د پاکستان له پولو هند ته د افغانستان په هېرویینو او تریاکو بار د بې پیلوټه الوتکو رسېدل

هندي چارواکي وايي، د پاکستان له پولو هند ته پر نشه‌یي توکو د بار بې پیلوټه الوتکو له «بې مخینې ګواښونو» سره مخامخ یو. د پنجاب ایالت د پوله ساتو ځواکونو یوه چارواکي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، دغه بې پیلوټه الوتکې تر ډېره له «افغانستانه هیرویین او تریاک» لېږدوي.