• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان لوبغاړی احمد سهیل حسن‌زاده نن شپه د خپل امریکایي سیال چېسن بلر پر وړاندې لوبېږي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۰

د افغانستان د ګډو رزمي، هنري لوبو لوبغاړی احمد سهیل حسن‌زاده نن شپه د «کېج واریرز» سازمان په ۱۶۵ پړاو لوبو کې د خپل امریکایي سیال چېسن بلر پر وړاندې لوبېږي. دغه لوبه د ۷۷ کیلو ګرامه وزن په لرلو سره د امریکا په کالفرنیا ایالت کې ترسره کېدونکې ده.

د دواړو لاوبغاړو تر منځ د وزن کشولو سیالي ترسره شوه، حسن‌زاده د «اېم‌اېم‌اې» دیارلس ریکارډه لري چې په هغو کې لس بریاوې او درې ماتې یې خوړلې دي.


د حسن زاده سیال چېسن بلر ۲۵ کلن دی او په «اېم‌اېم‌اې» کې څلور رسمي ریکارډونه لري.


هغه یو پېژندل شوی امریکايي غېږ نیوونکی دی؛ تر دې مهاله یې په ازادو مبارزو کې درې سیالۍ ګټلې او یوه یې بایللې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

افغان سوک وهونکي د سویډن په سوک وهنې سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۷ GMT+۰

افغان سوک وهونکی محمدعوض وتوانېده، چې له دوو بریاوو وروسته د سویډن په سوک وهنې سیالۍ کې پایلوبې ته لاره ومومي او د دغو سیالیو دویم مقام خپل کړي.

دغه سیالۍ د سویډن په کارلستاډ ښار کې جوړې شوې وې، محمد عوض وتوانېده چې په ۷۵ کیلو ګرامه وزن سره خپل سیالان رصا نزار او احمد جبار ته ماتې ورکړي.

د محمد عوض لومړی سیال رضا نزار له مالمو ښار و، چې تېرکال دنړۍ د سوک وهنې تنکیو ځوانانو اتل شوی و.

د دغه افغان سوک وهونکي دویم سیال احمد جبار له استکهلم ښاره په دغو سیالیو کې ګډون کړی و، چې په درېیم رونډ کې د افغان لوبغاړي لخوا ناک اوټ شو.

محمد عوض په پایلوبه کې د خپل سویډني سیال لخوا ماتې وخوړه او د دغو سیالیو دویم ځای ځایګی یې خپل کړ.

د نولس کلنو په اسیا جام کرېکټ سیالیو کې افغان لوبډلې د پاکستان له لوبډلې ماته وخوړه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د نولس کلنو د اسیا جام کرېکټ په روانو سیالیو کې پاکستان افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره د نولس کلنو اسیا جام سیالیو کې د افغانستان سفر پای ته ورسید.

د متحده عربي اماراتو په کوربتوب په دې لوبه کې لومړی پاکستان توپ وهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې ۳۰۳ منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه نیمايي کې افغانستان دغه هدف پوره نه کړ او لوبه یې د ۸۳ منډو په توپیر د پاکستان پر وړاندې وبایلله.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه لوبه ده، چې دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې ده.

د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيا جام سيالۍ کې اماراتو سريلانکا ماته کړه او بنګلدېش له جاپان وګټله

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۷ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سياليو کې نن متحده عربي اماراتو له سريلانکا او بنګلدېش لوبډلې له جاپانه لوبې وګټلې.

په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيام جام د روانوسياليو ۷ مه لوبه کې کوربه له سريلانکا څخه په ۲ ويکټو لوبه وګټله.

سريلانکا خپلې سيالې لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په پنځوس اورونو کې ۲۲۱ منډې هدف وټاکه.

متحده عربي اماراتو د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو په ۴۸.۲ اور کې دغه هدف پوره کړ.

د اماراتو لوبډلې تنېش سوري په ۸۸ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله يې تر بري ورسوله.

د سياليو ۸ لوبه بنګلدېش په لوړ توپير له جاپانه وګټله.

د جاپان کرېکټ ټوله لوبډله په ۴۷.۱ اور کې وسوځېدله او بنګلدېش ته یې ۱۰۰ منډې هدف کېښود.

بنګلدېش دغه دغه هدف په دريو لوبغاړو په ۱۱.۲ اور کې پوره کړ.

بنګلدېش دغه لوبه د ۹ ویکټو په توپير وګټله، چې ۲۳۲ توپه لا هم اضافه پاته شول.

په بنګلدېش کې عاشق الرحمن شيبلي په ۴۵ توپونو ۵۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

سبا سې شنبه به د دې سياليو ۹ مه په زړه پوري لوبه د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ وي او په همدې ورځ به، په لسمه لوبه کې هندوستان او نيپال خپل زور سره ووهي.

د پاکستان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې هند ته په اتو ویکټه ماته ور کړه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۲ GMT+۰

د پاکستان له نوولس کلنوملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې نن په متحده عربي اماراتو کې سیالې هندۍ لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ور کړه. پاکستان د پچې ګټلو سره هندۍ لوبډلې ته د توپ وهلو بلنه ور کړه. هندۍ لوبډلې د ټولو اورونو لوبولو او د ۹ لوبغاړو په زیان سره ۲۵۹ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې د پاکستان نولس کلنې لوبډلې د ۴۷ اورونو لوبولو او دوو ویکټو په سوځېدو سره ۲۶۳ منډې وکړې او دا لوبه یې د ځان کړه.

د پاکستان په نولس کلنو کې اذان اویس سلیزې جوړولو او محمد ذیشان د هند د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره تر نورو ښه وځلېدل.

تر دې مخکې پاکستان په دې جام کې نېپال او او هند هم افغانستان ته ماتې ور کړې ده.

افغانستان نن خپله دویمه سیالۍ کې نېپال مات کړ.

دکرېکټ نولس کلنو اسیا جام د ډیسمبر پر اتمه پیل شو او تر ۱۷ به یې روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون

د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې نیپال د ۷۳ منډو په لوی توپیر مات کړ

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۵ GMT+۰

د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې نن سیالې لوبډلې نېپال ته د ۷۳ منډو په لوی توپیر ماتې ور کړه. نېپال د پچې ګټلو سره افغان لوبډلې ته د توپ وهلو چانس ور کړ. افغان لوبډلې د وروستي اور تر دریو توپ او د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۶۱ منډې جوړې کړې.

د نېپال لوبډلې ټول لوبغاړي د ۴۱ اور تر دویم توپ ټول وسوځېدل او ایلا یې ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

په افغان ځوانانو کې جمشېد ځدراڼ ۱۰۶، نعمان شاه ۶۰منډو جوړولو سره تر نورو ښه وځلېد او لوبډلمشر نصیر خان، فریدون داودزی او محمد یونس د بهترینې توپ اچونې سره تر نورو ښه وځلېدل.

افغانستان د دې سیالیو په لومړنۍ لوبه کې وړمه ورځ له هند ماته خوړلې ده.

د کرېکټ د ۱۹ کلنو اسيا جام دغه ۵۰ اوريزه سيالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه توب پرون پيل شوې دي او د ډیسمبر تر ۱۷ به روانې وي.