• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچينو په پېښور ښار کې د يوه پاکستاني نرښځي د وژل کېدو خبر ورکړ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۱ GMT+۰

یو پاکستانی نرښځی چې دوه اونۍ وړاندې په پېښور ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی و، د شنبې په ورځ (دمرغومي ۹ مه) یې په روغتون کې ساه ورکړه. په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي پیښې زیاتې شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، احمد چې په دویم نوم «وړه» ډېر یادېده، دوه اوونۍ وړاندې د مرمۍ لګېدو له امله ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی و.

پاکستاني امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د سه شنبې په ورځ (د مرغومي ۵ مه) په پېښور ښار کې یو افغان نرښځی هم د وسله والو له خوا ووژل شو.

سرچينو زياته کړې، چې احمد ١٤ ورځې وړاندې د پېښور په ارباب روډ سيمه کې د هغه کور ته څېرمه وسله والو په نښه کړى و. له برید وروسته دولتي روغتون ته لېږدول شوی او په کوما کې وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اسیان ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو د سوېلي چین سمندرګي پر کړکیچ اندیښنه وښوده

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۰۲ GMT+۰

د اسیان په نوم د سویل ختیځې اسیا ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانود شنبې په ورځ د سویلي چین سمندرګي کې د زیاتیدونکي کړکیچ په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دغه چاره د سیمې سوله ګواښلی شي. دوی د ښکیلو غاړو ترمنځ د سوله ییزو خبرو غوښتنه وکړه.

د دې ډلې په اعلامیه کې راغلې: "موږ د سویلي چین سمندرګي کې وروستي پرمختګونه له نږدې څارو او اندیښمن یو چې ښایې په سیمه کې سوله، امنیت او ثبات زیانمن کړي."

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې چې په دې وروستیو میاشتو کې چین او فلیپین پر یو بل د یو لړ سمندري بریدونو په اړه تورونه لګولي او مانیلا د خپلې کړنلارې د بدلون اړتیا ته اشاره کړې،‌ ځکه ډیپلوماټیکې هلې ځلې پایله نه ده ورکړې.

چین د فلیپین تورونه "درواغجن" بللي او ویلي یې دي چې د فلیپین له "تحرکاتو او ځورونو" به سترګې پټې نه کړي.

چین ادعا کوي چې د سویلي چین سمندر ډیری برخه د دوی ملکیت دی، دغه ساحه د چین له سویلي قلمروه تر ۱۵ سوو کیلومتره پورې سمندري سیمه رانغاړي خو په عین حال کې کومه سیمه چې چین یې د ملکیت ادعا کوي‌ د برونای، اندونیزیا، مالیزیا، فیلیپین او ویتنام ځانګړې اقتصادي سیمې هم رانغاړي.‌

د اسیان د بهرنیو چارو وزیرانو او چین په سویلي چین سمندرګي کې د کړنلارې د جوړولو لپاره پر سر له ۲۰۰۲ کال راهیسې کار پیل کړی خو لا تر اوسه د دغې ستونزې د هواري‌ په برخه کې یې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

نامعلومو الوتکو په سوریه کې د ایران ملاتړو وسلوالو پر پوستو بریدونه کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۴ GMT+۰

د عراق امنیتي او پوله ساتو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې نامعلومو جټ الوتکو د سوریې په بوکمال ښار کې پر هغو ودانیو او لاریو برید کړي چې ایران پورې تړلې ملېشې یې کاروي.

د سوریې د بشري حقونو څارډلې ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.

دا بریدونه تېره شپه ناوخته شوي او څرګنده نه ده چې دغه هوايي بریدونه کوم هېواد کړي دي.

د عراق د حشد الشعبي د ملېشو یوه ځایي قوماندان چې د ایران ملاتړ ور سره دی، د لږ تر لږه څلورو کسانو وژل کېدل تایید کړل، خو د سوریې پولې ته څېرمه د دغې ډلې د ځواکونو د مرګ ژوبلې خبره یې رد کړه.

د هغو سرچینو په وینا چې د سوریې له چارواکو سره په اړیکه کې دي، دغو بریدونو اته لارۍ په نښه کړې چې لږترلږه څلور یې ویجاړې کړې دي.

چارواکو وویل، دې بریدونو کې د ایران ملاتړه ملېشو درې ودانۍ هم په نښه شوې دي.

د حزب الله په ګډون ایران پلوه وسله وال اوس د سوریې په ختیځ، سویل او شمال لویدیځ او د پلازمینې په شاوخوا سیمو کې پر لویو سیمو واکمن دي.

پهبوکمال سرحدي سیمه کې دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه شوي چې د ایران په ملاتړ د عراقي ملېشو یوې ډلې د عراق شمال ته په اربیل ښار کې د امریکا پر پوځي اډې د برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د امریکا د پوځ یوه چارواکي ویلي، چې امریکا د شپې په اوږدو کې دفاعي بریدونه نه دي کړي.

اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې د ایران اړوند اهدافو باندې بریدونه کوي.

پاکستان یو کال کې په ۱۸ زرو عملیاتو کې د ۵۰۰ وسلوالو د وژلو او ۵ زره نورو د نیولو ادعا کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې په ټول هېواد ۱۸ زره ۷۳۶ پوځي عملیات کړي، چې پکې یې ۵۶۶ وسلوال وژلي‌ دي.‌ د پاکستان د پوځ د شمیرو له مخې، په دغه موده کې، د ۲۶۰ افسرانو او سرتېرو په ګډون تر زرو ډیرو کسانو په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پوځ وايي، په دې عملیاتو کې د وسلوالو دوه مشران هم وژل شوي او ۵ زره ۱۶۱ وسلوال نیول شوي دي.‌

پورځ د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.

د پوځ په وینا د استخباراتي ادارو د کار په پایله کې د یوې بلوڅ وسلوالې ډلې مهم قومندانان ګلزار امام شمبې او سرفراز بنګالزي له وسله والې مبارزې لاس اخیستی دی.

د پوخ په وینا یوازې په بلوچستان کې ۵ زره ۶۳ عملیات ترسره شوي چې ۱۰۹ اورپکي پکې وژل شوي‌ دي.‌

بلخوا پوځ پښتونخوا کې د ۱ زرو ۹۴۲ عملیاتو د کولو ادعا کړې او ویلي یې دي چې ۴۴۷ وسلوال په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په پنجاب صوبه کې یې ۱۹۰ پوځي عملیات، په ګلګلت-بالتیستان کې یې ۱۴ عملیات او په سند کې یې ۱ زرو ۹۸۷ عملیات کړي‌ چې په پایله کې یې لس وسلوال وژل شوي.

د پاکستان د المپیک کمېټې مشر له ۱۹ کلن ماموریت وروسته خپله دنده پرېښوده

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۴ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د المپیک کمېټې مشر عارف حسن له ۱۹ کلن ماموریته له خپلې دندې استعفاء وکړه. نوموړي د المپیک کمېټې اجراییوي غړو ته خبر ورکړی ، چې د « ناسم روغتیايي» حالت له امله د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته خپله دنده نشي کولی.

ښاغلی حسن، چې دا مهال په امریکا کې دی، جیو نیوز پاکستاني ټلویزیون ته خپله استعفاء تایید کړې ده.

‏د معلوماتو پر بنسټ، عارف حسن ته په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د سویلي اسیا سیالیو د تنظیم کمېټې مسوولیت وسپارل شو؛ خو په ۲۰۰۴ کال کې بیا د پاکستان د المپیک کمېټې مشري ورکړل شوه، چې تر اوسه هم پر دې څوکۍ پاتې وو.

‏د پاکستان د ورزش په تاریخ کې د اوږد مسوولیت لرونکی دغه چارواکی روان کال کې له دې امله هم تر سختو نیوکو لاندې راغلی وو، چې ولې پاکستان په نړیوالو المپیک سیالیو کې کوم مډال ترلاسه نه کړ.

د انګلستان د اورګادي تونلونو کې د سیلاو له امله یوروسټار لندن ته خپل ټول سفرونه لغوه کړل

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د اورګاډي د چلولو نړیوال شرکت یوروسټار د شنبې په ورځ د انګلستان په سویل ختیځ کې د اورګاډي تونلونو کې د سیلاوونو راوتلو له امله د لندن او اروپا ترمنځ د اورګاډي د ټولو سفرونو د لغوه کیدو او د نوي‌ کال د رخصتیو په درشل کې د زرګونو مسافرانو د سفر د ګډوډیدو خبر ورکړ.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، یوروسټار اول یوازې د ۱۴ اورګاډو سفرونه لغوه کړل مګر وروسته له هغه چې سیلاوونو دوام وکړ، دوی د همدې ورځې لپاره پلان شوي ټول ۴۱ سفرونه لغوه کړل.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې د لندن ختیځ، ایبس فلیټ ته نږدې د تیمز سیند لاندې د اورګاډي تونلونو کې د سیلاو د راوتلو لامل څه دی.

د انګلستان په ځینو برخو کې په دې وروستیو ورځو کې سخت بارانونه شوي دي او په سویل کې د قوي او توندو بادونو په اړه رسمي خبرداری ورکړل شوی دی.

د یوروسټار په یوه خبرپاڼه کې راغلي: "مونږ پوهیږو چې دا د رخصتیو پای کې او له نوي کال دمخه کور ته د رسیدو لپاره ډیر مهم وخت دی او موږ د خپلو پیریدونکو د ملاتړ لپاره تمځیو که حضور لرو."