• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلت وهونکي: که حکومت مو غوښتنې و نه مني په چمن کې د ټاکنو بهير ته اجازه نه ورکوو

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۳ GMT+۰

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د يوې پوځې اډې مخې ته ۵۹ ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې د چمن ځایي خلکو له لوري پرلت پیل شو چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه یې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه جبري کړ.

د سوېلي پښتونخوا زرګونه وکړي چې پرلت يې وهلی په یوه خوله غوښتنه کوي او وايي په دغه دروازه د تګ راتګ پرمهال پاسپورټ او ویزه نه مني.

د چمن پرلت وهونکي وايي تر څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله نه کړي په دغه ښار کې د ټاکنو تر سره کېدو ته اجازه نه ورکوي.

د چمن پرلت سرلاری او د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي د پرلت والو د غوښتنو نه منل کېدو په غبرګون کې یې په دغه ښار کې د پاکستان په را روانو ټاکنو کې له ګډون څخه پرېکون اعلان کړ.

غوث الله وايي: «د ډېسمبر میاشتې پر ۱۹مه د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کیږي موږ حکومت، سیاسي ګوندونو او مشرانو ته دا وایو دلته په چمن کې موږ د ټاکنو سره بایکاټ کړی دی.تر څو چې زموږ د سپین بولدک دروازه خلاصه نه سي زموږ د کار او روزګار دروازه ایله نسي موږ په چمن کې ټاکنو ته اجازه نه ورکوو.»

تر دې وړاندې هم د چمن پرلت وهونکو په چمن ښار کې د ګوزڼ ضد واکسین پر کمپاین هم په اعتراضي ډول بندیز لګولی و.

د چمن پرلت یو بل ګډونوال او په چمن کې قومي مشر شیر خان کاکوزی د پښتونخوا له اوسیدونکو څخه غوښتنه کوي چې پرلت وهونکي یوازي پرېنږدي او وايي د دغه اعتراضي پرلت پرته د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره به لاره نه لري.

نوموړی وايي، «موږ ته بله لاره نه ده پاته همدا زموږ د بچو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو وسیله ده. موږ به تر هغه وخته دلته ناست یو تر څو چې ریاست زموږ غږ واوري، دلته موږ نه فابریکي لرو نه کښت و کرونده لرو همدا دروازې سره د زرګونو کورنیو اقتصاد تړلی دی موږ په هیڅ صورت له خپلو غوښتنو نه په شا کیږو.»

د سپین بولدک ـ چمن پر دزواره د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون د پرلت دوه میاشتې پوره کیدونکې دي.

د دغه پرلت استازي په اسلام اباد کې له مرکزي حکومت سره د دوی د غوښتنو د منلو په اړه په خبرو بوخت دي او وايي که یې مرکزي حکومت غوښتنې و نه مني په لویو لاریونو به لاس پورې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزیر د کونړ له خلکو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د داعش ډله 'وځپي'

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۳ GMT+۰

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزیر په کونړ کې د داعش د شتون پخلی وکړ. ندا محمد ندیم په کونړ کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې داعش په دغه ولایت کې فعال حضور لرل او زیات شمېر «مسلمانان» یې وژلي دي. نوموړي د کونړ پر ولسونو غږ وکړ چې داعش وځپي او «هیچا ته اجازه ورنه کړي چې تفرقه» رامنځته کړي.

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزیر د کنړ له «ځوانانو او علماوو» څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې فعالیتونو ته پام وکړي او که یې ولیدل، ويې ځپي.

دغه طالب چارواکي د کونړ په سیدجمال الدین افغان پوهنتون کې په خپله وینا کې وویل چې «داعش په افغانستان کې ځای نه لري.»

طالب چارواکو تل ادعا کړې چې دغه ډله توانېدلې چې د داعش په څېر ډلې وځپي او امنیت ټینګ کړي.

ښاغلي ندیم د خپلو خبرو په یوه برخه کې «ګوندونه او ډلې» د افغانستان د «بدبختۍ» لامل وبلل او ویې ویل چې په افغانستان کې یوازې «یو مذهب» دی. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ویلي چې ټول افغانان د حنفي مذهب پیروي کوي.

دغه طالب چارواکی ادعا کوي چې افغانستان یو مذهب دی، په داسې حال کې چې د هیواد د وګړو یوه برخه د شیعه مذهب پیروي کوي.

په افغانستان کې دیني عالمانو او یو شمېر شیعه پیروانو په تېرو دوو کلونو کې په وار وار طالبان تورن کړي چې د دوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د طالبانو حکومت د حنفي مذهب په رڼا کې خپلې تګلارې او کړنې تنظیموي او په ځینو شیعه مذهبو یې بندیزونه لګولي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د خبریال سلطان علي جوادي د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۰ GMT+۰

د خبریالانو نړیوال فدراسیون له طالبانو وغوښتل چې په دایکندي کې د نسیم رادیو مسوول سلطان علي جوادي ژر تر ژره خوشی کړي. د افغانستان د خبريالانو مرکز تېره سې شنبه وویل، چې د دايکنډي ولايت د طالبانو ابتدايه محکمې د نسيم راډيو مسوول سلطان علي جوادي ته د يوه کال بند سزا ور کړې ده.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون پرون د یوې اعلامیې خپرولو سره د ښاغلي جوادي پر خوشي کولو سربېرهد عبدالرحیم محمدي د ازادېدو غوښتنه هم کړې ده.

د دې فدراسیون په خبره، طالبانو د ډیسمبر پر څلورمه ښاغلی محمدي نیولی دی.

خو د تمدن تلوېزون د خبریال عبدالرحیم محمدي کورنۍ وړمه ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نوموړی تر ۱۱ ورځې بند وروسته خوشی شوی دی.

طالبانو له ایټالیا د سرطان ناروغیو د څیړنیز مرکز د جوړیدو په پرخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۱ GMT+۰

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د دې ډلې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د ایټالیا له شارژدافېرې ناتالیا کویناویل سره لیدنه کې د سرطان ناروغیو په اړه د یو څیړنیز مرکز د جوړیدو په پرخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

قلندر عباد په دې لیدنه کې د میندو او نوزېږو ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړي کولو او او هیواد ته د بیرته ستنیدونکو افغانانو لپاره د لومړنیو او اساسي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هم د ایټالیا همکاري غوښتې ده.

د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د ایټالیا شاژدفیرې په روغتیايي برخه کې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

تر ډې وړاندې د افغانستان د کرېکټ ستوري محمد نبي او د عطا خیریه بنسټ مشر عطاالله شګیوال هم په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې د مرکزونو د جوړولو ژمنې کړې وې.

د عطا خیریه بنسټ په دې برخه کې له بیلابیلو هیوادونو مرستې هم راغونډې کړې،‌ خو د روغتون د عملي کار څرک لا نه دی لګیدلی.

مجاهد: خپلواکې ادارې دې د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه وڅېړي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند د بریتانیا له خوا په افغانستان د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو د تورونو څېړلو ته په اشاره وايي، خپلواکې ادارې دې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو دا جنایتونه وڅېړي. ذبیح الله مجاهد له ملي رادیو تلوېزون سره په خبرو کې، د بریتانیا دغه څېړنې نمایشي بللې دي.

د هغه په خبره، خپلواکې ادارې باید دا ډول پلټنې وکړي او قرباني کورنیو ته جرمانه هم ور کړي.

د مجاهد دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د بریتانیا پوځ وویل، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو د تورنو څېړلو لپاره یې یو پوست جوړ کړی دی.

خو مجاهد وايي: « کوم جنګي جنایتونه چې اشغالګرو ځواکونو کړي دي، په پوره ډول نه ارزول کېږي، پخپله خپل جنایتونه اروزوي، چې باور نه شي پرې کېدلی، بل دا چې شل کاله یې کوم جنګي جنایتونه کړي، یو دوو سرتېرو نه دي کړي، دوی دې سره غواړي، ټول ځواکونه بري کړي او یو دوه سرتېري ملامت کړي.»

بریتانیا اول ځل تېر کال وویل، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو تورونه څېړي.

دغه ژمنه د بي بي سي له څېړنیز راپور وروسته وه چې پکې ویل شوي، دغو ځواکونو په شکمن حالت کې لسګونه افغانان وژلي دي.

په دې راپور کې ویل شوي و، چې د بریتانیا د پوځ یوازې یوه ټولي په شپږو میاشتو کې ښايي په بې قانونه توګه ۵۴ افغانان وژلي وي.

د کندهار میرویس روغتون کې د ډاکټرانو او درملو له کمښت شکایت

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۶ GMT+۰

په کندهار کې منډیګک ماڼۍ ته څېرمه په میرویس دولتي روغتون کې خلک د ډاکټرانو او درملو له کمښت شکایت کوي. میروس روغتون ته پر کندهار سربېره د څنګلورو ولایتونو ناروغان هم وړل کېږي او له نهو میاشتو راهیسې یې د موسسو پر ځای طالبان اداره کوي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي مالومات ښيي چې تېرو دوو میاشتو کې دغه روغتون ته پر موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر دېرش سلنه ډېر شوی دی.

د ناروغانو پايوازان وايې، چې په ميرويس دولتي روغتون کې ناروغان زيات، خو روغتيا پالان، درمل او توجه کمه ده.

د دوی په خبره، پایوزان زیات مهال مجبور دي، چې پر درملو پيسې ورکړي.

داد الله، چې ددې روغتون د ماشومانو څانګې ته يې د تداوی لپاره زوی بيولی وایي: «داکټران کم دي، دوايي نشته، ناروغان دومره زيات دي، چې پر يوه کټ څلور ماشومان پراته دي».

دوی له طالبانو دې روغتون ته د پاملرني غوښتنه کوي.

له تېرو درو لسيزو سور صليب د کندهار ميرويس روغتون سره د درملو، ډاکټرانو ته د تنخوا او نورو طبي برخو کې مرسته کوله.

نژدې ۹ مياشتې مخکې سور صليب له هغه وروسته پر نورو سربېره له دې روغتون سره هم خپلي مرستې کمې کړې، چې طالبانو ترې وغوښتل د دوی په لاس به مرسته کوي.

د سورصليب د مرستو د کمېدو سره سم، د روان عيسوي کال د اګسټ په مياشت کې د طالبانو د مشر هبت الله په خاص امر، دې روغتون ته ۴۷ ميلیونه افغانۍ بوديجه منظوره شوه.

د ميرويس روغتون د يوه واټ مسول ډاکټر د معلوماتو له مخې، چې دغه بوديجه له منظوري درې مياشت وروسته ورته رسېدلې او اوس تمه لري، چې د روغتون ستونزې پرې حل کړي.