د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې یې پنځه وسلوال ووژل

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان د اواران ضلعې په مشکۍ سیه کې یې د استخباراتي عملیاتو له مخې پنځه وسلوال ووژل. د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، په دې عملیاتو کې یې وسلې، مهمات او باروت هم موندلي دي. د دې ادارې په خبره، په سیمه کې د وسلوالو د له منځه وړلو لپاره عملیات روان دي.