د هرات اسلام کلا بندر کې یو شمیر افغان سوداګرو او د باري موټرو چلوونکو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو ګمرک چارې منظمې نه دي او د مسلکي کسانو له نشتون له امله یې کارونه پر وخت نه خلاصیږي.
دوی وايي دې کار په لوی لاس فساد ته لاره هواره کړې ده او مالیه شخصي جیبونو ته ځي.
دا لومړی ځل دی چې یو شمیر سوداګر د طالبانو د حاکمیت لاندې په یوه ګمرک کې د فساد په اړه شکایتونه کوي.
په اسلام کلا بندر کې افغان سوداګر وايي د طالبانو له خوا د ګمرک ریاست لپاره ژر ژر مسوولین بدلول او بیا د خپلو کسانو ځای پر ځای کول یوه بله لویه ستونزه ده چې د دغه بندر چارې یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي.
بلخوا سوداګر شکایت کوي چې د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د باري موټرو اتحادیې او پارګینک جوړل خپلسریو ته زمینه برابره کړې ده.
دوی وايي طالبان په خپل سر د سوداګریزو توکو موټر چمتو او کرایې ټاکي او د پارکینګ پیسې څو برابره زیاتې اخلي.
اسلام کلا بندر کې افغان سوداګر شاه محمود وايي: «نه یوازې دا چې مونږ ډیره مالیه ورکوو، بلکې طالبان په سوداګریزو چارو کې لاسوهنه کوي، مونږ دوی ته ناست یو، سوداګریز توکي ګمرک کوي. بیا موټر ورته نیسي او نورو ځایونو ته مو لیږدوي. دا باید ټول د طالبانو کمېسون وکړي او دې سره له سوداګرو څو برابره زیاتې پیسې اخلي.»
یو بل سوداګر چې د طالبانو له ډاره له نومه ډډه کوي وايي:« کله چې طالبان زمو. سوداکریز توکي د خپلې خوښې باربري موټرو کې لیږدوي مونږ له خپلو توکو خبر نه یو چې چیرته دي او یا سلامت به ورسیږي کنه.»
د ایران له بندرعباس څخه راغلی د باري موټر یو چلوونکی وایي طالبان یې د موټرو د تېلو ټانکۍ ګوري چې تېل خو به زیات نه لري کنه باید مالیه یې ورکړي.
له اسلام کلا بندر څخه یوه وېډیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې چې پکې ښکاري طالبان له باري موټرو واړه د اوبو پوتلونه اخلي او بیا یې پرځمکه خالي کوي.
طالبان ټینکار کوي چې باید د دې تېلو مالیه هم دوی ته ورکړي خو د باري موټرو چلوونکو پر وینا د قانون له مخې د دې تېلو دومره مقدار نه دی چې ګمرکي محصول یې وکړي.
په ننګرهار کې هم یو شمیر افغان سوداګرو د ( لیندۍ ۲۰ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ورته شکایت کړی و، چې د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت په شمول اقتصادي مافیا فعاله شوې او په ولایتونو کې یې د باري موټرو د اتحادیو پارکینګونه جوړ کړي او له دې لارې د ورځې میلیونونه افغانۍ غیر قانوني عواید لاسته راوړي.
د سوداګر ونیوکه دا وه چې نه یوازې په ننګرهار کې بلکې په ټولو ولایتونو کې ورته پارکینګونه جوړ شوي دي، چې له امله یې د لوړو کرایو او غیر قانوني پیسو اخیستلو په بازارونو کې پر عامو افغانانو د خورکي او غیر خورکي توکو بیې لوړې کړې دي.