د وزلوبې لیګ لومړۍ ورځ؛ سمنګان او کندوز بریالي بغلان او تخار مساوي شول

د وزلوبې غوره لیګ سیالیو پنځم پړاو لومړۍ ورځ تېره ورځ په کابل کې ترسره شوه. په لومړي ګروپ او لومړۍ لوبه کې د سمنګان لوبډلې بامیانو ته ۰-۹ ماتې ورکړه. په دویمه لوبه کې له دویم ګروپه بغلان او تخار ۱-۱ مساوي شول او په درېیم ګروپ کې د کندوز لوبډلې ۰-۱۲ وردک لوبډلې ته ماتې ورکړه.