د افغانستان د وز لوبې د پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د ۱۲ ولایتونو تر منځ د وزلوبې پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ نن سې شنبه (د مرغومې ۵مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په کابل کې د ۱۲ ولایتونو تر منځ د وزلوبې پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ نن سې شنبه (د مرغومې ۵مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړنی پړاو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال تر سره شو، چې پکې د ګڼو ولایاتو د وزلوبې اتلانو برخه اخیستې وه.
سږنۍ سیالۍ به د بامیانو، میدان وردګ، پنجشیر، لوګر، بلخ، سمنګان، سرپل، بدخشان، کندهار، کندز او تخار ولایتونو د وزلوبغاړو ترمنځ ترسره شي.
وزلوبه چې د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده، شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د ایران په مشهد ښار کې يوې غونډې ته وويل، چې امريکا، ناټو او ملګري هېوادونو يې په افغانستان کې ماته خوړلې او اوس په یو او بل نوم هڅه کوي، چې د دوی ادارې ته ستونزي جوړې کړي او له سقوط سره یې مخ کړي.
نوموړي ويلي، چې د نړۍوالو د ميليادونو مرستو او سياسي ملاتړ پرته ټولې چارې ښه رهبري کوي.
متقي د مشهد ښار د طالبانو تر واک لاندي قونسلګري کې له علماو، سوداګرو او هلته مېشتو افغانانو سره په ليدنه کې ويلي، چې په تېرو شلو کلونو کې کډوالي د «جهاد» لپاره يو مجبوريت و او په هغه وختونو کې وطن پرېښودل يې قرباني وبلله.
د طالبانو دغه چارواکي وويل، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې ماته خوړلې او د افغانستان څخه د وتلو پر مهال يې هېڅ هم روغ پرې نه ښودل.
نوموړي زياته کړه: «دوی د وتلو پرمهال طيارې، موټرونه، کمپيوټرونه او حتا دروازې او کړکۍ لا ماتې کړې وې.»
اميرخان متقي ادعا وکړه، چې مخکنی حکومت د چارواکو او زورواکو و او ان حکومتي مسوولينو ته به د تګ راتګ پر مهال ښارونه او لارې تړل کېدې.
د هغه په خبره، چې د طالبانو په حکومت کې دولتي کسان او عام خلک يو ډول رول لري او د خلکو ملاتړ له ځان سره لري.
هغه له افغان کډوالو غوښتنه وکړه، چې هېواد ته دې ستانه شي او له شته فرصت څخه دې ګټه واخلي.
د نوموړي په خبره، چې د ایراني چارواکو سره يې په ناستو کې د کډوالو د ستونزو د حل ژمنې تر لاسه کړې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په دې ناسته کې وويل، چې د ایران سره يې سياسي او سوداګريزي اړيکې جوړې کړې دي او په دواړ هېوادونو کې د سفارتونو او قونسلګريو چارې جريان لري.
متقي وايي، چې د سيمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوې، چې سوداګريزي او سياسي اړیکې روغې وساتي.
د يادوني وړ ده، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي څلور ورځي مخکي د فلسطين نړۍوالې مشورتي ناسته کې د ګډون لپاره ايران ته تللی.
نوموړي تر دې ناستې وروسته ځيني ليدنې هم ترسره کړي دي.

په دوحه کې د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات په استانبول کې "د افغانستان د راتلونکي فکري ناسته" د اتم پړاو د پیل اعلان وکړ. دا غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په ګډون د مهمو شخصیتونو په شتون کې جوړه شوه.
ښاغلي برکات دغه خبر پر خپلې ایکس ټولنیزې پاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي وروستي راپور ته د کتنې ترڅنګ په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو ترڅنګ له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري شړل او پر ښځو د لګول شویو بندیزیونو پر مسایلو خبرې وشوې.
داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه لیک له مخې د افغانستان د وضعیت په اړه د سینیرلي اوغلو خپلواکه ارزونه د دغې غونډې اصلي موضوع ده.
دغه راپور چې د نومبر په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا امنیت شورا ته وړاندې شو، پراخ غبرګونونه یې درلودل.
سلطان برکات چې فلسطین تبار دی او په قطر کې د دوحې په انسټیټوټ کې د سیاست په برخه کې استاد دی، طالبانو ته له نېږدې کسانو څخه شمېرل کیږي.
امیر خان متقي قطر ته د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې له دغه مرکز څخه لیدنه کړې وه.
ښاغلی برکات د "بین الافغاني خبرو اترو" په چوکاټ کې د ۲۰۱۹ کال د می په ۲۹ په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د ۴۵ افغان سیاسي او مدني فعالانو د ناستې یو له ترتیب کوونکو څخه و.
منتقدین وايي، چې دا مرکز د طالبانو لپاره یوه لابيګر دفتر دی، چې غربي هېوادونه دې ته وهڅوي چې له دې ډلې سره اړیکي ونیسي.

د بښنې نړۍوال سازمان یوه مسووله سمیرا حمیدي د طالبانو له بند څخه د بشري حقونو د ټولو مدافعانو، خبریالانو او منتقدینو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړې د طالبانو له بند څخه د پریسا ازاده د خوشې کېدو په هرکلي سره ټینګار کوي، چې منیژه صدیقي او ټول هغه کسان چې په خپل سر نیول شوي باید خوشې شي.
سمیرا حمیدي د دوشنبې په ورځ (د مرغومې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: "موږ باید د ټولو طالب مخالفینو د خلاصون غوښتنې ته دوام ورکړو؛ تر څو د دې ډلې له بند څخه خلاص شي".
نوموړې په ځانګړې توګه د منیژه صدیقي یادونه کړې، چې لا هم د طالبانو په بند کې دi.
د افغانستان د ښځو غورځنګ د مرغومې په څلورمه اعلان وکړ، چې د ښځو د حقونو فعاله پریسا ازاده له څلوېښتو ورځو وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه.
پریسا ازاده چې د افغان ښځو د عدالت او ازادۍ د غورځنګ غړې ده، د طالبانو استخباراتو د لړم په ۲۴ مه د کابل په لویدیځ دشت برچي کې نیولې وه.
د افغانستان د ښځو غورځنګ په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې طالبانو د دغه غورځنګ غړې او د بشري حقونو فعاله منیژه صدیقي د تلې په ۱۷مه نیولې وه.
د مېرمن صدیقي د روغتیايي وضعیت او د توقیف ځای په اړه تر اوسه کره معلومات نه شته.

رویټرز د کډوالو د حقونو د یوې ادارې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان لږ تر لږه ۱۳۰ هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ ویزو ته په تمه وو اېستلي دي. دغې رسنۍ د سرچینو په حواله لیکلي، چې پاکستاني چارواکي هغو لیکونو ته پاملرنه نه کوي، چې د امریکا سفارت افغانانو ته ورکړي دي.
د "افغان ایواک" سازمان مشر شاون ون ډایور د دغه سازمان د غړو د معلوماتو او په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له خوا د امریکا حکومت ته د ورکړل شویو جزییاتو په حواله ویلي، چې د پاکستان پولیسو ۲۳۰ تنه افغان کډوال نیولي دي، چې شاوخوا ۸۰ تنه یې بیرته خوشې شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو له اېستلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، واشنګټن پاکستان ته د هغو افغانانو نوملړ ورکړی، چې په امریکا کې د اوسېدو په شرایطو برابر دي.
شاون ون ډایور او دوو لوېدیځو ډېپلوماټیکو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې ځايي پاکستاني چارواکي تر ډېره د امریکا دغه نوملړ له پامه غورځوي.
رویټرز له یو شمېر هغو افغان کورنیو سره خبرې کړي، چې غړي یې پولیسو ته د لیک له ښودلو وروسته اېستل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د امنیتي دلایلو له امله د هغه پناه غوښتونکي نوم نه دی اخیستی، چې ویلي یې دي پولیس د هغوی کور ته ورغلل او سره له دې چې د امریکا د سفارت لیک یې له ځان سره درلوده؛ نه یې دی منلی.
د دغې کورنۍ غړي اوس له پاکستانه شړل شوي او په کابل کې ژوند کوي.
امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې دوی هڅه کوي په دري، پښتو او انګلیسي ژبو د پیغام رسولو اپلیکیشن واټس اپ له لارې په بېړنۍ کرښې سره په پاکستان کې زرګونو افغانانو ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې تر ۴۵۰ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې د ژمي په سختو شرایطو کې له پولې سره نېږدې ژوند کوي.
طالبان چې له پاکستانه په ډله ییزه توګه د کډوالو له اېستلو سره مخالف دي؛ وايي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې هېواد ته راستنیږي.
اسلام اباد وايي، چې له اقتصادي او امنیتي کړکېچونو سره لاس او ګریوان دی او نه شي کولی د هغو ۶۰۰ زرو کډوالو کوربه توب وکړي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.

د اناتولیا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ترکي ژبې او ادبیاتو څانګه پرانیستل شوه. په مزارشريف كې د تركيې جنرال قونسل سمیح لطفي تورغوت وويل، چې د روان كال د تلې مياشتې څخه به د تركي ژبې او ادبياتو تدريس پيل شي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې څانګې پرانیسته د بلخ پوهنتون او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) په ګډو هڅو سره ترسره شوه.
ويل کيږي، چې په مزارشريف کې د تیکا دفتر هغه ودانۍ چې د ترکي ژبې او ادبياتو د تدريس لپاره کارول کيږي ترميم کړې او ټولې اسانتياوې يې ورته برابرې کړي دي.
په بلخ پوهنتون کې د ترکي ژبې او ادبیاتو د ډېپارټمنیټ د پرانېستې په مراسمو کې طالب چارواکو او د تیکا چارواکو ګډون کړی و.
په مزارشريف کې د ترکيې جنرال قونسل اناتوليا خبري اژانس ته وویل، چې په دې څانګه کې به شاوخوا ٥٠ محصلينو ته د ترکيې ژبې تدريس پيل شي.
هغه د دې څانګې پرانیستل د ترکیې او افغانستان ترمنځ د تعامل لپاره نوې لاره وګڼله.
