• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۳ کال کې مو کارکونکي او همکاران له دوو بیړنيو حالاتو سره مخ شول

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشرۍ دفتر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د دغه دفتر کارکونکي او همکاران د هرات د زلزلې او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ییزې راستنېدنې له امله له بیړنیو حالاتو سره مخ وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۳ کال په ورستی ورځ پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې په دغه کال کې یې کارکونکي او همکاران له بیړنیو حالاتو سره مخ وو.

د دوی په خبره د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې ویجاړونکو زلزلو د هرات ولایت زرګونو اوسېدونکو ته مرګژوبله اړولې او دوی یې په بېساري ډول زیامن کړي. د دوی په خبره د زلزلې له لومړۍ ورځې تر دې مهاله لا هم په سیمه کې د زلزلې واړه ټکانونه کیږي او زلزله ځپلو ته د ژغورنې په مرستو چمتو کولو بوخت دي.

په فغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ دفتر وايي، د هرات د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدو پر وخت، همهاله د پاکستان حکومت له دغه هیواده د ټولو بهرنیو اتباعو د اېستلو خبر ورکړ او بیا په همدې مهال ایران هم د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل کړه.

یاد دفتر ويلي د زلزله ځپلو تر څنګ د راستانه شویو کډوالو لپاره یې د «د ښوونځیو او کلنیکونو جوړولو، د دوامداره بیا یو ځای کېدو د ملاتړ تر څنګ په تولنه کې د یو بل منلو کلتور په رامنځته کولو او د نورو بې ځایه کېدو مخه نیسي.»

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغانستان لپاره د حکومتونو، بنسټونو، خصوصي بسپنه ورکونکو او د ډله ییز وجهي صندوق په ګډون د ټولو ملاتړو د مرستو ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د تلې په ۱۵مه د خونړۍ زلزلې له امله د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه ورسیدل.

او همدارنګه په تېرو دوه میاشتو کې څه د پاسه پنځه لکه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه و اېستل شول چې د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې دا مهال د ژمي له سړې هوا او د سرپناه له نه شتون سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د شمالي وزیرستان اتمانزیو جرګې دغې سیمې ته په هر ډول تګ راتګ بندیز لګولی دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، یو کال وړاندې د شمالي وزیرستان د اتمانزیو قبیلې په یوه جرګه کې پرېکړه وکړه چې هیچاته د دغې سیمې د طبعیي زیرمو د کېندلو اجازه نه ورکوي. دوی دغه پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې په سیمه کې امنیت خراب شو او د ټولو طبعيي زېرمو واک د پاکستان حکومت په لاس کې واخيست.

په وزیرستان کې آزاد خبریال لال وزیر وايي، د اتمانزیو جرګې د دې تر څنګ په هغو وزیرستانیو فعالانو هم بندیزونه ولګول او جریمې يې کېښودې چې هغوی له پاکستاني حکومت سره اړیکې ساتلې.

هغه وايي، د اتمانزیو جرګې دغه کار د سیمې د ټولو وګړو د غوښتنې پر بنسټ کړی او ټول سیمه وال یې ملاتړ کوي: «دغې جرګې په لومړې قدم کې له حکومت سره په هر ډول تګ راتګ باندې پابندې ولګوله، او دا پرېکړه یې وکړه چې کوم کس د حکومتي چارواکي سره وګوري نو د هغه کور به ورانيږي او پنځه لکه پاکستانۍ کلداره به جریمه کیږي.»

د سرچینو په وینا د تېر يوه کال په لړ کې دغې جرګې له حکومت سره د اړیکو په تور د یو شمېر سیمه ییزو سیاسي فعالانو او ځايي خبریالانو کورنه سوځولي او ړنګ کړي، او دوی یې له سیمې په زور کډې کولو ته اړ کړي.

ويل کیږي تازه د اتمانزیو جرګې د روانې ډیسمبر میاشتې له ۲۰مې نیټې څخه شمالي وزیرستان ته ټولې ورغلې لارې تړلې دي او هیڅوک نه پریږدي چې دغې سیمې ته ورشي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دغې جرګې په وزیرستان کې د پولیو په واکسین کولو هم بندیز لګولی او اجازه نه ورکوي چې د واکسین ډلې یې سیمې ته ورشي.

ویل کیږي له حکومت چارواکو سره له خبرو اترو وروسته دغې جرګې ته ويل شوي چې پاکستانی حکومت به یې غوښتنې مني او جرګه به ټولې تړل شوې لارې خلاصوي، خو د پولیو واکسین به بیا هم بند وي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي، او تر دې مخکې هم په قبایلي سیمو کې د حکومتي چارواکو له لوري د ورته ګامونو په اړه حکومتي سرچینو معلومات نه دي ورکړي.

سرچينو په پېښور ښار کې د يوه پاکستاني نرښځي د وژل کېدو خبر ورکړ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۱ GMT+۰

یو پاکستانی نرښځی چې دوه اونۍ وړاندې په پېښور ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی و، د شنبې په ورځ (دمرغومي ۹ مه) یې په روغتون کې ساه ورکړه. په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي پیښې زیاتې شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، احمد چې په دویم نوم «وړه» ډېر یادېده، دوه اوونۍ وړاندې د مرمۍ لګېدو له امله ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی و.

پاکستاني امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د سه شنبې په ورځ (د مرغومي ۵ مه) په پېښور ښار کې یو افغان نرښځی هم د وسله والو له خوا ووژل شو.

سرچينو زياته کړې، چې احمد ١٤ ورځې وړاندې د پېښور په ارباب روډ سيمه کې د هغه کور ته څېرمه وسله والو په نښه کړى و. له برید وروسته دولتي روغتون ته لېږدول شوی او په کوما کې وو.

سویس له افغانستان سره څه باندې ۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۷ GMT+۰

په پاکستان کې د سویس سفارت د جمعې په ورځ وویل، له زیانمنو افغانانو سره به ۴.۲۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي. د سویس سفارت ویلي، دغه مرسته یې له پاکستانه ستنېدونکو او د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته ځانګړې کړې ده.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې یو له خورا پیچلي بشري بیړني حالت سره مخ دی.

اوچا وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ پراخیدو د بشري مرستو اړتیا لاپسې زیاته کړې ده. خو له یوې خوا د طالبانو په رسمیت نه پیژندل او له بلې خوا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د تامین په برخه کې د نړیوالو مرستو مشروطول په افغانستان کې د اقتصادي بحران او بې وزلۍ د لا زیاتوالي لامل شوي دي.

خو د طالبانو د اقتصاد وزارت، د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل نړیوال بندیزونه بللي او د اړو کسانو د شمېر د زیاتوالي راپورونه یې رد کړي دي.

یونیسف وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې د ۱۲،۶ میلیونو ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۳ میلیونه کسان به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

پاکستان یو کال کې په ۱۸ زرو عملیاتو کې د ۵۰۰ وسلوالو د وژلو او ۵ زره نورو د نیولو ادعا کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې په ټول هېواد ۱۸ زره ۷۳۶ پوځي عملیات کړي، چې پکې یې ۵۶۶ وسلوال وژلي‌ دي.‌ د پاکستان د پوځ د شمیرو له مخې، په دغه موده کې، د ۲۶۰ افسرانو او سرتېرو په ګډون تر زرو ډیرو کسانو په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پوځ وايي، په دې عملیاتو کې د وسلوالو دوه مشران هم وژل شوي او ۵ زره ۱۶۱ وسلوال نیول شوي دي.‌

پورځ د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.

د پوځ په وینا د استخباراتي ادارو د کار په پایله کې د یوې بلوڅ وسلوالې ډلې مهم قومندانان ګلزار امام شمبې او سرفراز بنګالزي له وسله والې مبارزې لاس اخیستی دی.

د پوخ په وینا یوازې په بلوچستان کې ۵ زره ۶۳ عملیات ترسره شوي چې ۱۰۹ اورپکي پکې وژل شوي‌ دي.‌

بلخوا پوځ پښتونخوا کې د ۱ زرو ۹۴۲ عملیاتو د کولو ادعا کړې او ویلي یې دي چې ۴۴۷ وسلوال په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په پنجاب صوبه کې یې ۱۹۰ پوځي عملیات، په ګلګلت-بالتیستان کې یې ۱۴ عملیات او په سند کې یې ۱ زرو ۹۸۷ عملیات کړي‌ چې په پایله کې یې لس وسلوال وژل شوي.

د پاکستان د المپیک کمېټې مشر له ۱۹ کلن ماموریت وروسته خپله دنده پرېښوده

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۴ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د المپیک کمېټې مشر عارف حسن له ۱۹ کلن ماموریته له خپلې دندې استعفاء وکړه. نوموړي د المپیک کمېټې اجراییوي غړو ته خبر ورکړی ، چې د « ناسم روغتیايي» حالت له امله د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته خپله دنده نشي کولی.

ښاغلی حسن، چې دا مهال په امریکا کې دی، جیو نیوز پاکستاني ټلویزیون ته خپله استعفاء تایید کړې ده.

‏د معلوماتو پر بنسټ، عارف حسن ته په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د سویلي اسیا سیالیو د تنظیم کمېټې مسوولیت وسپارل شو؛ خو په ۲۰۰۴ کال کې بیا د پاکستان د المپیک کمېټې مشري ورکړل شوه، چې تر اوسه هم پر دې څوکۍ پاتې وو.

‏د پاکستان د ورزش په تاریخ کې د اوږد مسوولیت لرونکی دغه چارواکی روان کال کې له دې امله هم تر سختو نیوکو لاندې راغلی وو، چې ولې پاکستان په نړیوالو المپیک سیالیو کې کوم مډال ترلاسه نه کړ.