اسټرالیا د ۳۶۰ منډو په ستر توپیر پاکستان ته په ټیسټ لوبه کې ماتې ورکړه

د اسټرالیا او پاکستان تر منځ د دریو تمریناتي «ټیسټ» لوبلړۍ په اوله لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې پاکستان ته نن د ۳۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د اسټرالیا او پاکستان تر منځ د دریو تمریناتي «ټیسټ» لوبلړۍ په اوله لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې پاکستان ته نن د ۳۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د اسټرالیا لوبډلې د ډیویډ وارنر او میچل مارش د غوره توپ وهنې په مټ ۴۸۷ منډې جوړې کړې، چې پکې د ۱۶۴ منډو جوړیدو امتیاز د ډیویډ وارنر او د ۹۰ منډو جوړیدو امنتیاز د میچل مارش و.
پاکستان د اسټرالیا د ۴۷۸ منډو جوړیدو په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۱ منډې وکړې او د اسټرالیا د ۲۰۷ منډو قرضدار پاته شو.
د لوبې په دویم اېنینګ کې اسټرالیا د ۲۰۷ منډو په دوام ۲۳۳ منډې جوړې کړې، خو د پاکستان لوبډله د دغې موخې په پوره کولو کې پاتې راغله او ټوله لوبډله یې په ۸۹ منډو وسوځیدله.
پاکستان د یو ورځنیو لوبو تر نړیوال جام وروسته د ټیسټ لوبډلې په ګډون د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبډلو لوبډلمشران هم نوي کړه.
پاکستان له اسټرالیا سره د ټیسټ لوبلړۍ لومړۍ ماتې د شان مسعود په لوبډلمشرۍ وخوړه.
د اسټرالیا او پاکستان تر منځ د درې ټیسټ لوبو لړۍ دویمه لوبه د ډیسمبر میاشتې په ۲۶ او دریمه لوبه د جنورۍ په دریمه نیټه کیږي.


د پاکستان لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د کونړ پر سیند د طالبانو له لوري د بند جوړولو یو اړخیزه پرېکړه د پاکستان پر ضد دښمنانه کړنه ده. تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
نوموړی زیاتوي، که طالبان د پاکستان له ګډونه پرته د دغه بند پر جوړیدو کار پیل کړي سختې پایلې به ولري او د «دواړو هیوادونو تر منځ د کړکېچ او احتمالي جګړې د زیاتیدو لامل به ورګرځي.»
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر وايي، په ۲۰۱۳ کال کې پاکستان او افغانستان د کونړ پر سیند د ۱۵۰۰ میګاواټه د اوبو بریښنا د پروژې په اړه کار پیل او دواړو هیوادونو د کابل سیند د حوزې د مدیریت کمیسیون جوړ کړ.
خو د نوموړي د ادعا له مخې چې اوس طالبان پر کونړ سیند د بند جوړلو په اړه له یوه «هندي شرکت سره په خبرو بوخت دي او پر دغه سیند بند جوړول به د پاکستان لوري ته د اوبو پر جریان پام وړ اغیزې ولري.»
جان اڅکزي لیکلي، چې طالبان لا له وړاندې د افغانستان په شمال کې د امو سیند د اوبو مدریت لپاره کار کوي چې «ترکمنستان او ازبکستان یې د قوشتیپې کانال د پرمختګ په اړه په غوسه کړي.»
د پاکستان لنډمهاله حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر څو ورځې وړاندې په دېره اسماعیل کې د پاکستاني پولیسو پر یو مرکز د برید په غبرګون کې هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، «موږ باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه فکر وکړو.»
نوموړي په افغانستان کې د «القاعده او نورو ترهګرو ډلو د پټنځاینونو په نښه کولو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو اډې وړاندیز کړی و،» او ویلي و په افغانستان کې باید ځانکړي هدفي عملیات تر سره شي.
خو نوموړي خپلې دغه څرګندونې له څو ساعتو وروسته بېرته ړنګې کړې وې.

د ۱۹ کلنو ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو پایلوبه نن د متحده عربي امارات په کوربه توب د بندګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې او د متحده عربي امارت د ۱۹ کلنو لوبډلې تر منځ تر سره کیږي. د لوبې پچه د عربي امارات لوبډلې وګټله او بنګله دېش ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.
د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ دغه پایلوبه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې تر سره کیږي او دا لومړی ځل دی چې د متحده عربي امارات لوبډله د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو کې پایلوبي ته وتلې ده.
د بندګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبدله د عربي امارات د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې د یوې ویکیټې په سوځېدو سره د لوبې په ۲۵ اورونو کې ۱۱۰ منډې جوړې کړې دي.
د ۲۰۲۳ اسیا جام کرېکټ سیالیو کې، هند، افغانستان، متحده عربي امارات، بنګله دېش، نیپال، سریلانکا، جاپان او پاکستان لوبډلو برخه لرله.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې درې لوبې وکړې چې، لومړۍ لوبه یې هند ته بایلوده، دویمه لوبه یې له نیپال څخه وګټله او په ورستۍ لوبه کې یې پاکستان ته ماتې ومنله او د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو څخه بهر شوه.
د ۱۹ کلنو اسیا جام په تاریخ کې اووه ځلې هندوستان او یو ځل افغانستان د دې جام اتلولي ګټلې ده.
پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش تر اوسه پورې د دغه جام اتلولي نه ده ګټلې.

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د يوې پوځې اډې مخې ته ۵۹ ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې د چمن ځایي خلکو له لوري پرلت پیل شو چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه یې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه جبري کړ.
د سوېلي پښتونخوا زرګونه وکړي چې پرلت يې وهلی په یوه خوله غوښتنه کوي او وايي په دغه دروازه د تګ راتګ پرمهال پاسپورټ او ویزه نه مني.
د چمن پرلت وهونکي وايي تر څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله نه کړي په دغه ښار کې د ټاکنو تر سره کېدو ته اجازه نه ورکوي.
د چمن پرلت سرلاری او د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي د پرلت والو د غوښتنو نه منل کېدو په غبرګون کې یې په دغه ښار کې د پاکستان په را روانو ټاکنو کې له ګډون څخه پرېکون اعلان کړ.
غوث الله وايي: «د ډېسمبر میاشتې پر ۱۹مه د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کیږي موږ حکومت، سیاسي ګوندونو او مشرانو ته دا وایو دلته په چمن کې موږ د ټاکنو سره بایکاټ کړی دی.تر څو چې زموږ د سپین بولدک دروازه خلاصه نه سي زموږ د کار او روزګار دروازه ایله نسي موږ په چمن کې ټاکنو ته اجازه نه ورکوو.»
تر دې وړاندې هم د چمن پرلت وهونکو په چمن ښار کې د ګوزڼ ضد واکسین پر کمپاین هم په اعتراضي ډول بندیز لګولی و.
د چمن پرلت یو بل ګډونوال او په چمن کې قومي مشر شیر خان کاکوزی د پښتونخوا له اوسیدونکو څخه غوښتنه کوي چې پرلت وهونکي یوازي پرېنږدي او وايي د دغه اعتراضي پرلت پرته د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره به لاره نه لري.
نوموړی وايي، «موږ ته بله لاره نه ده پاته همدا زموږ د بچو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو وسیله ده. موږ به تر هغه وخته دلته ناست یو تر څو چې ریاست زموږ غږ واوري، دلته موږ نه فابریکي لرو نه کښت و کرونده لرو همدا دروازې سره د زرګونو کورنیو اقتصاد تړلی دی موږ په هیڅ صورت له خپلو غوښتنو نه په شا کیږو.»
د سپین بولدک ـ چمن پر دزواره د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون د پرلت دوه میاشتې پوره کیدونکې دي.
د دغه پرلت استازي په اسلام اباد کې له مرکزي حکومت سره د دوی د غوښتنو د منلو په اړه په خبرو بوخت دي او وايي که یې مرکزي حکومت غوښتنې و نه مني په لویو لاریونو به لاس پورې کړي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند رسنیز دفتر وايي په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده. دغه ګوند نن په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو سفیر مولانا فضل الرحمان ته د طالبانو یو ځانګړی پېغام هم رسولی دی.
د خبرباڼې له مخې، په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلی او له نوموړي سره کې یې د سیمې او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې کړې دي.
دوی ویلي چې د افغانستان او پاکستان ښې اړیکې په سیمه کې د امنیت ضامن دي.
خو په دغه خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د طالبانو لخوا مولانا فضل الرحمان ته ځانګړی پېغام څه و او بل دا چې چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو بلنه منلې او که نه.
مولانا فضل الرحمان چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور دی، له څو لسیزو راهسې ی ېپه افغانستان کې د طالبانو جګړه روا بللې او د دغې ډلې سیاسي ملاتړی دی.
د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې مولانا فضل الرحمان ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده او هغه هم داسې وخت کې چې د پاکستان او افغانستان اړیکې چندانې ښې نه ښکاري.
د پاکستان حکومت پر طالبانو نیوکې کوي او وایي، د دوی په واکمنېدو سره په دغه هیواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه څو برابره زیات شوي دي.
پاکستان له دغو بریدونو وروسته له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو مشران دوی ته وسپاري.
هغه څه چې طالبان یې تل ردوي او له پاکستانه یې غوښتي چې دوی دې د تورونو پرځای د خپلې خاورې امنیت وساتي.

د پاکستان په پنجاب کې چارواکي وايي، د دې صوبې په لاهور کې د ککړې هوا د کمولو لپاره نن د دغه ستر صنعتي ښار په لسو سیمو کې مصنوعي باران وورېد. د پنجاب سرپرست سروزیر سید محسن نقوي خپل اېکس کې لیکلي، د دغه باران په ورښت کې ور سره متحده عربي اماراتو مرسته کړې ده.
لاهور تېره میاشت د نړۍ تر ټولو ککړ ښار وبلل شو.
حکومت له ککړې هوا سره بیا بیا مختلفو سیمو کې دوکانونه، دولتي ادارې او ښوونیز مرکزونه وتړل، خو د دې ککړتیا په کمولو کې پاتې راغی.
د پاکستان چارواکو له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره مصنوعي باران ته مخه کړه او اوس وايي چې دا باران له لسو تر ۱۵ کیلومتره سیمه کې ورول شوی دی.
محسن نقوي وايي، پر دغه باران بل لګښت نه دی راغلی، یوازې اوبه یې مصرف کړې دي او زیاتوي چې د ککړې هوا که خرچې ته هم اړتیا وي، نو درېغ به یې نه کړي.
نوموړی دا هم وايي چې دا باران صحت ته تاوان نه رسوي او که یې رسولی، نو امریکا او دوبۍ کې به نه کېده.