• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر اوکراین د پراخه توغندیز برید په اړه د بایډن غبرګون: د پوتین مخه باید ونیوله شي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۰ GMT+۰

پر اوکراین د روسیې توغندیز برید ته په اشارې جوبایډن وویل، له دغه بریده داسې ښکاري چې د« پوتین مخه باید نوره ونیوله شي». د اوکرایني چارواکو په وینا، دغه برید د شنبې په شپه چې «د اوکراین په جګړه کې تر ټولو ستر هوايي برید» ګڼل کېږي شوی دی.

ویل کېږي، چې د دغه برید له امله ۳۱ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا ولسمشر چې دا مهال په رخصتۍ دی، په یوه وینا پاڼه کې ولیکل:« دغه برید نړۍ ته دا وریادوي، چې د تېرو شاوخوا دوو کالو په ویجاړونکې جګړه کې، د پوتین موخه نه ده بدله شوې او هغه د اوکراین د ویجاړولو او پر خلکو یې د واکمنۍ هوډ لري، باید د هغه هڅې نورې ودرول شي.»

هغه دا رنګه زیاته کړې، چې اوکراین د امریکا او د هغې د متحدینو د هوايي مدافعې سیستم څخه د روسیې د توغندیزو بریدونو په شنډولو کې کار اخیستی.

د امریکا ولسمشر یو ځلې بیا له کانګرسه وغوښتل، چې له اوکراین سره د پوځي مرستو غوښتنې ومني.

جوبایډن وویل، تر هغې چې کانګرس په نوي راتلونکي کال کې عملي ګام وانخلي، متحده ایالات نه شي کولای له اوکراین سره د نوي پوځي تجهیزاتو مرستو ته دوام ورکړي.

پر اوکراین د روسیې د شنبې د شپې برید د امنیت شورا په یوې بېړنۍ ناسته کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې له‌خوا وغندل شو.

خو په ملګرو ملتونو کې روسي استازي وویل، چې مسکو یوازې پر پوځي زېرمو برید کړی او د اوکراین د هوايي دفاعي سیستم یې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې پړ وباله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د مندر پرانستلو لپاره هند کې یو ښار پر ګلونو پوښل کېږي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د هند شمالي ښار ایودیا کې د هندوانو د جوړ شوي یو لوی مندر وروستۍ چارې مخ په بشپریدو دي.‌ دغه مندر ته د لومړي وزیر نریندرا مودي د بیا انتخاباتي کمپاین د مرکز په توګه کتل کیږي.

یو وخت ایودیا، د ترټولو ډیر نفوسه ایالت اتراپردیش یو ارام مذهبي ښارګوټی و،‌ خو اوس پکې د شپږ میلیارده ډالرو په ارزښت نوی هوايي‌ ډګر او سړکونه جوړ شوي دي.‌

مودي به په نږدې یوه میاشت کې په دغه ښار کې جوړ ستر مندر د هندوانو د خدای، رام په نوم پرانیځي.

د مودي له خوا په دغه ښار کې د جوړ شوي هوايي‌ ډګر او یو رغول شوې پلټلۍ ستیشن له پرانیستې یوه ورځ دمخه، کارګرانو د ښار بیلابیلې برخې د پریمانه پولیسو په شتون کې، په ګلونو پوښلې او دغه ښار یې په ښکلي‌ بڼه سینګار کړی دی.

ګیریش سهسترابوجن چې دغه مندر د ډیزاینولو په برخه کې کار کوي وايي: "ډیر ژر به زمونږ خدای په خپل اصلي ځای کې وي." دغه مندر له سپینو مرمر تیږو او ګلابي رنګه ماڼيو په ۷۰ جریبه ځمکه جوړیږي.‌

د دغه مندر د جوړولو یو انجینر وايي: "زمونږ خدای رام دلته زیږیدلی و. هند او په بهر کې ټول هندوان له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دې مندر د جوړیدو انتظار کاوه."

د مودي مخالفانو هغه د خپلو سیاسي هیلو د پوره کولو لپاره د مذهبي احساساتو پر پارولو تورن کړی او د اپوزیسیون یو شمیر مشرانو د دغه مندر په پرانسته کې د ګډون بلنه رد کړې ده.

د جنورۍ په ۲۲ مه به مودي د لومړي ځل لپاره په دغه مندر کې عبادت وکړي چې پر جوړیدو یې ۲۴۰ میلیونه ډالر لګیدلي او ۴۵۰۰ کسانو یې په جوړولو کې برخه اخیستې ده.‌

ترکیه د ۳۲ داعشیانو د نیولو او په کلیساوو او کنیساوو د احتمالي بریدونو د شنډولو خبره کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د ترکیې امنیتي ځواکونو له داعش سره د تړاو په تور ۳۲ کسان نیولي دي. ترکي چارواکو ویلي چې په نیول شویو کسانو کې د داعش درې جګپوړي وسلوال هم شامل دي. د چارواکو په وینا دغو کسانو «په کنیساوو او کلیساوو او همدارنګه د عراق پر سفارت د بریدپلان درلود.»

دغه نیونې یوه اونۍ وروسته له هغې کیږي چې د ترکیې پولیسو په ټول هېواد کې د داعش ۳۰۴ مشکوک وسله وال ونیول.

داعش تر اوسه په ترکیه کې څو وژونکي بریدونه کړي دي چې له دې جملې یو یې د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ ورځ په یوه شپني کلب کې د ۳۹ کسانو په ډزو ویشتل وو.

سویلي افریقا د هاګ نړیواله محکمه کې اسراییل په غزه کې پر جنګي جرمونو تورن کړ

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۴ GMT+۰

سویلي افریقا د هاګ نړیواله محکمه کې د اسرایل پرضد دوسیه وړاندې کړه او دغه هېواد یې په غزه کې د فلسطینیانو پر نسل وژنه تورن کړ. سویلي افریقا له دغې محکمې وغوښتل اسراییل ته امر وکړي چې پر غزې خپل بریدونه ودروي.

په دې قضیه کې سویلي افریقا ادعا کړې چې اسراییلي ځواکونو د حماس ملېشو پر وړاندې د جګړې پرمهال د توکم وژنې په هکله د ملګرو ملتونو له توکم وژنې کنوانسیون سرغړونه کړې ده.

سویلي افریقا په غزه کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو سختې نیوکې کوي. د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون ډېرو کسانو په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په اړه د اسراییل سیاستونه د سویلي افریقا له اپارټایډ رژیم سره پرتله کړي دي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه غوښتنه به په راتلونکو ورځو یا اونیو کې عملي شي.

که دغه قضیه پرمختګ وکړي، څیړل به یې کلونه وخت ونیسي، خو شونې ده چې د جګړې د بندولو لپاره لنډمهاله حکم په څو اونیو کې صادر شي.

اسراییل د سویلي افریقا دا تور رد کړی او هغه یې سپکاوی بللی. د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت وویل د دغه هېواد ځواکونه نړیوالو قوانینو ته ژمن دي.

سویلي افریقا دغه شکایت د غزې د جګړې په ۸۴مه ورځ کړی دی. پر غزه تړانګه د اسراييل له بريد وروسته شاوخوا ۲۱ زره فلسطينيان وژل شوي دي.

د چین ولسمشر له خپلو سفيرانو غوښتي چې ډيپلوماټيک اوسپنېز پوځ جوړ کړي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د چین ولسمشر شي جین پینګ د جمعې په ورځ د چین له سفیرانو څخه غوښتي چې حاکم کمونست ګوند ته وفادار "ډیپلوماتیک اوسپنیز پوځ" رامنځ ته کړي او په دې کار سره د بېجینګ د مخ په زیاتیدونکي بهرني سیاست د نښه کولو په موخه د ځیڼې ډیپلوماټانو لخوا د کیدونکي پروپاګند مخه ونیسي.

د چین دولتي تلویزیون CCTV د راپور له مخې نوموړي په بیجینګ کې جرګه شویو چینایي سفیرانو ته ویلي: "په مبارزه کې زړور اوسئ او د ملي ګټو ساتونکي شئ. دا اړينه ده چې د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ګټو په ټينګښت سره د پياوړو قدرتونو په وړاندې د چمتووالي او ټينګې ارادې ساتنه وشي."

د شي د خبرو انداز تر تیر خورا جدي بریښي،‌ له ۲۰۲۰ کال وروسته چين د بهرنۍ پانګونې او د کرونا له امله د خپل ځپلي‌ اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره نرم دریځ‌ خپل کړی وو.

له امریکا سره د چین اړیکې په نومبر میاشت کې د ولسمشر جو بایډن او شی جین پینګ له لیدنې وروسته د لنډې مودې لپاره ښه شوې وې، خو چین همدا اوس د فیلیپین سره د سویلي چین په سمندر کې د جنجالي ټاپو په اړه په ډیپلوماتیکو شخړو کې ښکیل دی او همدارنګه له یوه اټومي ریکټور نه د ککړو اوبو ده خوشي کولو له امله به بل ډیپلوماټیک کړکیچ کې له جاپان سره ښکیل دی.‌

شي جين پينګ له سفيرانو دا هم غوښتي چې ګوندي ډسپلين ته غاړه کېږدي.‌

نوموړي‌ د کمونست ګوند د بهرنۍ تګلارې د پلان جوړونې د لوړې کچې کنفرانس کې د وینا پر مهال د "سخت" کلمه اوه ځله تکرار کړه. دغه کنفرانس په هرو پنځو کلونو کې يو ځل کېږي.

شي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د چين ډيپلوماتيکه دستګاه د نوو انضباطي فشارونو لاندې ده، په جولای مياشت کې د بهرنيو چارو پخوانی وزير چين ګنګ له اووه میاشتنې ماموریت وروسته له خپلې دندې ګوښه کړای شو.

شي جين پينګ ویلي، ګوند، هېواد او خلکو ته وفاداري د ډيپلوماتيکې دستګاه يو ځلاند دود دی.

هغه زیاته کړې:‌ "دا اړینه ده چې د ایډیالوژیکي دفاع یوه پیاوړې کرښه جوړه شي او قوي سیاسي عقیدې سره یو هوښیار شخص اوسئ چې د قواعدو او ډسپلین سره په کلکه عمل وکړی."

شي پر دې هم ټينګار وکړ چې چين بايد خپل نړيوال نفوذ زيات کړي څو د هغه څه پر وړاندې مبارزه وکړي چې د ده په اند د لويديځ له خوا د چين د کنټرول او ځپلو هڅې دي.

د نوي ميلادي کال په ورځ به د نړۍ نفوس له اتو میلیاردو زیات شي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د امريکا د متحده ایالاتو د سر شمېرنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ نفوس کې ۷۵ ميليونه کسان زیات شوي او د نوي ميلادي کال په ورځ به دا شمېر له ۸ میلياردو زياتو وګړو ته ورسيږي.

د هند نفوس د ۲۰۲۳ ميلادي کال په نیمایي کې ۱۴۲۹ میلیونه کسانو ته په رسېدو له چین نه مخکې او د نړۍ تر ټولو زیات نفوسه هېواد شو.

د دې شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍوالې ودې کچه له يو سلنې کمه وه.

په ورته وخت کې د امريکا د متحده ایالاتو د سر شمېرنې ادارې په خبره؛ د ۲۰۲۴ کال په پيل کې په ټوله نړۍ کې په هره ثانيه کې د ۴.۳ زېږونونو او دوه مړينې اټکل کېږي.

دغه شمېرنې چې تر ډېره په امریکا کې د نفوسو پر احصايې تمرکز کوي تېر کال په دغه هېواد کې د نفوسو د ودې کچه ۰.۵۳ سلنه وه، چې د نړۍ د نفوسو د ودې شمېره کابو نيمايي وه.

په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د امريکا نفوس ته د ۱.۷ ميليونو وګړو په زياتېدو به د نوي کال په ورځ د دې هېواد نفوس ۳۳۵.۸ ميليونو ته ورسېږي.

هند په نړۍ کې تر ټولو ډېر نفوسه هېواد

په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د نفوس د ودې په برخه کې يوه مهمه پېښه دا وه، چې د هند نفوس له چين څخه زيات شو.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په نيمايي کې هند د درېيو ميليونو کسانو په زیاتېدو له خپل ګاونډي هېواد چين څخه مخکې شو.

امريکا د ۳۴۰ ميليون تخميني نفوس په لرلو سره د نړۍ درېيم ډېر نفوسه هېواد وپېژندل شو.

اندونیزیا د ۲۷۷.۵ میلیونه نفوس سره څلورم، پاکستان د ۲۴۰.۵ نفوس سره پنځم، نایجریا د ۲۲۳.۸ نفوس سره شپږم، برازیل د ۲۱۶.۴ نفوس سره اووم، بنګله دېش د ۱۷۳ میلیونه نفوس سره اتم، روسیه د ۱۴۴.۴ نفوس سره نهم او مکسیکو د ۱۲۸.۵ ميلیونو نفوس په درلودلو سره په لسم ځای کې دی.