دونګ جون د چین د نوي دفاع وزیر په توګه وټاکل شو

د چین د دفاع وزیر له رسمي ګوښه کېدو دوه میاشتې وروسته دونګ جون د هغه ځای ناستی اعلان شوی دی. د چین شینهوا دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، دونګ د چين ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې په اوومه غونډه کې د دغه مقام لپاره ټاکل شوی دی.