• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو پایلوبه نن د متحده عربي امارات او بندګله دېش تر منځ کیږي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۶ GMT+۰

د ۱۹ کلنو ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو پایلوبه نن د متحده عربي امارات په کوربه توب د بندګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې او د متحده عربي امارت د ۱۹ کلنو لوبډلې تر منځ تر سره کیږي. د لوبې پچه د عربي امارات لوبډلې وګټله او بنګله دېش ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.

د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ دغه پایلوبه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې تر سره کیږي او دا لومړی ځل دی چې د متحده عربي امارات لوبډله د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو کې پایلوبي ته وتلې ده.

د بندګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبدله د عربي امارات د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې د یوې ویکیټې په سوځېدو سره د لوبې په ۲۵ اورونو کې ۱۱۰ منډې جوړې کړې دي.

د ۲۰۲۳ اسیا جام کرېکټ سیالیو کې، هند، افغانستان، متحده عربي امارات، بنګله دېش، نیپال، سریلانکا، جاپان او پاکستان لوبډلو برخه لرله.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې درې لوبې وکړې چې، لومړۍ لوبه یې هند ته بایلوده، دویمه لوبه یې له نیپال څخه وګټله او په ورستۍ لوبه کې یې پاکستان ته ماتې ومنله او د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو څخه بهر شوه.

د ۱۹ کلنو اسیا جام په تاریخ کې اووه ځلې هندوستان او یو ځل افغانستان د دې جام اتلولي ګټلې ده.

پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش تر اوسه پورې د دغه جام اتلولي نه ده ګټلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اسيا فوټسال د ملتونو جام سیاليو کې د افغانستان سيالي لوبډلې معلومې شوې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د اسيا فوټسال د ملتونو جام د سياليو مهالوېش معلوم او افغانستان به په ډي ګروپ کې له د دريو اسيايي هيوادونو ایران، بحرين او کویټ سره ولوبيږي.

دغه سيالۍ به د راتلونکي زېږديز کال د اپرېل مياشتي په ۱۷ نېټه پيل او تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخي، چې يادې سيالۍ به تایلنډ هيواد کې تر سره شي.

دغه سیالۍ په څلورو ګروپونو کې کېږي.

په لومړي (اې) ګروپ کې کوربه هېواد تایلنډ، ويتنام، يمن او چين لوبډلې

په دوهم (بي) ګروپ کې ازبکستان، سعودي عربستان، عراق او اسټرليا لوبډلې

او په دريم (سي) ګروپ کې به جاپان، تاجکستان، کوریا او د قرغزستان فوټسال لوبډلې يو د بل په وړاندي ولوبيږي.

تر دې مخکي هم د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په ګڼو نړیوالو سیالیو کې لوبې کړې دي.

د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيا جام پايلوبې ته امارات او بنګلدېش ووتل

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۰

په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ د ۱۹ کلنو اسيام جام د سياليو په نيمه پايلوبه کې نن د توقع خلاف متحده عربي اماراتو له پاکستان او بنګلدېش بيا له هند لوبې وګټلې.

د دې سياليو د نيمه پايلوبې لومړۍ لوبه د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ وشوه.

پاکستان د لوبې پچه وګټله او ډګر ساتنه يې انتخاب کړه.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ۴۷.۵ اور کې د لسو بغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۱۹۳ منډې هدف وتاکه.

پاکستاني توپ اچوونکي عبيدشاه د اماراتو لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول

د لوبې په دوهمه برخه کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې دې هدف ته ځان ونه رساوه.

د پاکستان لوبډلې په ۴۹.۳ اور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لوبډلې کفتان عیان افضل خان چې تر ټولو تېزه لوبه یې وکړه، په ۵۷ توپونو يې ۵۵ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

عربي متحده اماراتو کرېکټ لوبډلې د نيمه پايلوبې دا مهمه لوبه د ۱۱ منډو په توپير وګټله او پایلوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د همدې سياليو د دوهمې نيمه پايلوبې اتلولي بنګلدېش له هند څخه په خپل نوم کړه

بنګلدېش لوبډلې د لوبې پچه وګټله او سيالې لوبډلې هندوستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د هند کرېکټ لوبډلې په ۴۲.۴ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۸۸ منډې هدف وټاکه.

هندي لوبغاړي مورګن ابېشيک په ۷۴ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړې.

د بنګلدېش توپ اچوونکي معروف مريدها د هند ۴ لوبغاړي وسوځول.

د بنګلدېش کرېکټ لوبډلې دغه هدف په يو بال کم ۴۳ اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د بنګلدېش په لوبډله کې عاريفول اسلام تر ټولو ښه توپوهنه وکړه، نوموړي په ۹۰توپونو ۹۴ منډې جوړې کړې.

د بنګلدېش توپ اچوونکی معروف مريدها د لوبې غوره لوبغاړو شو.

بنګلدېش ددې سيالۍ په ګټلو وروستي پړاو ته لاره پيدا کړه.

د ۱۹ کلنو اسيا جام سيالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پيل شوي.

د دې سياليو پایلوبه د یکشنبې په ورځ د دوبۍ په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې د کوربه هيواد متحده عربي اماراتو او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ کېږي.

افغان لوبغاړی احمد سهیل حسن‌زاده نن شپه د خپل امریکایي سیال چېسن بلر پر وړاندې لوبېږي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۰

د افغانستان د ګډو رزمي، هنري لوبو لوبغاړی احمد سهیل حسن‌زاده نن شپه د «کېج واریرز» سازمان په ۱۶۵ پړاو لوبو کې د خپل امریکایي سیال چېسن بلر پر وړاندې لوبېږي. دغه لوبه د ۷۷ کیلو ګرامه وزن په لرلو سره د امریکا په کالفرنیا ایالت کې ترسره کېدونکې ده.

د دواړو لاوبغاړو تر منځ د وزن کشولو سیالي ترسره شوه، حسن‌زاده د «اېم‌اېم‌اې» دیارلس ریکارډه لري چې په هغو کې لس بریاوې او درې ماتې یې خوړلې دي.


د حسن زاده سیال چېسن بلر ۲۵ کلن دی او په «اېم‌اېم‌اې» کې څلور رسمي ریکارډونه لري.


هغه یو پېژندل شوی امریکايي غېږ نیوونکی دی؛ تر دې مهاله یې په ازادو مبارزو کې درې سیالۍ ګټلې او یوه یې بایللې ده.

افغان سوک وهونکي د سویډن په سوک وهنې سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۷ GMT+۰

افغان سوک وهونکی محمدعوض وتوانېده، چې له دوو بریاوو وروسته د سویډن په سوک وهنې سیالۍ کې پایلوبې ته لاره ومومي او د دغو سیالیو دویم مقام خپل کړي.

دغه سیالۍ د سویډن په کارلستاډ ښار کې جوړې شوې وې، محمد عوض وتوانېده چې په ۷۵ کیلو ګرامه وزن سره خپل سیالان رصا نزار او احمد جبار ته ماتې ورکړي.

د محمد عوض لومړی سیال رضا نزار له مالمو ښار و، چې تېرکال دنړۍ د سوک وهنې تنکیو ځوانانو اتل شوی و.

د دغه افغان سوک وهونکي دویم سیال احمد جبار له استکهلم ښاره په دغو سیالیو کې ګډون کړی و، چې په درېیم رونډ کې د افغان لوبغاړي لخوا ناک اوټ شو.

محمد عوض په پایلوبه کې د خپل سویډني سیال لخوا ماتې وخوړه او د دغو سیالیو دویم ځای ځایګی یې خپل کړ.

د نولس کلنو په اسیا جام کرېکټ سیالیو کې افغان لوبډلې د پاکستان له لوبډلې ماته وخوړه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د نولس کلنو د اسیا جام کرېکټ په روانو سیالیو کې پاکستان افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره د نولس کلنو اسیا جام سیالیو کې د افغانستان سفر پای ته ورسید.

د متحده عربي اماراتو په کوربتوب په دې لوبه کې لومړی پاکستان توپ وهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې ۳۰۳ منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه نیمايي کې افغانستان دغه هدف پوره نه کړ او لوبه یې د ۸۳ منډو په توپیر د پاکستان پر وړاندې وبایلله.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه لوبه ده، چې دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې ده.