• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ووشو لوبغاړی مرتضی صفدري په اېټالیا کې د ووشو سیالۍ اتل شو

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۸ GMT+۰

افغان ووشو لوبغاړی مرتضی صفدري په اېټالیا کې د «کرېسمس د مارانو» په نوم د ووشو سیالیو اتل شو. دغه ووشوکار افغان په اېټالیا کې د کرېسمس د ښامار سیالۍ په پنځم پړاو کې اتلوالي تر لاسه کړه.

دغه افغان ووشو لوبغاړی چې په اېټالیا کې اوسېږي، په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې او د ځوانانو د عمرونو په درجه بندۍ کې ګډون کړی و.

صفدري وروسته له دوو بریاوو لومړی مقام خپل کړ.


دغه سیالۍ د «کاټانزارو» مرکزي ووشو اکاډمۍ له‌خوا د اېټالیا د ووشو فډراسیون په همغږۍ ترسره شوې.


په دغو سیالیو کې د اېټالیا، جرمني او اسپانیا هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

نن د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ 'آی پي ایل' له پاره بولۍ تر سره کیږي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۱ GMT+۰

آی پې ایل په نړۍ کې د کرېکټ یو له مشهورو لیګونو څخه دی چې سږ کال لس تنه افغان لوبغاړي د یاد لیګ د بولۍ لپاره شارټ لېست شوي. په دغه سوداګریز لیګ کې به لس لوبډلې د یو او بل پر وړاندې لوبیږي او د بولۍ لپاره ۳۳۳ لولغاړي شارټ لېسټ شوي چې ۱۱۹یې ب‍هرني او پاتې نور یې هندي لوبغاړي دي.

نن سه شنبه د (لیندۍ ۲۸مه) د آی پي ایل لپاره د لوبغاړو بولۍ تر سره کیږي.

د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ لپاره دغه بولۍ د لومړي ځل لپاره له هند څخه بهر په متحده عربي اماراتو کې تر سره کیږي.

راشد خان، رحمن الله ګربز، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او نوراحمد هغه څلور افغان لوبغاړي دي چې لا له وړاندې په دغه لیګ کې د خپلو لوبډلو له لوري ساتل شوي چې بولۍ ته به نه وړاندې کیږي.

د لوبغاړو د بولۍ مراسم د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ بجې پیلیږي او له افغانستانه عظمت الله عمرزي، محمد وقار سلامخیل، ابراهیم ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، مجیب الرحمن، قیس احمد، محمد نبي، فرید احمد، الله نورغضنفر او اظهارالحق نوید هم ورته نومول شوي دي.

په نړۍ کې د کرېکت د دغه مشهور لیګ لپاره د کرېکټ نړۍ ډیرو مشهورو لوبغاړو، ټریوس هیډ، راچین رویندرا، مچل سټارک، جوش هزل ووډ، پيټ کمنز، ډاریل مچل، وینیندو هسرنګا، لاکي فرګوسن، شاردول ټهاکر تر څنګ نورو لوبغاړو هم نوم لیکنه کړې ده.

د نږدې هر هیواد د کرېکټ د لوبغاړو لویه هیله همدا ده چې د نړۍ په دغه ستر لیګ کې یو ځل ولوبیږي.

یادې سیالۍ د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲ نیټه پیلیږي.

د بنګله دېش د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې اسیا جام وګاټه

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ۲۰۲۳ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام کې نن بنګله دېش کوربه لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو په لوی توپیر په ماتې ور کولو سره دا جام وګاټه.

بنګله دېش د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې جوړې کړې وې؛ خو سیاله لوبډله تر ۲۵ اور پورې وسوځېده او ایله یې ۸۷ منډې جوړې کړې.

په نیمه پایلوبه کې بنګله دېش هند ته او متحده عربي اماراتو پاکستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته رسېدلې و.

د ۲۰۲۳ اسیا جام کرېکټ د ډسمبر پر اتمه پیل او نن پر ۱۷ پای ته ورسېد.

په دې سیالیو کې، هند، افغانستان، متحده عربي امارات، بنګله دېش، نیپال، سریلانکا، جاپان او پاکستان لوبډلو برخه لرله.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې درې لوبې وکړې، چې لومړۍ لوبه یې هند ته بایلوده، دویمه لوبه یې له نیپال څخه وګټله او په ورستۍ لوبه کې یې پاکستان ته ماتې ومنله او د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو څخه بهر شوه.

د ۱۹ کلنو اسیا جام په تاریخ کې اووه ځلې هندوستان او یو ځل افغانستان د دې جام اتلولي ګټلې ده.

پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش تر اوسه پورې د دغه جام اتلولي نه ده ګټلې.

اسټرالیا د ۳۶۰ منډو په ستر توپیر پاکستان ته په ټیسټ لوبه کې ماتې ورکړه

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د اسټرالیا او پاکستان تر منځ د دریو تمریناتي «ټیسټ» لوبلړۍ په اوله لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې پاکستان ته نن د ۳۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د اسټرالیا لوبډلې د ډیویډ وارنر او میچل مارش د غوره توپ وهنې په مټ ۴۸۷ منډې جوړې کړې، چې پکې د ۱۶۴ منډو جوړیدو امتیاز د ډیویډ وارنر او د ۹۰ منډو جوړیدو امنتیاز د میچل مارش و.

پاکستان د اسټرالیا د ۴۷۸ منډو جوړیدو په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۱ منډې وکړې او د اسټرالیا د ۲۰۷ منډو قرضدار پاته شو.

د لوبې په دویم اېنینګ کې اسټرالیا د ۲۰۷ منډو په دوام ۲۳۳ منډې جوړې کړې، خو د پاکستان لوبډله د دغې موخې په پوره کولو کې پاتې راغله او ټوله لوبډله یې په ۸۹ منډو وسوځیدله.

پاکستان د یو ورځنیو لوبو تر نړیوال جام وروسته د ټیسټ لوبډلې په ګډون د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبډلو لوبډلمشران هم نوي کړه.

پاکستان له اسټرالیا سره د ټیسټ لوبلړۍ لومړۍ ماتې د شان مسعود په لوبډلمشرۍ وخوړه.

د اسټرالیا او پاکستان تر منځ د درې ټیسټ لوبو لړۍ دویمه لوبه د ډیسمبر میاشتې په ۲۶ او دریمه لوبه د جنورۍ په دریمه نیټه کیږي.

د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو پایلوبه نن د متحده عربي امارات او بندګله دېش تر منځ کیږي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۶ GMT+۰

د ۱۹ کلنو ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو پایلوبه نن د متحده عربي امارات په کوربه توب د بندګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې او د متحده عربي امارت د ۱۹ کلنو لوبډلې تر منځ تر سره کیږي. د لوبې پچه د عربي امارات لوبډلې وګټله او بنګله دېش ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.

د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ دغه پایلوبه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې تر سره کیږي او دا لومړی ځل دی چې د متحده عربي امارات لوبډله د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو کې پایلوبي ته وتلې ده.

د بندګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبدله د عربي امارات د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې د یوې ویکیټې په سوځېدو سره د لوبې په ۲۵ اورونو کې ۱۱۰ منډې جوړې کړې دي.

د ۲۰۲۳ اسیا جام کرېکټ سیالیو کې، هند، افغانستان، متحده عربي امارات، بنګله دېش، نیپال، سریلانکا، جاپان او پاکستان لوبډلو برخه لرله.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې درې لوبې وکړې چې، لومړۍ لوبه یې هند ته بایلوده، دویمه لوبه یې له نیپال څخه وګټله او په ورستۍ لوبه کې یې پاکستان ته ماتې ومنله او د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو څخه بهر شوه.

د ۱۹ کلنو اسیا جام په تاریخ کې اووه ځلې هندوستان او یو ځل افغانستان د دې جام اتلولي ګټلې ده.

پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش تر اوسه پورې د دغه جام اتلولي نه ده ګټلې.

د اسيا فوټسال د ملتونو جام سیاليو کې د افغانستان سيالي لوبډلې معلومې شوې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د اسيا فوټسال د ملتونو جام د سياليو مهالوېش معلوم او افغانستان به په ډي ګروپ کې له د دريو اسيايي هيوادونو ایران، بحرين او کویټ سره ولوبيږي.

دغه سيالۍ به د راتلونکي زېږديز کال د اپرېل مياشتي په ۱۷ نېټه پيل او تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخي، چې يادې سيالۍ به تایلنډ هيواد کې تر سره شي.

دغه سیالۍ په څلورو ګروپونو کې کېږي.

په لومړي (اې) ګروپ کې کوربه هېواد تایلنډ، ويتنام، يمن او چين لوبډلې

په دوهم (بي) ګروپ کې ازبکستان، سعودي عربستان، عراق او اسټرليا لوبډلې

او په دريم (سي) ګروپ کې به جاپان، تاجکستان، کوریا او د قرغزستان فوټسال لوبډلې يو د بل په وړاندي ولوبيږي.

تر دې مخکي هم د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په ګڼو نړیوالو سیالیو کې لوبې کړې دي.