• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ تر سره کولو لپاره سوېلي افریقا ته روانه شوه

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۵ GMT+۰

له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډله چې له تېرو څو ورځو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې په تمریناتو بوخته وه، نن سهار یې له یاد هیواد څخه د سوېلي افریقا په لوري سفر پیل کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له تمریناتو کولو وروسته نن یک شنبه د (مرغومي ۳مه) له متحده عربې اماراتو څخه د سوېلي افریقا په لور روانه شوه.

افغان کرېکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان، هند او سوېلي افریقا تر منځ درې اړخیزه لوبلړۍ د ډیسمبر په ۲۹مه پیلیږي او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۰مې نیټې به دوام وکړي.

خو کرېکټ بورډ تر دې مهاله په دغه لوبلړۍ کې له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې وروستۍ نوملړ نه دی خپور کړی.

یادې یو ورځنۍ سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب تر سره کیږي.

د دغې لوبلړۍ ټولې لوبې به د سوېلي افریقا د پلازمېنې جوهانزبرګ د اډوارډینز کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

له یادې لوبلړۍ وروسته د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۴مه د ۱۹ کلنو نړیوال جام پیلږي.

بل خوا د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا دوشنبې د متحده عربي امارتو په وړاندې خپله لومړۍ پنځوس آوره تمریناتي لوبه پیلوي.

دغه لوبه د عربي اماراتو د شارجې په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت سهار لس نیمې بجې پیلیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جانتن ټروټ د افغان کرېکټ د روزونکي په توګه د پاتې کیدو لپاره نوي تړون ته نږدې شوی

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۰

په نړیوال جام کې د افغان کرېکټ لوبډلې تر اغېزناک بري وروسته جانتن ټروټ له دې لوبډلې سره د روزونکي په توګه د پاتې کېدو لپاره د نوي تړون د لاسلیکېدو په درشل کې دی.

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې دغه پخوانۍ لوبغاړی د نوي تړون له شرایطو خوښ دی، خو غواړي د تړون تر لاسلیک کولو دمخه د خپل کاري ټیم د غړو غوراوی نهايي کړي.

ټروټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغان ډلې د روزونکې دنده پر غاړه واخیست. د نوموړي د دندې پر مهال افغان لوبډلې په هندوستان کې د اکتوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې د کرېکټ د نړیوال جام د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماته ور کړه.

هغه د انګلستان پي ای خبري اژانس ته ویلي: "زه ډاډه یم چې تړون به لاسلیک کړم خو غواړم چې ځان مطمین کړم چې د لوبډلې لپاره څه سم دي. دا هغه وړاندیز دی چې زه یې غواړم، خو اوس غواړم چې له روزونکي سره کارکوونکې او د ملاتړ ډله هم هغسې ده چې زه یې غواړم."

هغه زیاته کړه: "د روزونکي سره په کارکوونکې ډله کې ځینې بدلونونه راغلي او موخه یې دا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې مونږ د ټیم د پرمخ بېولو لپاره سم روزونکی لرو. موږ غواړو چې په دې ډاډه اوسو چې ټیم پر مخ روان دی نه پر شا."

د افغان کرېکټ له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله، سوېلي افریقا کې درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ کوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۰ GMT+۰

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله د سوېلي افریقا او هند له لوبډلو سره درې اړخیزه یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، یادې سیالۍ د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د لوبډلې د لا چمتوالي په موخه تر سره کیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ ۳۰مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د ډسمبر میاشتې په ۲۹مه نیټه د سوېلي افریقا په کوربه توب د دغه هیواد او هندوستان لوبډلو په شتون کې د درې اړخیزو سیالیو په لوبلړۍ کې ګډون کوي.

او دغه سیالۍ به د ۲۰۲۴ کال د جنورې میاشتې تر ۱۰مې نیټې دوام وکړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې به افغان لوبډله خپل لومړۍ لوبه د ډسمبر میاشتې په ۲۹مه نیټه د هندوستان، دویمه لوبه د ډسمبر ۳۱مه له سوېلي افریقا، دریمه لوبه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په څلورمه له هندوستان او وروستۍ لوبه به د جنورۍ میاشتۍ په ۸مه نیټه د دوو غوره لوبډلو ترمنځ تر سره شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان د یادې لوبلړۍ په اړه ویلي: «موږ غوره وګڼله، چې نړیوال جام ته له تګ وړاندې خپلې ملي نوولس کلنې لوبډلې ته یادې سیالۍ تنظیم کړو، چې له نېکه مرغه په کې بریالي و، او زه ډاډمن یم چې یادې سیالۍ به د لوبغاړو په لا ډېر چمتووالي کې غوره رول ولوبوي او دوی به د نړیوال جام سیالیو لپاره په ښه توګه چمتو کړي.»

د دغې لوبلړۍ ټولې لوبې به د سوېلي افریقا د پلازمېنې جوهانزبرګ د اډوارډینز په کرېکټ لوبغالې تر سره شي.

له دغې لوبلړۍ وروسته په سوېلي افریقا کې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۴مه د ۱۹ کلنو نړیوال جام هم پیلیږي.

افغان ووشو لوبغاړی مرتضی صفدري په اېټالیا کې د ووشو سیالۍ اتل شو

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۸ GMT+۰

افغان ووشو لوبغاړی مرتضی صفدري په اېټالیا کې د «کرېسمس د مارانو» په نوم د ووشو سیالیو اتل شو. دغه ووشوکار افغان په اېټالیا کې د کرېسمس د ښامار سیالۍ په پنځم پړاو کې اتلوالي تر لاسه کړه.

دغه افغان ووشو لوبغاړی چې په اېټالیا کې اوسېږي، په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې او د ځوانانو د عمرونو په درجه بندۍ کې ګډون کړی و.

صفدري وروسته له دوو بریاوو لومړی مقام خپل کړ.


دغه سیالۍ د «کاټانزارو» مرکزي ووشو اکاډمۍ له‌خوا د اېټالیا د ووشو فډراسیون په همغږۍ ترسره شوې.


په دغو سیالیو کې د اېټالیا، جرمني او اسپانیا هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.

نن د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ 'آی پي ایل' له پاره بولۍ تر سره کیږي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۱ GMT+۰

آی پې ایل په نړۍ کې د کرېکټ یو له مشهورو لیګونو څخه دی چې سږ کال لس تنه افغان لوبغاړي د یاد لیګ د بولۍ لپاره شارټ لېست شوي. په دغه سوداګریز لیګ کې به لس لوبډلې د یو او بل پر وړاندې لوبیږي او د بولۍ لپاره ۳۳۳ لولغاړي شارټ لېسټ شوي چې ۱۱۹یې ب‍هرني او پاتې نور یې هندي لوبغاړي دي.

نن سه شنبه د (لیندۍ ۲۸مه) د آی پي ایل لپاره د لوبغاړو بولۍ تر سره کیږي.

د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ لپاره دغه بولۍ د لومړي ځل لپاره له هند څخه بهر په متحده عربي اماراتو کې تر سره کیږي.

راشد خان، رحمن الله ګربز، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او نوراحمد هغه څلور افغان لوبغاړي دي چې لا له وړاندې په دغه لیګ کې د خپلو لوبډلو له لوري ساتل شوي چې بولۍ ته به نه وړاندې کیږي.

د لوبغاړو د بولۍ مراسم د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ بجې پیلیږي او له افغانستانه عظمت الله عمرزي، محمد وقار سلامخیل، ابراهیم ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، مجیب الرحمن، قیس احمد، محمد نبي، فرید احمد، الله نورغضنفر او اظهارالحق نوید هم ورته نومول شوي دي.

په نړۍ کې د کرېکت د دغه مشهور لیګ لپاره د کرېکټ نړۍ ډیرو مشهورو لوبغاړو، ټریوس هیډ، راچین رویندرا، مچل سټارک، جوش هزل ووډ، پيټ کمنز، ډاریل مچل، وینیندو هسرنګا، لاکي فرګوسن، شاردول ټهاکر تر څنګ نورو لوبغاړو هم نوم لیکنه کړې ده.

د نږدې هر هیواد د کرېکټ د لوبغاړو لویه هیله همدا ده چې د نړۍ په دغه ستر لیګ کې یو ځل ولوبیږي.

یادې سیالۍ د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲ نیټه پیلیږي.

د بنګله دېش د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې اسیا جام وګاټه

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ۲۰۲۳ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام کې نن بنګله دېش کوربه لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو په لوی توپیر په ماتې ور کولو سره دا جام وګاټه.

بنګله دېش د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې جوړې کړې وې؛ خو سیاله لوبډله تر ۲۵ اور پورې وسوځېده او ایله یې ۸۷ منډې جوړې کړې.

په نیمه پایلوبه کې بنګله دېش هند ته او متحده عربي اماراتو پاکستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته رسېدلې و.

د ۲۰۲۳ اسیا جام کرېکټ د ډسمبر پر اتمه پیل او نن پر ۱۷ پای ته ورسېد.

په دې سیالیو کې، هند، افغانستان، متحده عربي امارات، بنګله دېش، نیپال، سریلانکا، جاپان او پاکستان لوبډلو برخه لرله.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې درې لوبې وکړې، چې لومړۍ لوبه یې هند ته بایلوده، دویمه لوبه یې له نیپال څخه وګټله او په ورستۍ لوبه کې یې پاکستان ته ماتې ومنله او د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو څخه بهر شوه.

د ۱۹ کلنو اسیا جام په تاریخ کې اووه ځلې هندوستان او یو ځل افغانستان د دې جام اتلولي ګټلې ده.

پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش تر اوسه پورې د دغه جام اتلولي نه ده ګټلې.