• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین: د اروپايي ټولنې د ۱۹.۸ میلیاردو ډالرو مرستې وروستۍ برخه یې تر لاسه کړې ده

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۶ GMT+۰

د اوکراین لومړي وزیر ډینس شمهال د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې هېواد یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۸ میلیارده یورو (۱۹،۸ میلیارده ډالر) مالي مرستې کڅوړې وروستۍ برخه تر لاسه کړې ده.

د اوکراین لومړي وزیر ویلي، دا مرستې به له دوی سره د اقتصادي ثبات په ساتلو او ټولنیز مکلفیتونو پوره کول کې مرسته وکړي.

نوموړي په ټېلېګرام خواله رسنۍ کې په یو پیغام کې ویلي، چې اوکراین له اروپايي ټولنې څخه د ۱،۵ میلیارده یورو مرستې ترلاسه کولو سره د مرستې د دې کڅوړې وروستۍ برخه هم لاسته راوړې ده.

هغه زیاته کړه: "دا مرستې زموږ سره د اقتصادي ثبات ساتلو او زموږ ټولنیز مسوولیتونه پوره کولو کې همکاري کوي."

د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې اروپایي کمېسیون اعلان وکړ، چې دوی د ۱۸ میلیارده یورو په ارزښت اوکراین سره د لویو مالي مرستې یوه کڅوړه تصویب کړې، چې موخه یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د دغه هېواد "عاجلو اړتیاو" تمویل کول دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

هندوستان په افغانستان کې د یوه ټول شموله او انتخابي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰

هندوستان د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.‌ په ملګرو ملتونو کې د هندوستان دایمي‌استازي ویلي، چې د یوه ټول شموله او انتخابي حکومت جوړښت، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب د دې هېواد لپاره “بېړني لومړیتوبونه” دي.

روچیرا کمبوج د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان د یوه مترقي ګاونډي او د دې هېواد د خلکو د ملګري او د یوه داسې هېواد په توګه چې افغانستان کې د سولې په تامین کې مستقیم رول لري، هندوستان لا هم د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دی.

کمبوج وويل: "زموږ په بېړني لومړيتوبونو کې د افغانانو لپاره د بشري مرستو برابرول، د يوه ټول شموله او انتخابي حکومت جوړښت، د ترهګرۍ او نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه او د ښځو، ماشومانو او لږکيو د حقونو خوندیتوب شامل دي."

هندوستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په کابل کې یې د یوه ریښتیني ټول شموله حکومت پر جوړېدو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې پر نه کارېدو یې ټینګار کړی دی.‌

د خوړو نړۍوال پروګرام: د بودیجې د کمښت له امله ۱۰ میلیونه افغانانو ته مرستې نه شو کولی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام سره له دې چې په یوه کال کې له ۱۸،۴ میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو د مرستو خبر ورکړ؛ خو وایي چې د بودیجې د کمښت له امله یې ۱۰ میلیونه کسان د خوراکي توکو د مرستو له بهیر څخه حذف کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن پنجشنبه (د لیندۍ ۳۰مه) پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د بودیجې د کمښت له امله زرګونه کسان د دې ادارې د مرستو له بهیر څخه بې برحې شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې په دې موده کې ۹،۳ میلیونه ښځې او ۱۰،۶ میلیونه ماشومان د دغه سازمان له مرستو برخمن شوي دي.

د دغې ادارې له خوا د خپرې شوې ویډیو له مخې؛ تېر کال ۱،۵ میلیونه زده کوونکو خوراکي توکي تر لاسه کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په دې موده کې يې د پياوړتيا په برخه کې شپږ زره ښځو او شل زره او پنځه سوه بزګرانو مسلکي زده کړې تر لاسه کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د اقلیم د کړکیچ د اغیزو د کمولو او د خلکو د ځواکمنولو په موخه یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۲۶۰ د اوبو کانالونه، ۳۰ کیلومتره محافظتي دیوالونه او ۲۲ زیرمې او واړه بندونه جوړ کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ دغه مرستې د دغه سازمان د همکارانو په ملګرتیا سره د افغانستان له خلکو سره شوي او په کار ده چې داسې راتلونکی رامنځته شي، چې په افغانستان کې هېڅوک وږي نه وي.

د دغه سازمان یوه چارواکي په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان سره مرستې دوام ونه کړي، په افغانستان کې به د ښځو ځپل او قحطي نوره هم زیاته شي.

د کاناډا لومړی وزیر: په غزه کې د اسراییل عملیات د دغه هېواد اوږدمهاله امنیت ګواښي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۰

له سي بي ایس تلویزون سره د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په یوې مرکې کې نن پنجشنبه ویلي، چې د اسراییل نېږدې ملګري اندېښمن دي، چې په غزه کې د دې هیواد پوځي عملیات د اسراییل اوږدمهاله امنیت ګواښي.

ټروډو زیاته کړه، چې د اسراییل نېږدې ملګري "په زیاتیدونکې توګه اندیښنه لري چې لنډ مهاله اقدامات چې اسراییل یې کوي په حقیقت کې به د دې یهودي دولت لپاره اوږدمهاله امنیت او حتا راتلونکی ملاتړ له خطر سره مخامخ کړي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د ټروډو څرګندونې په غزه کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه د اسراییل د متحدینو د اندېښنې وروستۍ څرګندونې دي.

د کاناډا لومړي وزیر تل د حماس د بریدونو پر وړاندې د اسراییل د دفاع پر حق ټینګار کړی دی.

بل خوا د تېرې سې شنبې په د اسراييل ولسمشر اسحاق هرزوګ ويلي، چې د نورو یرغمل شویو کسانو د خوندي خوشې کولو لپاره چې د حماس له خوا نیول شوي دي، هېواد يې په غزه کې له حماس سره د نوي موقتي اوربند هوکړې ته لېوال دى؛ خو تر اوسه عملیات او بمباري نه ده درېدلې.

هرزوګ په تل ابیب کې د سفیرانو یوې غونډې ته وویل: «اسراییل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوې بلې بشري وقفې او اضافي بشري مرستو لپاره چمتو دی.»

حماس وايي؛ تر هغه به د بنديانو د خوشې کولو په اړه خبرو ته حاضر نه شي، چې اسراييل په غزه کې خپله جګړه پای ته نه وي رسولې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر اسراییل د نړۍوالو فشارونه زیات شوي چې پر غزې خپل بریدونه ودروي او محاصره شوې سیمې ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، د بلوڅ پرلت نیول شوي ماشومان او ښځې یې خوشې کړل

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د خصوصي سازۍ وزیر وايي، د سرپرست لومړي وزیر په غوښتنه په اسلام اباد کې نیول شوي ټول بلوڅ ماشومان او ښځې خوشې کړل شول. د فواد حسین په خبره؛ نیول شوي ۹۰ سلنه نارینه هم خوشې شوي او پاتې کسان به د هویت تر معلومېدو وروسته ازاد کړل شي.

د نوموړي په خبره؛ د پاکستان لومړي وزیر انورالحق کاکړ د دې پرلت له مشرانو سره د خبرو لپاره حکومتي کمېټه هم جوړه کړې ده، چې ستونزه د جرګې له لارې هواره کړي.

د پاکستان پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو پرون اسلام اباد ته د بلوڅ توکم وژنې پر ضد د لاریون د رسېدو مخه ونیوله؛ خو بیا هم دا لاریون تر اسلام اباد ورسېد.

د دې لاریون غړي وايي، چې امنیتي ځواکونه په اسلام اباد کې له دې لاریون سره د نورو خلکو د یوځای کېدو خنډ و او وروسته یې د لاریون پر تیت کولو لاس پورې کړ.

خواله رسنیو کې ویډوګانې هم ښيي چې پولیس پر لاریونوالو برید او زور زیاتی کوي.

د پاکستاني رسنیو د پنجنشنبې ورځې راپورونو له مخې؛ د پلازمېنې پولیسو د لاریونوالو د مشرې ماه رنګ بلوڅ په ګډون تر ۲۵۰ تنه د لاریون مخکښ کسان او سمبالوونکي نیولي دي.
بلوڅو لاریونوالو د اسلام اباد په ۲۶ نمبر چوک کې د پرلت خیمې وهلې وې او همدارنګه د اسلام اباد پریس کلب مخې ته هم راغونډ شوي وو.

د بلوڅانو دا پرلت په تېره نومبر میاشت کې د پاکستان بلوچستان ایالت په تربت کې وروسته له هغه پیل شو، چې د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» په چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور لګولی و.
د بلوچستان ایالت اوسېدونکي له کلونو راهیسې ادعا کوي، چې د پاکستان حکومت یې د حق غوښتلو پر مهال مخکښ کسان نیسي او له هغه وروسته يې مړي ژوندي ورک دي.
د پاکستان حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده: د هند په مالي ملاتړ ترهګرې ډلې زموږ خاوره کې فعالې دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، په دغه هېوادکې «ترهګرې ډلې د هند په مالي ملاتړ فعالې دي او تاوتریخوالی کوي.» ممتاز زهرا بلوڅ نن په اسلام اباد کې خبری غونډې په خبرو کې زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې هکله حکومت مفصل مالومات شریک کړي.

د هغې په خبره، په پاکستان کې له ترهګرو ډلو د هند مالي ملاتړ د دغه هېواد حکومت اندېښمن کړی دی.

خو هند بیا د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د وسلوالو په ملاتړ تورنوي.

اسلام اباد په روان تاوتریخوالي کې افغان طالبانو ته هم ګوته نیسي او وايي، په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.

ممتاز زهرا بلوڅ نن هم وویل، چې تمه لري افغان ځمکه د پاکستان خلاف ونه کارول شي.

هغې زیاته کړه، چې اوس د تحریک طالبان پاکستان پرضد د افغان طالبانو د هڅو او د اغېز په هکله یې څه نه شي ویلي.

د نوموړې دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت وویل، په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان تر ۴۰ وسلوال نیولي دي.