیان وژل شوي، سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او زرګونه نور یې ټپیان او لادرکه کړي دي.

په دغو جګړو کې نه روغتونونه خوندي پاتې شول، نه ښوونځي، نه ښځې او نه هم ماشومان.

سره له دې چې په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ او د جګړو د بندیدو لپاره لاریونونه وکړل؛ خو دغو غوښتنو ته اسراییلیانو پاملرنه ونه کړه.

د چک جمهوریت په پلازمېنه کې د ډزو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د چک جمهوریت پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د پراګ په چارلز پوهنتون کې د ډزو له امله د بریدګر په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي. د چک د کورنیو چارو وزیر ویت راکوسان د بریدګر وژل کېدل تایید کړ.

د پراګ د بېړنیو حالاتو ویاند د چک دولتي تلویزیون ته وویل: « اوس ویلی شم ووایم چې د برید کوونکي په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.»

د کورنیو چارو وزیر له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې بل کوم خطر نه شته.

پولیسو د ډزو ځای ته څېرمه سیمه کلابنده کړې او له خلکو یې غوښتي چې په کورونو کې پاتې شي.

له ډزو وروسته پولیس سیمې کې ځای پر ځای شول او وضعیت یې تر کنټرول کړی.

د پراګ ښاروال ویلي، چې له ډزو وروسته د چارلز پوهنتون د فلسفې پوهنځی خالي شوی دی.