• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل لپاره د چین استازی د تاجکستان او عربي اماراتو له چارواکو سره پر افغانستان وغږېد

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیایونګ وايي، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارووزرات له لوی سلاکار سلیم الذابي او د تاجکستان مرستیال بهرنیو چارووزیر فرهاد سلیم سره یې جلا لیدنو کې پر افغانستان خبرې وکړې.

نوموړی خپل اېکس کې لیکي چې له افغانستان سره د تعامل او مرستې لپاره یې د ګډو هڅو لپاره له دواړو لورو سره ډېرې رغنده او ګټورې خبرې درلودې.

نوموړی زیاتوي چې په دوبۍ او دوشنبه کې یې له دغو دوو چارواکو سره په تېرو ورځو کې لیدلي دي.

د چین د ځانګړي استازي دا سفرونه په داسې مهال دي چې وړمه ورځ په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد مرستیال سفیر هم له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل غوښتنه وکړه.

چین که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو لومړی هېواد دی چې دې ډلې ته یې سفیر خپل باورلیک وسپاره او هم یې د طالبانو سفیر ومانه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو مولانا فضل الرحمان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند رسنیز دفتر وايي په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده. دغه ګوند نن په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو سفیر مولانا فضل الرحمان ته د طالبانو یو ځانګړی پېغام هم رسولی دی.

د خبرباڼې له مخې، په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلی او له نوموړي سره کې یې د سیمې او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې کړې دي.

دوی ویلي چې د افغانستان او پاکستان ښې اړیکې په سیمه کې د امنیت ضامن دي.

خو په دغه خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د طالبانو لخوا مولانا فضل الرحمان ته ځانګړی پېغام څه و او بل دا چې چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو بلنه منلې او که نه.

مولانا فضل الرحمان چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور دی، له څو لسیزو راهسې ی ېپه افغانستان کې د طالبانو جګړه روا بللې او د دغې ډلې سیاسي ملاتړی دی.

د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې مولانا فضل الرحمان ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده او هغه هم داسې وخت کې چې د پاکستان او افغانستان اړیکې چندانې ښې نه ښکاري.

د پاکستان حکومت پر طالبانو نیوکې کوي او وایي، د دوی په واکمنېدو سره په دغه هیواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه څو برابره زیات شوي دي.

پاکستان له دغو بریدونو وروسته له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو مشران دوی ته وسپاري.

هغه څه چې طالبان یې تل ردوي او له پاکستانه یې غوښتي چې دوی دې د تورونو پرځای د خپلې خاورې امنیت وساتي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په تېرو دریو میاشتو کې ۶۵ ملکي وګړي وژل شوي دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۳ GMT+۰

په کابل کې د ملګرو ملتونو ماموریت نن خپل هغه درې میاشتنی راپور خپور کړ، چې د دې ادارې د سرمنشي له خوا امنیت شورا ته لېږل شوی و. په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې په تېرو دریو میاشتو کې په بریدونو او چاودنو کې ۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

یوناما په مشخص ډول د دغو وژنو د عاملینو نومونه نه دي اخیستي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د ملکي تلفاتو اصلي لاملونه له جګړې څخه پاته ناچاوده توکې، ماينونه او وسله وال بريدونه دي.

یوناما ویلي، چې په کابل او بغلان ولایتونو کې پر شیعه ګانو په درېيو بريدونو کې ۳۹ کسان وژل شوي او ۸۷ نور ټپيان شوي دي، چې د دې بريدونو مسوليت داعش منلی.

په راپور کې د هرات ولایت د پرله پسې بریدونو په اړه څه نه دی ویل شوی.

یوناما وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې « ۱۰ غيري قانوني وژنې، ۲۱ خپسلري نيونې او د پخواني حکومت د چارواکو او امنيتي ځواکونو د غړو سره د ناوړه چلند او شکنجې ۸ قضيې رسمي ثبت کړې دي».

په دې راپور کې راغلي، چې «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او داعش سره د تړاو په تور ۴ غيري قانوني وژنې، ۷۹ خپلسرې نیونې او ۱۵ د بد چلند او شکنجې قضيې » يې ثبت کړې دي.

یوناما راپور ورکړی، چې لږ تر لږه ۲۴ نارینه او ۴ ښځې په عام محضر کې په چلاخه یا درو وهل شوې دي.

د ملګرو ملتونو استازي د ښځو د حقونو د فعالانو پرله پسې نیول کېدو ته په اشارې سره وویل، چې پر دوی هېڅ تور نشته.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر تورغونډۍ بندر کې له څو طالب وزیرانو سره ولیدل

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۰ GMT+۰

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن د هرات تورغونډۍ بندر ته لاړ او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو، د سوداګرۍ، د کانونو او پټرولیم وزیرانو سره ولیدل. ترکمنستان تر اوسه د دې سفر د هدف په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو «د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو لیدل» د دې سفر هدف بللی.

د طالبانو د اعلامیې له مخي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د کابینې مرستیال راشيد مردوف او د هغه سره د راغلو ملګرو موخه د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي، ترانزيټ، برېښنا، ريل پټلۍ او انرژۍ د ګډو پروژو لیدل او لا پرمختګ ورکول دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت نن شنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د ترکمنستان او طالبانو چارواکو د هرات په تورغنډۍ کې د پټلۍ کارونه هم له نژدې ولیدل.

ترکمنستان د هرات د برېښنا د اړتیا لویه برخه پوره کوي. دغه هېواد د ټاپي د سیمه ییزې پروژې شریک او افغانستان ته د تېلو صادرونکی هيواد هم دی.

د بخښنې نړۍوال سازمان د ندا پرواني له خوشې کېدو هرکلی کړی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۱ GMT+۰

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، د طالبانو له بنده د ښځو د بشري حقونو مدافع ندا پرواني او د هغې د خاوند د خوشې کېدو هرکلی کوي. دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د مېرمن پرواني خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ دی.

ندا پرواني چې څه موده وړاندې له خپل خاوند او ماشوم سره په کابل کې نیول شوې وه، د چهارشنبې په ورځ په ضمانت خوشې شوې ده.


د بخښنې نړۍوال سازمان یوځل بیا د ښځو حقونو د مدافعینو ژولیا پارسي، منیژې صدیقي او پریسا د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


طالبانو د ندا پرواني د خوشې کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

پرلت وهونکي: که تر راتلونکې اوونۍ مو غوښتنې و نه منل شي، حکومت ته به ډېر مزاحمتونه پېښ کړو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۴ GMT+۰

په چمن کې د روان پرلت ګدونوالو نن د پرلت په ۵۸مه ورځ وویل، د دوی مشران په اسلام اباد کې له مرکزي حکومت سره په خبرو لګیا دي او تر راتلونکې جمعې یې وخت ورکړی که یې غوښتنې و نه منل شي؛ نو دوی به په سترو لاریونونو لاس پورې کړي او مرکزی حکومت ته به لا زیات سرخوږی ورپېښ کړي.

د پرلت یو ګډونوال پهلوان غوث الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د چمن او سپین بولدک د اوسېدونکو کارونه په ټپه ولاړ دي او موږ د سهار او د ماښام له پاره خواړه نه شو موندلای. موږ به هره ورځ له چمن دروازې یوې او بلې خوا ته مالونه وړل او خواري غریبي مو کوله؛ خو له هغه مهاله چې پاکستاني چارواکو دغه ظالمانه پرېکړه کړې زموږ ټول کاروبار خراب شوی دی موږ دا نور نه شو زغملای.»

100%


پهلوان غوث الله زیاته کړه، همدغه تېره ورځ یې د یو پرلت وال د ماشومې لور جنازه وه چې پلار یې د وزګارتیا په وجه هغې ته دارو درمل نه شوای اخیستی او د ورپېښې ناروغۍ له امله یې ساه ورکړه.

د پرلت نور ګډونوال وايي، چې څو ورځې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دوی پرلت ته ورغلی و او د دوی ټولې غوښتنې یې واورېدې او له دوی سره یې ژمنه وکړه، چې په اسلام اباد کې به د حکومتي چارواکو سره د دوی ستونزې شریکې کړي.


ښاغلي اڅکزي له پرلت وهونکو غوښتي، چې تر راتلونکې جمعې ورځې دې دوی له سترو مزاحمتونو ډډه وکړي او که غوښتنې یې و نه منل شوې؛ بیا دوی کولای شي چې سترو لاریونونو ته مخه کړي.


دغه پرلت ۵۸ ورځې وړاندې له هغې وروسته پیل شو، چې پاکستاني چارواکو د چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزو تګ راتګ جبري کړ؛ خو پرلت کوونکي وايي چې دوی د پخوا په څېر په دغه دروازه غواړي په تذکرو او شناختي کارډونو تګ راتګ وکړي.


تر دې وړاندې یو شمېر وکیلانو، سیاستوالو او د بلوچستان ډاکټرانو هم په دغه پرلت کې له پرلت والو سره برخه اخیستې وه او د پاکستان دغه پرېکړه یې ظالمانه بللې وه.

هغوی دا هم ویلي وو، چې د پاکستان لنډمهاله اداره په حقوقي لحاظ د دغسې پرېکړو واک نه لری.