• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حماس: د یوې اونۍ لپاره د جګړو د بندولو وړاندیز نه منو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۷ GMT+۰

اسراییل له حماس څخه د ۴۰ یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په بدل کې د یوې اونۍ د اوربند غوښتنه وکړه؛ خو حماس رد کړه.

په اسراییل کې د ایران انټرنشنل د خبریال د معلوماتو له مخې؛ اسراییل دغه وړاندیز د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) تر هغه وروسته رد شو، چې اسراییل د څلوېښتو یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو موضوع مطرح کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې حماس او اسراییل تر دې مخکې د یوې اونۍ لنډ مهاله اوربند په تړون کې د لسګونو فلسطینیانو د یرغمل شویو بندیانو تبادله کړې وه او همدا راز اسراییل زیانمنو او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړې وه.

د راپورونو له مخې؛ اوسمهال شاوخوا ۱۲۰ اسراییلیان له حماس سره یرغمل دي او لسګونه نور فلسطینیان بیا اسراییل سره یرغمل نیول شوي دي.

د یادولو ده، چې د اکټوبر میاشتې په اومه نېټه حماس ډلې شاوخوا پنځه زره توغندي په اسراییل وتوغول چې په پایله کې یې کابو ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۴۰ کسان یرغمل ونیول شول.

له دې سره د دغه برید په ځواب کې بیا اسراییل په غزه کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړل، چې تر دې مهاله څه باندې ۱۹ زره فلسطینیان وژل شوي، سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او زرګونه نور یې ټپیان او لادرکه کړي دي.

په دغو جګړو کې نه روغتونونه خوندي پاتې شول، نه ښوونځي، نه ښځې او نه هم ماشومان.

سره له دې چې په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ او د جګړو د بندیدو لپاره لاریونونه وکړل؛ خو دغو غوښتنو ته اسراییلیانو پاملرنه ونه کړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د چک جمهوریت په پلازمېنه کې د ډزو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د چک جمهوریت پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د پراګ په چارلز پوهنتون کې د ډزو له امله د بریدګر په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي. د چک د کورنیو چارو وزیر ویت راکوسان د بریدګر وژل کېدل تایید کړ.

د پراګ د بېړنیو حالاتو ویاند د چک دولتي تلویزیون ته وویل: « اوس ویلی شم ووایم چې د برید کوونکي په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.»

د کورنیو چارو وزیر له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې بل کوم خطر نه شته.

پولیسو د ډزو ځای ته څېرمه سیمه کلابنده کړې او له خلکو یې غوښتي چې په کورونو کې پاتې شي.

له ډزو وروسته پولیس سیمې کې ځای پر ځای شول او وضعیت یې تر کنټرول کړی.

د پراګ ښاروال ویلي، چې له ډزو وروسته د چارلز پوهنتون د فلسفې پوهنځی خالي شوی دی.

د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو په نېږدې کېدو سره د ټرمپ حقوقي جنجالونه تر سترې محکمې ته ورسېدل

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۴ GMT+۰

محکمې پریکړه کړې چې ډونالډ ټرمپ نه شي کولی په کولوراډو کې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶په لاریون کې د لاس لرلو له امله ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي. ټرمپ ویلي، چې د سې شنبې په ورځ د کولوراډو د سترې محکمې له خوا د هغه حکم استیناف غوښتنه کوي.

ډونالډ ټرمپ په خپلې څلور کلنې ولسمشرۍ دوره کې د امریکا سترې محکمې ته بدلون ورکړ.

اوس ۶-۳ محافطه کاره اکثریت چې هغه یوځای کړي دي، د یو څو قضیو له مخ کېدو سره شاید دا معلومه کړي چې ایا جمهوري غوښتونکي به وشي کړی سپینه ماڼۍ بېرته تر لاسه کړي.

سترې سیاسي قضیې کولې شي د هېواد په سترې محکمې فشار راوړي، چې یو ځل بیا په ټاکڼو کې ښکیله شي. محکمه کولې شي چې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ رول ولوبوي.

د کالیفورنیا پوهنتون د حقوقو پوهنځي مشر ایرون چیمیرنسکي رویټرز ته وویل: « څه چې سږ کال غیر معمول دي هغه دا دي چې محکمې باید له ټاکنو مخکې خورا ستره اغیزه کړې وی، په ځانګړې توګه دا یې باید په ګوته کړې وی چې ډونالډ ټرمپ کولی شي په ټاکنو کې برخه واخلي او ایا د هغه په ​​​​فیډرالي جرمي محاکمه کې پرمختګ کېدلی شي.»

قاضیان عموماً د قضیو او سیاسي مسایلو په اړه پر خپلو احکامو د عامه تبصرو څخه ډډه کوي، که څه هم اکثریت محافظه کاره ډلې په زیاتېدونکي توګه د امریکا قانون ښي خواته وړی.

د حقوقي تحلیل بلاګ لافیر ډیټابیس له مخې کولوراډو تر دې دمه یوازینی ایالت دی، چې ټرمپ له ۳۲ ایالتونو څخه له رایې بې برخې کوي.

ستره محکمه څنګه د کولوراډو قضیه کې د ټرمپ استیناف اداره کولی شي او ایا ورته هڅې به د ټول هېواد په ایالتونو کې بریالۍ یا ناکامې شي.

وکیلانو د میشیګن عالي محکمې څخه غوښتنه کړې چې په دې قضیې بیا کتنه وکړي.

میشیګن په سیاسي لحاظ له کولوراډو سره خورا ستره سیالي لري او ښکاري چې د ۲۰۲۴ ټاکنو کې به پرېکړه کوونکی رول ولوبوي.

د میشیګن پوهنتون د حقوقو پروفیسور لیه لیټمن وویل، چې د کولوراډو قضیه او د قاضیانو پر وړاندې د ټرمپ نورې شخړې "د ډېموکراسۍ لپاره خورا لوی خطر لري."

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له واک پرېښودو راهیسي ټرامپ د جرمي تورونو سره - سره له ډېری قانوني ننګونو سره مخ دی.

خو دغو ننګونو د هغه محبوبیت او شهرت د خلکو تر منځ نه دی کم کړی لا یې د هغه ملاټړي ځواکمن کړي دي.

اوکراین: د اروپايي ټولنې د ۱۹.۸ میلیاردو ډالرو مرستې وروستۍ برخه یې تر لاسه کړې ده

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د اوکراین لومړي وزیر ډینس شمهال د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې هېواد یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۸ میلیارده یورو (۱۹،۸ میلیارده ډالر) مالي مرستې کڅوړې وروستۍ برخه تر لاسه کړې ده.

د اوکراین لومړي وزیر ویلي، دا مرستې به له دوی سره د اقتصادي ثبات په ساتلو او ټولنیز مکلفیتونو پوره کول کې مرسته وکړي.

نوموړي په ټېلېګرام خواله رسنۍ کې په یو پیغام کې ویلي، چې اوکراین له اروپايي ټولنې څخه د ۱،۵ میلیارده یورو مرستې ترلاسه کولو سره د مرستې د دې کڅوړې وروستۍ برخه هم لاسته راوړې ده.

هغه زیاته کړه: "دا مرستې زموږ سره د اقتصادي ثبات ساتلو او زموږ ټولنیز مسوولیتونه پوره کولو کې همکاري کوي."

د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې اروپایي کمېسیون اعلان وکړ، چې دوی د ۱۸ میلیارده یورو په ارزښت اوکراین سره د لویو مالي مرستې یوه کڅوړه تصویب کړې، چې موخه یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د دغه هېواد "عاجلو اړتیاو" تمویل کول دي.

هندوستان په افغانستان کې د یوه ټول شموله او انتخابي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰

هندوستان د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.‌ په ملګرو ملتونو کې د هندوستان دایمي‌استازي ویلي، چې د یوه ټول شموله او انتخابي حکومت جوړښت، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب د دې هېواد لپاره “بېړني لومړیتوبونه” دي.

روچیرا کمبوج د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان د یوه مترقي ګاونډي او د دې هېواد د خلکو د ملګري او د یوه داسې هېواد په توګه چې افغانستان کې د سولې په تامین کې مستقیم رول لري، هندوستان لا هم د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دی.

کمبوج وويل: "زموږ په بېړني لومړيتوبونو کې د افغانانو لپاره د بشري مرستو برابرول، د يوه ټول شموله او انتخابي حکومت جوړښت، د ترهګرۍ او نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه او د ښځو، ماشومانو او لږکيو د حقونو خوندیتوب شامل دي."

هندوستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په کابل کې یې د یوه ریښتیني ټول شموله حکومت پر جوړېدو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې پر نه کارېدو یې ټینګار کړی دی.‌

د خوړو نړۍوال پروګرام: د بودیجې د کمښت له امله ۱۰ میلیونه افغانانو ته مرستې نه شو کولی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام سره له دې چې په یوه کال کې له ۱۸،۴ میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو د مرستو خبر ورکړ؛ خو وایي چې د بودیجې د کمښت له امله یې ۱۰ میلیونه کسان د خوراکي توکو د مرستو له بهیر څخه حذف کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن پنجشنبه (د لیندۍ ۳۰مه) پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د بودیجې د کمښت له امله زرګونه کسان د دې ادارې د مرستو له بهیر څخه بې برحې شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې په دې موده کې ۹،۳ میلیونه ښځې او ۱۰،۶ میلیونه ماشومان د دغه سازمان له مرستو برخمن شوي دي.

د دغې ادارې له خوا د خپرې شوې ویډیو له مخې؛ تېر کال ۱،۵ میلیونه زده کوونکو خوراکي توکي تر لاسه کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په دې موده کې يې د پياوړتيا په برخه کې شپږ زره ښځو او شل زره او پنځه سوه بزګرانو مسلکي زده کړې تر لاسه کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د اقلیم د کړکیچ د اغیزو د کمولو او د خلکو د ځواکمنولو په موخه یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۲۶۰ د اوبو کانالونه، ۳۰ کیلومتره محافظتي دیوالونه او ۲۲ زیرمې او واړه بندونه جوړ کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ دغه مرستې د دغه سازمان د همکارانو په ملګرتیا سره د افغانستان له خلکو سره شوي او په کار ده چې داسې راتلونکی رامنځته شي، چې په افغانستان کې هېڅوک وږي نه وي.

د دغه سازمان یوه چارواکي په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان سره مرستې دوام ونه کړي، په افغانستان کې به د ښځو ځپل او قحطي نوره هم زیاته شي.